د انرژۍ څښاکونو د یوې کورنۍ د ژوند ټولې خوښې واخیستلې

کوکچه پرس68 نمایش هاآخرین بروزرسانی:جمعه ۲۱ میزان ۱۳۹۶ - ۱۱:۱۴ قبل از ظهر
د انرژۍ څښاکونو د یوې کورنۍ د ژوند ټولې خوښې واخیستلې

د انرژۍ څښاکونو د یوې کورنۍ د ژوند ټولې خوښې واخیستلې

تاند – یوه امریکایي مېرمن، بریانا، وایي چې د هغې مېړه د انرژۍ د څښاکونو له امله دې حالت ته ورسېد چې اوس په ځای کې ناست دی او نژدې هر څه یې دا ورته سمبالوي.

په نیویارک کې دېره امریکه آنلاین (AOL) وېب سایټ د دغې امریکایۍ مېرمنې له قوله لیکي، چې مېړه ته یې مغزي خونرېزي پیدا شوه او کله چې روغتون ته ورسول شو ډاکټرانو وموندله چې د هغه تکلیف د انرژۍ د مسلسلو څښاکونو له امله پیدا شوی وو.

بریانا وایي، ډاکټرانو وویل چې مېړه ته یې دا حالت د نشه ییزو توکو له امله پیدا شوی او چې پلټنې یې وکړې یوازني نشه ییز توکي چې مېړه یې، آستین، کارول د انرژۍ څښاکونه ول.

مېرمن بریانا استین وایي، چې دا داسې وخت وو چې هغوی د خپل لومړني ماشوم د زېږېدا هیله لرله، او په هغې د زېږون وخت په داسې حال کې راغی چې مېړه یې د ماشوم د لومړۍ پالنې پرځای پخپله هم په روغتون کې په بستر پروت او له ځانه ناخبره وو.

ویل کیږي، چې په امریکا او نوره غربي نړۍ کې د ښځې له خوا د ماشوم د زېږون پر وخت یې مېړه ورته ودروي چې هغه دردونه وویني چې ښځې یې احساسوي، چې په دې توګه سړی هم دا درک کوي چې یوه مور د ماشوم په زېږونه څومره تکلیف تېروي.

د AOL د مقالې لیکوال الېکس لاسکر د بریانا له قوله لیکي چې اوس د هغې مېړه په داسې حال کې ده چې کوپړۍ یې راټیټه شوې او د هغوی خوږ ژوند په داسې یوه حال بدل شوی چې هغه یوې خوا ته د ماشوم پالنه کوي او بلې خوا یې د رنځور مېړه آستین.

ویل کیږي چې په وروستیو کالونو کې په افغانستان او سیمه کې هم د انرژۍ بېلابېل څښاکونه چې ډېره اندازه کوکایین لري او اکثر یې په غیرمعیاري ډول هم جوړېږي ډېرعام شوي دي، او ځایي رسنۍ د دې پرځای چې د انرژۍ د څښاکونو د ضررونو په هکله خبرې وکړي د پیسو اخیستلو په مقابل کې د هغو د ستاینې اعلانونه خپروي.

د انرژۍ څښاکونو د یوې کورنۍ د ژوند ټولې خوښې واخیستلې

۱۳۹۶-۰۷-۲۱
کوکچه پرس