پناهندگانحقوق بشر

په ترکیه کې د مهاجرو بدمرغه ژوند او نامعلوم برخلیک د کډوالو لپاره تر ټولو لویه ستونزه ده

چمتو کوونکی: وحیدالله توحیدی

د ۱۳۸۰ شمسی کال پيل چې د ۲۰۰۱ کال سره سمون لری خبریالانو د خبررسونې د دندې لپاره ډیرو قربانیو ته اړ شوې،وروستۍ قرباني چې ژورنالیستانو ورکړه د دسمبر په لسمه د بشری حقونو نړۍ واله ورځ وه چې څو تنه خبریالان د یو منهدسی شوې حملې په ترڅ ننګرهار کې د خبر رسونې قربانی شول.

تر ننه تر ۱۰۰ کسانو ډیر خبریالان د اطلاع رسونې په لاره کې قرباني شوی چې ۱۶ تنه یی بهرنې ژورنالیستان او پاتې یی افغان خبریالان وو. همدا راز د یوی څیړنې په اساس تر د ۶۰ څخه زیاتو رسینو د مستقیم حملو سره مخ شوی چې ډیری ودانۍ یې ویجاړی شوی او خبریالان یی بندیان یا هم وژل شوی دی.

شګوفه مهرزاد (مستعار نوم ) افغانه خبریاله وایی: “په یو افغانې نړۍ وال تلویزیون کې مې د خبریالۍ دنده تر سره کوله، او د ماښام د ورستۍ خبر تر نشریدو مجبوره ومه چې په دنده کې پاتې شمه، د محیطی ځورونې تر څنګ امنیتی شدیدو ستونزو سره مخامخ ومه، کور مې احمد شاه بابا مینه کې وه (د کابل یوه سیمه ) او د ښار څخه زما تر کوره تقریبا یو ساعت لاره وه، هره شپه او هره شیبه به مې خپل مرګ په خپلو سترګو لیدله. نور مجبوره شومه ترکیی ته کډواله شومه خو دلته یو دکان کې کارګره یم“.

پخوانې ژونالیسته او اوسنۍ کارګره ، د رسنیز کار د زمینی د نیشت په خاطر په دکانونو کې کارګری کومه . عکس - و توحیدی
پخوانې ژونالیسته او اوسنۍ کارګره ، د رسنیز کار د زمینی د نیشت په خاطر په دکانونو کې کارګری کومه .
عکس – و توحیدی

د رسنیود ملاتړ نړۍ وال سازمان او د بې پولې خبریالانو بڼسټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه غواړی تر څو د ۱۷۳۸ قطعنامې په اساس، چې په ۲۰۰۶ میلادی کال د دسمبر په ۲۳ مه او د ۲۰۱۳ کال د نوامبر په ۲۶ مه کې په جګړه یزو سیمو کې د خبریالانو د دفاع او حقوقو په برخه کې درج شوی.

“د خبریالانو د مرګ ژوبلی او تاوتریخوالی د کمښت لپاره باید کوټلی ګامونه واخیستل شی. دا چاره د قربانیانو لپاره عدالت، په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د ملاتړ او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره یو اغیزمن ګام دی.”

فردی امنیت او ذهنی آرمتیا د یو خبریال لپاره د مهمو ارزښتونو څخه شمیرل کیږی که چیری یو خبریال ذهنی مشغولتیا ولری او د فردی امنیت څخه برخه منده نه وی نو نشی کولای هغه حقایق ټولنی ته وړاندی کړی کوم چې ټولنه یی حقدار دی.

امنیت، چې رواني او فزیکي اړخونه پکې شامل دي، د بشري ټولنې یو له مهمو مسلو څخه ګڼل کیږي. هرکله چې په یوه ټولنه کې د پام وړ امنیت تامین شي، د ټولنې خلک چې ټول طبقې پکې شاملې دي، کولی شي په یوه خوندي چاپیریال کې خلاقیت، نوښت او ټولنیز هوساینې راولي. خو د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب او د افکارو د ودې او هوساینې او د بیان له ازادۍ څخه ملاتړ په موخه د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب، کاری مصؤنیت او ژمنتیا د یوی ټولنی اساس ته مثبت انرژی ورکولای شی.

فیلیپو ګراندي د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر
فیلیپو ګراندي د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر

شګوفه مهرزاد زیاتوی: “په ۲۰۱۹ کال کې د کور پر خوا د تلویزیون په موټر کې ناسته ومه چې په آلوخیلو کې ( د کابل ښار او احمد شاه بابا تر منځ یوه سیمه) ناببره څوو کسان سړک ته دننه شول او زموږ د موټر مخه یې ونیوله، زموږ ډریور سپین ږیری وو ، ټوپکوالو د ټوپک په کنداغونو ووهل پری پیل کړ، او غوښتل چې ما د موټره څخه په زوره کوزه کړی، ما د پولیسو ۱۱۹ شمیری ته زنګ ووهه او ټوپکوال د تلیفون د جک غږ له امله بیرته په شال شول او وتیښتیدل.
سبا د ورځې تلویزیون ته چې لاړمه د نیوزمدیر ته مې خپلې ستونزی وویلی او د شپی نکل مې ورته وکړ، او ومې ویل چې زه نوره د شپی تر ناوخته کار نشم کولای او لامل مې هم ورته په ګوته کړه، ددی په عوض چې ما درک کړی د بده مرغه، کاملا د دندی څخه یې ځواب کړمه چې موږ د ماښام خبرونو لپاره خبریال په کار دی نو ته کولای شی استعفا ورکړی.
ماته ډیر بد احساس را په زړه شو، سره له دی چې دوه کاله په دغه برخه کې مې بیدریغه ستړیا ګاللې وه او هڅه مې کړی وو تر څو پر حقایقو سمبال خبر په خپل وقت خلکو ته چمتو کړم، خو په یوه شیبه کې یی هر څه تمامه کړه، او کاری مصؤونیت ته مې هم هیڅ احترام ونکړ.”

مهرزاد ور زیاته کړه:” د کور د تک سره مې اوښکې بهیدلی او هوډ مې وکړ چې نوره به په شخصی رسنیو کې کار نه کوم، او د کار په لټه کې د طالبانو تر راتکه د هر دولتې اداری مخې ته لاړمه، سره له دی چې د حکومت ډیر ویاندویان مې هم پیژندلو خو د بده مرغه هیڅ مرسته مې تر لاسه نکړه.

د طالبانو راتک سره مجبوره شومه د ځان او کورنۍ د امینت د خوندی توپ لپاره ایران ته کډواله شومه، او موده وروسته مو د پیسو په ورکړه د ترکيی ویزه مو تر لاسه کړه او ترکیی ته کډواله شولو، ما اوریدلی وو چې په ترکیه کې کاری فرصتونه ډیری دی نو د همدی موخې لپاره مې دا ځای ځانته او کورنۍ ته غوره کړه، خو خبره نه ومه چې د باران څخه ناوی ته کیښنمه.

ترکیه کې څه باندی یو کال بیکاره ومه او خاوند مې هم د بیکاری څخه رنځیده او په بی سرنوشته توګه ژوند مو تیراوو، او هیڅ نه پوهیدو تر څو څه وکړو.اخر خاوند مې مجبور شو تر څو په غیر قانونې توګه قاچاقی اروپا ته واوړی او تقریبا یو نیم کال کیږی چې په کمپونو کې د قبولې لپاره شپی او ورځې سبا کوی.موږ اټکل کړی وو چې تر شپږ میاشتو پوری به مې خاوند قبول شی او د کور مصارف په ولیږی او زه او ماشومه په مې ژوند پری تیروو، خو داسی نه وو، هغه هلته بنده پاتی شو او زه دلته.

پخوانې ژونالیسته ، چې اوس په یوه پلورنځۍ کې د پاکاري دنده پر مخ وړی عکس - و توحیدی
پخوانې ژونالیسته ، چې اوس په یوه پلورنځۍ کې د پاکاري دنده پر مخ وړی
عکس – و توحیدی

تر هغه چې ما اوریدلی په ترکیه کې رسنیزو کارونو ته د ترکیي حکومت خنډ جوړوي، نو ما دا ریسک نه اخیستل او مجبوره شومه په یوه ظرف پلورنځې کې د کارګر په حیث په اصغری معاش ځانته کار پیدا کړمه، سهار ۹ بجی راځمه او د شپی ۹ بجی کورته ځمه، او ژوند مې همداسی تیریږی.

غلام جیلانی ځواک لیکوال او ژونالیست
غلام جیلانی ځواک لیکوال او ژونالیست

په دی دریو کلنو کې د لسو کالو په اندازه زړه شومه، استرس، روحې ستونزه او بی هدف ژوند لپاره شپی او ورځی سبا کوم.”
په افغانستان کې د بده مرغه د ډیرو خبریالانو ژوند همداسی تراژیدی سره مخ شوی ، که افغانستان کې میشت دی د بی روزګاری او بیکاری څخه رنځ وړی او حتی ډیری یی خپل د بدن اعضا خرصلاو ته ایښی دی او که بهر ته کډوال شوی نو په شاقه کارونو بوخت او د ژوند ساړه شیبو سره لاس او ګریوان دی .
د ژونالیزم استاد غلام جیلانی ځواک داسی وایی :

 

فیلیپو ګراندي د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشروایی :
ځورونه، تبعیض، تاوتریخوالی او د اقلیم بدلون په نړۍ کې د خلکو د بې ځایه کیدو مهم لاملونه دی .

احمد ضیا بومیا ، ژونالیست او مدنی فعال
احمد ضیا بومیا ، ژونالیست او مدنی فعال عکس – ض بومیا

د خبریالانو ځینې نړۍ والو بڼسټونو د خبریالانو د ژوند د ښه کیدو په موخه ملاتړاعلان کړی چې کولای شو د JHR د بشری حقونو لپاره ژورنالیزم، یا د بی پولې خبریالانو کمیټهRSF او یا ځینې نوری ادارو څخه نوم واخلو، خو د بده مرغه ډیری د افغانستان د خبریالانو کمیټو څخه افغان خبریالان ګیله مند او ادعا کوی تر څو دوی د خبریالانو د حقوقو د پرځای کولو پر عوض خپلو کورنیو ته د خبریال په نوم مرستی رسولی او هغو یې مصؤن اوخوندی هیوادونو ته انتقال کړی دی .

د سفما خبریالانو د کميټی پخوانې مشر او مدنی فعال او ژورنالیست ښاغلی احمد ضیا بومیا بیا داسی وایی:


* دا خبری راپور د بشری حقونو لپاره ژورنالیستان «JHR» په ملاتړ چمتو شوی.

 

دکمه بازگشت به بالا