د میدان وردګو ولسونو د افغان دولت له تګلارو ملاتړ څرګند کړ.

انجمن اجتماعی دادخواهان افغان65 نمایش هاآخرین بروزرسانی:دوشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۷ - ۲:۰۴ بعد از ظهر

د میدان وردګو ولسونو د افغان دولت له تګلارو ملاتړ څرګند کړ.

میدان وردګ مطبوعاتي دفتر په قول :-۲۴چنګاښ، ۱۳۹۷- د میدان وردګو ولایت ګڼ شمیر ولسونو او د مثبت فکر ټولنې په نوښت د یوې غونډې په ترڅ کې د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني د وروستیو کړنو او عملي اقداماتو چې  نامسووله وسله وال یې ونیول او د قانون منګولو ته یې وسپارل، خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د جلالتمآب  ولسمشر د زورواکو پر وړاندې د وروستیو کړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: د میدان وردګو ولایت، ولسونو په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني ته رایه ورکړې او اوس یې هم تر څنګ کلک ولاړ دي او هیڅکله به یواځې پرینږدي، دوی وویل: موږ د نظام تل ملاتړ کړی، اوس هم د مرکزي حکومت او محلي ادارې د لاپیاوړتیا لپاره کلک ولاړ یو او چا ته به اجازه ور نه کړو چې د ولسواکۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.د میدان وردګو والي ښاغلي ډاکتر محمد عارف شاه جهان د مثبت فکر ټولنې او د میدان وردګو له ولسونو مننه وکړه چې همیشه یې په پوره ژمنتیا او اخلاص سره یې د خپل نظام ملاتړ کړی.هغه وویل  افغان دولت ژمن دی څو اساسي قانون پلي کړی او د قانون له مخې ټولنیزې برابري په چوکاټ کې ولسي حدمات ترسره کړي. مثبت فکر ټولنې مشر ښاغلي قاضي حسیب الله یوسفزوی په خپلو خبرو کې له ولسمشر څخه وغوښتل چې د زورواکو او نامسؤوله وسله والو د نیولو او قانون ته سپارلو لړۍ د ټولو ولایتونو ته وغزوٍي او له هر قاتل، ظالم، غاصب او زورواکي سره د حساب وشي.د ولایتي شورا غړي ښاغلي شریف الله هوتک وویل: په میدان وردګو ولایت کې هم زور واکې شته هغه د هم ونیول شي او د قانونو منګولو ته د وسپارل شي نوموړي د ولس د یوه استازي په توګه د ولسمشر له وروستي اقداماتو څخه کلک ملاتړ اعلان کړ.د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان ښاغلي جنرال ویس صمیمي غونډې ته په خپله وینا کې وویل: یوسل اوولس خیالي پولیس یې له دندو ګوښه کړي دي او نور به چا ته اجازه ور نه کړم چې د ملي پولیسو له رنجرو او دریشیو څخه شخصي استفاده وکړي

منبع: مرکز اطلاعات و رسانه های حکومت

۱۳۹۷-۰۴-۲۵ ۱۳۹۷-۰۴-۲۵
انجمن اجتماعی دادخواهان افغان