د پکتیکا د ادارې او حسابدارۍ له انسټیټیوټ څخه ۱۱۲ تنه فارغ شول

514 نمایش هاسیدخان سلیمانخیلآخرین بروزرسانی:شنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۶ - ۱۱:۲۵ بعد از ظهر
د پکتیکا د ادارې او حسابدارۍ له انسټیټیوټ څخه ۱۱۲ تنه فارغ شول
پکتیکا والي دغه راز وایي چې د یاد محصلینو په فارغېدو سره د مسلکي کسانو د کمښت تشه ډکیږي او په ادارو کې به وړ کسان په دندو و ګمارل شي.

کوکچه- په پکتیکا ولایت کې د ادارې او حسابدارۍ له انسټیټیوټ څخه د شنبې په ورځ په څلورمه دوره کې ۱۱۲ تنه فارغ شول.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت فارغینو ته د فراغت مبارکي وویله او دا یې د دوی لپاره د ویاړ او بري ورځ یاده کړه.

ښاغلي وحدت له انسټیټیوټ څخه تازه فارغ شوو محصلینو څخه غوښتنه وکړه چې په همدې زده کړو بسنه ونکړي بلکې د زده کړو یاده لړۍ جاري وساتي.

پکتیکا والي دغه راز وایي چې د یاد محصلینو په فارغېدو سره د مسلکي کسانو د کمښت تشه ډکیږي او په ادارو کې به وړ کسان په دندو و ګمارل شي.
۱۳۹۶-۰۹-۱۸ ۱۳۹۶-۰۹-۱۸
سیدخان سلیمانخیل