دتګاب ولسوالۍ دمظلمو خلکو آواز واورئ

تګاب ولسوالۍ یواځې شپیته یا اویا کیلومتره دکابل په ختیځ کې پرته ولسلوالۍ ده او د کاپیسا ولایت مربوط ده. دغه ولسوالۍ د تیرو ۳۸ کلنو راهیسې د جنګ په لمبو کې سوځي. خو اوس مهال څو تنو خود خواه او ټوپکیانو ددغه ولسوالۍ نه سور جهنم جوړ کړی. د دفاع وزارت په چوکاټ کې د ۳۵ زره نوو قومي سیمه ایزو ملیشو د جوړولو ورسته یوځل بیا هغه پخوانیو ټوپکیانو ته چانس په لاس ورکړی ترڅو د تګاب ځوانانو څخه بیا د خپل شخصي اغراضو لپاره سوء استفاده وکړي.

کوکچه پرس485 نمایش هاآخرین بروزرسانی:جمعه ۳ حمل ۱۳۹۷ - ۱:۳۹ بعد از ظهر
دتګاب ولسوالۍ دمظلمو خلکو آواز واورئ

عبدالحکیم اخندزاده چې د تیرو ۳۸ کلنو راهیسې د ټوپک د شپیلۍ نه رزق خوري او په سلګونو تګابي ځوانان یې د ۱۳۷۰ لسیزه کې د حرکت او حزب په خپل منځي جګړو کې ووژل او اوس بیا د اربکیانو او قومې ملیشو تر نامه لاندې د تګاب معصوم ځوانان نه پریږدي چې خپل آرام ژوند وکړي. د تیرو دوه اونیو راهیسې کور په کور ګرځي او دهقانان او دوکانداران له کوره راباسي او ورته ټوپک ورکوي او د ملي اردو د قومي ملیشو چې همدوي بدنامه یې په سر کې قرار لري په جبر او زور سره جذبوي. حکیم اخندزاده چې په کابل کې د شورای نظار دبعضي مخکنیو غړیو سره او د ولسمشر تش په نوم مشارو طاهر کرزي سره په دغه چاره کې شریک دی. دوي د تګاب ځوانانو په نوم د داخله ورزات نه په تیرو څو کلنو کې تش په نوم د محلي اربکیانو تشکیل، معاشونه او اکرامیه په نوم په میلیونونو افغانۍ روپۍ راویستی او په خپلو جیبونو کې یې اچولي دي. دوي چې نن دتګاب ځوانان په زور د ټوپک اخیستولو ته مجبوروي خپل ځامن یې په کابل کې پوهنتون وایي.

د تګاب ځوانان چیغې وهي او وایي مونږ نور د ټوپک نه نفرت لرو او نه یې غواړو که هغه د طالبانو وي او که د فرعون په څیره کې د قومي ملیشو او ظالمو اربکیانو وي. په تګاب کې د تیرو ۳۸ جګړو له امله تاسی داسې کورنۍ نشئ پیداکولای چې یو یا دوه یا حتی دری غړی له لاسه نه وي ورکړي.

په پارلمان کې وکیل نلرو:

په تیرو څو کلنو کې د تګاب خلک د دې حق نلري چې په پارلمان کې یې غږ واوریدل شي ځکه یو وکیل هم نشته او زمونږ ستونزې د کاپیسا د نورو وکیلانو په مرسته ډیر کم وخت حل کیږي هغه ځکه چې هغوي د خپلو منطقو کارونه ورته اولیت لري او دا هغوي حق هم دی. خکه هغوي رایه دخپلو منطقونه اخیستي نه د تګاب نه او دا په تګاب کې د بې اتفاقي او خپل سریو او ټوپک سالاري پایله ده.

په کابینه کې وزیر نلرو:

د کرزي په واکمنۍ کې او اوس مهال د ولسمشر غني په واک کې مونږ حتي یو وزیر هم نلرو چې د تګاب خلکو غږ اوچت کړي او تل محتاج ساتل شویو او بل څوک نه ملامتوو ځکه قومي مشران مو مذبذب او د څو پیسو خلک دي او تل د پردیو پسي روان وي او دخپل ولس او وطن ګټې ورته اهمیت نلري. چې خپل مو داحال وي نو وزیر یا معین به له کومه کړو؟

د اربکیانو جبراو فرعونیزم :

د تیر څو کلنو راهیسې تګابیان د دوه خواو سوځي یوخوا طالبان مو نه پریږدې چې په دولت کې مو ځوانان کار وکړي او بل خوا د اربکیو وحشي ظلمونه دي چې حتی د چا په مال او ناموس هم ندي بند او چاته مسول اوجوابګو هم ندي. د حکیم احند زاده په مشرۍ د هغه د خپلوانو قسیم او سیدآغا د منطقې خلک ترپوزې راوستي او هره ورځ مو په لسګونه ځوانان د مجبورۍ له مخې ایران ته روان دي. د داخله وزارت او امنیت نه د سلګونه نفرو په نوم تشکیل او معاشونه او دټپی او مړ شويو اربکیانو په نوم پیسې ورته راخي او دوي پرې خپل ظلمونه او ناروا واکمني کوي.

د قومي ملیشو نوي ظلمونه:

اوس چې دفاع وزارت اعلان کړی چې قومي ملیشي جوړوي نو حکیم اخندزاده او قسیم او سید آغا ته بیا چانس په لاس ورغلی دی. ځوانان په زور او جبر راټولوي او ټوپک ورته په اوږه اچوي او حتی ډریوران او دوکانداران او بزګران هم نه پریږدي. تاسو په تیرو دوه هفتو کې د پاسپورټ په ریاست کې په سلګونه تګابي ځوانان ولیدل چې د وخت د فرعون د جبر نه وطن پریښودو ته اړ او په کتارونو کې ولاړ وه ترڅو یو خوا او بل خوا د وطنه لیري لاړشي. داچې په سلګونه په قاچاقي ډول مخ په ایران او د هلمند نیش وهلو ته ولاړو هغه خو چا ونه لیدل او نه یې څوک د مظلمومیت غږ اوري.

د دفاع وزارت او داخله وزارت او امنیت نه موغوښتنه:

که د دفاع او داخله وزارت دا پالیسۍ وي چې یو سیمه ایز بې سواده جنګ سالار او ټوپک مار د یوې ولسوالۍ سرنوشت په لاس اخلي په ځوانانو خپل ظلم او استبداد کوي نو مونږ د تګاب خلک مجبور یو چې دا وطن ورته پریږدو او لاړشو او که پوښتنه وي قانون وي دولت داري وي نو زمونږ غږ واورئ او د وخت استبداد او فرعونیزم نه مو خلاص کړئ. که اردو راځي او که پولیس خو لطفا د سیمې خلک د ټوپک سره نه غواړو. مونږ نور د ټوپک نه نفرت لرو زمونږ په زرګونه ځوانان دغه ټوپک وخوړه او لا یې خوري. مونږ د عزت ژوند غواړو نه د څو ټوپک مارو د جبر لاندې د غلامي ژوند. مونږ سوله غواړو مونږ د پرمختیایي پروژو غوښتنه کوو. مونږ ته کار پیدا کړئ قومي ملیشې او اربکیان نه غواړو.

د تګاب د ځوانانو د مظلومیت غږ

۱۳۹۷-۰۱-۰۳ ۱۳۹۷-۰۱-۰۳
کوکچه پرس