په عمان کې به د افغانستان په څلوراړخیزه غونډه کې طالبان ګډون وکړي؟

کوکچه پرس84 نمایش هاآخرین بروزرسانی:چهارشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۶ - ۱۰:۲۰ بعد از ظهر
په عمان کې به د افغانستان په څلوراړخیزه غونډه کې طالبان ګډون وکړي؟

په عمان کې به د افغانستان په څلوراړخیزه غونډه کې طالبان ګډون وکړي؟

تاند- د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي به راتلونکې اوونۍ په عمان کې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې پر پروسې خبرې وکړي.

دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /چهارشنبه/ وکړه خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې ایا په دې غونډه کې د افغان طالبانو استازي هم ګډون کوي او که نه کوي.

د رویټرز خبري اژانس پر اساس، د طالبانو سرچینو وویل چې دوی ته تراوسه پورې بلنه نه ده ورکړای شوې.

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزې غونډې په ۲۰۱۵ م کال وروسته له دې ناکامې شوې چې په دې خبرو کې پاکستان پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ.

پاکستان ویلي و چې یا به د افغان طالبانو مشران د سولې خبرو ته حاضروي او یا به هغوی د خپلو کورنیو له غړیو سره له پاکستانه باسي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس د څلو رهیوادونو د همږغۍ ډله هڅه کوي چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو ته لار هواره کړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي او د ولسمشر غني سلاکار قاضي محمد امین وقاد وايي «د افغانستان د سولې د عالي شورا او حکومت استازي به د عمان په غونډه کې ګډون وکړي او دا مهمه غونډه ده ځکه چې د طالبانو استازي به هم پکې برخه واخلي. موږ به له واضیح پلان سره په غونډه کې ګډون وکړو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي تایید کړه چې خبرې به د اکتوبر په ۱۶ مه /دوشنبه/ پیل شي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هم ویلي و چې د عمان په مرکز مسقط کې د افغانستان څلوراړخیزې خبرې کېږي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د دې غونډې په اړه د رویټرز خبري اژانس پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

طالبان په غونډه کې ګډون کوي؟

رویټرز وايي، د طالبانو یوه جګپوړي غړي د نوم د نه څرګندېدو په شرط ورته ویلي چې د دوی د مشرتابه شورا د سې شنبې په ورځ /اکتوبر۹/ غونډه وکړه او پرېکړه یې وکړه چې حتي که بلنه هم ورکړای شوه مسقط ته به استازی نه لېږي.

دغه طالب مشر همداراز وویل چې د طالبانو د مشرتابه شورا د غونډې تر مهاله پورې دوی ته د عمان په غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړای شوې.

په عمان کې به د افغانستان په څلوراړخیزه غونډه کې طالبان ګډون وکړي؟

۱۳۹۶-۰۷-۱۹
کوکچه پرس