هلمند کې د پولیو ضد واکسين کمپاين پېل شو

130 نمایش هاکوکچه پرسآخرین بروزرسانی:یکشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۶ - ۲:۵۱ بعد از ظهر
هلمند کې د پولیو ضد واکسين کمپاين پېل شو

په هلمند ولايت کې د پوليو نا اعلاجه ناروغۍ پر ضد د واکسين کمپاين نن د هلمند والي حيات الله حيات له لوري ماشوم ته په دوه څاڅکو ورکولو سره پرانېستل شو، چې له مخې به يې څه باندې اوه لکه شپږ اتیا زره کم عمره ماشومان واکسين شي.

هلمند والي حيات الله حيات د خپلو خبرو پر مهال وويل: د پوليو سره مبارزې ګډه همکاري پکار ده او هغه دا چې د ټولنې د هر قشر وګړي دي، د واکسين له رضاکارانو سره مرسته وکړي، ترڅو ټولو ماشومانو ته واکسين ورسېږي.

هغه دغه راز د عامه پوهاوي لپاره هم د ولسونو ونډه اغېزلروونکې وبلله او ټينګار يې وکړ، چې ټولې نظامي او ملکي ادارې مکلفې دي څو د واکسين په برخه کې پر عامه پوهاوي سربېره هر اړخيزه همکاري وکړي.

هلمند کې د واکسيناسيون مشر ډاکټر عبدالاحد حازم وويل: د روان کمپاين په ترڅ کې به اوه لکه اتيا زره دوه سوه پنځوس ماشومان واکسين کړل شي.

هغه زياته کړه، د واکسين ټول رضاکاران چمتو دي، چې د هلمند په هر ګوټ کې تر کم عمره ماشومانو د واکسين څاڅکي ورسوي.

۱۳۹۶-۰۹-۲۶ ۱۳۹۶-۰۹-۲۶
کوکچه پرس