پناهندگانحقوق بشرزندگی
موضوعات داغ

د کډوالۍ له کړاوونو ډک ژوند؛ پاکستانیان له افغان کډوالو سره توپيري چلند کوي

ظاهر څراغ

له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو د ناوړه چلند ډېر خبرونه خپاره شوي خو له دغو کډوالو سره د پاکستاني عوامو ناوړه چلند یوه بله هغه ستونزه چې د کډوالو ايستل کېدو له بهير سره لا پراخه شوې ده.

د راپورونو په اساس، پاکستاني پولیسو ګڼ افغان کډوال نيولي، زندانونو ته یې اچولي او له هغوی سره یې له ډېر بد چلند کار اخیستی دی.

د ۲۰۲۳ کاله د ډسمبر په ۱۹مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسلګري خبر ورکړ، چې په وروستي یو کال کې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو شاوخوا ۳ زره فغان کډوال خوشي او هېواد ته را استول شوي دي.

په کراچۍ کې د اسلامي امارت کونسل عبدالجبار تخاري ویلي اوس مهال د سند ایالت په زندانونو کې څه باندې ۳۰۰ نور افغان کډوال هم بندیان دي.

خو له پوليسو هاخوا د پاکستان عامو وګړو هم له افغانانو سره ناوړه چلند کړی دی.

د پلازمینې اسلام آباد په G-9کې یو افغان کډوال چې خپل مستعار نوم يې اسدالله ښودلی، وایي ډېر کله ورسره هټۍوال او حتی موټر چلوونکي بد چلند کوي، هټۍوال پرې سودا نه پلوري او باور پرې نه کوي.

دی زیاتوي، « زه چې ماشومان سودا پسې ولېږم، دوکانداران سودا نه ورکوي، بیا زه خپله ورشم، دا زموږ د کوڅې او شاوخوا سیمو کیسه ده، داسې هم شوي چې ډېری وختونه موټر چلوونکي له بدو اخلاقو کار اخلي، موږ افغانانو ته د نمک حرامو خطاب کوي.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۶مه په یوه اعلاميه کې وویل چې دوی ته په پاکستان کې د ۲۰۲۳ کال له پیله د کورونو د څښتنانو له لوري په زوره د افغانانو د ایستلو، د ماشومانو په ګډون د افغانانو د نیونو او ایستلو راپورونه رسيدلي دي.

د ملګروملتو د بشري حقونو، د انسانانو قاچاق، بیان ازادۍ او په ټوله کې د بېلابېلو برخو دوولس کارپوهانو همداراز ویلي، دوی ددې پخلی کوي چې پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې افغانانو ته پناه ورکړې خو باید پرته له کومه دلیله او بې سنده کډوال او د ترهګرۍ خطر سره ونه تړل شي.

دغو کارپوهانو افغانستان ته د کډوالو په ځانګړې توګه مېرمنو او نجونو پر راتګ اندېښنه ښودلی چې ښایي ډېری ستونزې وزغمي.

دوی ويلي، « هغه افغان کډوال په ځانګړې توګه مېرمنې چې افغانستان ته راځي، ښايي له اجباري ودونو، قاچاق سره مخ شي او له کار او زدکړو بې برخې شي»

نگاره چې تازه افغانستان له پاکستانه افغانستان ته راغلې، په خپلو خبرو کې وايي، چې پاکستاني پولیسو ورڅخه د کور وسايل او پيسې واخيستې او دوی یې افغانستان ته راواړول.

هغه زیاتوي، « لا هغه وخت چې د کډوالو د ایستلو خبره نه وه، پاکستانیانو له موږ سره ښه چلند نه درلود، زموږ ماشومان یې په مکتب کې نه نیول، بهانې یې کولې خو هغه وخت چې د مهاجرو د ایستلو خبره شوه، ياتي د دوی رويه له موږ سره بیخي بدله شوه»

دا زياتوي پاکستاني پولیسو ترې په زور د کور وسايل او پيسې واخيستې.

د خیبر پښتونخوا پېښور اړوند په « نمک منډيي» کې د اجمل په نوم افغان کډوال چې هلته هټۍ لري، وايي شاوخوا خلک يې «مهاجر» بولي.

دی زیاتوي، « ماته زموږ خپل پښتانه مهاجر نارې وهي، دا وضعيت سخت دی، زغم يې نه لرو. له موږ سره خپل عوام خپل پښتانه بد چلند کوي»

په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورولو او له دوی سره د بد چلند ډېرې بېلګې شته.

د هندوستان په کوربتوب د ۲۰۲۳ کال د کریکټ په نړیوال جام کې د افغان کریکټ ملي لوبډلې له لوري د پاکستان تر ماتولو وروسته له افغان کډوالو سره د پاکستانیانو رویه نوره هم بدله شوه.

د اکټوبر په ۲۳مه هغه مهال چې افغانانو پاکستان کریکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه، په دغه هېواد کې د عوامو له‌خوا له افغان کډوالو سره د بد چلند پېښې زیاتې شوې.

جاوید له تېرو شلو کلونو اسلام‌اباد کې اوسیږي، دی وايي، د افغانستان له لوري د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې تر ماتولو وروسته خپلو ګاونډیانو چې کلونه کلونه یې له دوی سره یو ځای تېر کړي وو، بد چلند پیل کړ.

جاوېد وايي، پاکستانیانو ورته پېغورونه ورکول چې تروریستان یاست، نه په خپل وطن کې د اوسېدو زمینه درته مساعده ده او نه بل وطن کې.

هغه وايي، ” کله چې ورلډکپ کې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه، زموږ خپل ګاونډیان چې د لاهور وو، له موږ سره یې رویه بدله کړه، حتی سلام یې هم نه کاوه، هغوی به موږ ته ویل، تاسو تروریستان یاست، تاسو ته کله څوک ځای درکوي، خپل وطن مو وران کړ، نورو وطنونو ته راغلئ، اوس دا هم ورانوئ.”

جاوېد وړاندې وايي، د داسې حالت په لیدو یې په ريښتیا د بې‌وطنۍ احساس وکړ.

دغه کډوال وايي، د پاکستان عام او خاص ټولو په افغانانو پسې رااخیستې او په خبره یې حتی هغه افغانان هم ځورول کیږي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد لري.

جاوېد وايي، افغانستان کې داسې یو مسوول حکومت نشته چې له پاکستاني چارواکو د خپلو کډوالو پوښتنه وکړي. د ده په خبره، یوازې پاکستان نه، په نورو هېوادونو کې همدا کیسه ده.

جاوېد وايي، ” پاکستان خو هسې هم دښمن دی، حتی په نورو هېوادونو ترکیې، ایران کې هم افغانان سختې شکنجې ویني، بد وضعیت تجربه کوي، مسوول حکومت نشته، چې پوښتنه یې وکړي، موږ افغانان بې سرپرسته یو، پرته له خدایه بل هیڅوک نه لرو.”

پاکستان د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په لومړۍ اونۍ کې ویلي وو، چې غیرقانوني افغان کډوال به له دې هېواده وایستل شي.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انورالحق کاکړ ویلي وو، هیڅ افغان په پاکستان کې له ویزې پرته پاتې نه شي. هغه دا څرګندونې له پولې هاخوا په قاچاق کې د افغان کډوالو د ونډې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې وې او ویلي یې وو چې پاکستان ته د افغانانو ناقانونه ننوتل د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لامل شوی دی.

ازاد خبریال طاهرخان په پاکستان کې د ناامنیو ډېرښت او په یاد هېواد کې اقتصادي ستونزې هغه موارد بولي چې په اساس یې افغانان له دغه هېواده ایستل کیږي.

هغه وړاندې وايي، “پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو یوه مسئله امنیت یاد کړی و، چارواکي اندېښنه لري چې ښايي غیرقانوني کډوال د پاکستان پر ضد وکارول شي. کله چې کاکړ یوه غونډه کې خبرې کولې، د افغانستان مشرانو څخه ګیله وکړه چې د ټي ټي پي سره خپله ستونزه خپله حل کړئ، نو کاکړ وویل سمه ده موږ اول غیرقانوني کډوال وباسو.”

نوموړي زیاته کړه چې بل عامل یې په پاکستان کې اقتصادي ستونزې وې او دا ۱.۷ میلیونه کډوال د پاکستان پر اقتصاد بار وو.

افغانستان ته د لسګونه زره کډوالو تر راتګ وروسته هغوی خوښ دي چې د پاکستان له احتیاج خلاصیږي او نور به د هغوی سپکې سپورې نه اوري. دغه کډوال وايي که خپل هېواد کې ورته د کار زمینه مساعده شي او اولادونه یې همدلته وروزل شي هیڅکله به بل هېواد ته د کډوال کېدو زړه ښه نه کړي.

دکمه بازگشت به بالا