تل ښه ژوند وکړه 

انجمن اجتماعی دادخواهان افغان219 نمایش هاآخرین بروزرسانی:سه شنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۶ - ۶:۴۶ بعد از ظهر
تل ښه ژوند وکړه 

تل ښه ژوند وکړه 

عزیر روحاني

لقمان حکیم خپل زوی ته وویل:

  • په خپل ژوند کې تر ټولو ښه غذا خوره.
  • په خپل ژوند کې د نړۍ په تر ټولو ښه بستره کې خوب کوه.
  • په خپل ژوند کې تر ټولو ښو او بهترینو کورونو کې ژوند کوه.

زوی یې وویل:زه خو یو غریب شخص یم څنګه دا غوره نعمتونه ترلاسه کړای شم؟

لقمان حکیم ورته وویل: – که چیرې لږ په ځنډ او لږ کم خواړه وخورې، نو هر خواړه به دې د نړۍ تر ټولو خوندور خواړه وي. – که ډیر کار وکړې او ستړی او ستومانه شې، نو که په هر ځای کې ویده شې، د نړۍ غتر ټولو غوره بسرته ده. – که له خلکو سره په مینه او نیکه رویه ژوند وکړې، او د هغوی په زړه کې ځای پیدا کړې، نو په دغه وخت کې د نړۍ تر ټولو غوره کورونه ستا پر مخ خلاص دی.

منبع: کابل ټکی کام

Advert test
۱۳۹۶-۱۱-۱۰ ۱۳۹۶-۱۱-۱۰
انجمن اجتماعی دادخواهان افغان