لښکرګاه کې ترهګريز بريد ۱۴ کسان شهيدان او ۴۷ ټپيان کړل

کوکچه پرس1,095 نمایش هاآخرین بروزرسانی:شنبه ۴ حمل ۱۳۹۷ - ۱۲:۱۰ بعد از ظهر
لښکرګاه کې ترهګريز بريد ۱۴ کسان شهيدان او ۴۷ ټپيان کړل

نن ماښام مهال د هلمند ولايت لښکرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د غازي ایوب خان لوبغالي دروازې ته څېرمه يو سراچه ډوله موټر بم بريد وشو، چې له مخې يې ۱۴ کسان شهيدان او ۴۷ تنه نور يې ټپيان کړل. په شهيدانو او تپيانو کې تر ډېره ملکي وګړي، چې ماشومان هم پکې دي شامل دي.

ترهګر غوښتل، چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر سره يو ځای لوبغالي ته ننوزي، خو د تلاشي پوليسو پېژندلی او ډزې يې پرې پېل کړي، چې بېلاخېره بريدګر چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده. ددې وحشي بريد پر مهال پر ځاني زيان سربېره د شاوخوا کورونو ښېښې ماتې شوي او د لوبې د ننداره کوونکو شاوخوا ۱۶ موټرونه هم سخت تخريب شوي دي.

د هلمند والي حيات الله حيات، چې اوس مهال په يو رسمي سفر کې دی پر دې پېښې ژوره خواشيني ښودلې، دغه غېر انساني، غېر اسلامي او بشري ضد عمل يې په سختو ټکو غندلی او دا يې د ترهګرو کمزوري او د بې ګناه ملکي وګړو په نښه کول بللي دي.

په مالي او اداري چارو کې مرستيال او سرپرست والي مجاهدالله صفاري نن ماخستن ايمرجنسي روغتون ته لاړ او هلته يې د ننۍ پېښې د ټپيانو روغتيايي وضعيت څخه ليدنه وکړه.

صفاري د جلالتمآب جمهور ريس له لوري غمشريکي او خواخوږي له ټپيانو سره شريکه کړه او د هغه د لارښوونې سره سم يې روغتيايي مسُولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د ټپيانو درملنه په ښه توګه ترسره کړي.

جمهور ريس محمد اشرف غني چې تر پېښې څو شېبې وروسته يې له سرپرست والي مجاهدالله صفاري سره ټليفوني اړيکه ونيوله او له مخې يې پر دې پېښه خپله ژوره خواشيني او غمشريکي شريکه کړه، لارښوونه يې وکړه، چې د ټپيانو درملنې ته دې ښه پاملرنه وشي او که چيري شديد زخميان لښکرګاه کې نه تداوي کېږي، نو ژر تر ژره دې مرکز کابل ته انتقال شي.

مرستيال او سرپرست والي په ايمرجنسي روغتون کې له ټولو ټپيانو څخه ليدنه وکړه، د هغوئ روغتيايي وضعيت په اړه يې جاج واخيست، ټپيانو ته يې خپله وينه هديه کړه او له روغتيايي مسُولينو څخه يې مننه وکړه، چې په ډېره ښه توګه يې له زخميانو درملنه کړې ده.

۱۳۹۷-۰۱-۰۴ ۱۳۹۷-۰۱-۰۴
کوکچه پرس