افغانستانحقوق بشرزندگیعکس

په افغانستان کې هر ۱۰۰ زرو اُمیندوارو میرمنو کې ۱۰۰۰ کسه یې د صحی خدماتو د کموالې له امله مړه کیږی

چمتو کوونکی: وحیدالله توحیدي

په افغانستان کې هر ۱۰۰ زره اُمیندوارو میرمنو کې ۱۰۰۰ کسه یې د صحی خدماتو د کموالې له امله مړه کیږی.
د روغتیا حق د بشری حقونو له مهمې برخې څخه شمیرل کیږی او د بشری حقوقو د پخلاینې لپاره هم ډير اړین ګڼل شوی دی.
د روغتیا د نړۍ وال سازمان په اساسنامه کې، روغتیا ته لاسرسۍ په لوړکیفیت هرانسان ته د هغې حق، او په رسمیت پیژندلې دی، او دا حق په هراړخیزه توګه د نړيوالو میثاقونو په ۱۲مه ماده کې تشریح کړی شوی دی.
ددغې مادې په ۲م بند کې کښلې: هرهغه هیوادونه چې دغې میثاقونو ته هوډمن دی، بایده ده ترڅو دا کړنې تر سره کړی :
– الف – د ماشومانو او میندو د مړینې کمول او ماشومان په سالمه توګه روزل
– ب – د محیطی او صنعتی حفظ الصحه د ټولو افاتو څځه
– ج – د مسری، بومی، حرفه یی ساری ناروغیو مخنیوی ، تداوی او همدا راز د منځه وړولو لپاره یی زیار ایستل.
– د – د روغتیایی خدماتو لپاره ټولو ته د مساعدی فضا ایجادول .
فردی روغتیا د انسانی کرامت د مهمو اجزا وو څخه شمیرل کیږی ، نو د همدی له امله روغتیا ته لاس رسئ او حق حیات دنړیوالو بشری حقونو د بڼسټیزو برخو څخه شمیرل کیږی.
د بشری حقونو په اسنادو کې د جسمی، روحی او روانی سلامتیا څخه ملاتړ شوی او دولتونه ددغی مسوءلیت په ترسره کولو کې مکلف په ګوته شوی دی.
دا واضحه خبره ده چې دولتونه نشی کولای یو شخص ته روغتیا او یا د روغتیایی حالاتو ضمانت وکړی، خو دنده یی دا ده تر څو روغتیایی خدمات په استندردونو برابر شرایط مهیا کړی .
اما ګل شیرینه د چيرهار ولسوالي اوسیدونکي وایې:
” د کلې د سړک د نشت او د صحي مرکز د نه نږدی والې له امله ماشوم مې راڅخه مړه شوه .”
ګل شرینهJHR خبریال ته زیاته کړه :
” زه په چپرهار کې وسیږمه د ښار څخه لری دی، عمومی سړک ته لاره نلرو باید د خوړ (رود) له منځه تیر شو، د شپې لخوا موټرونه نه وی، زه امیندواره ومه ، ناوخته وه زه په ماشوم (ناجوړه) مریضه شومه ، تر څو چې پياده سړک ته رسیدو او موټر راته حالت مې خراب شو، زما اول باری ماشوم وو په چل هم نه پوهیدمه ، خو تر څو چې جلال آباد ته رسیدو په لاره کې مې زیږون وکړ، خو ماشوم مې د روغتیایې خدمات د نشتون له امله مړه شوه. ”

د چپرهار ولسوالی څخه اخیستل شوی انځور (ش- توحیدی )
د چپرهار ولسوالی څخه اخیستل شوی انځور عکس (ش- توحیدی )
د چپرهار ولسوالی څخه اخیستل شوی انځور (ش- توحیدی )
د چپرهار ولسوالی څخه اخیستل شوی انځور عکس (ش- توحیدی )

همدا راز بل کلیوال امان الله چې میرمنه یی مړه او د نوې زیږدلی ماشوم سرپرستې کوی وویل :
” د ولسوالۍ په کلینک کې ښځې د شپې لخوا کارنکوی، دومره پیسې می نه درلود چې موټر دربست کړم، فصلونه مو وچ دی، ترورۍ (دایه) ته می یوړه ترسبا هلته وم د ملا آذان سره میرمنه مي مړه شوه، دری غټ اولادونه مي دی چې مشر یی ۸ کلن دی او نوې ماشومې ته مې د چیلۍ( وزه ) پې (شیدی) ورکوم. ”

د امان الله انځور چپرهار ولسوالې عکس (ش- توحیدی)
د امان الله انځور
چپرهار ولسوالې
عکس (ش- توحیدی)

د ګزارشونو په اساس په افغانستان کې ۲۰۲۰ کاله پوری د میندو او ماشومانو مرګ په هر ۱۰۰ زرو کې ۶۶۱ کسان وو او در ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۳ پوری دا شمیره په ۱۰۰ زور کې ۱۰۰۰ کسانو ته پورته شوی دی .
د ملل متحد دبشردوستانه څانګې هماهنګ کونکې محلی دفتر( اوچا )وایې:
” افغانستان د تولې نړۍ د میندو او ماشومانو لوړه کچه د مرګ و میر آمار لری.”
په دی ګزارش کې د ښځینه وو ډاکټرانو کموالی ، د صحی امکاناتو نشتون په کلیو کې، د مالی منابعو نشتون، د روغتیا په سکټور کې نه پانګونې ته اشاره شوی او همدا لامل ښودل شوی چې د میندو او ماشومانو لاسرسې روغتیایی خدماتو ته کمه شی .
په دی ګزارش کې ډاکټرسحر په افغانستان کې د ملل متحد د سازمان د روغتیایی برخی مشره داسې وایی :
د اګیست ۲۰۲۱ څخه وروسته تقریبآ په افغانستان کې ټول صحی سیستم له منځه تللی ، او که افغانستان د میندو او ماشومانو لپاره صحی خدمات غواړی نو ښځینه صحی کارمندانو ته اړتیا ده .

د یوی مور معاینه د ډاکټر تمکین امان ایوبی د نسایی ولادی متخصصې لخوا عکس (ډاکټر تمکین)
د یوی مور معاینه د ډاکټر تمکین امان ایوبی د نسایی ولادی متخصصې لخوا
عکس (ډاکټر تمکین)

میرمن سحر ګزارش کې لیکی :
د جمهوری نظام سقوط سره ډیری ښځینه ډاکټرانې او متخصصینې د افغانستان څخه ووتلې نو د همدی له امله په صحی سکتور د پام وړ تشه رامنځته شوی ده .
د ښځو د کار د منع کیدو سره په دولتی او غیر دولتی بڼسټونو کې په روغتیایي برخه کې تر ډيره بریده بد تاثیر پریښی دی .
(اوچا ) په خپل اکس پاڼه کې لیکلې:
که لازمه بودیجه د میندو او ماشومانو د روغتیایې برخو کې مصرف ته ونه رسیږی نو سږ کال به په ملیونونو میرمنو د روغتیایې خدماتو څخه محرومې شی ، دا اداره وپتیله چې ۳.۷ میلیونه وګړی د صحی د لمړنېو خدماتو څخه او ۲۹۶ زره امیندواره او شیدې وروکونکې ښځې به د صحی خدماتو څخه بی برخی شی. له دی مخکی د روغتیا نړیوال سازمان وویلی وو چې په هره ورځ کې ۱۶۷ نوی زیږدلی ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوی او د میندو د مرګ و میر شمیر ۲۴ کسانو ته په ورځ کې رسیږی .

د چپرهار ولسوالی د پسرلي په موسم کې عکس ( ش - توحیدی)
د چپرهار ولسوالی د پسرلي په موسم کې
عکس ( ش – توحیدی)

د روغتیا نړیوال سازمان :
په نړۍ کې په هرو دوو دقیقو کې یوه ښځه د امیندواری یا زیږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوی.
د روغتبا د نړيوالې ټولنی لوګو

د نړیوال روغتیا سازمان عمومي منشي تدروس آدهانوم وایی:
ددی ترڅنګ چې امیندوارۍ د ښځو د ژوند د نوې مثبتې تجربې اوهیلو پړاوو ووسی،لا هم دنړۍ په ګوټ ګوټ کې په ملیونونو کسانو د روغتیایې باکیفیتو مراقبتونو څخه محروم دی. او دا تجربه ډیره خطرناکه ده !

د نړیوال روغتیا سازمان عمومي منشي تدروس آدهانوم
د نړیوال روغتیا سازمان عمومي منشي تدروس آدهانوم

د RHDO د موسسې ريیس ډاکټر محمد عاطف فیض وایی :
” په افغانستان کې ۲۳ کاله مخکې په ۱۰۰ زور ولادتونو کې مړینه تر ۱۷۰۰ میندو پوری رسیدل .
د نړۍ وال مرستې په پړاو کې د میرمنو مړینه تر ډيره بریده کمه شوه، خو اوس چې انجونی مکتب ته نه ځی، او د راتلونکې لپاره به طبی پرسونل کم شی، لری نده چې د میندو او ماشومانو مرګ و میر بیرته ډیر شی . (مکمل معلومات نورپه مرکه کې ) ”

د نسایی او ولادی متخصصه ډاکټره تمکین ایوبی امان بیا داسی وایی :
د میندو او ماشومانو د مرګ و میر د کمولو لپاره لازمه ده تر څو په مرکز او ولایاتو کې د قابلو ډیر والې ته پاملرنه وشی، د متخصص ډاکټرانو ډیروالې او مستقیم او غیر مستقیم اړیکې د مریضانو میندو سره به مثبت تاثیرات ولری.

همدار راز مخکې د حمل نیولو څخه باید میندی خپل ټول معاینات تکمل کړی تر څو حمل نیولو اود ماشوم زیږدون ته چمتو وی ، سالمه تغذی ، د کورنیو د آګاهی لوړوالې ، د خاوند لپاره پوهاوی ، د وینی د مکروب معاینات، د قلبی امراضو معاینات، د روحې او روانې حالاتو کنترول، هره ربع کې د مور او جنین کنترول هغه موارد دی چې د میندو او ماشومانو د مرګ او میر په کنترولولو کې مثبت تاثیرات لری.

ډاکټر تمکین امان ایوبی د نسایی ولادی متخصص
ډاکټر تمکین امان ایوبی د نسایی ولادی متخصص

* دا خبری راپور د بشری حقونو لپاره ژورنالیستان «JHR» په ملاتړ چمتو شوی.

 


بیشتر از خبرگزاری کوکچه کشف کنید

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

دکمه بازگشت به بالا