افغانستانحقوق بشرنگاه‌ها

په افغانستان کې د خبریالانو د ژوند او کار لرلید

چمتو کوونکی: وحیدالله توحیدي

په ننني عصر کې هر یو انسان یو رسنۍ دی، ځینې یې درواغ خپروي، ځینې یې ریښتیا خپروي، ځینې یې پروپاګند کوي او ځینې یې په هغو مهمو برخو کې لاس لري چې د یوه هیواد، نړۍ او نړۍ د یوې مهمې پیښې مخه نیسي. سیمه ولس او نظام وژغورئ.

متاسفانه داسې هم شوی او لا کیږی چې یو خبریال د خبر چمتو کولو وخت کې خپل ژوند بایلی. یا هدفی وژل کیږی او یا هم راتلونکې ژوند یی د خطر سره مخ کیږی، او حتی مجبوره کیږی خپله دنده پریږی او یا تبعید شی.

د احصایی ګراف
د بی پولو خبریالانو سازمان (RSF) د آمارو په اساس، یوازی سږ کال ۲۰۲۳ کې ۳۹ خبریالانو ته د نړی په کچه مرګ ژوبله اوښتنی ده . او یوازی په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال را په دی خوا ۴۳ رسنې لا درکه شوي، د ۱۰۷۸۰ خبریالانو د جملې څخه چې ۸۲۹۰ یی نارینه او ۲۴۹۰ یی ښځینه کارکونکې وو، یوازی ۴۳۶۰ پاتی دی ، چې ۳۹۵۰ تنه یی نارینه او ۴۱۰ تنه یی ښځینه کارکونکې دی ، او کولای شو ووایو چې ۴۰٪ خبریالان خپلی دندې د لاسه ورکړی دی.

همدا راز په نړۍ واله کچه د بیان د آزادۍ شاخصونه هم د تکمیلدو په حال کې دی چې د ۲۰۲۳ کال په وروستۍ کې به خواله رسنیو کې خپره شی، خو د اوس لپاره په خبریالانو تهدید او نامناسب چلند په ۱۸۰ هیوادونو کې ښودل شوی چې په ۳۱ هیوادونو کې د اوضاع (ډیر بد) په ۴۲ هیوادونو کې( بد) په ۵۵ هیوادونو کې( ستونزه لرونکې) او په ۵۲ هیوادونو کې (عادی) ښودل شوی دی. یعنی ویلای شو د د خبریالې حالت او اوضاع په هر ۱۰ هیوادونو کې ۷ یی بد او پاتی ۳ یی ښه او د حالاتو څخه رضامنده دی . نو همدا لامل دی چې خبریال خپله دنده پریږدی او شاقه کار ته مخه کړی، یا هم د مهاجرت پر مخ لاړ شی او د کړاونو ډک ژوند بیا له سره پیل کړی .

موږ د یوی خبریالې کورنې سره په دی هلکه غږیدلی یو چې خاوند او میرمن ډواړه خبریالان او د افغانستان په مختلفو رسنیو کې فعاله پاتی شوی دي.
منیر منصوری او سمیه براتی

منصوری وایی: د ماشوم توبه مې د خبریالۍ سره مینه وه نو همدا یې لامل وو چې د ژورنالیزم پوهنځی ولولم ، او خپل هیلو ته ورسیږم. ما په مختلفو ټلویزیونونو او راډیو ګانو کې کار وکړ او میرمنه مې هم د ستاره راډیو، میوند تلویزیون او آریانا ټلویزیون سره دنده تر سره کړی . موږ داوړه په تلویزیون کې سره آشنا شو او سره واده مو وکړ، اوس دوه ماشومان لرم


زما خپرونې حساسی خپرونی وی کلیو او بانډو ته به تلم د هغې سیمی فرهنګ ، کلتور او رواجونه مې تصویری کول او موسیقی هم پکښې خپریدل او تر څنګ یې سپورتې خبرونه هم مې جوړول. او میرمنه مې هم د تفریحی او سرګرمې خپرونو چمتوکونکی وه .

زه د افغانستان د یوی کلیوالی سیمی څخه یم، او هلته زما د ژوند کولو طریقه ، زما د میرمنی کار کول په رسنیو کې ، زموږ په خلکو کې عیب ګڼل کیدل ، نو د همدی له امله څو څو ځله ګواښونه راته وشول ، او زما له امله زما د فامیل ژوند هم د خطر سره مخ شو، نو بیا مجبور شوم تر څو هر څه پریږدم او له افغانستان څخه ووځم.

زه اوس په ترکیه کې ژوند کوم ، او د داسی ژوند مستحق نه وم چې اوس یی لرم، زما هیلی ټولې خاوری شوی ، زما هیله دا وه چې زه په یو نړۍ وال رسنې کې د خپلی میرمنی سره یو ځای خپرونې ولرم ، خو اوس شاقه کارونو ته می مخه کړی تر څو وکولای شم خپل بخور و نمیر ژوند پری وچلوم.
د بی وطنی څپیږی کلک خوږ کړی یم، خو خپل د درد غږ مې چې په هر چا کړی لاسنیوی ندی کړی . زما هیله د نړۍ والو بنسټونو څخه دا دی چې د ترکیه میشت خبریالانو لاسنیوی وکړی او د یوی مهاجر پذیر هیوادونو ته یی استوګن کړی تر څو وکولای شی خپل رسنیز فعالیت بیرته پیل کړی.

ځیرک لیدونکي او اوریدونکي د یو هیواد ځواک او ژمنتیا ته مثبته ثابت یدلای شی او د رسنیو ریښتنولی او دقت کولاي شی مثبت بدلونونه په اجتماع راولی .

رحیم الله سمندر ژورنالیست او لیکوال
رحیم الله سمندر ژورنالیست او لیکوال

رحیم الله سمندر د آزادو د ژورنالیستانو د انجمن پخوانی ريیس په تبعید کې د خبریالانو د ژوند او فعالیت په هکله داسی وایې :

زما له نظره د ژورناليستانو دفاع نړيوالې ادارې، ملګري ملتونه، بشرحقونو مدافع او مرستندويه ادارې بايد مهاجرو او د تبعيد شويو خپريالانو سره لاندې برخو کې اړينې مرستې وکړی:

۱- خونديتوب برخه کې: تر اوسه يو شمېر هېوادونو کې خبريالان د هغو هېوادونو د امنيتي ادارو نيونې، توقيف، بندې کېدنې او بېرته افغانستان ته ديپورټ له خطر سره مخ دي چې بايد اول قدم کې يې مخه ونيول شي، لکه پاکستان، ايران، ترکيه، منځنی آسيا او يو شمير نور هيوادنو کې پراته افغان خبريالان.

۲- بېکاري او مالي ستونزې: ټول تبعيد او مهاجر خبريالان هيڅ ډول معاش، حق االزحمه، او عوايد نه لري، يا بايد دوی ته موقتي، شغلي فرصتونه، يا روزنې پروګرامونه، يا وړې کاري پروژې ورکړل شي ترڅو د خپل مسلک له لارې عوايد او د ژوند ورځني مصارف وکړی.
۳- مهاجرت کيسونو پروسې تسريع کول: نږدې ۳۵۰ خبريالانو او د رسنيو کارکونکو کورنی سيمې هېوادونو کې په بې سر نوشتی حالت کې قرار لري، که يو شمېر هېوادونه چې د مهاجرو قبلولو توان لري د دوی درخواستونه طی مراحل او ومني چې د سيمې هيوادنو له ورځني تهديد، فشار او خطر خلاص شي.
۴- نړۍ والو بنسټونه، په يو شمير هېوادونو باندې فشار وارد کړي چې د افغان خبريالانو درخواستونه قبول او دوی ته موقت، ترانزيت ويزې او یا اقامې ورکړی .

غلام جیلانی ځواک ژورنالیست او لیکوال۵- د خبريالانو نړيوالو مدافع سازمانونو څخه غواړم چې په تبعيد کې د افغانستان خبريالانو فدراسيون غږ او دادخواهي سپورټ کړي، او موږ ته د ښې هماهنګۍ، گډ کار ملاتړ په موخه عضويتونه راکړي. او زموږ د دادخواهی ملاتړ وکړي.
همدا راز د خبریالانو بل ملاتړ کونکې ، ژونالیست او لیکوال غلام جیلانی ځواک بیا داسی وایې :
تر څو چې زه مالومات لرم اکثرا ژونالیستان او د رسنیو کارکوونکي چې افغانستان څخه بهر مهاجر شوي، دوې ته نوره ممکنه نه وه چې افغانستان کې خپل ژوند اوکار ته ادامه ورکړي، دوی په مستقیمه توګه او یا غیر مستقیمه توګه ګواښول شوي دی، نو د دوې تر هر څه دمخه او لومړی ضرورت امن او خوندي ځای ته د دوی انتقال دی، چیرته چې دوی وکولای شي بې له ګواښه خپل ژوند او خپل مسلکی کار ته ادامه ورکړي،

متاسفانه لیدل کیږی چې د دوې دوسیې په ډیر ځنډ کتل کیږی او په ځنې مواردو کې په ناموجه دلایلو مستردیږی. پاکستان او ایران هم دوی ته خوندي ځای نه دی، نو د بشری حقونو مدافع سازمانونه او د ژورنالیستانو د دفاع سازمانونه باید په خپلو حکومتونو فشار راولی چې د دوي دوسیې بې له ځنډه او په شفافه توګه وکتل شي او مستحقو کسانو سره مرسته وشي چې خوندي ځایونو ته لاړ شي. خو دا یوه اوږده پروسه ده، افغان ژورنالیستان په پاکستان ، ایران او ترکیه کې د نورو ډیرو ستونزو سره هم مخ دي، د قانونی اسنادو ستونزه، د ویزو ستونزه او اقتصادي ستونزي، چې باید دې سازمانونو لخوا جدی توجه ورته وشي.


* دا خبری راپور د بشری حقونو لپاره ژورنالیستان «JHR» په ملاتړ چمتو شوی.

 

دکمه بازگشت به بالا