پکتیکا: کروندګرو ته اوبو ډنډونه او کشمش خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

پکتیکا: کروندګرو ته د ۵۰ شنو خونو د ورکړې ترڅنګ ۵ د اوبو ډنډونه او ۵ کشمش خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

81 نمایش هاسیدخان سلیمانخیلآخرین بروزرسانی:پنج شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۶ - ۱:۰۴ قبل از ظهر
پکتیکا: کروندګرو ته اوبو ډنډونه او کشمش خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
پکتیا کروندګرو ته د ۵۰ شنو خونو د ورکړې ترڅنګ ۵ د اوبو ډنډونه او ۵ کشمش خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د سه شنبې په ورځ په پکتیکا ولایت کې د کرنې ریاست په چوکاټ کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP ) له لوري کروند ګرو ته پنځوس شنې خونې ورکړل شوې.
دغه راز د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د یاد پروګرام له لوري پنځه ډنډونه ( حوضونه) او پنځه کشمش یا د ممیزو د ساتنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل، د شنو خونو په فعالېدو سره به کروندګر وتوانیږي چې بازار ته په هر وخت کې هر ډول شنې سبزۍ وړاندې کړي او خلک به وکولای شي چې په هر مهال کې بېلابېل ډول سبزیو ته لاس رسی پیدا کړي.
پکتیکا والي دغه راز وویل چې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له لوري جوړ شوي ډنډونه به هم د اوبو په ذخېره کولو سره د پکتیکا پراخې دښتې تر یوه بریده خړوبې کړي.
ښاغلي وحدت همدا راز د کشمش خونو جوړېدل د پکتیکا د مشهورو انګورو د ساتنې او کشمش کولو لپاره مهم وبلل او په وینا یې په دې سره به د انګوور د ضایع کېدو مخنیوی وشي. پکتیکا والي کروندګرو ته سپارښتنه وکړه چې له ورکړل شوو امکاناتو سمه ګټه واخلي او د کرنې په برخه کې هڅې ګړندۍ کړي.
د یادونې ده، د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له لوري تر دې وړاندې هم د پکتیکا په مرکز او ولسوالیو کې) ۲۶۱۰( باغونه چې لس ډوله میوه لرونکي نیالګي لري بزګرانو ته ورکړل شوي دي.

۱۳۹۶-۱۰-۲۱ ۱۳۹۶-۱۰-۲۱
سیدخان سلیمانخیل