افغانستاناقتصادپناهندگانحقوق بشرزندگی
موضوعات داغ

افغانستان کې د جمهوري نظام دولتي کارکوونکې له وزګارتیا او ناوړه اقتصادي وضعیت څخه سر ټکوي

د کډوالو نړیوال سازمان ( ای او ام) خپل پخواني X پاڼه کي ليکلي ٧٠ سلنه افغانان د فقر کرښي لاندی ژوند کوي

راپور: مزلفه کاکر

د کډوالو نړیوال سازمان ( ای او ام) خپل پخواني X پاڼه کي ليکلي ٧٠ سلنه افغانان د فقر کرښي لاندی ژوند کوي همدا راز نړیوال بانک هم ویلي” نوی نظام راتګ سره افغانستان ګي بیکاري کچه دو برابره زیات شوي ده ”

یو شمېر افغان مېرمنې چې افغانستان په پرځېدلي حکومت کې یې په بېلابېلو وزارتونو کې دندې درلودې او ډیر شمیر یی د کور یواځنی نفقه برابرونکی وي.

اوس پر کور کېنول شوي، وایي چې د دندو په نشتون کې له ګڼو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د شځو بیکاري د کورنی اقتصاد ته زیان رسولی دی ، د کورني تاوتريخوالي زیات شوی دی ، روانی ستونزې ډیر کړی دی ، همدا راز د ټولنی اقتصاد ته هم زیان رسولی دی .

فریده محبي هغه افغان نظامي میرمن ده، چی شاوخوا شپاړس کاله یې د هلمند ولایت دولتي ادارو مختلفو برخو کي کار کړی.

میرمن محبی خپل دندو په اړه داسی وایی: “ما د هلمند ولایت په بیلابیلو دولتي پوستونو کې کار کړی دی ، د معلومات ټکنالوجي ریاست اداري غړی ، د هلمند ولایت د مخابراتو ریاست کی د پیسو لیږد کارمنده، او داسی نورو دولتی برخو کی می کار کړی و ، همداراز زه په هلمند ولایت کی د ځینو ادارو دايمي غړې هم وم – د افغانستان د ښځو د ملي شبکي د دفتر مشره.

د هلمند ولایت د ځوریدلو میرمنو مادی او معنوی حقوق دفاع ، همدارنګه میرمنو ته د کارموندنې برخه کي فعالیتونه، د ښځو د ظرفیت لوړولو پروګرامونه، ښځو د پوهاوي د کچی د لوړولو په برخه کی اغیرمن فعالیتونه ترسره کړی دی، ورستۍ دنده می په هلمند ولایت کی د جندر د کارپوهې ( د جندر متحصص) په توګه وه”

. میرمن محبي وایی سره له دی چی تیر حکومت کی ناامنی ډیر زیاته وه، ځانمرګي بريدونه کیدل دولتي ادارو غړو باندی ، ښار هر کوډ کی چاودانی کیدلی ، ښځو پر مخونو تیزاب پاښل کیدل ، خو یادو ټول ستونزو سره بیا هم ما خپل دندی مبارزی او هیواد سره بی ساره مینه وو، او تل می هڅه کول په ښه توګه خپل هیواد ته جدمت وکړم او هم د خپل کورنی نفقه برابر کړم ، مګر طالبانو واکمنی زما ټولی هیلی مړاوی کړي، او زما پر ژوند یی ډیر بد اغیزه وکړل.

هغه وایی: ” کله چي طالبان راغلل او ټولو ښارونو په نیولو سره يي ډير محدویتونه وضع کړل لومړی دا چی ښځینه کارکونکي نشي کولای په لوړ پوړو پوستونو کي کار وکړي، او زما ډیر شمیر همکاران د تیر رژیم پر مهال هم طالبان وه، جنسیتی تبعض دا چی زه تاجک وم په دي اړه د طالبانو منفی چلند ماته ډیر خطرونه جوړ کړل٫ ماته زما همکارانو لخوا په مختلفو نمبرونه زنګونه راتلل او ماته یی ګواښونکی خبري کولي د کار ساحه او او نور فعالیتونه زما لپاره ستونزمن شوی وو، ما نور نه شوای کولای کار ته لاړه شم، ځکه زه پيژندل شوي څهره وم ، دو ورځي ورسته د طالبانو راتګ زه کورنی سره کابل ته ولاړم ، هلته هم ماته کواښونه کیدل د تليفون له لاري، هغی ورسته زه مجبوره شوم غير قانوني توکه ایران ته ولاړه شم، اوس مهال هم ایران کی ډيرو ستونزو سره لاس ګریوان یم، زما ورستی دنده چی هلمند ولایت جندر برخه کی وو هغی معاش موږ ته نړیوال بانک راکاوه.

د طالبانو په راتګ سره مو د خپلې وروستۍ حاضري راپور هم یاد بانک ته ولیږه، خو له بده مرغه هغوی منفي او رد ځواب کړ او نور یی څه نه دی ویلی وی، د تیر حکومت یادې مامورینې همدا راز ادعا کوي، چی د طالبانو چارواکو لخوا ورته هېڅ معاش نه دی ورکول شوی.

میرمن محبي په دې اړه وایي “موږ د هلمند ولایت د جندر د کارشناسۍ ګروپ لرو موږ تول یو بل سره اریکه کې یو، خو هېچاته هم معاش نه دی ورکول شوی او یوازې د ښځو چارو ریاست ته معاش ورکول شوی.”

اغلی محبي د طالبانو هغه ادعا ردوي چې وایي موږ ټولو ښځو ته معاشونه ورکړي؛ دوی یوازې یو د ښځو چارو ریاست مېرمنو ته معاش ورکړی دی هغه که د افغانستان هر ولایت کی وو .

نوموړې زیاتوي: “باید نړیواله ټولنه په دي اړه غور کړی وای، هغه میرمني چی نورو دولتی برخو کی کار کړی وو باید معاش ورته ورکول شوی وای لګه د شځو چارو ریاست ته ، هغه میرمنو چی نورو برخو کي کار کړی وو ډیر بد حالات کي دي.

همدا اوس ځګه ډیر شمیر یی کډوالۍ شوی لکه زه ، ډیر شمیر کور کی بی سرپرسته دی د کورنی یواځنی نفقه برابرونکی دی ، موږ ته باید پانلرنه شوی وای ، زموږ د ژوند ستونزې ورځ تر بلې په ډېریدو دي. اقتصادي او ټولنیزې ستونزې زموږ لپاره د تدریجي مرګ معنا لري. زموږ غوښتنه له نړیوالې ټولنې څخه داده، چی هغوی زموږ اواز واوري.

په دوو کلو کې مو څو ځله اواز پورته کړ، چې موږ کار کړی او زحمت مو ایستلی باید زموږ حقوق راکول شي، خو هیڅ نهاد هیچا موږ ته ځواب ندی راکړی ، زه چی ایران کی یم او زما یو شمیر همکارانی پاکستان کی دی دومره زیات اقتصادی مشکلات لری چی هره ورځ ګروپو کی پیغام استوی او د مرستی غوښتنه کوی دا کار زموږ لپاره سخت ترین عذاب دی ، موږ دومره ځان خوار احساس کوو لکه سوالګر چی وواسو ، ځکه موږ نه دنده لرو او نه وطن ، زموږ تول فرصتونه واخیستل شول.”

دي، چې حتا نشم کولای د خپل ځان لپاره د سترګو عینکې راواخلم. زما سترګي ډیر درد کوي خو له دي ویری ډاکتر ته نه ځم چی هغه راته عینکی نسخه کی و نه لیکي ځکه زه رانیولو توان نه لرم دا نه يواځي زما حال دی زما ډيرو خویندو حال دي”.

د وحیده فیض په نوم یوه بله مېرمن چې شاوخوا اوه کاله یې په دولتې ادارو کې کار کړی و او اوس مهال هم افغانستان کې ده. وایي چې په تېر حکومت کې یې د ښځو چارو وزارت د حقوقو په برخه کې د عمومي مدیرې په توګه څلور کاله کار کړی او بیا وروسته په جوزجان ولایت کې آمره وه، خپلو ستونزو ته داسې اشاره کوي:”

د طالبانو له راتګ ورسته ډېرو ستونزو سره مخامخ شولو. کله چې د ښځو چارو وزارت له منځه لاړ طالبانو وعده وکره، چې د ښځو چارو وزارت به پر بل نوم بیاځلي فعالیت پیلوي او موږ ته به معاشونه راکوي، خو تراوسه په دې اړه هېڅ اقدام نه دی شوی.

نوموړې زیاتوي: “زه یوه بې سرپرسته میرمن یم زما خاوند په جوزجان کې د یوې انتحاري پېښې په ترڅ کې وژل شوی، ستونزې مو ډیرې دي او دولت لخوا هیڅ پاملرنه نه ده راته شوې, د دو کالو راهیسې زموږ آواز هېچا نه دی اوریدلی، له نریوالې تولنې څخه مو هیله ده چې زموږ لاسنیوی او مرسته وکري.”

مدینه سحر منګل هم له دغو اغېزمنو مېرمنو څخه ده، چې د تېر جمهوریت پرمهال یې په کرنې وزارت او د ښځو چارو وزارت کې دنده درلوده، خو د طالبانو په راتګ بې دندې شوه او تر اوسه کومه دنده نه لري.

نوموړې وایي:” داسې کوم کار نشته، چې ویې کړو او څه ګټه ور څخه ترلاسه کړو، ځکه خو په ګڼو اقتصادي ستونزو کې راګير یو او په ډېر سخت حالت کې شپې او ورځې سبا کوو.”

اغلي منکل هم زیاتوي، چې موږ ته د د اوسني حکومت له خوا هیڅ معاش ندی راکول شوی”

له بل خوا یو شمېر د سياسي چارو شنونکي د افغان مېرمنو له دولتي دندو څخه ایستل د هغوی د حقوقو تر پښو لاندې کول او د هغوی په حق کي ستره جفا او ظلم ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی ښاغلی سیلاب سمندر په داسې حال کې چې په دولتي ادارو کې د ښځو پر ونډه ټینګار کوي، د ښځو پر کورناسته د هېواد سیاسي او اقتصادي بحران ګڼي.

نوموړي زیاتوي که چیرې ماهرې او مسلکي میرمنې له کار او دندې ایستل کیږي؛ نو په هېواد کې د بیکارۍ کچه هم ورسره زیاتېږي. هغه له اوسنیو چارواکو څخه هیله وښوده، چې په دولتي ادارو کې د ښځو ګومارلو ته اړینه پاملرنه وکړي.

د سمندر په وینا دا چې اوس افغان ښځې پر کور ناستې دي، د افغانستان په اقتصاد کې ۴۰ فیصده کمښت راغلی دی او هرکال د نږدې درې ملیاردو امریکايي ډالرو په اندازه بشري او پراختیایي مرستې هم د افغانانو له لاسه وتلي، چې په ادارو کې د ښځینه کارمندانو د نشتوالي په وجه دغه مرستې له افغانستان سره نه کېږي

همدا راز سمندر په خپلو خبرو کې وایي چې” د افغانستان فعالو ځوانانو او انجونو برسیره د ګانډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې له لوري پر افغان سرپرست حکومت د ټول شموله حکومت جوړولو او افغان مېرمنو ته د کار او تعلیم حق ورکولو اعتراضونه او غږ په حقیقت کې طالبانو ته په افغانستان او سیمه کې د یوې بلې پراخې جګړې او د نه جبرانیدونکو ناحوالو او ستونزو د واقع کیدلو خبرداری دی.”

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام دفتر(UNDP) د ناخالص تولید وده افغانستان دننه کي ١،٤ سلنه په ٢٠٢٣ کال کي او ٠،٤ سلنه په ٢٠٢٤ کال کي وړاندینه کړي ده

همدا راز نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي حالات د اندیښنی وړ بولي ، د طالبانو له لوري محدویتونه د کار تعلیم برخه کی د شځو پر وړاندي د نړیوالو مرستو کمښت سبب شوي دي او داد ستر بحران د پیښیدو معنا لري.

بل خوا د اسلامي امارت د سیاسي چارو شنونکی مولوي متین محمد خېل بیا پخپلو خبرو کې د ښځو حقوقو ته پام اړین بولي او وایي، چې په کومو برخو کې ښځو ته اړتیا لیدل کېږي او مسلک سره یې برابره وي؛ نو ونډه به ورکول کیږي.

د نوموړي په ټکو؛ اسلامي امارت ټولو ښځو ته معاشونه ورکول او اوس هم د اسلامي امارت له لوري مېرمنو ته د معاشونو اړوند کوم داسې خبر نه دی، خپور شوی، چې له مخې یې مېرمنو ته پکې د معاشونو د نه ورکړې یادونه شوې وي.

په ورستیو کي میرمن محبی یو ځل بیا پر نړیوالو ږغ کوي چې افغانستان میرمني ستر اقتصادي بحران سره لاس ګریوان دي هغوی ته پاملرنه وکړي پر حکومت فشار راولي تر څو د ښځو ٤٠ کلني لاسته راوړني د پشو لاندي نشي.

دکمه بازگشت به بالا