پناهندگانحقوق بشر
موضوعات داغ

پر مرګونو لارو سفرونه؛ په قاچاقي لارو د افغان ځوانانو دردونکې کیسې

پر افغانستان د طالبانو د حاکميت دریم کال هم پیلېدونکی دی، مګر لاهم افغان ځوانان د نړې نورو هېوادونو په ځانګړې توګه اروپايي هغو ته پر مرګونو او سختو لارو سفرونه کوي او د ارام ژوند په لټه وطنونه پناه کوي.

راپور: رفیع‌الله سلیمان‌زی

له افغانستان څخه بهر، پاکستان، ايران، ترکيې او بیا له هغه ځایه اروپايي هېوادونو ته په قاچاقي لارو د افغان کډوالو ورتګ يوه نوې خبره نه ده، خو په دې وروستيو کې پر دغو خطرناکو لارو د افغان ځوانانو شمير ډیر شوی، ګڼ شمير ځوانان پر دغو لارو خپل ژوند له لاسه ورکوي او د انساني قاچاقیانو ښکار ګرځي.

د جمهوري نظام له سقوط وروسته لاهم پر افغان ښځو او ځوانانو ګڼ شمير محدوديتونه لګول شوي، ميرمنې له ښوونځيو او پوهنتونونو منع دي، ځوانان له بې کاري او بې روزګارۍ سرټکوي، پارکونه، ميله ځایونه او کافي خانې د ځوانانو او پېغلو راتګ ته سترګې په لار دي؛ مګر هرڅه د حاکم نظام په ولکه کې دي؛ په همدې خاطر هيڅ ځوان چمتو نه دی، چې دغه ډول وضعيت ومني، له همدې امله ګڼ شمير ځوانان د غوره راتلوونکې لپاره د مرګ ګواښ پر ځان مني او هڅه کوي چې له هېواده بهر لاړ شي، ځکه خو پر قاچاقي او مرګونو لارو سفر ته غاړه اږدي.

اروپايي او نورو هېوادونو ته په ناقانونه او قاچاقي لارو د تللي افغانانو پر غمجنو کيسو کتابونه ليکل کيږي؛ د وي او اې د راپور په اساس د ملګرو ملتونو د شميرو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست مياشتې راهيسې له ۱.۶ ميليونو څخه ډير افغانان تښتيدلي دي، چې په دې سره په بهرنيو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو شمير له ۸ ميليونو اوړي چې يواځې په ترکيه کې له ۳۰۰ زرو ددوی شمير زیات دی. همداراز په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کميسارۍ يونیسیار د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ مياشت راهيسې ۶ لکه افغانانو پاکستان ته پنا وړې ده.

۲۴ ضمير تنها چې د حقوقو له پوهنځي فارغ دی، د طالبانو له راتګ څو میاشتې وروسته مجبور شو ترڅو اروپا ته پر غيرې قانوني (قاچاقي) لارو روان شي، چې له امله یې د دواړو ښپو یوه برخه له لاسه ورکړه، د خپل ستړي او له خطره د ډګ سفر کيسه داسې کوي.

(( د طالبانو له راتګ وروسته بدبختۍ زیاتې شوې، ځوانان بې کاره بې روزګاره وو، هر سړی په منډه و، زه هم مجبور شوم ترڅو سوړ ژمي کې ناقانونه سفر پيل کړم، دا سفر راته د ژوند تر ټولو سختې او بدې ورځې وې، لومړی مو تر ایرانه د قاچاقبرانو سختې او ستغې سپورې وګاللې، هغوی موږ پر يوبل خرڅولو، له هغه وروسته مو ترکيې ته پر لار قاچاقبر سره پر ۲۲۰۰ ډالر خبره وکړه، ترڅو ترکې ته واوړو، بې حده سختې وليدې، يو ملګری مو پر لار وفات شو؛ په واورو کې له ساعتونو ستړي مزل وروسته مې ښپې يخ ونيولې، له حرکت ولويدې، نور د تګ توان راکې نه و، ملګرو د ترکې او ایران سرحد کې يوه دولتي روغتون ته يوړم، ښپې مې بیخې له کاره وتې و، ځکه په یومتر واورو کې د څو شپو او ورځو مزل اسانه نه و، خو د انسان مجبوري او ضرورتونه کله کله دومره زیات شي چې دا هرڅه په ځان قبلوي، دولتي روغتون کې ډیره موده بستر وم، تداوي مې ونه شوه، وروسته د ملګرو په ملتيا شخصي روغتون ته يوړل شوم، هلته مې ۱۴۰۰ يورو په خپل او د ملګرو په مصرف تداوي وکړه خو د ښپو هډوکي مې تور شوي وو، اخر مجبور شوم، د دواړو ښپو ګوتې مې پريک شوې او نيم وجود بیرته خپل وطن ته راستون شوم، په ناچاره بیا ځلي پر کابل د حاکم نظام تر حاکميت لاندې بې روزګاره ژوند کوم))

ضمیر ددې سختيو ترڅنګ د پاکستان او ايران د پولیسو د بد چلند په اړه هم له فریاد ډک داستان لري، هغه وايي پاکستاني پولیس د څو روپيو غله دي، خو ايراني پولیس بیا تر هغې اندازې وهل ټکول کوي ترکومې چې انسان سترګې غړوي او که لرې وي نو ډزې هم پرې کوي. نوموړي دا هم وویل چې قاچاقبران هغه خلک دي کوم چې د ژوند په یوه لحظه کې هم رښتيا خبره نه کوي، ځوانان دې د هغوی په دروغجنو وعدو باور نه کوي.

افغانستان کې بې روزګارۍ، خراب اقتصادي وضعيت او نامعلوم برخلیک نه يواځې ضمير تنها بلکې زرګونه افغانان مجبور کړي ترڅو داسې ستونزې وګالي، دننګرهار سرخرودو ولسوالۍ اوسيدونکی ۵۳ کلن پلار چې نه غواړي نوم او تصوير يې خپور شي، د نادرکه زوی غمونو پر ملا راقات کړی، څهره کې يې له ورایه د خفګان نښې لیدل کيږي، د خپل مشر نازولي زوی چې پر قاچاقي لارو نادرکه شوی کیسه داسې کوي.

(( زه څلور بچي لرم، ټول بې ورزګاره و، مجبور شوم خپل مشر زوی پر ناقانونه لار خارج ته روان کړم، مګر د ژوند له ټولو سختو شپو ورځو سره مخ شوم، قاچاقبران مسافر پر یوبل خرڅوي، بد چلند ورسره کوي، د همدې کال په سنبلې میاشت کې مې ایران ته روان کړ، هلته له تګ سره سم غلو ونیو، غلو راځينې ۲۵۰۰ امريکايي ډالر واخيستل، خو زوی مې د تیرو دریو میاشتو راهيسې ناردکه دی، هره لحظه مو پر کور قیامت دی، ځکه سړی نشته ویر يې شته))

نوموړی وايي وطن کې بې کاري، مجبوري، فقر او بیچاره ګي له امله کورنۍ مجبوريږي ترڅو خپل اولادونه پرسختو لارو نورو هېوادونو ته وليږي، همداراز يې زیاته کړه چې هيڅوک دې د قاچاقبرانو په دروغجنو وعدو باور نه کوي، هغوی يواځې د خپلو ګټو په خاطر هر رنګه دروغ وايي.

۲۸ کلن قاچاقبر ځوان زیارمل چې نه غواړي ادرس يې خپور شي، وايي مخکې قاچاقبر وم خو ۵ یا ۶ میاشتې کيږي له دې کار مې لاس اخيستی دی، نوموړی وايي ایران، ترکې، سربې، بلغار، یونان آن تر جرمني او فرانسې پورې مو مسافر وړل.

(( مسافر به مو د لارې په اوږدو کې پر نورو قاچاقبرانو خرڅول، د ایران مرز کې به مو خپل مسافر بلوچانو قاچاقبرانو ته ورکول، هغوی به پر نورو خرڅول دا سلسله همداسې ترجرمني او فرانسې روانه وه، زما یو بلوچ ملګری (محمد) چې قاچاقبر و خپل مسافر مې هغه ته ورکول هغه به تر ایرانه رسول، ما خپله د افغان ځوانانو سختۍ او چغې لیدلي دا يو ډير بد حالات دی، د لارې په اوږدو کې مې څو څو ځله مسافر ورک شوي، غلو نيولي، وهل شوي خو موږ د خپلو پیسو په خاطر دا هرڅه پر مسافر راوستل، هغوی ته مو هر رنګه دروغ ویل ترڅو موږ سره لاړ شي ما په دې وروستيو کې د افغان ځوانانو ډيرې سختۍ وليدۍ هغو ډير وزوريدل، څو څو ځله زما مسافر د لارې په اوږدو کې ورک شول، همدې مجبور کړم چې قاچاقبري پريږدم))

د مهاجرت او انساني قاچاق د مخنيوي په برخه کې کارپوهانو ګڼ شمير نظرونه ورکړي دي، خو لاهم دغه لړۍ روانه ده، ځکه له يوې خوا بې وزلي، فقر او محروميت، او له بلې خوا يوې ښې راتلوونکې ته اميدواري ددې سبب کيږي چې هرکال په ميليونونه انسانان د قاچاقبرانو په دام کې بند پاتې شي.

بل لور ته بیا د حقوقي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد منلی وايي چې پر داسې لارو د افغان ځوانانو تګ که له يوې خوا هغوی او د هغوی کورنیو ته ستونزمن دی، خو له بلې خوا هېواد ورسره له مختلفو اړخونو وروسته پاتې کيږي.

دی هم د افغانانو اقتصادي ننګونې، د هغوی لپاره د کاري فرصتونو او دندو نشتوالی او بې روزګاري هغه ستر علتونه ګڼي چې ځوانان هېواد پرېښودو ته اړکيږي.

هغه وايي (( ځوانان د يوه هېواد پياوړې بشري قوه ده، دوي ټولنه رهبري کوي، په سياسي، اقتصادي، ټولنيز، ورزشي او هره برخه کې د خپل هېواد ښه استازيتوب کوي، د کوم هېواد ځوانان چې په علمي ګاڼه سمبال او پوه وي، هغه هېوادونه نن سبا د پرمختګ په لوړو پوړيو کې دي، هره لحظه يې په سکون او ارام کې تيريږي، نو د هيڅ هېواد ځوانان باید له خپل هېواد تيښته ونه کړي.))

استاد منلی وايي چې افغانستان کې د ځوانانو د پاتې کيدو لپاره باید حاکم نظام د هغوی د غوښتنو مطابق، تعليمي، کاري، ټولنيز او نور فرصتونه برابر کړي، ترڅو له هېواده د ځوانې انرژې او مغزو تېښته بنده شي.

 

دکمه بازگشت به بالا