آموزشافغانستانحقوق بشرزندگیعکس
موضوعات داغ

لغمان کې یوه وړیا ښوونیز مرکز چې له زده‌کړو پاتې ماشومانو ته یې د لیک او لوست اسانتیاوې برابرې کړي، د خلکو هیلې را ټوکولي

په لغمان کې يو کليوال وړيا ښوونيز مرکز چې له زده کړو محرومو کوچنيانو ته د ليک لوست په موخه په شخصي هڅو پرانستل شوى ډېرو ته يې هيله مندي پيدا کړې چې له دې ځايه تر لوړو پوړو رسېدلى شي.

١٢ کلنه انيسه ( مستعار نوم) چې پخوا کرۍ ورځ د خپلو وزو او ګډو په ساتنې پسې لالهانده او د زده کړو له حق بې برخې وه اوس فرصت په لاس ورغلی چې لږ تر لږ د کېږدۍ په نامه همدې کلیوال ښوونځي کې په لیک لوست پوهه شي.

دا کېږدۍ په نامه دا ښوونځى د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د مريم امرخېل په نامه د زده کړو د يوې فعالې له لوري د ٢٠٢١ کال په لومړيو کې پرانستى شوى چې ډېر تمرکز په کې د کوچي کوچنيانو په زده کړه دى.

کېږدۍ ښوونځى څلور ښوونکي، يو مدير او دوه تنه خدمتي پرسونل لري چې د مريم امرخېل او يو شمېر افغانانو په مالي ملاتړ يې چارې سمبالېږي.

لغمان کې د لیک لوست د زده کړې دا څو ټولګټي چې په ابتداۍ شکل د کوچیانو کېږدو ته نږدې جوړ شوي د انيسې په څېر لسګونه نورې هغه نجونې او هلکان هم د زده کړو لپاره ورځي چې پخوا د زده کړو له حق بې برخې و؛ خو اوس یې هیلې شته چې ښایي راتلونکی یې روښانه شي.

که اسانتیاوې ورته ډېرې ندي او په خیمو کې جوړ ټولګي یې د تېز باد او باران تاب نلري خو انيسه ( مستعار نوم) هیله منده ده، چې له دې ځایه به په خپل زیار د لا نورو زده کړو په موخه ښو او عصري ښوونځیو او پوهنځیو ته لار ومومي.

هغه چې د څلورم ټولګي کتابتون کې د ليک لوست په زده کړه بوخته ده وایي، پخوا يې د خپلو څارويو په ساتنه کوله خو اوس خوشبخته ده چې د هغه وسه وتلي کار پر ځای د خپل کور تر څنګ زده کوي.

« له دې مخکې به موږ خپلو مالونو پسې و اوس له هغه را منع شو درسونه مو زده کړل دلته یې راته ټولګی جوړ کړل اوس مې ډېر څه زده کړي خو له دې مخکې په هېڅ نه پوهېدم زه ډېره خوشحاله یم چې دلته زده کړه کوم.»

هغه وایي هیله لري چې وبه وکولی شي نور ډېر څه زده کړي او له دې لارې ټولنه کې شته سختیو ته حل لار ومومي.

د افغانستان د نورو ښوونځیو د نصاب په څېر دلته هم هغه ډول تدريس کېږي او د هلکانو په ګډون هغه نجونې زده کړو ته ورځي چې عمرونه يې کم دي تر څو د ليک لوست سربېره نور پوهنېز مسايل زده کړي.

له انيسې ډېر ( مستعار نوم) د هغې کورنۍ هم خوښه ده چې لور یې د پوهې په کاڼه سمبالېږي او د لیک لوست په زده کړې سره به وتوانېږي، چې له نورو ښېګڼو سربیره د خپل کور چارې هم په سمه توګه ور تنظیم کړي.

د انيسې ( مستعار نوم) مور وايي، زده کړي يې ندي کړي او ژوند یې د خپل دود له مخې د څارویو په پالنه تېر کړی؛ خو اوس چې يې لور ښوونځي ته ځي نو راتلونکی یې روښتانه ویني.

« اوس چې زموږ کوچنیان درس وایي ډېر زیات ورته خوشحاله یو موږ وایو که زموږ کوم ټکی نیم غلط وي نو هغه به هم را اصلاح کړي کاش کې ما هم درس ویلی وی خو دا زمینه راته برابره نه وه ما خپله بلکل درس ندی ویلی خو چې اوس دا مکتب شته بیخي ډېر خوشحاله یو»

د دې ښوونځي سمبالونکې مريم امرخېل وايي، خپله يې له زده کړې د پاتې کېدو درد ليدلى و نو ځکه مجبوره شوه چې محرومو کوچنيانو او لويانو ته يو فرصت برابر کړي.

امرخېل وويل، د لغمان سربېره په ننګرهار، کابل، ميدان وردګ، زابل او نورستان ولايتونو کې هم ورته ښوونځي لري. .

نوموړې زياتوي پدې ټولو ښوونځيو کې له زرو زيات کوچنيان په زده کړه بوخت دي چې تر اوسه يې د لغمان او ننګرهار ښوونځي د پوهنې له وزارت سره راجستر او پاتې نورو د راجستر کېدو لپاره هڅه کوي.

» ما خپله په ډېرې سختۍ زده کړې وکړې او دا هوډ مې درلود چې کله يې پاى ته ورسوم نو زه به د هر هغه افغان ماشومان د زده کړو لپاره کار کوم چې له دې لوى حق بې برخې دي نو همدا وه چې ما يې پيل د کوچي کوچنيانو لپاره د زده کړو په برابرلو وکړ چې اوس مهال تر زرو ډېر کوچنيان د دې له لورې جوړو شويو ښوونيزو مرکزو کې زده کړه کوي. »

امرخېل چې اوسمهال له هېواده د باندې ژوند کوي وايي د دې ښوونځيو د ودې لپاره لوى پلانونه لري او هڅه کې ده چې د بې سوداۍ د مخنیوي لپاره لا دېر نور کارونه هم وکړي.

» د نورو ځايونو تر څنګ مو په نورستان کې هم ښوونځى برانست هلمند او خوست کې پلان لرم چې ورته اقدام وکړم دا ټول سهولت د هغه ځاى د ځايي استوګنو لپاره وي. زه هځې کوم تر څو په ټوله کې د هغه کوچنيانو د زده کړې لپاره کار وکړم چې تر اوسه ترې بې برخې دي او همدې کبله کړيږي »

د لغمان د ولایتي مسوولين د شمېرو له مخې چې له رسنیو سره يې شريک کړي اوس مهال د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو او مرکز کې تر ٢٢٤٠٠٠ زيات زده کوونکي ښوونځيو ته ځي له ډلې يې تر اتيا زره ډېرې نجونې دي چې په ابتدايي ښوونځيو کې زده کړه کوي.

افغانستان کې پرلپسې نا کراريو د نورو برخو تر څنګ په ښوونيز بهر ژور اغيز کړى او له همدې کبله په کې د بې سودا کچه خورا لوړه ده

که څه هم د افغانستان د قوانینو له مخې افغان وګړو ته تر لیسانس د وړيا زده کړو حق ورکړى شوى خو نيوکې دا دي چې د وخت مسوولينو دې برخې ته خاصه پاملرنه نده کړې او د پياوړتيا لپاره يې کوټلي ګامونه ندي پورته شوي.

د زده کړو برخې فعاله حامده ستانکزۍ که څه هم موجوده حالت د اندېښنې وړ بولي او وايي هغو چې له زده کړو محرومه دي لويه برخه يې مېرمنې جوړوي خو په ورته مهال يې هيله مندي دا ده چې د ښوونيز بهير پياوړتيا لپاره خورې ورې هڅې هم خورا ګټورې تمامېږي.

هغه وايي، په شخصي لګښت د مرکزونو او تعلیمي بنسټونو فعال ساتل مهم دي او په وينا يې که پراختیا وکړي او د فعالانو شمير يې زيات شي نو د بې سوداۍ په کمېدو کې اغېزمن رول لوبولى شي.

» زموږ په ټولنه کې د بې سوداۍ لوړه کچه د ډېرې اندېښنې خبره ده په داسې حال کې چې هم شرعيت او هم دنيايي قوانینو حق ورکړى چې يو شخص بايد پوه اوسي ليک لوست وکړي خو له دې سره بيا هم زموږ ډېر افغانان له زده کړو بې برخې پاتې دي.

په شخصي توګه چې د بې سوداۍ د لمنځه تلو لپاره کوم کوششونه کېږي دا ډېر مهم دي او زه اميدواره يم چې غښتلي کېدل يې د سودا کچې په لوړېدو کې رول لرلى شي».

تر هغې وروسته چې جمهوري نظام نسکور او طالبان واک ته ورسېدل څه موده وروسته يې له شپږ ټولګي پورته او پوهنتونونو کې د نجونو په زده کړه بنديز ولګوه چې له کبله يې زرګونه نجونې د زده کړو له حق بې برخې پاتې شوې.

که څه هم د طالبانو حکومت وايي، چې د زده کړو مخالف ندي او د ستونزې حل ته لار ګوري خو د مياشتو په تېريدو يې څه څرک نشته او له همدې کبله له ګڼو نيوکو سره مخ دي.

ملګرو ملتونو نورو نړيوالو سازمانونو او هېوادونو دغه پرېکړه په وار وار غندلې او له زده کړو د نجونو د پاتې کېدل يې د اندېښنې وړ بللي دي.

دکمه بازگشت به بالا