افغانستانحقوق بشرزندگی
موضوعات داغ

په افغانستان کې صحي تشنابونو ته د ښځو نه لاس رسی له جدي ننګونو ګڼل کیږي

هرکال د نومبر د میاشتې ۱۹ نېټه په نړۍ کې د تشنابونو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.

گزارش: محمدحدیث پردېس

دغه ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې د روغتیا د نړېوال سازمان یا( ډبلیواېچ او) د معلوماتو پراساس د نړۍ نیمايي وګړي صحي او منظمو تشنابونو ته لاس رسی نه لري.

په افغانستان کې هم صحي تشنابونو ته د خلکو او په ځانګړي توګه د ښځو نه لاس رسی له جدي ننګونو ګڼل کیږي.

که څه هم داسې کره ارقام نشته چې دا مهال څومره خلک په افغانستان کې صحي او منظمو تشنابونو ته لاس رسی نه لري خو د کابل ښاروالۍ مني چې دغه ستونزه جدي او د پام وړ ده.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي چې که څه هم د افغانستان په لویو ښارونو کې عامه تشنابونه شته خو د نفوس په تناسب کم دي.

( دا مهال د کابل په ښار کې ۴۰ عامه تشنابونه فعال دی خو د وګړو په تناسب یې شمېر کم دی، موږ په دې برخه کې ځینې پلانونه لرو لکه هر مارکېټ او یا ودانۍ چې جوړیږي باید وار له مخه یې د عامه تشنابونو لپاره بندوبست کړی وي او موږ په دې مسله کې جدي یو.)

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی

د ښاغلي بارکزي په خبره د کابل د مخ پر زیاتېدونکې نفوس ته په کتو د عامه تشنابونو موضوع د پام اهمیت لرونکی او دوی هم دې موضوع ته متوجه دي.

بازکزی که څه هم په دې اړه دقیق ارقام نه وړاندې کوي چې په کابل کې موجوده ۴۰ عامه تشنابونه د څومره وګړو ضرورت رفع کولای شي خو وايي هڅه کوي چې دغه مهمې ټولنیزې ته د حل مناسبې لارې چارې ومومي.

د عامه تشنابونو د کمښت سربېره د موجوده هغو د نظافت موضوع هم د پام وړ ده خو د کابل ښاروالی وايي چې په دې برخه کې یو لړ تدابیر نیولی دي.

د تشنابونو د استفادې په بدل د پیسو ورکړه او هلته د موظفو کسانو موجودیت ښايي یو له هغو تدابیرو وي چې د کابل ښاروالۍ یې د عامه تشنابونو د نظافت او پاکوالی په اړه یادوي خو عام خلک بیا په دې نیوکې لري.

د عامه او صحي تشنابونو کمښت نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله کې لویه ستونزه ګڼل کیږي خو په افغانستان کې دا ستونزه ځکه ډېره جدي ده چې په دې برخه کې ډېر کم عام پوهای شوی او خلک له خپل دغه اساسي حقه بې برخې دي.

په افغانستان کې د عامه او صحي تشنابونو د کمښت ستونزه ټولو خو تر ډېره ښځینه ته متوجه کیږي.

د افغانستان په څېر سنتي ټولنه کې د ښځو لپاره د عامه او صحي تشنابونو مسله تر ډېره بابیزه ګڼل شوې او په هغه ډول چې لازمه ده پام ورته نه دی شوی.

د همدې ستونزې په تړاو مو له یوې افغانې میرمنې شملې وهاج سره د هغې د تجربو په اړه وپوښتل.

اغلې وهاج وايي په افغانستان کې د ښځو د نورو ګڼو حقونو ترڅنګ عامه او صحي تشنابونو د لاس رسي مسله هم له پامه غورځول شوې ده.

هغه وايي په کراتو داسې شوي چې په ښار او بازار کې له ډېرې سرګردانۍ وروسته یې د ضرورت د رفع کېدو لپاره مناسب تشناب پیدا کړي.

( کیدای شي دا به خلکو ته وړه موضوع ښکاري خو د یوې ښځې په توګه زه دا درک کولای شم چې دا څومره جدي ټولنیزه ستونزه ده، موږ ټولو ته په کار ده چې په دې برخه کې کار وکړو او خپل غږ پورته کړو.)

د اغلې وهاج په خبره خلک او په ځانګړې توګه میرمنې هغه مهال له دې ستونزې سره ډېرې مخ کیږي دوی کله د ضروري توکه د پېر او پلور لپاره ښارونو ته راځي.

د عامه تشنابونو ترڅنګ د خوندي او صحي تشنابونو کمښت چې له کبله یې د ځمکې لاندې د اوبو د سرچینو د ککړتیا سبب ګرځي هم له جدي ستونزو ګڼل کیږي.

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې په اکثرو ښارونو او کلیوالو سیمو کې یې معیاري تشنابونه او د بدرفت منظم سیستمونه نه شته او په ورته وخت کې د معیاري کانالیزاسیون او تصفیې سیستمونو نشتوالی ددې لامل کیږي چې فاضله مواد ځمکې لاندې لار وکړي او د څښاک اوبه ککړې کړي.

وموغوښتل چې د دې موضوع په اړه د روغتیا نړیوال سازمان نظر هم ولرو خو د هغوی مطبوعاتي دفتر په دې تړاو زموږ پیغام ځواب نه کړ خو د سږ کال لپاره د تشنابونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د دغه سازمان شعار دا وو چې پاکو او صحي تشنابونو ته لاس رسی د هر چا حق دی او باید په برخه کې کار د ټولو مسولیت دی.

د عامه او خوندي تشنابونو کمښت په ټوله نړۍ او بیا په ځانګړې توګه په وروسته پاتې او بې وزله ټولنو کې له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي خو باور دا دی چې په دې برخه کې کار نه یوازې د حکومتونو بلکې د هر وګړي مسولیت دی چې باید په ترسره کېدو یې نا غیړي ونه کړي.

دکمه بازگشت به بالا