د ټرمپ له هرکلي سره سره خوشي شوې کاناډايي جوړې امریکا ته له تګه انکار وکړ

کوکچه پرس70 نمایش هاآخرین بروزرسانی:پنج شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۶ - ۱۱:۲۴ بعد از ظهر
د ټرمپ له هرکلي سره سره خوشي شوې کاناډايي جوړې امریکا ته له تګه انکار وکړ

د ټرمپ له هرکلي سره سره خوشي شوې کاناډايي جوړې امریکا ته له تګه انکار وکړ

تاند- کاناډايي برمته جوشوا بویل په پاکستان کې له خوشي کېدو وروسته حاضر نه شو چې د امریکا د پوځ په الوتکه کې خپل کور ته لاړ شي ځکه چې وېره یې لرله چې وبه نیول شي.

د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مشر جان کیلي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دا ۵ کسیزه کورنۍ د برمتګرو له منګولو خوشي شوې ده.

ولسمشر ټرمپ د دې کورنۍ خلاصون د امریکا او پاکستان د اړیکو لپاره یو مثبت ګام وباله.

ډانلډ ټرمپ وویل چې په دې برخه کې د پاکستان همکاري د دې نښه ده چې دا هیواد په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره د امریکا هیلو ته درناوی کوي.

بویل پخوا د کاناډايي تبعه عمر خدر له خور سره واده کړی و. خدر په ۲۰۰۲ م کال د القاعده د غړیتوب په تور په افغانستان کې نیول شوی و او په ګوانتنامو کې یې ۱۰ کاله بند تېر کړ.

فکس نیوز تلویزون وايي چې د پنجشنبې تر ماسپښین پورې خوشي شوې کورنۍ په پاکستان کې وه او شمالي امریکا ته د هغې د لېږدولو په اړه خبرې روانې وې.

دې کورنۍ په ځلونو د امریکا له حکومت څخه د خپل خلاصون لپاره د طالبانو د غوښتنو د منلو غوښتنه کړې وه خو داسې ښکاري چې پر پاکستان د امریکا د نوې ستراتیژۍ د فشار په نتیجه کې د هغوی د خوشي کېدو لار هواره شوه.

اسوشیتید پری خبري اژانس د یوه چارواکي، چې نوم یې نه دی یاد کړی، په قول ویلي چې کولمن او کاناډايي خاوند یې امریکايي چارواکو ته ویلي چې دوی غواړي چې له پاکستان څخه نېغ په نېغه کاناډا ته لاړ شي.

سره له دې چې د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دا جوړه او د هغو ۳ ماشومان یې په قبایلي سیمو کې د امریکا د استخباراتي معلوماتو پر اساس ژغورلي، خو فکس نیوز وايي چې دا مسله لا هم مرموزه ده او ډېرې پوښتنې ناځواب شوي پاتې دي.

لا هم له برمتګرو سره د افغاغنستان د امریکايي پوهنتون دوه بهرني استادان د یرغملو په توګه ساتل کېږي.

امریکايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې امریکايي ښځه کتلان کولمن او کاناډايي خاوند یې جوشوا بویل، چې افغانستان ته د سفر په ترڅ کې پاکستان مېشتې حقاني شبکې تښتولي ول، د پاکستان له لوري وژغورل شول.

مېرمن کولمن د برمته کېدو په مهال اومیندواره وه. دوی د یرغملتوب په ۵ کلنه موده کې د درو ماشومانو خاوندان شول.

امریکايي چارواکي وايي چې د دې جوړې ماشومان هم خوشي شوي دي.

د امریکا د ملي امنیت یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې دا کسان د پاکستان په خاوره کې ساتل کېدل او د پاکستاتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې خوشي کړای شوي دي.

ده په دې برخه کې د پاکستان اقدام د همکارۍ لور ته یو سم ګام بللی دی.

د ټرمپ له هرکلي سره سره خوشي شوې کاناډايي جوړې امریکا ته له تګه انکار وکړ

۱۳۹۶-۰۷-۲۰
کوکچه پرس