اقتصادحقوق بشرزندگیعکسنگاه‌هاویدئو

آیا په ترکیه کې پانګونه او سوداګري به زموږ د اقتصادي ودې لپاره ګټوره وي؟

چمتو کوونکی: وحیدالله توحیدي

ترکیه هیواد د سیلانیانو لپاره جذاب او د طبعی ښکلا لرونکي هیواد دی ، دا هیواد د بډایه او مختلف کلتور، آداب او رسوم، رنګارنګ او مزه دارو خواړو او تفریحی ځایونو په درلود کې ساری نلری. دا یوه ساده پوښتنه ده چې د هر کډوال په ذهن کې ګرځي او د خپل ژوند د پرمختګ لپاره فکر کوي (څنګه کولی شم کار وکړم او د ژوند لګښتونه پوره کړم)

په ورستیو کې د ترکیی هیواد هڅه وکړه تر څو د اروپایی اتحادیی سره وصل شی، خو د اروپایی اتحادیی د غړوهیوادونو په ستندردونو کې لا پاتی راغلی دی.

د ترکیی هیواد په ۲۰۰۵ کال کې د نړی ۷ مقام خپل کړ او په ۲۰۰۶ کال کې یی ۱۱،۲٪ وګړو ته یی د کار زمینه برابره کړه ، د نړۍ وال بانک د رسمی مستنداتو په اساس در ترکیی ناخالص تولید یا GDP (The Gross Domestic Product) په ۲۰۲۲ کال کې ۹۰۵.۵۵ ملیارد ډالرو ته رسیږی او ناخالص تولید یی د نړی ۰.۴۰٪ تشکلوی . کورنۍ ناخالص تولید، ملی عواید، تولید ټاکی او د هیواد په اقتصاد کې مهم رول لوبوی.

د ترکیی هیواد اقتصاد په ۲۱ قرن کې د یوی افسانوی کیسې په ډول وو خو نن د ښوو اقتصادی اوضاعو څخه ډيره برخه منده نده . د ملی پیسو لویدنه او لوړ تورم ترکیه میشتو ته ستونزی را منځته کړی او د ترکیی د آمارو د موسسي د آخری راپور په اساس، تقریبا یو په دریمه برخه وګړي د وګړنیز محرومیت او فقر تر خطر لاندی دی.

په ترکیه کې د کور لګښتونه او ورځیني اړتیاوی ، لکه خوراک ، پوښاک، د تک راتک ترانسپورتی لګښتونه په اوسط ډول د یو نفر په میاشت کې د ۵۰۰۰ لیرو څخه پیل تر ۱۰۰۰۰ لیرو پوری رسی، او د یو دوه کسیزه کورنۍ میاشتنۍ مصارف حدودا د ۱۰۰۰۰ څخه نیولی تر ۱۴۰۰۰ لیرو پوری دی . دا لګښتونه د سیمی ، د ژوند کولو طریقه، او د شخص پیداواره پوری هم تړاو لری ، البته دا لګښتونو کې د کور کرایه شامله نده.

په ترکیه کې میشت کډوال هم ددغو اقتصادی ستونزو یوه برخه تشکلیوی ، مستقیم او غیر مستقیم منفی اغیزه د دوی د ژوند په چارو کي لری.

لکه مخکې چې مو وویل، ددغی هیواد د ښکلاګانو ترڅنګ (البته توریستانو ته) کډوال یا کاروباریانو ته د بده مرغه معایبو څخه خالی ندی چې کولای شو د بین المللی ژبی د نه پوهیدو، په دولتی ادارو کې د ترکی ژبی د نه پوهیدلو له امله نادرست تعامل، د مهاجرو لپاره د کار بازار نشتون او د مناسب کار نه پیدا کیدل څخه د مثال په توګه نوم واخلو.

د ترکیی دولت کارآفرینو بنسټونو او اشخاصو ته بی دریغه ملاتړ ورکوی ، خو وړو کاروباریانو ته ځانګړی توجه نلری . دلته ځینی افغان مهاجر کاروباریان د خپل ژوند د چلولو په موخه وړی پانګونی کړی چې صرف خپله پکې بوخت او د کار موندنی زمینی برابرولو لپاره بودیجه نلری.

ځینې په یو وړوکې خوارکې پلورنځی کې لږه سرمایه بنده کړی او ځینې په وړو او غټو رستورانتونو، خو ډيری کډوال بیا د رهنمایی معاملات او د کورونو د خرڅ او اخیستوو دفترونه یی پرانیستی.


ارهان عالمی د ملکیتونو د خرڅلاوی د یو خصوصی شرکت اجراییوی مدیر وایی:
” په تیرو یونیمو کلونو کې مو یوه کور هم ندی خرڅ کړی ، د زلزلی آوازه زموږ په کار و بار باندی ډیره ناوړه اغیزه پریښی دی ، خلک د آپارتمان اخیستلو ته زړه نه ښه کوی ، د دفتر مصارف او د کور مخارج ټول زموږ د خپل جیبه دی ، که داسی دوام وکړی دفتر بندوم”

د یو خوراکې پلورنځۍ کارکونکی وایی ” د ورستی اقتصادی لوید او تورم له امله زموږ په کار و بار او خرڅلاو کې تر ۴۰٪ کم والي راغلی او کولای شم صرف د ویرګی (مالیه) او د دکان د کرایی پیسې برابری کړم “.

بل پلورونکي وایې ” د کور د خرڅ لپاره د بهر څخه تمویلیږم او دلته صرف د ځان د مصروفولو په موخه لګیا یم ، چې په کور کینم څه وکړم ؟ خو ګوندی داسی ورځ وشی چې خرصلاو مو زیاته شی”.

همدا راز د یو وړوکې رستورانت (احسان برګر) خاوند وویل: “پخوا افغان کډوال ډیرو وو، میلمانه مو درلود،ماذیګری حتی رسیده ګی به مو نشو کولای، خو ځینی یی غیر قانونی وو، د حکومت لخوا دیبورت شو، ځینی یی د اقتصادی ناورین او د معاش د نه بسیا کیدلو (اصغری اجرت ) له امله په قاچاقی توګه اروپا ته واوښتل او ځینې بیرته هیواد ته ستانه شو، نو د همدی له امله زما کاروبار ټکنۍ پرمخ ځی ، دا دوه میاشتی کیږی چې رستورانت مې خرڅلاو ته ایښي خو څوک یی نه اخلی.

نو بایده ده هر هغه پانګوال چې غواړی چیرته پانګونه وکړی د نوموړی هیواد د اقتصادی اوضاعو معلومات ، د ریسک کموالی ، د معینه ګټی تعین او د مشخصی پانګونې حسابات ولری او د پانګونې په برخه کې د ځانګړی تخصص او مسلک څخه برخمن وی ،تر څو زیانمن نشی.

د سرمایی مدیریت د تجارت د حیاتی برخو څخه شمیرل کیږی ، که پانګوال پوه نشی چې څه ډول پانګونه وکړی او هغه څه ډول مدریت کړی نو د ماتی سره به مخ او د مهاجرت ژوند به یی لا د کړاونو سره مل شی .

خانجان الکوزی افغان سوداګر او د پانګونی خونې غړي داسي وایي: ” زموږ ډیر افغان ورونه په ترکیه، پاکستان، دبی، ایران او نورو ممالکو کې پانګونې کړی خو د ریسک منجمینټ یی ندي کړي ، پرته له دی نه چې حکومتی ګرنټي یې تر لاسه کړی وي پانګې یې اتنقال کړی دی”.

هفه زیاته کړه: “تر ۱۴۰۰ څخه زیات افغان پانګوال ترکیی ته تللی او نور به لسهاوو نورو هیوادونو ته ، نو لازمه ده چې کوربه هیوادونه باید افغان مهاجر پانګوالو ته آسانتیاوی برابری کړی تر څو دوی وکولای شی راحت تجارت او راکړه ورکړه وکړی ترڅو ځانته او هغه ټولنه کې چې وسیږی ګټور واقع شی”.
خانجان الکوزی عضو اتاق سرمایه گذاری


* دا خبری راپور د بشری حقونو لپاره ژورنالیستان «JHR» په ملاتړ چمتو شوی.

 

دکمه بازگشت به بالا