سبا افغان کرکیټ ټيم د سریلانکا په وړاندي لوبیږي

کوکچه پرس40 نمایش هاآخرین بروزرسانی:یکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ - ۳:۵۱ بعد از ظهر

سبا افغان کرکیټ ټيم د سریلانکا په وړاندي لوبیږي

پرون په متحده عربي آماراتو کي د افغانستان په ګډون د ۶ هیوادونو ترمنځ د کرکیت آسیا جام لوبي پيل سوې، چي په لومړۍ لوبه کي بنګله دېش سریلانکا ته په ماتي ورکولو بریا خپله کړه. په دغه لوبه کي بنګله دېش په ۱۳۷ منډو ستر توپیر سریلانکا ته ماته ورکړه. نن یکشنبه ماپښین ۴ بجي بیا ددې سیالیو دوهمه لوبه پاکستان د هانګانګ په وړاندي ترسره کوي. د افغانستان د کرکیت بورډ چارواکي وايي، چي افغان لوبډله بیا په خپله لومړۍ لوبه کي سبا دوشنبه ماپښين پر عینی وخت د سریلانکا سره لوبیږي. افغانستان د سریلانکا او بنګله دېش سره په ب ګروپ کي دی او هند، پاکستان او هانګانګ بیا په الف ګروپ کي کرار لري. د یادو سیالیو څخه دوه مخکښته ټیمونه دوهم پړاو ته لاره پیداکوي.

صابر حمیدی

منبع: تازه های ورزشی افغانستان و منطقه سبا افغان کرکیټ ټيم د سریلانکا په وړاندي لوبیږي

۱۳۹۷-۰۶-۲۵ ۱۳۹۷-۰۶-۲۵
لغو پاسخ
0 comments

Sorry Comments are closed

کوکچه پرس