افغانستانحقوق بشرویدئو

ولی د ځینو نجونو او ښځو ژوند له «بد» او ننواتې سره تړلی دی؟ آیا نجون باید د یوې کورنۍ د هوساینې او امنیت لپاره قرباني شي؟

چمتو کوونکی: وحیدالله توحیدي

مرسل وایی: “زه ۱۵ کلنه وم چې پلار میړه ته ورکړم، موږ غریب وو، پرما یې پیسې واخیست، نو په دی معنی چې زه خرڅه شوی یم”.

واده کول د انسان د ژوند د حساسو او مهمو پړاوونو او شخص د با ارزښتو مدني حقوقو له مجموعې څخه شمیرل کیږی، د ګډ ژوند لپاره چمتووالی، د بلوغیت فزیکی حالت، د ذهنی او عقلانی رشد او مناسب عمر د ښه ګډ ژوند پيلامه ګرځیدلی شی، د نړۍ حقوقی نظامونه د ژوندانه نوي پړاو د پیل لپاره د عمر اندازه لازمي بللی دی.

ماشوم یا کم عمر لرونکی نجونی خاوند ته ورکول، د عاطفی او روحی زیانونو سره مخ کوی او د رواني او عاطفي ویجاړونکې تاثیرات یې د ژوند راتلونکی لپاره ډیر خطرناک ثابتیږی.

په حقیقت کې کم عمر کې د نجونو ورکونه هغه د ماشومتوب له ژونده لرې کوی ، د کورنۍ او دوستانو سره یی اړیکه شکوی، د تعلیم او تحصیلاتو زمینه یی محدوه وی ، او له بلی خوا د خاوند لپاره د کوربه توب درنده دنده ور په غاړه کوی، د ژوند فعالیت یی د نوې کور په سمبالتیا او ماشومدارۍ باندی محدود کیږی نو له همدی له امله نوموړی ته ویره، افسرده ګی او روحی تکالیف پيدا کیږی او د نا انډول ژوند سره پر مخ ځی، او په پایله کې کله ځان وژنه، تیښته یا بل چاته زیان رسونه کې خپل د ژوند او آرامۍ بقا ګوری.

دا پیښی د هغو ښځو ژوند کې ډیرمشهود دی چې مالي ستونزو سره لاس او ګریوان وی .

د ناانډول ودونو دود په سنتی هیوادونو کې ډيره مروجه ده چې افغانستان یی یو د هغو هیوادونو څخه هم دی او د بده مرغه لا هم دوام لری.

د بشری حقونو ۱۶ اعلامیه د واده د حق په هکله داسی وایې : “هره بالغه ښځه او نارینه حق لری پرته د هر ډول محدودیت څخه لکه نژاد، ملیت ، تابیعت او مذهب له یو بل سره ښځه میړه توپ وکړی ، او د کورنۍ بڼسټ کیږدی ،او د ژوند په ټولو پړاوونو کې یا هم بیلیدو یا نورو برخو کې په مساوی توګه برخمن دی ”

افغانستان داسی یو هیواد دی چې کولای شو ۸۰ الی ۹۰٪ سلنه ودونه یی ناانډول یا هم د نجلۍ یا هلک د خوښي پرته ودونه ووایو، که چیرې جینۍ یا هلک د خپلی خوښۍ انتخاب وکړی هغوی ته د (بیشرم) یا (سپین سترګی) خطاب کیږی او کله که جینۍ د خپلي خوښی هلک په هکله کورنۍ سره خبری وکړی آن د مرګ ګواښه پوری خبره رسی.

داسی ډیر ناانډول ودونه تر سره شوی چې نجونی پکښی قرباني ورکړی او د ژوند ترپایه په رنځونو کې ډوب دی او خپل د خوښی پرته د مجبوریت شپی ورځی تیروی.

په کلیو او بانډو کې د انجلۍ د خوښی واده بوښتنه نه کیږی او دغه پوښتنه شرم او عار ګڼی او پرته د هغی د مشوری او خوښی ډير عمر سړیو ته ورکول کیږی یا هم په دریم یا څلورم بنه ځی او ډيری یی کونډ سړی ته د ډیرو پیسو په مقابل کې ورنکاح کیږی.

همدا راز بل اړخ چې تر ډیره د نجلۍ ژوند ته خطرناکه ثابتیدالی شی د ( بد ) ورکول دی . (بد) شخړی ته وایی کوم چې مالی او ځانی زیان مقابل لوری ته رسیږی.

بد (شخړی ) چې د قبیلو یا کورنیو لخوا ترمنځه کیږی اومرګ ژوبله رامنځته کوی د بد (شخړی) د حل او فصل لپاره انجونی په بد د ننواتی (عذر) په پار ورکول کیږی .او دا چې د انجلۍ ژوند راتلونکۍ څه ډول وی او څه پری تیریږی اټکل کولای نشو، ولی چې په بدو کې د انجونو د ورکړی آمار د قبلیوی ستونزو له کبله ندی ثبت شوی.(په بدو کې د انجونو د ژوند حالت ځانګړی ګزارش کې به ولیکل شی)

مرسل هم د هغو نجونوله ډلی څخه دی چې د هغې څخه د انتخاب حق ، د پوهنی حق او د واده کولو حق اخیستل شوی.
هغه وایی : “زه ماشومه ومه، زما ۱۵ کاله وو او مکتب ته تلمه، خو اقتصادی وضعیت مو ښه نه وو پلار می د کور مصارفو ته کمۍ کول، نو ددی له وجې زما څخه مشرعمر لرونکي سړي ته د پیسو په مقابل کې ورکړم، خو اوس هغه په پوډرو روږدی او معتاد دی ، پیسې او د ژوند ټول عایدات د موادو په اخیستو مصرفوی، ماته ناحقه بهانی کوی او وهل ټکول کوی . ”
د بشری حقونو په ۴ ماده کې ویل شوی : – څلورمه ماده : هیڅوک نشی کولې چې بل څوک په مینځه توب یا غلامۍ ونیسې ، د بنده خرڅلاو چې په هره توګه وی منع کړی شوی.

مرسل زیاتوی: ” اوس زما 5 ماشومان دی او یو معذور(فلج) ماشوم هم لرم او زه مجبوره یم ترڅو خیاطی وکړم او خپل ژوند وچلوم، زما میاشتنۍ معاش ۵۰۰۰ افغانې (۶۶ ډالرمعادل ) دی د کور کرایه او د ماشومانو مصارفو ته هک حیرانیږم. کله چې معاش اخلم خاوند می په زوره راڅخه اخلی او پری مخدره مواد اخلی او څکویی، زه اوس نقدی پیسی کور ته نه وړم سودا اخلم او ور وړم، خو خاوند می کله نا کله سودا د کور څخه پټوی او وړی یی بیرته یی خرڅوی او خپل (پودر) مخدره مواد پری اخلی “.

د بدو ورکولو او یا د نجونو د خوښی پرته واده ته اړ کولو په موخه مو قومی مشرحاجی محمد مصدق سره غږیدلی یو، هغه داسی وایې: ” دغسی کړنې زموږپه هیوادکې ډیرپه هغوسیموکې ترسره کیږی چې دخلکو دیني او انسانی زده کړو کچه ډیره ټیټه وی، اوبل اساسی لامل یې داقتصادی ستونزو شتون وی.

دبیلګی په توګه که يوشخص دیوبل شخص له خوا په سهوه یاهم قصده مړشونو د جرګی خلکوچې د قاتل او مقتول دکورنۍ ترمنځ صلحه په ځان لازمي بلله نودا چې د قاتل کورنۍ به اقتصادی ستونزې لرلې نود جرګې ګډونوالو به ددغې دښمنی د زیاتوالی د مخنیویې په پار دنجونو په بدو ورکولوپه اړه تصمیم ونیوه چې دبدو د ورکړی په نتیجه کې به هغه دښمنی په دوستی بدلوله چې دنوروقتلونو مخنیوی وشی او ډیری داسې دښمنی په همدی توګه له منځه تللی هم . خو زما له آنده د ښځو په بدو کې ورکول شنیع عمل دی او نه باید د ښځو په سر لکه د مال معامله وشی”.

هغه زیاته کړه : “په اسلام کې نکاح لپاره شرط دهلک اونجلۍ رضایت دی او له دی څخه پرته نکاح جوازنلری اود نجلۍ ورکړه په دوهم، دریم اویا هم څلورمې بڼې باندې دعدالت په نظرکې نیولوسره بدی اغیزې نلری، اوکه چیری عدالت مراعات نشی بیا ډیرې بدې اغیزې لرلای شي . که چیرې یوشخص بوډا وی اوجسمانی قوت ونلری د پیسوپه مټ یوه ځوانه نجلی دی دری یاڅلوربڼوسربیره واده کړی دا یوسترظلم اوجفا ددغی نجلی په حق کې دی، او بدی اغیزې ډیرې زیاتې وې کورنۍ تاوتریخوالی، اخلاقی فساد، بی عدالتی،ځان وژنی منځته راوړی”.

قومی مشر حاجی مصدق مقصد

د یوی کلیوالي شخړی لپاره کلیوالو سره د حل لاری لټولو جرګه
د یوی کلیوالي شخړی لپاره کلیوالو سره د حل لاری لټولو جرګه

د بشری حقونو فعاله او د شفق خیریه بڼسټ مشره آغلی یلدا عظیمی: زه د بشر د قانون له او د یوی ښځی د حقوقو په رڼا کې په بدو کې د ښځی ورکړه مردود ګڼم، ولې چې هغه نه مال نه او نه پیسه ده هغه نفس دی او یو انسان دی ، څومره چې یو نارینه د ژوندکولو حق لرې هغومره یوه ښځه هم حق لری ، ښځه مور ده ، ښځه خور او میرمنه ده او ښځه د بشر نیمه برخه جوړوی، نو نباید د جنګونو او فامیلی شخړو ښکار شی . دا اندیښنه اوس هم شته خو د خلکو، سپین ږیرو او قومی مشرانو څخه می کلکه غوښتنه ده تر څو د یوی انجلۍ په سر معامله ونکړی.

همدا راز هره جینۍ حق لری تر څو خپل د ژوند راتلونکي وسنجوی ، او پرته د هغی د مشوری په زوره میړه ته ورکول هغه هم ناانډول (عمر او کوف) سړی ته، د یو بشر د حق سره ظلم او جفا ده .
یلدا شفق عظیمی، د ښځو د حقوقو قعاله او د شفق بڼسټ مشره


* دا خبری راپور د بشری حقونو لپاره ژورنالیستان «JHR» په ملاتړ چمتو شوی.

 

دکمه بازگشت به بالا