تمیم اقبال د خوږ له امله د آسیا جام په نورو لوبو کي نه لوبیږي

کوکچه پرس39 نمایش هاآخرین بروزرسانی:یکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ - ۳:۴۱ بعد از ظهر

تمیم اقبال د خوږ له امله د آسیا جام په نورو لوبو کي نه لوبیږي

د بنګله دېش د کرکیت ملي ټيم وتلی او د پيل توپ وهونکی تمیم اقبال تیره ورځ د سریلانکا لوبډلي په وړاندي په لوبه کي د مړوند د مات له امله له لوبي وئیستل سو او په اسیا جام کي ئې پاته نوري لوبي هم د لاسه ورکړې. د تمیم اقبال مړوند د لوبي په دوهم آور کي مات سو. د بنګله دیش دغه کیڼ لاسی توپ وهونکي په پرونۍ لوبه کې یوازې درې توپه ووهل. که څه هم د ډاکټر لخوا څو ځلي ئې پر لاس دوا ووهل سول، خو بیا ئې هم د درد له امله لوبي ته ادامه نسوای ورکولای او د لوبي څخه ووت. د آسیا جام په سیالیو کې د تمیم اقبال نه شتون د بنګله دیش د لوبډلې لپاره ښه خبر ندی ځکه چې هغه په اوس وخت کې په یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې او سلیز لري. د آسیا جام لومړنۍ سیالي د بنګله دیش او سریلانکا تر منځ ده ترسره سوه، چي بنګله دېش په ۱۳۷ منډو ستر توپير سریلانکا ته ماته ورکړه.

صابر حمیدی

منبع: تازه های ورزشی افغانستان و منطقه تمیم اقبال د خوږ له امله د آسیا جام په نورو لوبو کي نه لوبیږي

۱۳۹۷-۰۶-۲۵ ۱۳۹۷-۰۶-۲۵
لغو پاسخ
0 comments

Sorry Comments are closed

کوکچه پرس