права человекаЖизньویدئو

په ترکیه کې JHR لخوا د خبریالانو او د بشري حقونو فعالینو ملاتړ

چمتو کوونکی: وحیدالله توحیدي

که چیرې خبریالانو ته کومه ستونزه پیښیږی نو موږ یی ملاتړ کوو د بشری حقونو لپاره ژورنالیستانو بنسټ
(JHR) هغه خبریالان چې په ترکیه کې میشت دی او ستونزو سره مخامخ دی تخنیکې ملاتړ ورکوی .
د بشری حقونو لپاره د ژورنالیستانو بنسټ
ترکیه داسی یو هیواد دي چې د ټولې نړۍ څخه یی کډوالو ته استوګن ورکړی دی ، استوګن غوښتنوکې یا ګډوال ځینې د جنګ او نا امنۍ له وجې او ځینی د آزادی د محرومیت ، ځورونې او خشونتونو له کلبه بی ځایه شوی دی. د منځنی ختیځ د وروستیو تاو تریخوالو له امله په کډوالۍ کې تر ۳۰٪ پوری زیاتوالی راغلی ، نو د همدی وجې ترکیه کې اوسمهال تقریبا ۳.۷ میلیونه کډوال اوسیږی او اروپایی هیوادونو د تک لپاره شپی سبا کوی یا هم ترکیه هیواد کې پانګونې یی کړی دی .
د ترکیی او په ټوله کښې هر دویم یا دریم هیواد کښې کډوالې د ستونزو سره عمیقی ریښې لری ، اقتصادی ستونزی ، روحی ستونزی، بی سرنوشتی او د مهاجرت د قانون هر شیبه بدلیدنه د ګدوالو تر ټولو ستره ستونزه بلل کیږی .
د ترکیی جمهوریت د کډوالو ۱۹۵۱ کنواسیون او ۱۹۶۷ پروتوکول غړۍ دی او مسوءلیت لری تر څو کوم کډوال چې د مهاجرت شرایطو سره برابر دی مرسته دی ورسره وکړی. د ترکیی د مهاجرت د مدیریت دفتر، هغو کډوالو ته چې د دریم هیواد لپاره د دایمی ژوند هوډ لری مناسب تصمیم او ښه لاره بللی.

په ترکیه هیواد کې غیر قانونی مهاجرت منع دی او که څوک دغی خاوری ته ننوځی قانونی جزا ورته په نظر کې نیول کیږی .
په دی هیواد کې د اقامی یا اوسیدولو شرایط فرق کوی ، او هر هغه چاته د هغی د ویزی د څرنګوالی په اساس اقامت یا استوګنه ورکوی . لکه څنګه چې د اقامو اخیستلو یو خصوصی شرکت مشر داسی وایی :

 

په ترکیه کې د سیاحتی اقامی تر څنګ بل اقامت هم شتون لری چې ورته د انسانی اقامت استوګن پاڼه وایی ، دا اقامت هغو کسانو ته ورکول کیږی چې په خپل کورهیواد کې د امنیتی ستونزو، د ژوند کولو حق ، د آزادی محرومیت ، ځورونې او یا بل ډول ستونزی لری او ثابتولی شی چې دی خپل هیواد ته بیرته ستون کیدای نشی توزیع کیږی ، خو هر هغه ولایت یا سیمه کې چې ثبت پاڼه ورته ورکړل شول باید هره میاشت په منظمه توګه د هغی سیمی موظفو ادارو سره ارتباط ټینګ کړی ، او هر هغه وقت او اصول چې ورته ټاکل کیږی به هماغه فاصله کې به موظفی اداری ته حاضری ورکوی ، او د هغوی د اجازی پرته به د یوی ښار څخه بل ښار ته ، پرته د موجه دلیل څخه (باید ثابت یی کړی) مسافرت ونکړی .

په ترکیه کې د ویزی او اقامت یا استوګن پاڼې د اسانه تر لاسه کولو لپاره ددغو لاندینو تګلارو څخه ګټه پورته کولای شو.
1- تحصیلی ویزه یا اقامت
2- کار او یا د کار ایجاد په ترکیه کې
3- د شرکت ثبت
4- واده کول په ترکیه کې
خو که په ترکیه کې کډوالو ته ستونزه پیدا شی او ثابت هم ونشی کړای نو آيا کومه لاره شته ؟ دا پوښتنه د هر چا به ذهن کې خطور کوی ،
هوکې !
حقوقی شخصی او رسمی دفترونه شته چې تاسو سره مرسته کوی تر څوخپل ستونزو ته د پای ټکې کیږدی او په ترکیه کې د اوسیدو عوامل او دلایل په ګوته کړی .
د نیکه مرغه د ژونالیستانو،مدنی فعالانو او هغو وګړو لپاره چې ریښتنې حقوقی ستونزی په خپل هیواد کې لری د (JHR) نړۍ وال بنسټ حقوقی وړیا مشوری او ملاتړ ورکوی تر څو په ترکیه کې په قانونی توګه ژوند وکړی .

د بشری حقونو لپاره د ژورنالیستانو بنسټ یا Journalists for Human Rights هم د حقوقی وړیا خدماتو په وړاندی کولو کې ورسته ندی راغلی ، او هر هغه مدنی فعال، خبریال او یا هم ستونزمن شخص ته وړیا حقوقی مشوری او ملاتړ وړاندی کړی او هڅه یی کړی تر څو د ترکیی د اقامت یا استوګن پاڼه تر لاسه کړی. اطلاعات شخصي
(JHR) بنسټ چې یوه څانګه یی په ترکیه کې فعالیت کوی ، تل هڅه کړی ترڅو د خبریالانو ستونزی واوری او د حل لاری چاری ورته ولټوی ، او تخنیکی ملاتړ یی وکړی تر څو د یاد ستونزی څخه د خلاصون لاره ومومی .

د (JHR) دبشر حقونو لپاره خبریالانو د بنسټ یوه ساحوی کارکونکې آغلی آمانی هاشم داسی وایی:
زموږ اداره د ژورنالیزم او خبر رسونې له لارې د خلکو د ښه او مناسب ژوندون لپاره هڅه کوی . او هغه خبریالان چې په نویو هیوادونو کې ژوند غوره کوي او کډوال کیږی د قانوني اسنادو په ترلاسه کولو سره د ښه ژوند مستحقین دي.او زموږ هڅه به دا وی چې د ترکیی محکمو ته دد غوښتنې په وړاندې کولو سره چې د دغو کسانو ژوند به له خطر سره مخ وي او که دوی بیرته خپل هیواد ته راستانه شي د مرګ ګواښ به ولری، نو باید دوی نړیوال خوندیتوب ترلاسه کړي.
آغلی امانی وویل : زموږ هر ډول خدمات وړیا دی او کوښښ مو دا دی تر څو د بشر حقوقو ته په درنه سترګه وکتل شی ولی .
آمانی هاشم ، په ترکیه کې د بشری حقوقو لپاره د ژورنالیستانو د بنسټ کارمنده

هغی زیاته کړه : لومړی، هغه خلک چې ترکیې ته د ویزې سره راغلي باید د استوګنې یا اقامت لپاره ژر تر ژره غوښتنه وکړي او که هغه پاسپورت ونه لري، باید د پناه غوښتنه وکړي او هغه باید د قناعت وړ دلیل ولري چې ولی کډوالې ته اړ شوی او د ترکیی هیواد د مهاجرت بنسټونه پر دی قانع کړی . کولای شی روغتیایی ستونزه، تعلیمی ستونزه ، امنیتی ستونزه یا هر هغه ستونزی لپاره چې کډوال شوی پر ګوته کړی . او کډوال باید په دې اړه ژر تر ژره پریکړه وکړي او د اقامت یا د انسانی استوګنې کارت د ترلاسه کولو په خاطر د اوږدې مودې لپاره انتظار ونه کړي.
متاسفانه زه د هغو خلکو سره وینم چې د ډیرو کلونو لپاره په غیرقانوني توګه ژوند کوي او دا واقعا د افسوس وړ ده.
آغلی آمانی وویل : دا پروژه یوازې د کډوالو او خبریالانو لپاره ده. موږ د مشورې ورکولو له لارې له دوی سره مرسته کوو ترڅو دوی په قانوني توګه په ترکیه کې پاتې شي، او له درد سر پرته په دی هیواد کې ژوند تر سره کړی .
(JHR) دبشر حقونو لپاره خبریالانو بنسټ د ښه خدماتو د وړاندی کولو په موخه ترکیه میشت ژورنالیستانو ته لنډمهاله ورکشاپونه هم ورکوی تر څو دوی ته در ظرفیت ارتقا ورکړل شی.
د جی ایچ آر لخوا د ورکشاپ د ورکړی جریان


د ورکړ شوی آمارو په اساس په ۲۰۲۲ کال په نړۍ وال ډګر کې ۱۰۸.۴ میلیون کسان د جنګ ، ځورونې ، خشونت، تبعیض او د بشری حقونو د نقض لپاره کډوالې ته اړ شوی دی ، چې نظر ۲۰۲۱ کال ته ۱۹.۱ میلیون کسان پکښی اضافه شوی دی . په دی ډله کې ۳۵.۳ میلیونه کډوال ، ۶۲.۵ میلیونه داخلی بی ځایه شوی ، ۵.۴ میلیونه پناه غوښتنونکی، او ۵.۲ میلیونه کسان نړۍ وال حمایت او ملاتړ ته اړمن دی . او د ۲۰۲۳ کال د می تر میاشته پوری د بیځایو شویو تعداد ۱۱۰ میلیون کسانو ته لوړه شوی دی.


* دا خبری راپور د بشری حقونو لپاره د ژورنالیستانو «JHR» Предоставляется службой поддержки.

 

Кнопка возврата наверх