افغانستانپناهندگانحقوق بشرزندگی

د ۲۰۲۱ میلادي کال را په دې خوا پر عصبي یا په رواني ستونزو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی

راپور: مزلفه کاکر

د طالبانو عامې روغتیا وزارت احصایې ښيي، چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د افغانستان دننه دو میلیونه ۲۲۳ زرو او ۹۳۱ کسانو روغتیایي خدمات تر لاسه کړي دي.

همداراز د عامې روغتيا وزارت د رواني څانګې مسوولين وايي چې د تېرو کلونو په پرتله د رواني ناروغانو شمېر زيات شوی دی، مسوولينو که څه هم د رواني ناروغانو د کره شمېرنو يادونه نه ده کړې، خو په تېرو کلونو کې څېړنو دا جوته کړې چې په هېواد کې د هر دوو کسانو له ډلې يې يو د رواني ستونزو له امله ځوريږي.

دې لړ کې هغه افغان میرمنې هم شاملې دي، چې د طالبانو بیا ځل واک ته تر رسېدو ورسته پاکستان او ځینو نورو هېوادونو ته کډوالې شوي او په دغو هیوادونو کې ګڼو رواني ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

میرمن هاجره مراد، چې افغانستان کې یوې لسیزې راهیسې یې د میډیا په محتلفو برخو کې کار کړی دی.

د طالبانو بیا ځل واکمنۍ سره سم کډوالۍ ته اړه شوې

میرمن مراد، چی دا مهال پاکستان کی مېشته ده، وایي:

“ نږدې ۳ کاله کیږي پاکستان کې اوسېږم، په همدې درې کلو کې د ډېرو زیاتو روحي مشکلاتو سره مخامخ شوم، چې لا هم تر تداوي لاندې یم، له کډوالۍ څخه مخکې، ما هیڅ ډول ناروغي او په ځانګړې توکه عصبي یا رواني تکلیف نه درلود.

اقتصادي ستونزې اوږد مهاله د کیسونو پروسه او په خاصه توګه د پاکستان حکومت له خوا په اجباري ډول د افغان کډوالو شړل، هغه څه دي، چې ماته یې یاده ناروغي پیدا کړه.

میرمن مراد همدا راز ادعا کوي، چې پاکستان دولتي روغتونونو کې د کډوالو سره توپیري چلند کېږي، که څه هم یاد روغتون دولتي دی، خو درمل یوازې هغو کسانو ته ورکول کیږي، چې د شناخت کارت ولري.

هغه زیاتوي:” ما د خپلو اقتصادي ستونزو په خاطر دولتي روغتون ته مراجعه وکړه؛ له تشخیص ورسته یې راته وویل چې عصبي ناروغي درته پیدا شوې ده او نسخه یې راکره. روغتون کې درمل موجود وو، خو بیا هم ما باید شخصي درملتون څخه اخیستي وای.

“له ډیرې مودې راهیسې، زه تر تداوي لاندې یم.د اعصابو ارام کولو درمل خورم او کله کله پر ما دماغي حمله هم راځي هغې لپاره ایمرجنسي ستنې لګوم ډېر سخت وضعیت کې یم له یوې خوا اقتصادي ستونزې له بلې خوا ناروغي او د نړیوالو نه پاملرنه؛ زما اندیښنې نورې هم ډیرې کړي دي.

“میرمن مراد چې له یوې لیسزې راهیسې په رسنیو کې د پروډیسرۍ، پرزینټرۍ او را راپور برخه کې د یادونې وړ لاسته راوړنې درلودې، چې د یادو فعالیتونو له امله بیرته افغانستان ته تګ د ځان او کورنۍ لپاره لوی تهدید ګڼي.

” تېر نظام افغانستان کې چې موږ هلته ژوند کوي فعالیتونه مو کول آزادي مو درلودله، که څه هم امنيتي ستونزي موجودې وې، خو د هغې سربیره هم موږ خوشحاله وو؛ ځکه کار مو درلوده خپل کور کې مو ژوند کاوه ارامښت مو درلود او دا ډول ستونزو سره چې کډوالۍ کې یې لرو نه مو درلودې، ځکه اوس بیرته افغانستان ته هم نشو کولای لاړې شو او دلته هم امن کې نه یو همدا فکرونه ستونزې د دئ سبب شوې چې ماته رواني ستونزي پیدا شي ”

د نادیه مصطفی په نوم یو بله میرمن چې څو کلونه راهیسی کډواله شوې ده او دا مهال پاکستان کې میشته ده؛ میرمن مصطفی خپل د کډوالۍ لامل په هیواد کی بیکارۍ او اقتصادي ستونزي یادوي:

هغه وايي ” د بیکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله کډوالۍ ته اړه شوم، زموږ کورنۍ کې لس کسان دي هغوی ته نفقه پیدا کول ډیره سخته وه؛ ځکه خاوند مې هر څومره هڅه کوله خو په اسانه وچه ډوډۍ هم نه پیدا کیدله، زما خاوند ازاد کار درلوده، خو ډیر ستونزو به ورته کله کله کار پیدا شو دې ستونزې اړه کړو کډوال شو، کډوالۍ کې نه یوازې روحي ستونزې، بلکې د ژوند د سختو کړاونو له امله سرطان ناروغي هم راته پیدا شوه مخکې پاکستان کډوالۍ کې مو ژوند ښه و، خاوند می کاریګر و، ژوند چارې ښې مخته تللې ډېر زیات اقتصادي ستونزو سره نه و مخامخ، خو له بده مرغه د ۲۰۲۲ کاله راهیسې تر دې دمه د پاکستان دولت لخوا فشارونه زیات شوي.

مخکې کورنو کرایه ارزانه وه اوس هغه کور دو چنده کرایه غواړي او هغه هم په ډېره سختۍ پیدا کېږي ځکه زموږ د قانوني ویزې وخت پوره شوی او د بیا تمدید کولو وس نه لرو د دولت لخوا ډېر ځورول کېږو”

میرمن نادیه چې دا مهال د تداوۍ لاندې ده، وایي: “بیرته افغانستان ته نشم ستنیدلی، ځکه زه د زړه او سرطان ناروغي لرمه او دلته د څارنې لاندې یم هغه درمل چی ډاکترانو له خوا راته راکول کېږي که زه پریږدم یا یې ټاکلې موده کې تر لاسه نه کړم شاید زما د مرګ لامل شي؛ ځکه ډاکتر اجازه نه راکوي؛ خو په داسې شرایطو کې دلته اوسیدل ستونزمن شوی دي.

میرمن نادیه هم د نورو کډوالو په شان ادعا کوي، چې دولتي روغتون کی راته درمل نه راکول کېږی او بهر درمل اخېستل هم په لوړه بیه دي”

میرمن نادیه وایي:” په دې سختو حالاتو کې موږ د نړیوالو څخه غوښتنه کوو، چی پاکستان کې میشتو افغان کډوالو ته پاملرنه وکړي او دوی دې د پاملرنې مرکز وګرځوي.

د ٢٠٢٢ کال را په دېخوا په پاکستان کې څو تنو افغان کډوالو ځان وژنه هم کړې ده، چې لامل یې روحي ستونزې او د کډوالۍ سختې بې برخلیکه ورځې وې.

د جمهوریت سقوط ورسته ډیر هغه افغانان چي د طالبانو د ګواښ لاندې وو، درېمو هیوادونو ته کډوال شول تر څو له هغه ځای څخه امریکا یا نورو هېوادونو ته انتقال شي، دې لړ کي مریم سادات، ذکریا بلوچ، صایم بدخشي، هغه درې تنه دي چې پاکستان کې ځان وژنه کړې ده.

د مریم سادات کورنۍ بي بي سي سره په مرکه کې ويلي دي:” هغې د بې برخلیکه اوسیدلو، نا امیدۍ او کډوالۍ کې اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه وکړه ” د مریم سادات خپلوان وايي چي ورسیتو میاشتو کي اقتصادي ستونزې اوږد مهاله انتظار د هغې روحي وضعیت ته صدمه رسولې وه،

ذکریا بلوچ هم د کیسو د اوږد انتظار او بې برخلیکه اوسیدلو له امله ځان وژنه وکړه. په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د (UNHCR) ویاند ښاغلی قیصر اپریدی وايي ”

په پاکستان کې د خوندیتوب په لټه کې دي د ٢٠٢١ کال راهیسې څه باندي ٧٠٠ زره افغانان پاکستان ته راغلي دي، چې له دې جملې څخه سل زره اټکل کيږي چي درېم هيوادو ته تللی دي

او د ٢٠٢١ کال راهیسې څه دې پاسه ٤٥ زرو افغانانو UNHCR سره اریکه نیولې ده. په دوی کې ښځې، ماشومان، اقلیتونو غړي، د رسنیو متحصصین او هنرمندان شامل دي”

شاغلی اپریدی وایي موږ سره د کډوالو افغانانو اندیښنې ډیرې دي (UNHCR ) هر وخت پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړي ده چي افغانانو په زور ایستلو څخه ډډه وکړي ” لکه څنګه چې افغانستان د بشري حقونو ننګونو سره مخامخ دی، په ځانګړي توګه د ښځو او اندونو لپاره، چې دوی به بیرته ستنيدو په وخت کې د جدي خطرونو سره مخامخ شي، په ورته وخت کې موږ تل د ګواښونو سره مخامخ افغانانو ته لومړیتوب ورکړي دي او د ځنډ کولو څخه مو ډډه کړي ده ”

ښاغلٍي اپریدي د هغه کډوالو په اړه څرګندونه نه ده کړې، چې پاکستان کې یې ځان وژنه کړې ده. له بلې خوا یو شمېر د عصبي ناروغیو متخصصان د عصبي ناروغیو د درملو ډېر استعمال د نورو خطرناکو ناروغیو د را منځته کېدو باعث ګڼي؛ ان د لیونتوب تر حده

له افغانستان څخه ډاکتر برات امیري د طبۍ پوهنتون استاد او د عقلي ـ عصبي ناروغیو متخصص په دې اړه وایي:” د شپې او ورځې په جریان کی زموږ انسانانو په مغزو کې یوه کیمیاوي ماده ده د (Serotonin) په نوم چې د خپل د ماغي مجردانو څخه را منځته کیږي

د دې مادي را منځته کیدل، ناروغان له غم، جگرخونۍ پریشانۍ څخه ساتي او د خوښۍ حالات را منځته کوي محیطي فکتورنو تغیر بیولوژیکي روحي، رواني ټولنیز تغیر د دې مادو را منځته کول مخلط کوي، چې په پایله کې د خپګان او افسردګۍ را منځته کیدو باعث کېږي.

داکتر امیري زیاتوي: “ د افسردګۍ وخت کې ځینې درمل شته، چې د افسردګۍ په له منځه وړلو یا کمولو کی مرسته کوي. خو یاد درمل ځاني عوارض هم لري لکه هضمي، جنسي او دې ته ورته نورې ستونزې.

نو باید له ډېر استمال څخه یې ډډه وشي، همدا راز یاید ډیره پاملرنه وکړو، چی د ډاکتر په مشوره استمال شي او د ډاکتر د مشورې له مخې پریښودل شي، چې په دې لړ کې ځینې درمل خلک خود سرانه توګه استمالوي؛

لکه د خوب درمل، چې دا نه یواځې ځاني عوارض لري بلکې، د روږدیتوب سبب هم ګرځي او که ډیر استمال شي د نفس تنګۍ او بلاخره د مرګ باعث کېږي.

ډیر شمیر ارواپوهان وايي په افغانستان کي د طالبانو بیا ځلي واکمنۍ سره سم او دادی ډلي د حکومتداري ډول، د بلې هرې پیښې په پرتله د رواني ناروغۍ لامل شوی.

د دې تر څنګ په افعانستان کې د ارواپوهنې ډاکتر محمد صفا فرازیي وایي: “ په ټولنه کی هر ډول منفي اغیزې د اشخاصو پر روان تاثیر درلودلای شی او په دې ورستیو کلونو کې د رواني اشحاصو شمیر تر پخوا دیر شوی دي چې لامل یې په ټولنه کې سخت شرایط دي”

ډاکتر فرازیی وايي په ٢٠٢١ کال کې څه د پاسه ١٦٤ زرو ناروغانو ډاکترانو ته مراجعه کړي وه او دا شمېر په ٢٠٢٢ کال کي ١٧٨ زرو ته ورسیده او همداراز ٢٠٢٣ کال کې ياد شمېر نور هم ډير شو.

ډاکتر فرازیي وایي په هره اندازه چې بیکاري ډیره وي اقتصادي ستونزې ډېرې وي په هغه اندازه رواني ستونزې را منځته کېږي. او تر څنګ یې بله غټه ننګونه نامعلوم راتلونکی دی.

ډاکتر همدا راز تینګار کوي، چی د کډوالۍ د افسردګۍ یو ستر لامل چاپېریالي اغېزې او نامعلوم برخلیک دی.

په هليټ نیټ موسسه کې د یونیسیار سره د روانی مشاو ر ډاکتر افغانستان کي وايي په ژور خفګان یا هم رواني بيماري زیاتره ځوانانو کی پیدا کیږي هغه مختلف لاملونه لري لکه کډوالي، جنسي تیری، کورني غړو د لاسه ورکول، امنیتي ستونزي، تعليمي ستونزې، دا یاد لاملونه د ژور خفګان سبب کیږی

” زموږ ډیر شمیر ناروغان ځوانان دي ماشومان ډیر کم او له ٥٥ کالو عمر څخه پورته خلک په دې لړ کي نه شامل کیږي ”

ژور خفګان څه ډول را منځته کیږي په دي اړه ښاغلی رحیمي وايي ” لومړی د دوی خفګان درئ هفتو څخه نيولې تر شپږو میاشتو وي، که چیرې شپږ میاشتو څخه ډیر شي هغه ته بیا ژور خفګان وایو، د ژور خفګان علايم دا وي چي لومړی دوی یواځیتوب خوښوي، د زړه حال چاته نه وايي، او د کینې حس ډیر کوي، ملګرو سره ناسته پاسته نه کوي پر چا باور نشي کولای، دوی غواړي تل يواځي په یوه توره کوټه کې واوسي”

ښاغلی رحیمي همدا راز د ژور خفګان څخه د حل لاري په څو برخو کي بیانوي ” لومړی باید ډاکتر ته مراجعه وکړي کله چي موږ ته کوم ناروغ مراجعه کوي هغوی ته ورزش کولو مطالعه کولو ملګرو کورني سره وسیدو سپارښتنه کوو ، ورسته ورته د افسردکی د منځه وړلو درمل هم معرفي کوو او تر څنګ یې دوام داره جلسې ورسره نیسو دا کار د دوی بيماري منځه وړلو کي ډیره مرسته کوي”

په ژور خفګان اخته کسان غیر منظم خوب لري هغوی معمولا د شپې لخوا خوب نه لري د خوب ځای يي منظم او د دوی په زړه باید برابر وي، د خوب کولو نه مخکې څو قدمه تک وکړي ورسته یو ګیلاس اوبه وڅکي او ورسته ویده شي دا تمرینات کولای شي د هغوی خوب منظم کولو کي مرسته وکړي.

پر دې بنسټ په کډوالۍ کې په رواني ناروغیو د اخته میرمنو شمېر د افغانستان له داخل څخه ډېر دی همداراز

میرمن مراد یو ځل بیا پر نړیوالو او په خاص توګه په هغه نهادونو غږ کوي چې د دوی د کیس پروندی ورسره ثبت دي هيله لري ورته پاملرنه وشي؛ ځکه پاکستان هم د اوسېدو لپاره امن هیواد نه بولي

میرمن مراد وايي ” هیله لرم نړیوال زموږ غږ واوري کوم ناورين چې پاکستان کې پر کډوالو دی د هغه له شره مو خلاص کړئ، د پاکستان پر حکومت فشار راولئ له یوې خوا اقتصادي ستونزي، رواني ناروغي، له بلي خوا تر ټولو سخت د پاکستان حکومت زور زياتی دی له نړیوالو څخه غواړو چې موږ يوازي پرې نه ږدي “

دکمه بازگشت به بالا