د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې یوه ډله غله نیول شوی دی

سیدخان سلیمانخیل100 نمایش هاآخرین بروزرسانی:چهارشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۶ - ۱۲:۴۵ قبل از ظهر

کوکچه: پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې پنځه تنه غله دوه ورځې مخکې پهداس حال کې د ملي پولیسو لخوا ونیول شول

دا ډله غله چي د تیښتې هڅه یې کوله. دسروبي امنیه قوماندان خدای نور د یاد خبر د تایید ترڅنګ وایي: پنځه تنه غله هغه مهال ونیول شول چې په يوه کرولا ډوله موټر کې سپاره او له یو کور څخه یې یو څاروی غلا کړی د تیښتې په حال کي وو.

د قوماندان په وینا نوموړو غلو څو ورځې وړاندې هم د یو کور څخه پنځوس زره (۵۰۰۰۰) پاکستانۍ کالدارې هم غلا کړې وې. قوماندان زیاتوي چې له دوی سره یې دوه ميله کلاشينکوف يو چاقو او يو عراده کرولا موټر هم نيول شوى دی.

۱۳۹۶-۰۸-۲۴
سیدخان سلیمانخیل