لاجئونحقوق الانسانصورة
أخر الأخبار

المدعي العام الأفغاني: إذا طردنا باكستان سنقتل طالبان

په داسې حال کې چې په افغانستان کې تازه د تېر جمهوري حکومت یو څارنوال له خپلې خور سره یو ځای په مرموز ډول ووژل شو، په پاکستان کې میشت یو افغان څارنوالان وايي که که پاکستان یې له دې هیواده وباسي په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

راپور: خاطره نوری

څارنوال نقي محمد تقي له خپلې خور سره یو ځای د ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر په ۱۶مه په ختیځ ننګرهار کې نامعلومو وسله وسله والو په مرموز ډول وواژه.

د هغمه زوی ګل ویس رسنیو ته ویلي چې چې پلار او عمه یې په کابل کې ژوند کاوه خو ننګرهار ته د سفر پر مهال د سره رود په سیمه کې نادرکه شوي او وروسته یې جسدونه د همدې ولایت د بهسودو په دامان سیمه کې پیدا شول او د سیمه ییزو طالبانو له لوري یې جسدونه د ننګرهار عامې روغتیا روغتون ته سپارل شوي وو.

ښاغلي ګل ویس وویل چې د عامې روغتیا روغتون پورې اړوند طب عدلي کې معلومه شوه چې دوی له وژنې وړاندې مسموم شوي او او وروسته له سختې شکنجې وژل شوي وو، ځکه دده په خبره په بدنونو یې د د شکنجې نښې لیدل کېدې.

څارنوال نقي محمد تقي د تېر جمهوري نظام پر مهال د لویې څارنوالۍ په بېلابېلو ریاستونو کې دنده ترسره کړې وه.

د کورنۍ غړي یې وايي چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل مخکې یې د جرایمو د څېړولو په عالي اداره کې د څارنوال په توګه دنده ترسره کوله، خو د طالبانو تر راتګ وروسته په کور کېناست او دنده یې ‎پرېښوده.

د څارنوال تقي مرموزه وژنه که څه هم پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنېدو وروسته لومړۍ پېښه نه وه خو په پاکستان کې میشت افغان څارنوالان چې وار له مخه له سختو امنیتي ستونزو او له دې هیواده د وتلو له خطر سره مخ دي لا نور اندېښمن کړل.

که څه هم په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د څارنوال تقي د مرموزې وژنې د څېړنو د پیل کېدو خبر ورکړی خو په پاکستان مې میشت څارنولان ادعا کوي چې طالبان په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت د عدلي او قضايي برخې کارکونکي په مرموز ډول وژني او وروسته یې مړي په بیلابیلو ځایونو کې غورځوي.

خو دوی د خپلې ادعا د ثبوت لپاره هیڅ ډول اسناد وړاندې نه شول کړای.

دوی چې ډیری د طالبانو له ویرې پاکستان ته کډوال شوي اوس د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله له دې هیواده د وتلو له ګواښ سره مخ دي.

۲۴ کلنه ښځینه څارنواله جلوه اخوند زاده چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې په افغانستان کې دنده درلوده وايي مرګ له ویرې له خپل هیواده ووته خو اوس په پاکستان کې د پولیسو له ګواښه په کور کې بنده ده.

دا وايي : [ له کوره بیرون نه شو وتلی، ځکه ویزه نه لرو، دولت پر موږ ویزې بندي کړي او پولیس مو د ویزې د نه درلودلو په تور نیسي او افغانستان ته مو استوي، نه بازار ته وتلی شو نه ډوډۍ اخیستی شو، نه روغتون ته تللی شو.]

دا چې اوس د اسلام اباد په بی ۱۷ سیمه کې اوسیږي وايي په تېر جمهوري حکومت کې یې د دندې پر مهال په ډېرو مواردو کې د جنايي او سیاسي مجرمینو لپاره بیلابیلې سزاګانې غوښتي خو د طالبانو له راتګ وروسته زندانونه مات او ټول مجرمین راخوشې شول او د دوی راخوشې کېدل لامل شول چې دوی وطن پرېږدي.

دا وايي:[ اوس ټول هماغه مجرمین په واک کې دي، موږ د دوی لپآره د درنو سزاګانو غوښتنې کړي دي، هلته زموږ ورتګ د ځان وژنې په معنا دی، موږ به په ټول توان هڅه کوو چې له پاکستانه ونه ویستل شو.]

خو دا له بې اسناده افغان پناه غوښتونکو سره د پاکستاني پولیسو چلند ته په کتو فکر کوي چې ښايي په پاکستان کې د پاتې کېدو هڅې يې پایله ورنکړي.

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې یو بله میشته پخواني څارنواله ماریا ساپۍ هم له ورته بر خلیک سره مخ ده، وايي که له پاکستانه وویستل شي په افغانستان کې به د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

دا وايي اوس مهال په پاکستان کې میشت سلګونه افغان څارنوالان چې پر افغانستان د طآلبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته دې هیواد ته ورغلي له همدغسې یو سرنوشت سره مخ دي، ویزې یې ختمي او له پاکستانه د وتلو له ګواښ سره مخ دي.

ماریا ساپۍ وايي چې طالبانو پر افغانستان د واکمنۍ له پیل سم دستي وروسته له دوی سره د دښمني پر بنسټ له دوه زره تر دوه نیم زره څارنوالان له دندو وشړل.

دا وايي :شا و خوا ۲۰۰ تنه په پاکستان کې اوسو، چې په سخت بحران کې ژوند کوو. که اوبه ولرو، ډوډۍ نه‌لرو، که ډوډۍ ولرو اوبه نه‌لرو. د کورونو کرایې لوړې دي، له زده‌کړو بې‌برخې پاتې یو. صحي خدمات نه‌لرو. له ډېرو ستونزو سره لاس و ګرېوان یو.

دا له نړیوالو بنسټونو او پآکستاني حکومته غوښتنه کوي چې افغانستان د دوی له استولو لاس واخلي ځکه دوی هلته سخت خطر احساسوي، دوی دغه شان له نورو بشرپاله هیوادونو غوښتنه کوي چې د دوی د منلو پروسه چټکه کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د راون ۱۴۰۲ لمریز کال دت چنګاښ په ۲۸ مه د یو فرمان په ترڅ کې لویه څارنوالي لغوه او د دې په ځای یې د ‘د فرمانونو او احکامو د تعقیب او څارنې لوی ریاسترامنځته کړو.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال د لویې څارنوالۍ ځینو کارکونکو ویلي چې دغه عدلي بنسټ لږ تر لږه ۴ زره اداري پرسونل او مسلکي ملکي او نظامي څارنوالان لرل چې د ښاغلي هبت الله په فرمان بې دندو شول.

له دې وروسته د ۱۴۰۲ کال د اسد میاشتې په ۱۹ مه یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو په افغانستان کې څارنولانو او وکیلانو ته د ورپېښو ګواښونو په مقالې خپرې کړې.

امریکايي انټرسپټ خپرونې په خپله مقاله کې ادعا وکړه چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لږ تر لږه ۲۹ افغان څارنوالان وژل شوي دي.

انټرسپټ ویلي وو چې طالبانو کلونه کلونه څارنوالان تعقیبول او د هغوی د نیولو هڅې یې کولې.

په دې مقاله کې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د پخواني لوی څارنوال فرید حمیدي خبرې راخیستل شوي چې طالبان په هغو څارنوالانو پسې ګرځي چې د دوی دوسیې یې مخته وړې دې.

د حمیدي په حواله لیکل شوي چې افغان څارنوالانو کلونه کلونه د عدالت د تامین لپاره له نړیوالو سره اوږه په اوږه کار وکړ.

پخوانی لوی څارنوال له ځینو امریکايي بنسټونو او د امریکا د مدافع وکیلانو له ټولنې سره په ګډه د شاوخوا ۱۵۰۰ افغان پخوانیو څارانوالانو او د هغوی د کورنیو د غړو د را ایستلو په لټه کې دي.

د متحده عربي اماراتو نېشنل ورځپاڼې هم په یوه مقاله کې افغان ښځینه قاضیانو ته د طالبانو د متوجه ګواښ په اړه تمرکز کړی وو.

نېشنل ادعا کړې چې ۳۸۰۰ افغان څارانوالان او قاضیان خوندي ځای ته د لېږد جدي اړتیا لري.

په مقاله کې د یوې افغان څارنوالې نورا هاشمي په اړه لیکل شوي چې نږدې یوه لسیزه یې کار وکړ.

هغې په خپل کار کې تر ډېره پورې له ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي قضیې څېړلې

ورځپاڼې لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې چې طالبان واک ته ورسېدل د نورا هاشمي په ګډون ګڼو نورو ښځینه قاضیانو او څارنوالانو ته د طالبانو له خوا پرله‌پسې ګواښونه شوي دي.

د افغانستان د څارنولانو ټولنه وايي پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل اکمنۍ له پیل وروسته ۳۷ څارنوالان په مرموز ډول وژل شوي دي.

دې ټولنې یوه غړي عابد اندرابي ویلي د عمومي بښنې په برخه کې د طالبانو د حکومت ادعا د رد وړ ده ځکه دده په خبره:طالبان په شخصي ډول د تېر حکومت د نظامي او ملکي کارمندانو نه د انتقام اخیستنې هڅه کوي او په تېرو دوه کلونو کې په افغانستان کې له ۳۷ څارنولانو ډېر په مرموز ډول وژل شوي او یو شمېر لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي.

د بشري حقونو یو شمېر فعالان هم وايي په وروستیو کې په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام د غړو د وژل کېدو پېښې زیاتې شوي دي.

د بشري حقونو فعالې نرګس سادات وویل چې طالبان په مرموز ډول د تېر حکومت کسان نیسي او له سختې شکنجې وروسته یې وژني.

هغې وویل:په افغانستان کې د تېر حکومت د نظامیانو او ملکي کارکونکو د مرموزو وژنو پېښې ډېرې زیاتي شوي دي او دغه قتلونه چې ورځ تر بلې ډیریږي د ډېرې اندېښنې وړ دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په پاکستان کې د میشتو څارنولانو د اندېښنو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې یې که څه هم طالبانو ویلي چې مشر یې ملا هبت الله پر افغانسان د طالبانو د واکمنۍ له پیل وروسته عمومي بښنه اعلان کړې او دوی دغه فرمان ته ژمن دي، خو د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲م کال د جولای میاشتې د راپور له‌مخې، د طالبانو له عمومي عفوې سره- سره د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۲م کال تر جون میاشتې پورې لږ تر لږه ۱۶۰ پخواني دولتي چارواکي او امنیتي منسوبین د قانون له چوکاټ بهر وژل شوي دي.

د روان ۲۰۲۳ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما یو راپور خپور کړ چې په کې یې ویلي وو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسي د پخواني حکومت د کارکوونکو پر وړاندې له ۸۰۰ څخه زیاتې د بشري حقونو څخه سرغړونې کړي چې په هغو کې له قانون پرته وژنې، خپلسري نیول، شکنجه، ناوړه چلند او ګواښونه شامل دي.

په وژل شویو کې د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د عدلي او قضايي برخې کارمندان هم شامل دي، هماغه چې له ډلې یې ډیری اوس له پاکستانه د وتلو له ګواښ سره مخ دي.

پاکستان له دې هیواده د روان کال د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته د بې اسناده افغانانو د ویستلو لړۍ پیل کړی او لا هم روانه ده.

پآکستان ویلي چې له ۱ عشاریه میلیونه ډېر افغانان چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري له دې هیواده باسي.

په دوی کې زرګونه هغه افغانان هم شامل دي چې پر افغانستان د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ وروسته یې د مرګ له ویرې دې هیواد ته پناه وړې.

خبریالان، د تیر جمهوري حکومت د وسله وال پوځ غړي، دمدني او د بشري حقونو فعالان د او دجلوې اخوند زاده، ماریا ساپۍ او حمیدې په شان د تېر جمهوري حکومت څارنوالان هم شامل دي چې په باور یې افغانستان ته په ستنولو به د طالبانو د حکومت له سخت غبرګون او ان د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

 

زر الذهاب إلى الأعلى