له بارانه پټیدل ناوې لاندې یې شپه شوه | ناصرخان شیرزی

کوکچه پرس48 نمایش هاآخرین بروزرسانی:پنج شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۶ - ۱۲:۴۴ قبل از ظهر
 له بارانه پټیدل ناوې لاندې یې شپه شوه | ناصرخان شیرزی

 له بارانه پټیدل ناوې لاندې یې شپه شوه | ناصرخان شیرزی

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو د راتګ چټک بهیر او د لرې پرتو سیمو په ناامنه کیدو سره د داخلي خلکو له یوه ځایه بل ځای ته د کورونو انتقال د کډوالۍ ژوند کچه لوړه کړې ده.

راستانه شوي او بې ځایه شوي کډوال نن سبا له ګڼو ستونزو سره مخ دي، دوی ان د اوسیدو لپاره کرایې کور هم نشي پیداکولی ځکه چې د کرایې کورونو بیې لوړې دي او دوی دومره وسه نلري چې کور په لوړه بیه په کرایه ونیسي.

ځیني کډوال بیا د کار له نشتون څخه سرټکوي ، وایې چې د کار د پیداکولو په لټه له سهاره تر ماښامه په بیلابیلو ځایونو او د ښار په چوکونو ګرځو خو د کار درک نه لګیږي.

یادو کډوالو سره د راروان سوړ ژمي غم هم دی، وایې اوس خو هوا ښه ده ، خو ژمي ته ډیره کمه موده پاتې ده ، که د سرپناه ځای او اړونده نورې مرستې ونشي له ګڼو ستونزو سره به لاپسي مخ شو، چې د ان د ماشومانو د مړینې ویره هم راسره ده.

که څه هم د افغان راستانه شویو او بې ځایه شویو کډوالو په نوم ډیرې نړیوالې مرستې راغلې، خو تر دامهاله یو کم تعداد خلک ترې برخمن شوي او نورې په مختلیفو لارو د زورواکانو شخصي جیبونو ته تللي دي.

افغان کډوال له شتمنوخلکو، بهرنیو او داخلي مرستندویه ادارو او افغان دولت څخه غوښتنه کوي چې د دوی ستونزې جدې ونیسي، د سرپناه نشتون او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو اړوند په بیلابیلو برخو کې ورسره مرستې وکړي.

 له بارانه پټیدل ناوې لاندې یې شپه شوه | ناصرخان شیرزی

۱۳۹۶-۰۷-۲۰
کوکچه پرس