جامعهنگاه‌ها

تمایل طالبان به برگزاری “لویه جرگه”؛ اما چرا حال؟

دو سال قبل در مورد «فُرمول جدید سیاسی» طرح شده داکتر خلیلزاد برای افغانستان اظهاراتی داشتم. با گذشت یکسال از گرفتن/تحویل دادن قدرت به طالبان، حکومت طالبان با وجود تلاش های سران طالبان و حامیان بیرونی شان، تا بحال قادر نشده اند تا مشروعیت بین المللی که مستقیما با کسب مشروعیت داخلی گره خورده است، کسب نمایند. اکنون اسناد، شواهد و تحلیل از اوضاع سیاسی در داخل کشور و تلاش هایی در بیرون از کشور، این را می‌رساند که تا زمان دایر شدن مجلس/اسامبله عمومی ملل متحد در ماه سپتمبر سال جاری، طالبان به مشوره حامیان داخلی و خارجی شان جهت کسب مشروعیت داخلی به امید اینکه بالاخره منجر به کسب مشروعیت خارجی رژیم طالبان گردد، به اقدامات ذیل متوصل خواهند شد:
▪یکم: جهت استفاده ابزاری ممکن طالبان “لویه جرگه” را دایر نمایند و برعلاوه طرح بعضی از مسایل فرعی دیگر یکی از اجندا-ها بحث روی “فُرمول جدید سیاسی” که در زمان گفتگو های دوحه از طرف داکتر خلیلزاد مطرح شده بود و بیشتر مشابهت با سیستم فعلی حاکم در جمهوری اسلامی ایران، یا به عباره دیگر “ورژن سُنّی” نظام سیاسی جمهوری اسلامی ایران را پیشکش خواهند کرد.
▪دوم: اما قبل از دایر نمودن “لویه جرگه” طالبان شورای علما، که از همفکران و علمای خودی باشد را دایر خواهند کرد و در صورت توافق روی برگزاری، چارچوب و خطوط قرمز را برای بحث ها و اجندای “لویه جرگه” احتمالی ترسیم خواهند کرد. از این چارچوب‌ها می‌توان تمرکز انحصاری قدرت در حیطه صلاحیت “امیر المومنین” شان، وضع چارچوب مشخص برای بحث روی فُرمول جدید سیاسی، رسمیت بخشیدن به بیرق طالبان منحیث نماد سیاسی افغانستان، دادن صبغه دینی/مذهبی به سرکوب هر گونه قیام و مقاومت علیه “امارت طالبانی” و بعضی موضوعات دیگر همچون حق تعلیم و حق کار برای زنان نام برد.
اهدافی را که طالبان با برگزاری دو نشست فوق‌الذکر دنبال خواهند کرد؛ می‌تواند اینگونه باشد:
▪یکم: احتمال می‌رود حضور تعداد اندکی از مخالفان باطنی/ظاهری تفکر طالبانی و یا هم برخی از مقامات حکومت سابق و تعدادی از “تیکه داران قومی” که از سالها بدین‌سو در کوچه های قدرت سیاسی، سرگردانِ جایگاه شخصی خود بودند در صفوف اول لویه جرگه مشاهده شوند؛ تا وجه ملی‌بودن و سرتاسری بودن “لویه جرگه” را در سطح داخلی و خارجی به نمایش بگذارند و به آن برچسپ “مردم سالاری” بزنند. اما در واقع، طالبان به بهانه کسب مشروعیت داخلی از «لویه جرګه» در جهت انحصار قدرت استفاده ابزاری خواهند کرد؛
▪دوم: لابی‌گران بیرونی طالبان اعم از یک تعداد سیاسیون افغانستان مقیم خارج، بعضی نهاد های پژوهشی (Think tank)ها، و حتی در سطح بعضی دولت های بیرونی، برآیند این جرگه و تایید “فورمول جدید سیاسی” را منحیث تغییر در فکر و رویکرد حکومت طالبان، روایت‌سازی خواهند کرد و آنرا با تاریخ و جامعه سنتی/عنعنوی افغانستان گره خواهند زد؛ تا سرآغازی باشد برای کسب مشروعیت بین المللی؛
▪سوم: یکتعداد از طمع‌خواران سرگردان سیاسی با شنیدن اسم سیستم صدارتی به امید بدست آوردن موقف صدراعظم/رییس الوزرا و یا هم دیگر کرسی‌های دولتی تحت تسلط و انحصار طالبان اما به ظاهر حکومت همه شمول ذوق‌زده شده و از آن پشتیبانی خواهند کرد و یکبار دیگر لغزش های سیاسی گذشته‌شانرا تکرار خواهند نمود، که این آخرین لغزشی است که همه را یکجا و برای همیشه در کام اژدهای قدرت فرو خواهد برد.
▪چهارم: سپس هر نوع حرکت/خواست-های عدالت‌خواهی، مخالفت‌های سیاسی و نظامی را در تضاد با آموزه‌های دینی دانسته و آنرا “بغاوت” و سرپیچی در مقابل اولوالامر (امیرالمومنین) و نظام اسلامی و ملی شان پنداشته و احکام فقهی برای سرکوب بیرحمانه این به اصطلاح خودشان “بغاوت‌گران” را از دو نشست فوق الذکر بدست خواهند آورد.
در اخیر می‌خواهم تکرار نمایم، تا زمانیکه برای مداوای درد‌های مشترک‌مان به درک مشترک نرسیم و در راستای نهادینه ساختن حس مالکیت مشترک در میان تمام اقوام و اقشار و افغانستان شهروند محور قلم و قدم برنداریم و هر نوع فکر و عمل انحصاری را مردود نپنداریم و نشانه نگیریم، هم‌چون گذشته به عقب برخواهیم گشت و این گرداب خون و خنجر برای نسل های بعدی مهیب‌تر و عمیق‌تر خواهد شد.
و ما علینا الا البلاغ!
**********
لویې جرګې ته د طالبانو تمایل؛ خو ولې اوس؟
دوه کاله وړاندې مې د ډاکتر خلیلزاد له لوري د نوي سیاسي فورمول د طرحې په اړه لیکلي وو؛ خو اوس طالبانو ته د واک سپارلو/ تر لاسه کولو په داسې حال کې نږدې کال پوره کیږي، چې د طالب مشرانو او ملاتړو له هڅو سره سره یې نړیوال مشروعیت چې له کورني مشروعیت سره مخامخ تړلی، نه دی تر لاسه شوی.
اوس اسناد، شواهد او د وضعیت سیاسي ارزونه ښيي، چې په کور د ننه او بهر هڅې کیږي، چې د روان کال تر سپټمبر وړاندې چې د ملګرو ملتونو عمومي ناسته په کې جوړیږي طالبان هڅه کوي د خپلو کورنیو او بهرنیو ملاتړو په مرسته د کورني مشروعیت موندلو لپاره لاره هواره کړی او لاندې کړنو ته مخه کړي.
لومړی:
د ابزاري وسیلې په توګه ښايي، طالبان لویه جرګه جوړه کړي او د نورو فرعي مسائلو تر څنګ به یې یوه اجنډا پر “نوي سیاسي فورمول” چې د دوحې د خبرو پر مهال د ډاکتر خلیلزاد له لوري وړاندې شوی بحث وي، دا تر ډيره د ایران له حاکم سیستم سره ورته والی ولري، یا په بل ډول دا به د ایران د نظام «سنی» بڼه او ورته والی ولري او لا تر هغه به ډیر سخت دريځه وی.
دویم:
تر لویې جرګې وړاندې به طالبان د علماوو شورا په نوم د دوی د همفکره علماوو ناسته جوړه کړي، تر څو د “لویې جرګې” د جوړیدو په صورت کې د جرګې چوکاټ، سرې کرښې او اجنډا وټاکي.
دا به دطالبانو د “امیر المومنین” په انحصار کې د واک، د نوي سیاسي فورمول لپاره چارچوب یا چوکاټ، د طالبانو بیرغ ته د افغانستان د سیاسي نماد په توګه رسمیت ورکول، د طالباني امارات پر وړاندې د هر ډول قیام او مقاومت د ځپلو لپاره دیني/مذهبي صبغه موندل او همداراز د ښځو د کار او زده کړو په اړه او ځينې نور موارد شامل وي.
هغه موخې چې طالبان به یې له جوړیدونکو دوه ناستو څخه تر لاسه کول غواړي ښايي په لاندې ډول وي:
لومړی:
ښايي د طالبانو لږ شمېر ظاهري/باطني مخالفین یا د پخواني حکومت چارواکي او ځینې قومي ټيکه داران چې کلونه د سیاسي مارکېټ په واټونو کې په خپل شخصي ځایګي پسې ورک وو، د لویې جرګې په لومړیو کتارونو کې ولیدل شي، تر څو چې د لویې جرګې ملي والی او سراسريتوب پرې په ملي او نړیواله کچه نمایش ته وړاندې شي او د خلکو د ارادې مهر پرې ولګول شي، چې په حقیقت کې به طالبان ترې د واک د انحصار لپاره ابزاري ګټه واخلي.
دویم:
د طالبانو کورني او بهرني لابي ګران، ځینې څيړنیز مرکزونه (Think tank) او ان د ځينو دولتونو په کچه به د لویې جرګې جوړښت او د نوي سیاسي فورمول تایید د طالبانو په فکر او کړنلاره کې د تغیر روایتونه جوړ کړي او هغه به د افغانستان د سنتي/دودیزې ټولنې سره وتړي، تر څو د طالبانو د نړیوال مشروعیت لپاره یو پیل ومومي.
دریم:
یو شمېر سرګردانه سیاسي تمه خواره به دې صدارتي سیستم د نامه په اوریدلو او د صدراعظم/رییس الوزار یا نورو موقفونو د تر لاسه کولو په هیله د طالبانو د قدرت تر انحصار لاندې کار ته زړه ښه کړي او یا به د هغوی ملاتړي شي او پدی نوګه به یو ځل بیا به خپلې تېرې سیاسي ښوویدنې تکرار کړي، چې زما په اند دا به د هغوی اخري ښویدل وي، چې ترې وروسته به ټول د قدرت د ښارمار په کام کې هضم شي.
څلورم:
تر هغه وروسته به هر ډول حرکت، عدالت غوښتنه یا سیاسي او نظامي مخالفت له دیني پلوه د دوی د اولوالامر (امیرالمومنین) له اوامرو سرغړونه یا د دوی د اسلامي‌ نظام پر وړاندې بغاوت وبلل شي او د هغوی د ځپلو لپاره به فقهي احکام له همدې دوه ناستو راوباسي.
په پای کې غواړم یادونه وکړم تر هغه چې د هیواد د ګډ درد لپاره ګډ درک ونه مومو او د د افغانستان په ټولو اقوامو او اقشارو کی د ګډ مالکیت او څښتن توب د حس د پياوړي کولو لپاره ګډ قلم او قدم وانخلو، او هر ډول انحصاري فکر او عمل مردود ونه ګڼو، نو تر اوس به لا زیات له پرمختګ پاتې او شاته ګرځو، چې د وینو او بدبختۍ دا ګرداب به راتلونکو نسلونو ته لا پیچلی او ژور په میراث پریږدو.
و ما علینا الا البلاغ!

رحمت الله نبیل

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا