
په پېښور کې د “هنري ټولنې” بنسټګر ډاکټر راشد احمد خان وایي، چې سلګونه افغان هنرمندان ورسره ثبت دي او دوی یې د حقونو د دفاع لپاره هلې ځلې کوي. د نوموړي په وینا تر دې مهاله ۴۰۰ نوې راکډه شوي هنرمندان ورسره ثبت دي، چې په معاشي ستونزو سربېره د استوګنې قانوني اسناد نه لري او د پاکستان دولت د جبري اخراج له ګواښ سره مخ دي.
که څه هم په پاکستان کې افغان هنرمندان له جدي امنیتي ګواښ سره نه دي مخ؛ خو د تبعیدي ژوند سختو شرایطو پرې د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده او له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
په پاکستان کې د افغان هنرمندانو د ژوند په اړه ښاغلی خان وايي:
( په پېل کې مونږ چندې راټولې کړې او له هنرمندانو سره مو نغدي مرستې وکړې؛ خو د هنرمندانو د دوامداره استوګنې له وجې مجبور شوو چې دوی ته د کار زمینې هم برابرې کړو. مونږ تر خپل توان هڅه وکړه چې افغان هنرمندانو ته په پاکستان کې د کار روزګار بندوبست وکړو او دغومره عایداتي سرچینې ورته برابرې کړو چې د دوی ورځنی ژوند پرې تېر شي.)
د اوو هنرونو له ټولګې موسیقي د نړۍ تر ټولو محبوبترین هنر ګڼل کېږي، چې په بشري تاریخ کې زرګونه کاله قدامت لري خو په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط سره سم پر موسیقۍ بندیز ولګېده او اوس د افغان هنرمندانو ژوند له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دی. موسیقي نه یوازې دا چې د یوې عایداتي سرچینې په توګه د هنرمندانو د اقتصادي ملاتړ ذریعه وه او دا ذریعه د طالبانو پر راتګ په هنرمندانو بنده شوه؛ بلکې له سقوط څخه پخوا ویل شوې سندرې په هیواد کې دننه د سندرغاړو ژوند ته په لوی ګواښ بدلې شوې. طالبانو موسیقي حرامه ګڼي او هنرمند مجرم ګڼي . د طالبانو په حاکمیت کې سلګونه هنرمندان اړ شول چې د ژوند د خوندیتوب لپاره له افغانستان څخه بهر ووځي، چې لوی شمېر یې ګاونډي هیواد پاکستان ته پر کډوالۍ مجبور شول.
د راپورونو پر اساس طالبانو په څو ولایتونو کې هنرمندان نیولي، او له سختو رواني او فیزیکي شکنجو سره یې مخ کړي. طالبان د هنرمندانو د موسیقۍ وسایل سوزوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د موسیقۍ وسایل ولري او یا یې وکاروي. په کابل کې د هنرمندانو له لوري د بې روزګارۍ په غبرګون کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین مولوي مهاجر فراهي ویلي چې سندغاړي کولی شي د یاد وزارت د ترنم کمېټې غړیتوب واخلي او د طالبانو ترانې زمزمه کړي او له دې لارې پیسې ترلاسه کړي.
په پیښور کې د هنري ټولنې چارواکي وايي هڅه کوي چې افغان هنرمندان د پاکستان دولت د جبري اخراج له ګواښ څخه وژغوري، چې په همدې ترڅ کې یې د خیبر پښتونخوا ایالت په استیناف محکمه کې یو غوښتنلیک جمع کړی او له محکمې یې غوښتنه کړې چې ترڅو د افغان هنرمندانو لپاره په نوره نړۍ کې یو خوندي ځای نه وي برابر شوی نو تر هغو دې دوی په جبري توګه نه اخراجوي.
د دغې ټولنې بنسټګر وايي چې که څه هم دوی دغه غوښتنلیک د بلوچسستان ایالت په استیناف محکمه کې هم جمع خو د نامعلومو دلایلو له کبله رد شو، خو د خیبرپښتونخوا ایالت استیناف محکې د دوی غوښتنلیک د غور کولو لپاره منلی او نږدې راتلونکي کې به په دې اړه یو حکم صادر کړي.”
تاریخ پوهان د موسیقۍ تاریخ د بشر له تاریخ سره هم مهاله ګڼي او په دې باور دي چې موسیقي د لفظونو له ایجاد مخکې د انسانانو تر منځ د افهام او تفهیم یوازینۍ وسیله وه او د نړۍ ټول ملتونه ورسره ژوره فرهنګي اړیکه لري.
موسیقي په افغاني ټولنه کې یوازې د خوند، خوښیو او د ښکلایز حس د پیاوړتیا وسیله نه ده؛ بلکې په جنګي میدانونو کې پر ګټنې سربېره په ټولنیزو چارو کې او آن د ماتمونو د نمانځلو وسیله هم ده خو له موسیقي سره د طالبانو چلند بدل دی او ورځ تربلې یې پر وړاندې محدیتونه مخ پرډېریدو دي.
وتلی افغان سندرغاړی ګودر ځاځی هم په اسلام اباد کې تبعیدي ژوند اختیار کړی او د خپلو ستونزو په اړه وايي “په پاکستان کې هنرمندان له دوه ډوله ستونزو سره مخ دي، یو ډول هغه ستونزې دي چې ټول افغانان ورسره مخ دي لکه د مالي سرچینو نشتوالی، جبري اخراج، د ماشومانو د زده کړو د آسانتیاوو نشتوالی او له نامعلوم برخلیک سره مخ حالت. دویم هغه ستونزې دي چې یوازې هنرمندانو ته راجع کیږي.

نوموړي زیاتوي چې : (موسیقي زما په ګډون د ډېرو هنرمندانو لپاره یوازې د پیسو د ګټلو وسیله نه ده؛ بلکې د وطني جذبې د بیدارولو، د نوي فکر د پنځولو او خپرولو او همدا راز د ملي مسایلو په اړه د ويښتیا وسیله هم ده، په همدې اساس زه په پاکستان کې هغه ډاډ نه لرم چې که زه یوه نوې سندره کوم او ما ته به امنیتي ستونزې نه جوړېږي.”)
په تبعید کې د افغان هنرمندانو ژوند له مالي، فرهنګي او امنیتي پلوه له ستونزو او ننګونو سره مخ دی. موسیقي د یوې عایداتي سرچینې سربېره یو فرهنګي او تفریحي حق دی چې اوس مهال ترې افغان هنرمندان په خپل تبعیدي ژوند کې نه شي برخمن کېدای.
د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۲۷مې مادې مطابق هر انسان حق لري، چې په فرهنګي چارو کې آزادانه برخه واخلي او له فن او هنر څخه مستفید شي؛ خو په تبعید کې د افغان هنرمندانو د ژوند شرایط دوی له دغه بشري حق څخه محروم کړي او نه شي کولی چې په ازادانه ډول د هنر په تولید او خپرولو کې برخه واخلي.
په پاکستان کې د افغان هنرمندانو د اتحادیې مسوولین وايي چې له دې ټولو ستونزو سره سره افغان هرمندان له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له هغو بنسټونو څخه چې د کلتوري او فرهنګي چارو د ودې په برخه کې کار کوي، ګیله کوي چې په هغه ډول چې لازمه وه د دوی لاسنیوی یې نه دی کړی.
دوی زیاتوي چې په افغانستان کې د موسیقي د هنر د بقا لپاره پکار ده چې د افغان هنرمندانو چې دا مهال په پاکستان کې د بیوسي شپې سبا کوي لاسنیوي وشي.
شما باید داخل شوید برای نوشتن دیدگاه.