حقوق بشر

آیا د روغتیایي خدماتوعرضه د رنګ، نژاد، دین، ژبه او کډوالي پورې اړونده ده ؟

چمتو کوونکی: وحیدالله توحیدي
پر روغتیا حق د بشر بڼسټیزوحقوقو څخه شمیرل کیږی چې په نړیوالو ډیرو اسنادوکې
د نړۍ او سیمی په سطحه او همداراز په ملی حقوقی نظامونو کې مطرح شوی دی او بایده ده تر څو دولتونه د ټولو امکاناتو په برابرولوسره خپله دنده ترسره کړی .
افغان کډوال انجنیر… احمدی وایې :
” عمومې چک آپ لپاره ….. شفاخانې ته چې یعقوب لو ( د استانبول یوه سیمه) لاړم او غوښتل مې چې د وینې معاینات وکړم، فقط یوازی د ۶ ډولو وینو معایناتو لپاره راڅخه ۹۰۰۰ لیری (۳۰۰ډالرو معادل) واخیست، ما وویل؛ بل ځل نورمال کلینک کې راڅخه ۱۸۸۰ لیری اخیستې وې ولې تاسو دومره اخلی، وویل دا زموږ نرخنامه د خارجی اتباعو لپاره دی حال دا چې زه اقامت لرم. ”
په ترکیه کې د یوی شفاخانی د رسپشن انځور عکس - و توحیدی
پر روغتیا د انسانانو بڼسټیزحق د هرې سیاسی ټولنې اړین جز ګڼل کیږی او هره تبعه یا کډوال چې هغه ټولنه کې ژوند تیروی پرته د نژادی، دینی، سیاسی، سیمه ایزاو فرهنګې تفاوت څخه د روغتیایی خدماتو مستحق وګڼل شی. په بین المللی کنواسینونوکې د حیات حق، د روغتیا حق، ټول روغتیایی خدمات، مناسب محیط او پاک خواړه د ټولو انسانانو طبعی حق ښودل شویدی .
روغتیایی سیستمونه یوازی سلامتیا ته نه بلکه د عدالت، د قانونی توقعاتو ځواب، مقابل لوری ته احترام، اوعادلانه مالي لګښتنونو ته هم باید ژمن وی .
څرنګه چې د بشری حقونو ۲۵ مه ماده کې کښل شوی :
” هر څوک حق لری تر څو د ژوند د یوې مناسبې سطحي څخه برخه منده وی، چې د شخص او کورنې سلامتیا او هوساینه منجله د مناسب خوراک، کالي، تم ځای، طبی او روغتیایی خدماتو ته لاس رسۍ ولری. همدار راز حق لری ترڅو د وګړنیزو ضروری خدماتو څخه د بیکارۍ، مریضۍ، زړښت، ګوڼده توب او یا هغو ستونزو مهارولو کې چې ددی د توان څخه بهر وی ګټه پورته کړی ”

نو د روغتیا نړیوال سازمان د تعریف په اساس
” روغتیا یوازی بدني ناروغي ته نه ویل ګیږی بلکه ” د ټولنې ټولو برخو ته د روحي، رواني، ټولنیز، وګړنیز، اقتصادی او جسمی سلامتیا ته روغتیا وایې . د روغتیا په فرهنګ کې سلامتي، هوساینه او همداراز د بدن د ټولو اعضاوو تناسب ته ویل کیږی .”
د سلامتی حق در هر انسان د طبعی حقوقو له جملی څخه شمیرل کیږی WHO
اما په ترکیه کې کډوالو ته د بین المللی قوانینو د کنواسینونو پربڼسټ روغتیایی خدمات وړاندی کیږی؟ دا یوه عامه پوښتنه ده چې د تحقیق په اساس نفع شوی .
فریده (مستعار نوم) وایی :
” سهارنې گنکس کیدم او فشار مې لوړلیدل حتی د ضعف او سرګنکسی ترحده رسیدم، مجبوره شومه(سالیک هٌجا) یا ساحوی کلینک ته لاړمه چې خپل معاینات وکړم، وویل موږ دا خدمات نلرو تاسو باید شفاخانې ته مراجعه وکړی زموږ یوازی سراپا مریضان دی.
(دولت هستانه) یا دولتی شفاخانې ته لاړم هغوی وویل تاسو خارجیان یاست باید فیس ورکړی، ما وویل چې زه د اقامت بیمه لرم، وویل ( په تروشه تنده) زموږ خدمات یوازی ترکانو ته وړیا دی تاسو باید فیس ورکړی، او مخ یی واړول.”
د نوموړی سیمی ساحوی دولتی کلینک ( سالک هوجا) عکس - و توحیدی
هغه زیاته کړه :
” مجبوره شومه شخصی شفاخانې ته لاړمه هلته د خارجیانو فیس نظر ترکانو ته څو چنده لوړه وه، سره له دی چې زه اقامت لرم بیا هم لیکلی وو (یبانجی اجورت) او صرف د ډاکتر د معاینی لپاره راڅخه دوچنده پیسی ترلاسه کړی او د وینی معاینات می هم نظر ترکانو ته څوچنده لوړه وه . د پیسو لپاره خپه نه یمه، خو دا چې ښه رویه نکوی ډيره مې خپه کوی.”
په خصوصی شفاخانو کې د فیسونو د ډیر قیمتوالې له کبله مراجعین کم وی عکس - و توحیدی

د خارجی اتباعو د پیسو رسید چې مبلغ پکښي رسیدلی هم ندی او صرف خارجی تبعه اجورت لیکل شوی
بل کډوال م…. مایار وویل :
” ځوی مې خپل لاس په شیشه خوږ کړ د دولتی شفاخانې عاجل څانګې ته می یوړه، یوازی د یو پانسمان یي راڅخه ۱۷۰۰ (۶۰ ډالره ) واخیست حال داچې بیمه مې هم لرله ددی لپاره چي خارجي وم بیمه می قبوله نشوه او په نورماله توګه د یو پانسمان قیمت ۲۵۰ لیری دی.”
سیمه ایز خصوصی شفاخانه عکس - و توحیدی
حقوقی سلاکار او کارپوه سید حامد دقیق بیا د روغتیا او سلامتی حقوقو په هکله داسی وایی :
” انسان ته د سلامتیا حق لوی خدای ج ورکړی دی، او روغتیا یی د هغی طبعی حق ګرځولی د روغتیا د ترلاسه کولو تر ټولو لوړ معیار څخه د خوند اخیستلو حق” د یو بنسټیز حق په توګه بیان شوی چې د نورو حقونو او آزادیو د ترلاسه کولو او خوند اخیستلو لپاره خورا مهم دی. که څه هم دا حق د محتوا له مخې د بشري حقونو د دویم نسل پورې اړه لري خو د روغتیا حقوقو د بشري حقونو له نورو نسلونو سره هم نږدې تړاو لري.
روغتیا په پراخه کچه حقونه لري، دا حقیقت د دې ادعا لپاره ثبوت دی چې “د بشري حقونو ټول مثالونه په دوه اړخیزه توګه تړلي او نه جلا کیدونکي او اړوند دي. نو د روغتیا د حق د تحقق او ګټې اخیستنې کچه د یوه هیواد د ټولنیزې ودې او پرمختګ له کچې سره مستقیمه اړیکه هم لري. نو بایده ده چې هر څوک که کډوال وی، که سپین یا توررنګی یا په هر ژبه غږیږی او که هردین لری، باید روغتیایی خدمات ورته په یو شان عرضه او وړاندی شی . د مهاجر، تور یا سپین په سترګه نه بلکه د یو انسان په سترګه ورته وکتل شی او تداوی یی وشی .
سید حامد دقیق ، حقوقی سلاکار او کارپوه


* دا خبری راپور د بشری حقونو لپاره ژورنالیستان «JHR» په ملاتړ چمتو شوی.

 

دکمه بازگشت به بالا