پناهندگانحقوق بشرعکس
موضوعات داغ

پاکستان کې د کډوالو کورنیو مېرمنې له مجبوریته خپل ګاڼه پلوري

په پاکستان کې د افغان کډوالو کورنیو مېرمنې د بې وسۍ له امله تر دې کچې اړې شوي چې خپل ګاڼه وپلوري.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېری هغه کورنۍ کډوالۍ ته اړې شوي چې هیواد دننه یې ژوند له ګواښ سره مخ ؤ. په زرګونه هغه کورنۍ چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته پاکستان ته کډوالې شوي له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. له دغو ستونزو یې یوه لویه ستونزه مالي ده چې افغانې کډوال یې له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) د یو راپور له مخې په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو څخه تر دې دمه 700000 افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي. په پاکستان کې مېشت کډوال د دندو او کاروبار د نشتوالي له کبله سختو مالي ستونزو سره مخ دي او ځینې کورنۍ تر دې کچې اړې شوي چې مېرمنې یې خپل ګاڼه پلوري.

په افغاني ټولنه کې د مېرمنو ګاڼه نه یوازې یوه مادي شتمني ده؛ بلکې ځانګړی فرهنګي ارزښت هم لري، چې د ودونو پر مهال د مېړه له لوري مېرمنو ته پېرل کېږي. الماس، د یاقوت او زمرودو غمي، سپین زر او په خاص ډول سره زر هغه ارزښت لرونکي سینګار توکي دي چې مېرمنو ته د ودونو پر مهال د مور او پلار، او یا هم د مېړه لوري پېرل کېږي. ګاڼه د خپل مادي ارزښت او هم د مېړه د لاس نښو په توګه د مېرمنو تر ټولو لویه شتمني وي چې په ښادیو او د خوښیو محفلونو کې یې مېرمنې د ګوتميو، غاړکیو، غوږ والیو، چارګل، پېزوان او بنګړیو په بڼه د سینګار لپاره استفاده کوي. د دغو ارزښتمنو توکیو پلور په افغاني ټولنه کې د عار او پېغور درجه لري او د نهایي ناچارۍ ښکارندوۍ وي چې یوه کورنۍ حتی تر دې کچې اړمنه شي چې د خپلو مېرمنو سینګار توکي پلوري. په افغاني ټولنه کې د ګاڼه پلور یو بد فرهنګي احساس لېږدوي او د شرم کار ګڼل کېږي.
د آغلې سهیلا په نوم یوه افغانه چې د مجبوریت له مخې یې خپل ګاڼه پلورلي، خپل احساسات داسې بیانوي:
(مونږ نه ګڼله چې په پاکستان کې به دومره ډېر موده وځنډېږو. په کابل کې په یوه کرايي کور کې اوسیدو، ما په یوه ښوونځي کې استادي کوله او مېړه مې د بهرنیانو په یوه موسسه کې دنده لرله، کافي عاید مو لرلو، ګزاره روانه وه، خو د جمهوریت له سقوط سره سم مې د مېړه دنده ختمه شوه، په بلې دندې پسې وګرځېد خو ونه توانید، ځینې ګواښونه مو هم احساس کړل او مجبور شوو چې له هیواده بهر ووځو، دا چې د پاکستان ویزې مو له مخکې لرلې نو غوره مو وګڼله چې دلته راشو او له دې ځایه امریکا ته کډوال شو. مونږ فکر کاوه چې د یو کال په موده کې به مو کارونه بشپړ شي او لاړ به شو؛ خو بدبختانه دا دی دوه کاله پوره شول خو د انتقال د کارونو مو هیڅ درک نه دی معلوم.

آغلې سهیلا زیاتوي چې “دلته په پاکستان کې داسې کارونه او وظیفې نشته چې زه یا مې مېړه ترسره کړي او د عاید یوه سرچینه ولرو، پخوانۍ جمع کړې پانګه مو چې څه لرله هغه ټوله رانه لاړه، په پاکستان کې د استوګنې موده زمونږ له اټکل څخه وغځېده، له ځینو دوستانو مو پور واخیست خو نن سبا ټول خلک مجبور دي، دا چې د کور د کرایې او د خوراک لپاره مو پیسې نه لرلې نو مجبوره شوم چې خپل ګاڼه وپلورم، د مېړه مې هیڅ خوښه نه وه چې زه دې ګاڼه وپلورم خو پوهېدلو چې نهایت مجبور یو او بله چاره نه لرو. ما خپله یوه ګوتمه او یو جوړ غوږوالۍ وپلورلې چې 106000 کلدارې شوې. مېړه مې یو ډول د شرم او بې وسۍ بد احساس کاوه، ما هم د ماتې او ناهیلۍ احساس کاوه خو په ورته وخت کې مې هڅه کوله چې مېړه ته مې ډاډ ورکړم. ما ورته وویل چې پروا نه کوي، بیا به یې راته واخلې، زما لپاره دا سخته وه چې د واده د خوږو شیبو هغه سینګار توکي دې وپلورم چې مېړه راته په ډېره مهربانۍ ډالۍ کړي وو؛ خو مجبوري بده ده او بله هیڅ لاره مو نه لرله.”
دا یوازې د سهیلا برخلیک نه دی؛ بلکې سلګونه داسې مېرمنې او کورنۍ دي چې له دغه حالت سره لاس و ګریوان دي او له بد اقتصادي وضعیت څخه کړېږي. په پاکستان کې د کډوالۍ پر مهال د افغانانو له لوري د کورونو سامانونه پلورل یو پخوانی روایت دی چې د افغان-روس د جنګ پر مهال پېل شوی او لا هم دوام لري. د پښتو ژبې مشهور شاعر رحمت شاه سایل په شعر کې همدې موضوع ته اشاره کوي او وايي:

سره له دې چې ځینې کډوالو کورنیو د کډوالۍ پر مهال کافي شتمني لرله او کولی یې شوای چې په پاکستان کې ځینې واړه کاروبارونه جوړ کړي او د عاید یوه سرچینه ورغوي؛ خو له ژبې سره نابلدتیا، له ځايي خلکو سره د مناسبو اړیکو نشتوالی، د سیمې په کاروباري اصولو او لارو چارو نه پوهېدنه او په پاکستان کې د استوګنې د کمې مودې اټکل د دې سبب شول چې دوی کاروبارونه جوړ نه کړل او خپله جمع کړې پانګه یې وکاروله.

د راولپېنډۍ ښار د طلا یو تن سوداګر شیخ عثمان وايي: (په وروستیو دوو کالونو کې د افغانو کورنیو له لوري د طلا پلور ډېر شوی، نږدې هره ورځ له یوې داسې افغانۍ کورنۍ سره مخ کېږو چې د مجبوریت له مخې د طلا بنګړي، ګوتمۍ، والۍ او نور توکي د پلور لپاره راوړي. افغانې مېرمنې له لباس څخه معلومېږي، کله چې مارکیټ ته راننوځي نو دوکانداران مخکې له مخکې پوهېږي چې اخیستونکي نه دي؛ بلکې افغانې مېرمنې دي چې د پېر لپاره یې توکي راوړي دي. ځینې دوکانداران خو له پلورنکیو سره ډېر زیاتی کوي او د طلا د کراټو د کم ښودلو په پلمه یې په ټیټه بیه ترې پیري.)

د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۲۳مه ماده حکم کوي، چې: ” هر څوک حق لري چې کار وکړي، په ازاده توګه خپل کار وټاکي، د کار لپاره د عادلانه او قناعت وړ شرایطو غوښتنه وکړي او د بیکارۍ پر وړاندې یې ملاتړ وشي.” دا چې افغانې مېرمنې په کډوالۍ کې د ګاڼه پلورلو ته مجبورې شوي نو علت یې د کار او دندو نشتوالی دی، سره له دې چې دا مېرمنې د کار وړتیا لري، د لېسانس تر کچې یې زده کړې کړي او په اداراتو کې د مسلکي کار کولو تجربه لري؛ خو د کاري فرصتونو د نه لرلو له وجې خپل ګاڼه پلورلو ته اړې شوې دي او دا د ۲۳مې مادې په اساس د بشري حقونو نقض ګڼل کېدای دی.

دکمه بازگشت به بالا