افغانستاناقتصادپناهندگانحقوق بشر
موضوعات داغ

په پاکستان کې د افغان کډوالو ناوړه اقتصادي وضعیت: د بېوزله کډوالو ناچیزه مزدوري هم د پاکستان پولیس ترې اخلي

څلور لسیزې ناورین میلیونونه افغانان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ او پر نړۍ یې خپاره کړل. د کډوالۍ دغه لړۍ پر افغانستان د سرو لښکرو له یرغل سره هممهاله پيل شوه او زرګونه کورنۍ ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان او له هغه ځایه د نړۍ نوروې هېوادونو ته کډه شوې. د پخواني شوروي اتحاد لښکرو د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په ۲۴ نېټه پر افغانستان یرغل پيل کړ او له ۱۰ کاله خونړۍ جګړې وروسته د ۱۹۸۹ کال د فبروري په ۱۵ مه له افغانستانه ووتلې. د دغه لس کلن یرغل په پایله کې میلیونونه افغانان ووژل شو، میلیونونه نور کډوال شول او د افغانستان نیږدې ټولې زیربناوې ویجاړې شوې.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو له مخې، افغان کډوال له سوري او اوکرایني کډوالو وروسته د نړۍ په کچه درېیم لوی شمېر لري. دغه نړیواله اداره د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۱۸ مه د راپور په خپرولو سه وايي، په ۲۰۲۳ کال شاوخوا ۸.۲ میلیون تنه افغان کډوال د نړۍ په ۱۰۳ هېوادونو کې پراته دي چې ډېره برخه یې په پاکستان او ایران کې دي او نیږدې ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان جوړوي[1].

که څه هم په ۲۰۰۱ کال د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د جمهوري نظام په راتګ سره ډېرې کورنۍ بېرته خپل هېواد ته ستنې شوې خو شته داسې ګڼې کورنۍ چې لاهم په ګاونډیو هېوادونو کې پرتې دي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د روان کال د اکټوبر په ۳ نېټه د افغان کډوالو د شړلو په تړاو د پاکستان حکومت له ضرب الاجل څخه وروسته شاخوا ۳۵۰،۰۰۰ تنه افغانستان ته ستانه شوي دي[2]. د پاکستان سرپرست حکومت غیر قانوني افغان کډوالو ته د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر پایه وخت ورکړ چې په خپله خوښه له پاکستانه لاړ شي کنه په زور به وشړل شي.

پر دې سربېره، د ۲۰۲۱ کال په اګېست کې د جمهوري نظام له پرځېدو او د طالبانو د امارت له بیا ځل واکمنېدو سره سم یوځل بیا له افغانستانه زیات شمېر کډې بار شوې او له راپورونو سره سم تر اوسه نیږدې دوه میلیون تنو خپل هېواد پرې اېښی او دا لړۍ لا روانه ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، پاکستان دا مهال د ۱.۳ میلیونه ثبت شویو او له ۱.۵ میلیون څخه زیات نا ثبت شویو افغان کډوالو کوربه دی. دا په داسې حال دې چې د همدې سرچینې په خبره، په ۲۰۲۱ کال د طالبانو لاس ته د افغانستان له لوېدو څخه وروسته کابو ۶۰۰ زره نور افغان کډوال هم پاکستان ته ورغلي دي[3].

د مهاجرت دغه لړۍ نه تېر ځل د افغانانو لپاره اسانه وه او نه هم داځل. دا ځل ډېری کډوال په داسې حال کې له خپل هېواد او کورونو کډه شوي چې ان ځینو یې د غاړې جامې هم له ځانه سره نه دي وړې. ایران، پاکستان او د افغانستان نور ګاونډ هېوادونه د افغانانو له اوږدو کړاوونو او مهاجرتونو ستړي ښکاري او حاضر نه دي چې یوځل بیا پر خپله خاوره میلیونونه کډوال مېشت کړي. د تېر برعکس اوسمهال په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو پنډغالي نه شته، له وېزې پرته یې خپل هېواد ته نه پرېږدي او د کاروبار اجازه نه ورکول کېږی.

ښايي له افغان کډوالو سره د ګاوډيو هېوادونو د رویې او لیدلوري بدلېدل مختلف لاملونه ولري خو د څاروونکو په باور لوی لامل یې د ګاونډيو هېوادونو اقتصادي ستونزې دي. ایران د اټومي لانجې په سر د نړۍ له درنو اقتصادي بنډیزونو سره مخ دی او د پاکستان اقتصاد هم په ځوړ روان دی. د دې رویې بل دلیل ښايي سیاسي وي. ایران د هلمند او هریرود سیندونو د اوبو او پاکستان د ډېورېنډ فرضي کرښې په سر له افغانستان سه اوږدمهاله ستونزې لري او له همدې امله په افغانستان کې هر واکمن نظام ته ستونزې جوړوي. په دغو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي ترڅو د کابل پر حکومتونو خپلې غوښتنې ومني.

په هر حال، دلیل چې هرڅه وي خو دا مهال په پاکستان مېشت پخواني او نوي ورغلي کډوال له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس په ګرېوان دي. ډېر کسان د پاکستان او ایران د حکومتونو له خوا نیول شوي او بېرته افغانستان ته استول شوي خو پاتې کسان یا له لوېدیځو هېوادونو څخه په حواله کېدونکو پیسو چلېږي یا هم په پاکستان کې په غیر مسلکي، درنو او لږ عاید لرونکو کارونو بوخت دي او په ناکافي پیسو ژوند چلوي. داسې کسان هم شته چې هېڅ ډول عاید نه لري، ډوډۍ په مسجدونو کې خوري، شپې په پارکونو کې تېروي او په ډول ډول جسمي او رواني ناروغیو اخته شوي دي.

۲۵ کلنه اسما د یوې شپږ کسیزې کورنۍ سرپرسته ده او دوه کاله کېږي چې له کابل څخه اسلام آباد ته راغلې او امن هېواد ته د تلو شېبې شماري. اسما وايي پلار یې په کابل ښار کې د جمهوریت پر روغتون د طالبانو د یوه ځان وژونکي برید له امله وژل شوی او دا په همدې برید کې معیوبه شوه. دغه موټر بم ځان وژونکی برید د ۲۰۱۸ کال د جنوري په ۲۷ نېټه ترسره شو او طالبانو یې مسؤلیت واخیست.

د اسما ښی لاس له مټو پرې شوی، د دواړو پښو څو ګوتې یې پرې دي او د بدن ډېره برخه یې سوځېدلې ده. که څه هم خپله معیوبه ده خو د ناروغې مور او کوچنیو خویندو سرپرستي کوي. د اسلام آباد په یوه پارک کې ورسره مرکې ته کېناستم او د ژوند ترخې خاطرې یې د اوښکو په تویولو پيل کړې. اسما وايي، د خلکو کورونه پاکوي ترڅو د کورنۍ نفقه پيدا کړي:

«موږ خپل پلار له لاسه ورکړ، بیا پاکستان ته راغلو ترڅو یوه امن هېواد ته لاړ شو. له UNHCR سره مو ځان ثبت کړی او څو ځله مو انټرویو هم ورکړې ده، خو لامو برخلیک نه دی څرګند. د پاکستان پولیس مو د وېزې نه لرلو امله ځوروي او د کور څښتن هم د کرایې نه لرلو له امله ځو ځله له کوره شړلي یو.»

اسما غواړي تحصیلات وکړي او داسې هېواد ته انتقال شي چې هلته یې په ځان وژونکي برید کې ژوبلو شویو پښو درملنه وشي. نوموړې وايي، ژوند یې سخت تېریږي او تر اوسه د ځینو خواخوږو کسانو په مرسته پايي:

« دلته یو شمېر افغانان او په بهر کې ځينې خپلوان کله کله نغدي مرستې کوي خو دا مرستې زموږ ستونزې نه شي پوره کولای. موږ د خپلو ستونزو دایمي حل غواړو».

 

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې اکثریت افغان کډوال په غیر مسلکي کارونو بوخت دي. دوکانداري، رستورانت، کراچي واني او دست فروشي د هغو افغان کډوالو د ژوند اړتیاوې پوره کوي چې یو وخت یې په خپل هېواد کې دولتي او نادولتي چوکۍ لرلې او له خپل مسلک سره سم یې اداري کارونه ترسره کول.

علي جعفري (مستعارنوم) په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد و او د ټولنپوهنې او فلسفې مضامین یې تدریسول. نوموړی د اسلام آباد ښار په G9 ساحه کې افغانانو ته د وېزو د تمدیدولو په برخه کې کمېشن کاري کوي. ښاغلی جعفري چې نه غواړي غږ یې ثبت او انځور یې واخیستل شي وايي، په پاکستان کې غیر قانوني کار کوي او له همدې امله د پاکستان پولیسو ته هره میاشت رشوت ورکوي ترڅو کار ته یې پرېږدي:

«افغانان په پاکستان کې کار نه شي کولای، ځکه چې دوی د کار وېزې نه لري او اکثریت یې په میډیکل یا سیاحتي وېزو راغلي دي. د پاکستان د قانون له مخې باید هغه کسان د کار وېزې ولري چې په پاکستان کې کارکوي. زه په کابل کې د پوهنتون استاد وم خو دلته د خپل مسلک خلاف کار کوم. زه مجبور یم ځکه چې زه او زما سره بوخت کسان کورنۍ لرو او باید پالنه یې وکړو

ښاغلی جعفري د مهاجرو افغانانو بل لامل هم د پاکستان لوېدلی اقتصادي حالت ګڼي او زیاتوي، په پاکستان کې د بېکارۍ کچه لوړه ده، زیات شمېر خلک یې بېکاره دي او نه شي کولای کار پیدا کړي:

«بله خبره دا ده چې په پاکستان کې د کار بازار خورا سوړ دی؛ د دې ځای حکومت خپلو خلکو ته کار نه شي پیدا کولای، نو افغانانو ته به یې له کومه کړي. همدارنګه، دلته راغلي افغانان غیر مسلکي دي او هغه کارونه نه شي ترسره کولای چې د پاکستان په دولتي او نادولتي ادارو کې ورته اړتیا ده».

په پاکستان کې دېره افغان کډوال نه یوازې له دولت او مرستندویه موسسو څخه مرستې نه ترلاسه کوي بلکې شکایت کوي چې د پاکستان پولیس ترې ناقانونه پیسې اخلي او اخاذي کوي، کاروبار ته یې نه پرېږدي او په شړلو یې ګواښي. د دوی په خبره، د پاکستاني پولیسو پخوا هم ناقانونه پیسې اخیستې خو له هغه وخت چې د دې هېواد حکومت د افغانانو د شړلو پرېکړه کړې، د پولیسو ځورونه او اخاذي لا ډېره شوې ده.

علي جعفري (مستعارنوم) هم همدا ستونزه تاییدي او وايي، دا چې زموږ خلک د کار وېزې نه لري او په غیر قانوني توګه کار کوي، نو مجبور دي چې د پاکستان حکومت ته پیسې ورکړي:

«زه په کابل کې د پوهنتون استاد وم او فلسفه مې تدریسوله خو دلته د وېزو د تمدید کار کوم. زه د کار وېزه او جواز نه لرم او همدې امله د پاکستان پولیسو ته ټاکلې اندازه میاشتنی رشوت ورکوم ترڅو مې کار ته پرېږدي.»

د پاکستان له قانون سره سم، ویزه لرونکي کسان باید هرو دوو میاشتو کې یو ځل له پاکستان څخه ووځي او بیا بېرته راشي، خو دلته مېشت یو شمېر کډوال شکایت کوي چې د حکومت دغه قانون له امنیتي پلوه خطرناک او له اقتصادي پلوه د کډوالو لپاره ډېر دروند پرېوځي او له همدې امله یې ډېری کډوال د وېزې له تمدیدولو څخه ډډه کوي.

په اسلام آباد کې مېشت افغان مدني فعال احسان الله سعادت په دې اړه وايي، د تورخم تر پولې تګ او پوره غاړه اوښتل هم خطرناک دي او هم ډېره کرایه ورباندې راځي؛ همدارنګه د پاکستان پولیس پر چک پاینټونو ولاړ وي او د پیسو شکولو لپاره بهانې لټوي:

«که ویزه تمدید نه کړو، پولیس مو نیسې او افغانستان ته مو اړوي. که یې تمدید کوو نو شرط یې دا دی چې باید هرو دوو میاشتو کې سرحد ته لاړو شو د خروج او دخول ټاپې ولګوو. دغه کار خطر ناک دی، ښايي افغانستان ننوتل د ځینو لپاره د سر په بیه تمام شي. بله دا چې تر هغه ځایه ډېرې پیسې لګیږي او د لارې پولیس هم اخاذي کوي»

د پاکستان د پولیسو له خوا ناقانونه پیسې اخیستل او اخاذي یوازې د لارو په سر او چک پاینټونو کې نه ده، بلکې د دې هېواد په مختفلو ښارونو کې مېشت اکثریت افغانان د پولیسو له پیسو شکولو شکایت کوي او وايي، په ډېره خوارۍ او درنو کارونو د خپلو ورځنیو لګښتونو لپاره کمې پیسې پیدا کوي خو ډېر کله داسې کېږي چې دغه پیسې هم د پاکستان پولیس تر اخلي. د اسلام آباید ښار په پېښور موړ بازار کې د کابل مزار رسټورانت خاوند صالح محمد فیضي وايي، که څه هم د خبر پخلی کوي وا وايي د کار جواز او ټول قانوني اسناد لري خو پولیس ترې د غرض نه لرلو په بدل کې وړیا ډوډۍ خوري:

«دوه نیم کاله کېږي له کابل څخه راغلی یم، هلته مې هم رسټورانت درلود. مجبور یو چې د پاکستان له پولیسو سره جوړ راشو، ځینې وخت دلته راځي ډوډۍ خوري خو پيسې نه ور کوي. دلته ډېره ګراني ده، چندا پیسې نه شو ګټلی، کله د کور لګښتونه پوره شي کله نه.»

پاکستان مېشتو افغان کډوالو ډېر ځله د خپل ژوند د حالت بدلولو لپاره په لاریونونو لاس پورې کړی خو وايي داسې هېڅ اداره او سازمان نه شته چې له دوی سره مرسته وکړي. د کډوالو په خبره، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري یا UNHCR یوازې کډوال ثبتوي او بل هېڅ ډول مرسته نه ورکوي.

په پاکستان کې د UNHCR ویاند قیصر اپریدی دغه هېواد ته د ورغلیو کډوالو شمېر خورا لوړ بولي او وايي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري نه شي کولای له ټولو کډوالو سره مالي مرسته وکړي:

«د دولتي شمېرو له مخې، تنها له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۶ سوه زره افغانان پاکستان ته راغلي او نیږدې ۴۵۰ زره تنو یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) سره ځان ثبت کړی. موږ یوازې د بې سرپرستو ښځو، ماشومانو، معلولانو او بوډاګانو په څېر زیانمنو کسانو سره نغدي مرستې کوو.»

په پاکستان کې له درنو اقتصادي ستونزو سره مل کډوال له اوږده انتظار ستړي ښکاري خو دا لا معلومه نه ده چې د دغو کډوالو انتظار به کله پای ته ورسېږي. دغه هېواد ته تازه راغلي افغانان پر ملګرو ملتونو، د بشري حقونو پر ملاتړو سازمانونو او کډوال مننونکو هېوادونو غږ کوي چې له خطر سره مخامخ افغانان امن هېوادونو ته انتقال کړي.

[1] Afghanistan Refugee Crisis Explained (unrefugees.org)

[2] Forced returns from Pakistan deepen Afghanistan’s humanitarian crisis | UNHCR Asia Pacific

[3] Forced returns from Pakistan deepen Afghanistan’s humanitarian crisis | UNHCR Asia Pacific

دکمه بازگشت به بالا