د زمبابې په وړاندې د افغانستان کرکټ لپاره ستر زیری!

کوکچه پرس2,121 نمایش هاآخرین بروزرسانی:دوشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۶ - ۱۱:۴۲ بعد از ظهر

که چیری مونږ د زمبابې په وړاندې د دوه شل اوریزو لوبو سیریز وګټو نو مونږ به د سریلنکا اتم مقام ونیسو ځکه د کرکټ نړیوالی شورا تازه درجه بندۍ یا رنکینګ کښی سری لنکا ټیم ۸۸ پواینټونه سره اتم مقام لري افغانستان د بنګله دیش نه وړاندې ۸۶ پواینټونو په لرلو سره نهم مقام لري فقط دوه پواینټ توپیر لري.

که چیرته راشد په دوه لوبو کې درې یا څلور ویکټې تر لاسه کړي فقط د یو پواینټ په توپیر دوهم مقام کې دي د کرکټ نړیوالې شورا لخوا به د نړۍ په کچه لومړي ځل لپاره د شل اوریزو سیالیو لومړي مقام لرونکي بالر په توګه و پیژندل شي چي اوس مهال د نیوزلینډ چپ لاسي سپین بالر میچل سونټر لومړي مقام لري.

د نبي لپاره هم ښه چانس دي د الراونډرانو درجه بندۍ کې دریم مقام لري که بهترینه لوبه وکړي دوهم مقام ته د رسیدو امکانات یې شته.

کله چې د پنځوس اوریزو لوبو سیریز پیل شي بیا به نور معلومات له تاسو سره شریک کړو.

۱۳۹۶-۱۱-۱۶
کوکچه پرس