په کندهار کي د شطرنج سیالۍ پيل سوې

کوکچه پرس46 نمایش هاآخرین بروزرسانی:یکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ - ۳:۳۷ بعد از ظهر

په کندهار کي د شطرنج سیالۍ پيل سوې

د مسئولینو په خبره د شطرنج یادي لوبي د کندهار په شیرزي انسټیټیوت کي د پنجشنبې په ورځ پیل سوې، چي په کښي د کندهار ښار د بیلابیلو سیمو څخه ۵۰ لوبغاړو ګډون کړی. په کندهار کي د شطرنج لوبي د فدراسیون مسئول سید کمال نجیب اسنا ته وویل، چي یادي سیالۍ د شیرزي انستیتوت په مالي لګښت جوړي سوي، چي موخه يې ورڅخه د شطرنج لوبه په کندهار کي دودول دي او ددې لوبي لوبغاړي تشویقول او هڅول دي. د سید کمال په وینا، چي په دغه ټورنمنټ کي د ځوانانو ترڅنګ ډېر عمر لرونکو لوبغاړو هم ګډون کړی، چي لوبي به یې ۶ ورځي دوام وکړي. د یاد مسئول په خبره د ټورنمنټ په ختم کښي به د ځوانانو په برخه درې غوره لوبغاړو ته، د پاخه عمر لرونکو په برخه کي درې غوره لوبغاړو ته او د ټول ټورنمنټ درې غوره لوبغاړو ته به ډول ډول جایزې ورکړل سي. د یادلو وړ ده، چي یاد ۱۰ غوره سوي لوبغاړي به په راتلونکي کي د ولایتونو په سطحه د لوبو کولو صلاحیت ولري.
صابر حمیدی

منبع: تازه های ورزشی افغانستان و منطقه په کندهار کي د شطرنج سیالۍ پيل سوې

۱۳۹۷-۰۶-۲۵ ۱۳۹۷-۰۶-۲۵
لغو پاسخ
0 comments

Sorry Comments are closed

کوکچه پرس