د پکتیکا والي د نا قانونه وسلوالو د څيړنې په موخه له مشرانو سره وکتل

د نا قانونه وسلوالو د څيړنې په موخه راغلي پلاوي د پکتيکا ولایت مختلفو ولسوالیو له مشرانو سره وکتل.

81 نمایش هاسیدخان سلیمانخیلآخرین بروزرسانی:پنج شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۶ - ۱:۱۰ قبل از ظهر
د پکتیکا والي د نا قانونه وسلوالو د څيړنې په موخه له مشرانو سره وکتل

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وویل د پکتیکا ولسونه له میړانو او ننګونو ډک دي او دوی د خپل سر په بدل کې له خپلې خاورې او ولسونو څخه په خپله ساتنه کوي.

وحدت وویل په ګاونډیو ولایتونو کې د پکتیکا امنیت د ډاډ وړ دی او ولسونه یې په ارامه فضا کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي.

مشاور انجنیر دلبرجان ارمان د پکتیکا له شملورو ولسونو مننه وکړه او دوی ته یې د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني له پیغام څخه وروسته وویل ډیر ژر به د هغو ناقانونه وسلوالو مخه ونیسي چې دوی په غیر قانوني ډول ډلې ټپلې جوړه وي او په هیواد کې وران کاره او د نورو په اشاره فعالیتونه ترسره کوي.

ارمان په خپلو خبروکې مشرانو ته ډاډ ورکړه چې ستاسو ټولې ستونزې او غوښتنې به له جمهور رئیس سره مستقمآ شریکې کړي.

۱۳۹۶-۱۰-۲۱ ۱۳۹۶-۱۰-۲۱
سیدخان سلیمانخیل