پناهندگانحقوق بشر

د افغان کډوالو میلیاردونه ډالره پانګه برمته شوې ده: له اقتصادي پلوه غورځېدلي پاکستان د افغان مهاجرو شتمنیو ته هم سترګې نیولې.

اوږدو جګړو او د ملي حکومتونو پرله پسې پرځېدو تقریبا ً هره افغانه کورنۍ زیانمنه کړې او میلیونونه کسان یې د نړۍ لر او بر ته کډه کړي دي. د ۱۳۵۷ کال د ثور (د ۱۹۷۸ کال د اپرېل ۲۷ مه)په کودتاه کې د سردار داوود خان د جمهوریت ړنګېدل د افغانانو د بربادۍ پيل ګڼل کېږي خو یو کال وروسته په ۱۳۵۸ کال د سرو لښکرو مخامخ یرغل دغه بربادي اوج عملي پړاو ته د ننه کړه زرګونه کورنیو له افغانستانه کډې بار کړې. د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په ۲۷ نېټه په درنو وسلو، ټانکونو، جنګي الوتکو او توغندیو سمبال د پخواني شوروي اتحاد زرګونو ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ. دغه جګړه لس کاله اوږده شوه او په ترڅ کې یې میلیونونه افغان وګړي مړه، ژوبل او کډوال شول او د افغانستان د زیربناوو لویه برخه یې ویجاړه کړه.

د کډوالو ډېره برخه په پاکستان او بیا ایران هېوادونو کې مېشت شوې. په دغو هېوادونو کې یې د ځان لپاره کورونه او جایدادونه واخیستل او ډېر په کې د کارخانو، فابریکو، لویو ټرانسپورټي او تجارتي شرکتونو خاوندان شول.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، پاکستان مېشت افغانان دا مهال شاوخوا ۴ میلیارد ډالره پانګه لري چې په کې سلګونه کارخانې، زرګونه تجارتي مارکېټونه، کورونه او شرکتونه شامل دي. د سوداګرۍ خونې په خبره، یوازې په کویټه او کراچۍ کې د افغان مهاجرو د غالۍ اوبدلو پنځه سوه کارخونې فعالې دي.

د پاکستان سرپرست حکومت د روان ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۳ نېټه د غیر قانوني افغان کډوالو د جبري ستنولو پرېکړه وکړه او د همدې کال د نومبر تر لومړۍ نېټې یې وخت ورکړ چې د پاکستان له خاورې ووځي. د پاکستان حکومت افغان کډوال د دغه هېواد په نا امنیو کې ښکېل بولي او ادعا کوي چې د کډوالو د کورنیو غړي د پاکستاني طالبانو تحریک(TTP) په لیکو کې شامل دي.

په زور سره افغانستان ته د کډوالو ستنو لړۍ دا مهال ده چې دغه کډوال به نه شي کولای په پاکستان کې جمع کړې پانګه او شتمنۍ له ځانه سره یوسي. د بشري حقونو څار سازمان(human rights watch) په یوه راپور کې د افغان کډوالو له خولې ویلي چې د پاکستان حکومت هر افغان کډوال ته یوازې د ۵۰ زره پاکستانیو روپیو د لېږدولو اجازه ورکوي[i]، حال دا چې یو شمېر کډوال له تېرو څه کم پنځو لسیزو راهیسې په پاکستان کې کاروبار لري. داسې کسان هم شته چې په افغانستان کې یې خپل جایدادونه پلورلي او پاکستان کې یې پېرلي دي خو اوس به دا هرڅه پرېږدي او یوازې له پنځوس زره روپیو سره به بېرته افغانستان ته ستنېږي.

رضوان الله یو له هغو افغان کډوالو دی چې نیکه یې له نن څخه شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې پاکستان ته کډه شوی او د رضوان الله په ګډون یې ډېری ماشومان په پاکستان کې زیږېدلي، لوی شوي او اوس په کارو بار لګیا دي. د رضوان الله د کورنۍ ډېره برخه د کډوالو شړلو په تړاو د پاکستان حکومت له پرېکړې او جدي چلند وروسته افغانستان ته تللې خو دی او ماشومان یې لا په پاکستان کې پاتې دي. رضوان الله په اسلام آباد ښار کې ټکسي چلوي او وايي، زامن او لوڼې یې ښوونځي ته ځي او ځکه دلته پاتې دی چې لوڼې نه شي کولای په افغانستان کې ښوونځي ته لاړې شي. دغه افغان مهاجر زیاتوي، د پاکستان حکومت د دوی کورونه او دوکانونه ونړول او مالونه یې ترې لوټ کړل:

«د پاکستان پولیسو زموږ او د ډېرو نورو مهاجرو کورونه او دوکانونه ړنګ کړل. زموږ ډېرو خلکو خپل جایدادونه او شتمنۍ په نیمه بیه وپلورل. کډوالو ویل، که دلته یې پرېږدو هغه نیمې پیسې هم لاس ته نه راځي.»

رضوان الله زیاتوي، د پاکستان حکومت په ۱۹۷۹ کال پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال افغان مهاجرو ته ځینو ټاکل شویو ځایونو کې د کورونو جوړولو اجازه ورکړې وه خو اوس هماغه کورونه له کوم خبرداري پرته نړي او په کې استوګن کسان له زور زیاتي سره مل تش لاس افغانستان ته اړوي:

«د روسانو د یرغل پرمهال د پاکستان حکومت د اسلام آباد پوهنتون شاته یوه سیمه کې مهاجرو ته د کورونو جوړولو اجازه ورکړه خو اوس یې پر هماغو کورونو ماشینونه وګرځول او وران یې کړل. ځینو نورو سیمو کې هم د افغانانو کورونه شته خو پولیسو ته د پیسو ورکولو په بدل کې یې ځان او کورونه ساتلي دي.»

د رضوان الله په خبره، د پاکستان پولیسو کډوالو ته ویلي چې نور نه شي کولای د پاکستان پر خاوره پاتې شي او باید افغانستان ته ستانه شي. که څه هم د پاکستان حکومت د دې کار دلیل په نا امنیو کې د افغان مهاجرو ښکېلتیا بولي، خو د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ له راپورته شویو ناندریو او کړکېچونو ښکاري چې پاکستان د کډوالو له موضوع څخه سیاسي ګټه پورته کوي.

له دې سره، د خیبرپښتنوخوا له یو شمېر ښارونو څخه افغانستان ته شړل شوي کډوال د پاکستان د امنیتي ځواکونو له ناوړه چلند شکایت کوي او وايي، په کورونو یې د شپې له مخې چاپې وهل شوې، ښځې او ماشومان یې ځورول شوي او دېته اړ ایستل شوي چې خپل هرڅه په پاکستان کې پرېږدي او یوازې سرونه افغانستان ته وباسي.

د کونړ ولایت اوسېدونکی لعل محمد ساپی چې اوس په تورخم کې د طالبانو د حکومت له خوا چمتو شوي کمپ کې له خپلې کورنۍ سره پروت دی، د نورو په استازیتوب د پاکستان د امنیتي ځواکونو د ناوړه چلند او له دوی څخه د شتمنیو لوټلو کیسه کوي. دی وايي، د پاکستان امنیتي ځواکونو یې نیمه شپه په کور چاپه ووهله، ښځې او ماشومان یې وډبول او نارینه یې بندیان کړل. لعل محمد زیاتوي، هرڅه یې په پاکستان کې پاتې شول، بندي کړي نارینه یې له پولیسو څخه په پیسو را خوشي کړل او افغانستان ته راغلل:

«زه د پېښور ښار له جمیل چوک څخه راغلی یم. پولیسو زموږ په کور نیمه شپه چاپه ووهله، د ښځو یې بې عزتي وکړه او نارینه یې له ځانه سره یوړل. یوڅه د کور سامان مې خرڅ کړ او له پولیسو مې بندي ورور را خوشي کړ. موږ په داسې حال کې افغانستان ته وشړل شول چې حتا د غاړې جامې هم رانه پاتې شوې.»

دغه راز، د کونړ د چپې درې یو بل اوسېدونکی غلام الله هم د شپنیو چاپو پخلی کوي او زیاتوي، دوی ته دومره وخت ور نه کړل شو چې د خپلو کورونو کالي راټول کړي. غلام الله وايي، د پاکستان پولیس په تورخم کې کمېشن کاري کوي او هغه کسان افغانستان ته تېروي چې دوی ته پیسې ورکړي. د ده په خبره، ګڼ شمېر کورنۍ په تورخم کې افغانستان ته د اوښتو انتظار کوي خو د پیسو نه لرلو له امله د پاکستان خواته تر شنه آسمان لاندې پاتې دي.

که څه هم د پاکستان حکومت کډوالو ته د پنځوس زره روپیو د انتقال خبره کوي خو افغانستان ته را اوښتي کډوال دا خبره نه مني او وايي، د پاکستان پولیس بدني تلاشي کوي او ټولې نغدې پیسې درنه اخلي. د پکتیکا ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی فدا محمد یو له هغو کسانو دی چې په تورخم کې د پاکستان پولیسو ترې ټوله شتمني ګرځولې ده. هغه وايي:

«موږ ته انسانان، حیوانات او حتا بوټي غله ګرځېدلي وو. هرچا رانه په خپل وار پیسې وشکولې. پولیسو په تورخم کې تلاشي کړم، ټولې نغدې پيسې یې رانه واخیستې او یوازې شل زره پاکستانۍ روپۍ یې را پرېښودې.»

که څه هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان کډوالو د شتمنیو لېږدولو لپاره د یوې ګډې کمېټې د جوړولو خبره کوي خو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر خان جان الکوزی دا خبره ردوي او وايي، تر اوسه په دې برخه کې مشخصه کړنلاره نه شته:

ذبیح الله مجاهد: «کوم مهاجرین چې افغانستان ته راځي، د دوی سرمایه به له کوم ضرر او نقصان پرته افغانستان ته انتقال شي. امارت اسلامي یوه کمېټه جوړه کړې ترڅو هغو کډوالو ته په افغانستان کې د بیاځل مېشتېدو او کاروبار پیلولو اسانتیاوې برابرې کړي چې هېواد ته را ستنېږي.»

خان جان الکوزی: «د افغان مهاجرو او سوداګرو د سرمایې د انتقال لپاره نه د پاکستان حکومت او نه هم د طالبانو امارت کومه مشخصه کړنلاره جوړه کړې. د پاکستان حکومت عامو مهاجرو ته یوازې د پنځوس زره کلدارو او د کور د سامان لېږدولو اجازه ورکوي.»

دغه راز، په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) ویاند قیصر اپریدی د افغان کډوالو د شتمنیو ضبط کېدو په اړه خبرو کې افغان کډوال په دوو برخو قانوني او غیر قانوني وېشي او زیاتوي، د قانوني کډوالو د شتمنیو په اړه اندېښنه نه شته مګر د غیر قانوني کډوالو په اړه هر هېواد ځانګړي قوانین لري او د هغو په رڼا کې چلند کوي:

«موږ د مهاجرو د بېرته اړولو خلاف یو، زموږ نظر دا دی چې د دې لپاره د ځانګړی مکانیزم جوړ شي. د پاکستان حکومت د POR کارت لرونکي مهاجرین نه شړي او نه یې شتمنۍ ترې اخلي خو موږ د غیر قانوني مهاجرو او د هغوی د شتمنیو په اړه څه نه شو کولای، ځکه چې هر هېواد په دې اړه خپل قوانین لري.»

خبره یوازې د عادي کډوالو نه ده. لکه څرنګه چې د سوداګرۍ خونې مشر وايي، مهاجرو افغانانو په پاکستان کې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې او دا د دوی حق دی چې اوس یې خپل هېواد ته ولېږدوي.

«افغانان په پاکستان کې له ۳۰۰ زیاتې کارخانې لري، زرګونه کورونه، دوکانونه، جایدادونه او ټراسپورټي وسایط لري. د دې پانګې د لېږدولو لپاره باید یو خاص مکانېزم جوړ شي.»

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت وزیر موده وړاندې په همدې تړاو پاکستان ته سفر وکړ او له ګڼو پاکستاني چارواکو سره یې لیدنې وکړې. دغه وزارت د روان ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۵ مه د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغان پانګوالو او صنعت کارو لپاره د اسانتیاوو چمتو کولو په موخه یو کمېټه جوړه شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي، د دغې کمېټې له پرېکړې سره سم، راستنېدونکو پانګوالو او صنعت کارو ته په صنعتي ښارګوټو کې ځمکې وېشل کېږي، ۵ کاله به له مالیې څخه معارف وي، د استوګنې لپاره به ځمکې او کورونه وکړل شي او د هویت د اسنادو په ګډون به د کار او تجارت جوازونه ورکول کېږي.

خو د سوداګرۍ خونې مشر خان جان الکوزی وايي، لویه اندېښنه له پاکستان څخه د دوی د پانګې انتقال دی چې تراوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې:

«راستنېدونکو پانګوالو او صنعت کارو ته په افغانستان کې د سهولتونو د ورکړې خبره شوې خو د دوی د پانګې را انتقالولو په مکانیزم کوم بحث نه دی شوی. په دې اړه له موږ او را ستنېدونکو کسانو سره تشویش شته دی. موږ له اسلامي امارت، د پاکستان له حکومت او نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه کوو.»

له دې ټولو سره، په تورخم پوله افغانستان ته روان افغان کډوال له دوی سره د پاکستان د حکومت له شوي ظلم سرټکوي او زیاتوي، پاکستان هېڅ ډول قانون ته ژمن نه دی. په تورخم کې یوه افغان کډوال له یوې نړیوالې رسنۍ سره خبرو کې ویلي، د پاکستان حکومت نه یوازې د نغدو پیسو او قېمتي توکو د انتقال اجازه نه ده ورکړې بلکې کورني څاروي یې هم له دوی څخه ګرځولي دي.

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو، پانګوالو او صنعت کارو د شتمنیو او پانګو د انتقال په اړه څه نه دي ویلي خو تېره اوونۍ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوکټي د پاکستان یوې رسنۍ ته ویلي چې په دې اړه د یوې ځانګړې ستراتیژۍ د جوړولو کار روان دی او په بشپړېدو سره به یې مشخصه شي چې د افغانانو له پانګې سره څه وکړي.

[i] Pakistan: Widespread Abuses Force Afghans to Leave | Human Rights Watch (hrw.org)

دکمه بازگشت به بالا