Беженцыправа человекавыглядитИскусствоویدئو
Тенденции

Проблемы/положение афганских трансгендеров в Пакистане Афганские художницы искали убежища в Пакистане из-за запрета музыки

آزادي، هغه توری چې افغان هنرمنده حماسه پاڅون یې په لټه کې پردیسۍ کې ژوند کولو ته اړ شوې

تهیه شده توسط: نجیبه آٰرین

حماسه پاڅون له هغو ګوتو په شمېر افغان ښځينه هنرمندانو څخه یوه ده چې له ۴۴ کلنۍ وروسته یې په افغانستان کې د موسیقۍ مسلکي زدکړې پیل کړې هغه اوس مهال ۵۴ کلنه ده او د دې لس کلن هنرې مزل په اړه وایي

(کله چې زه په افغانستان کې وم د آغاخان کلتوري بنسټ کې مې کلاسیکه موسیقي پیل کړه ، تقریبا څه موده مې هلته کلاسیکه موسیقي زدکړه او وروسته مې د کابل پوهنتون ښکلو هنرونو پوهنځۍ ته لار پیدا کړه او څلور کاله مې هلته شرقي موسيقي کې زدکړې وکړې.)

حماسې له خپلو ملګرو سره یو ارکستر هم جوړ کړی وو چې ټولو غړیو یې په موسیقۍ کې د لیسانس تر کچې زده کړې کړې وې

(د آغاخان په کلتوري بنیاد کې موږ دآزادېپه نوم ارکستر درلود، د دې ارکستر ټولې غړې نجونې وې، کله چې طالبان راغلل په موسیقۍ بندیز ولګیده او د ارکستر غړې څه بهر ته لاړې څه په افغانستان کې پاتې شوې او بلاخره دا ارکستر له منځه لاړه.)

۲۰۲۱ کال کې د طالبانو په واکمنیدو سره له افغانستان څخه د موسیقۍ ټغر ټول شو او هنرمندانو نور د هنري فعالیت اجازه نه درلوده حماسه وایي د همدې بندیزونو له امله دې ته اړ شوه چې افغانستان پریږدي او پاکستان ته کډواله شي.

(پاکستان ته چې زه راغلم تقریبا شپږ میاشتې مې د موسیقۍ سازونو ته لاس رسی نه درلود، زموږ هېواد کې د موسیقۍ له منځه تګ او زموږ د ارکستر له منځه تګ د دې لامل شو چې زه په رواني ستونزو اخته شم د دې حالت څخه د ځان ژغورلو لپاره مې یوه هارمونیم واخیسته او په کور کې مې تمرین شروع کړ. ځینو دوستانو راته یوه فلوټ هم راکړه او همداراز زه د لرګي شپیلۍ هم غږوم.)

د کابل پوهنتون د موسیقۍ ډیپارټمنټ پخوانی مشر ډاکټر وحید ساغر وایي د تاریخ په اوږدو کې موسیقي په افغانستان کې له بېلابېلو بندیزونو سره مخ شوې چې ډیری یې په ناسمو دودیزو باورنو کې ریښه لري.

کلېپ (ډاکټر وحید ساغر/ د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د موسیقۍ څانګې پځوانی مشر)

(ما در دو دهه گذشته خوشبختانه شاهد پیشرفت های چشم گیر خانم ها درعرصه هنر و فرهنگ بودیم که یک تعداد بانوان هنر موسیقی را به شکل اکادمیک در نهاد های اکادمیک تا درجه لیسانس و ماستري آموختند و اینها امیدواری های را در عرصه پیشرفت هنر موسیقي در افغانستان ایجاد کردند؛ اما با تاسف امروز این بانوان در افغانستان در یک قهقرا بسر میبرند و یا اگر در تبعید هستند با چالش های روانی و اقتصادي مواجه اند و به دور از مسلک خود هستند. دکتر وحید ساغر/ آمر پیشین دیپارتمنت موسیقی دانشکده هنرهای زیبای دانشگاه کابل)

حماسې د افغانو معترضو ښځو د ملاتړ په موخه یوه سندره هم ثبت کړې او دوه نورې یې کمپوز کړي د دې په وینا هنر د پیغام رسولو تر ټوله ښه لار ده او اثر یې هم زیات دی.

حماسه وایي افغان هنرمندان دلته په بد وضعیت کې ژوند کوي او په جبري ډول افغانستان ته د لېږلو له خطر سره مخ دي

(دلته وضعیت ډېر خراب دی حتی که مریض هم شې ته نشې کولی په آزاد ډول ډاکټر ته لاړ شې دا ډار درسره وي چې کله به ما پولیس ودروي او له ما به د ویزې پوښتنه وکړي، دلته چې کوم هنرمندان اوسېږي د ډېریو ویزې ختمې شوي، موږ له ډېرو جدي ستونزو سره مخامخ یو)

کله چې په افغانستان کې د موسیقۍ يه فعالیتونو بندیز ولګیده د موسیقۍ نړیوالې شورا په یوې بیانیه کې وویل: د طالبانو دا برخورد د موسیقۍ نسل وژنه ده او په دې کار سره غواړي د افغانستان ولس په یوه خاموشه ملت بدل کړي په افغانستان کې د موسیقۍ بندیز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د اعلامیې د ۲۷ مادې ښکاره نقض دی چې په ترڅ کې یې ټول وګړي په هنر کې د مشارکت حق لري خو د طالبانو دې پرېکړې د حماسې په څېر سلګونه هنرمندان دې ته اړ کړي چې په جلا وطني کې سختې شپې سبا کړي.

 

Кнопка возврата наверх