افغانستانحقوق بشرزندگینگاه‌ها

په افغان ټولنه کې پټې ناخوالې

راپور: احسان‌الله مهجور

24/12/2023

په افغان سنتي ټولنه کې چې له کلونو راهیسې کورنیو جګړو شته قوانینو ته زیان اړولی، پکې تر نورو ډیر سنتي او کلتوري دودنه پالل کیږي او په دې کې ځينې داسې دودونه دي چې د انسانانو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی او د هغوی بشري حقونه يې ترې تروړلي دي.

ويل کیږي په دغې ټولنه کې بیا د نورو پرتله ښځې ډیرې زیانمنې دي، په ټولنه کې دغه له پامه غورځول شوی قشر د هرې بدې پديدې او هر ناسم دود قرباني کيږي او تل يې حقونه تر پښو لاندې کيږي.

دا مهال په افغانستان کې ښځې د پخوا په پرتله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او بشري حقوق یې تر پښو لاندې کیږي، زده‌کړې یې یو له بنسټیزو حقونو څخه دي چې دوی ترې محرومې دي او دا یو لوی بشري حق دی چې له دوی اخیستل کیږي. نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي ته نه شي تللی، په کانکور کې ګډون نه شي کولی او د لوړو زده‌کړو د دوام اجازه نه لري. همدارنګه له ځینو برخو پرته نور ښځینه په حکومتي ادارو کې د کار کولو حق نه لري چې ډیری دغه ښځینه د خپلو کورونو سمبالښت په غاړه لري.

د طالبانو له راتګ ښځې له تفریحي پارکونه راګرځول شوې دي او هغوی نه شي کولای له محرم پرته آن ډاکټر ته ولاړې شي.

که څه هم په دې برخه کې ګڼو مدني فعالانو، پخوانیو کارکوونکو، محصلانو او زده‌کوونکو په پلازمېنه او ځینو ولایتونو کې لاریونونه وکړل خو یواځې له تهدیدونو، زندانونو او نورو ستونزو سره مخ شول، د دوی ستونزې هوارې نه شوې او په ځای پاتې دي.

هغه ستونزې چې د ټولنې له باورونو سره تړاو لري ښځو ته ډیر زورونکي دي خو د مجبوریت له مخې یې زغمي لکه د واده لپاره د نجونو خوښه نه پوښتل کیږي او د دغې پرېکړي واک له پلار او ورور سره وي،کونډه خپل مال ګڼي او له خپل کوره پرته یې بل ځای نه نکاح کوي، په هغو حالاتو کې چې طلاق ته اړتیا وي هم له طلاق څخه مخنیوی کیږي حتا یوه ښځه مجبوره ده چې روږدی، معیوب، لیونی او بوډا خاوند ته هم د عمر تر پایه کیني او د شرم له امله د طلاق غوښتنه و نه کړي.

که څه هم ښځه په افغاني ټولنه کې د هيڅ واک نه لري او دغه ټولنه په نرواکۍ مشهوره ده، خو په دغه ټولنه کې کونډه (هغه ښځه چې میړه يې مړ وي) د هرې ناخوالې قرباني ورکوي، د ځان واک نه لري او په همدې ډول د هر بد دود قرباني ورکوي.

۳۷ کلنه شینکۍ چې د پکتیکا د وازې خوا ولسوالۍ اصلي اوسیدونکې ده او د دغه ولايت په مرکز ښرنه کې واده شوې وايي له واده یې ۱۲ کاله تېر شوي او ۲۵ کلنه وه چې پلار يې د ۱۳ لکو کلدارو په ولور د صدو خان په نوم یوه ۲۹ کلن ځوان ته ور واده کړه.

شینکۍ وايي پوره پنځه کاله کیږي چې میړه يې د غزني او ښرنې تر منځ په غځيدلې لاره کې د سړک غاړې په ماین چاودنه کې ووژل شو او دا کونډه شوه، هغه وايي ايله يې د میړه د مرګ میاشت نه وه پوره شوې چې خسر يې ۱۸ کلن لیور ته يې په نوم کړه.

هغه وايي له دې يې هیڅ پوښتنه و نه کړه او په پټه يې د کلي ملا راوستلی و او په زور يې نکاح ور وتړله، «لیور مې زما د اولاد په ځای دی، ما نه کاوه چیغې مې وهلې، زارۍ مې کولې چې خدای ته وګورئ زه پخه ښځه څنګه ۱۸ کلن هلک ته کینم، خو هیچا مې خبره نه منله، خواښې او خسر مې له ونې لښتې راوړلې او په لښتو يې ووهلم، ويل يې چې هر ډول وي دا خبره به منې، ځکه موږ تا له کوره بهر نه واده کوو، او که کور کې واده و نه کړې بیا خلک او تربوران موږ ته پیغور راکوي.»

کونډه شینکۍ وايي چې خواښې يې ګواښله چې یو ځل دا خبره ومنه چې د تربورانو له پیغوره خلاص شو، وايي بیا هسې هم لمسي ته بل واده کوي، هغه وايي دا هر څه يې د کوتک په زور ومنل او هیچا يې غږ نه آوریدو: «له خفګانه مې په زړه تورې وینې ولاړې دي، څو وارې مې وغوښتل چې ځان مړ کړم خو چې اولادنو ته وګورم بیرته ترې تېره شم.»

یوازې شینکۍ نه ده چې په افغان ټولنه کې د بدو دودونو قرباني شوې بلکې د شینکۍ په څېر سلګونه داسې کونډې دي چې بشري حقونه يې تروړل شوي او له داسې حالته کړیږي.

۶۱ کلنه سایمه یوه بله افغانه کونډه ده چې وايي د میړه له مرګه وروسته پرې ورځ تر بلې ستونزې زیاتې شوې او د ژوندي مړي په شان ژوند يې روان دی.

هغه د پکتیا مرکز ګردیز اوسیدونکې ده، وايي ورور يې نه لرل او دوی څلور خویندې وې او دا يې مشره وه، پلار يې د یوه کلیوال زوی ته واده کړه، سایمه وايي له دریو کلو وروسته يې يو لور وشوه.

«زموږ یواځینۍ ستونزه دا وه چې له فاطمې پرته مې بل اولاد پیدا نه شو او دغې خبرې به ډیره زورولم، هر وخت به مې خاوند ته ویل چې بل واده وکړي خو هغه به له بل واده انکار کاوه، لور مې پیغله شوه هغه تقریبآ د ۱۵ کلو شوه چې خاوند مې ناروغه شو او د څو ورځو په تېرېدو آن له خبرو ولویده لاس او پښو یې کار پریښودو او څه موده وروسته مړ شو، زه او لور مې په تش میدان پاتي شوو لیورونو به مې مونږ دواړه ښکنځلو او هره ورځ به یې راته ویل چې مونږ تاسو دواړه نه شو ساتلی باید بل ځای دې واده کړو، ما به ویل چې زه همدلته خوښه یمه زما د واده کولو عمر ندی خو زما خبره یې نه منله آن تر دې چې وهل او ټکولم به یې، چې د تا مشر لیور یم ته څنګه جرآت کوې چې زما سره خبره واړوې.»

هغه وايي، هره ورځ به په کور کې لانجې وې چې آخر يې په زور په لوګر ولایت کې د یو نیم لک افغانیو په بدل کې خرڅه کړه، وايي ډیرې نارې يې ووهلې هیچا هم و نه ژغورله او پر دې روان ظلم ته ټولو کتل:

«کله یې چې زه بیولم ماته یې د خوب پیچکاري راکړې وه او هلته یې خلکو ته ویلي وو، چې دا په سفر کې همیشه داسې بیحاله کیږي، کله چې په حال راغلم خلکو ته مې وویل چې زه کونډه یمه دوی په زور یې راوستې یمه خو دوی راته ویل چې مونږ خو هغه خلکو ته اوس پیسې ورکړې دي اوس دغه ستا کور دی او ته هیڅ ځای نه شې تللی زما نکاح یې په زور وکړه او کله مې چې خپل خاوند ولیده هغه تر ما ډیر کشر و، آن زه یې د مور په ځای وم نو ماته دغه حالت هیڅ د زغملو نه و، خپل خاوند ته مې په قران قسم کېښود چې زه ستا د مور په ځای یمه ما بیرته ازاده کړه خو هغه ويل چې ته يې اوس موږ ته واده کړې يې بله لاره نه لرې همدلته پاتې شه.»

سایمه وايي پنځه میاشتې وروسته خبره شوه چې لیورونو يې پنځلس کلنه لور په بل چا خرڅه کړې او هغوی پاکستان ته بیولې ده، «ټول امیدونه مې له لاسه ورکړي وو، وروستۍ تمه مې همدا وه چې لور مې ووینم خو دا تمه مې تر ننه پوره نه شوه، هغوی مې لور هم خرڅه کړې وه اوس د خپلې لور په هکله هیڅ نپوهیږم هغه به څنګه او په څه حال کې وي.»

د افغانستان مدني قانون وايي، جبري ودونه په مدني قانون کې ځای نه لري، د دغه قانون له مخې هغه ودونه چې د کورنیو له خوا په زور سره کیږي باطل دي او نه پیژندل کیږي.

د پخوانیو دودونو پالل د افغانستان په لرې پرتو ولایتونو او سیمو کې ډیر دي او یوازې د ولایتونو په مرکزونو کې نسبتآ خلک په دغو برخو کې سم پوهاوی لري او شته ستونزې په لرې پرتو سیمو لکه غزني، پکتیکا، خوست،کندز، بدخشان، هلمند، وردک، بغلان، فاریاب، غور، ارزګان، کې ډیرې دي او لامل یې هم د خلکو د زده‌کړو کچې ټيټوالی دی.

د ښځو حقونو فعاله لیکواله او شاعره شفیقه خپلواک وايي که څه هم تر دې پخوا به یې کونډې په ډېرې بې رحمۍ له خپلو سیمو ډېرې لیرې خرڅولې. خو وايي اوس په دا ډول قضیو کې لیږوالی راغلی، هغه وايي یوازینۍ ښځه بېرته همدا کونډه وي چې د ښه ژوند ټولې لارې پرې تړلې دي.

آغلې خپلواک وايي د دغه کار د مخنيوي يوازينۍ لاره د عامه پوهاوي ترسره کول دي: «د افغانو ښځو دا یو له هغو ستونزو ده چې امکان لري پېړۍ ونیسي چې حل شي. لیکن بیا هم په دې برخه کې باید عامه پوهای وشي. او تر ټولو مهم د دې ښځو اقتصادي ودې ته پام وشي. زه دقیقې شمېرې نلرم خو فکر کوم دا چې اوس کونډې ډېرې په زور نه خرڅېدې ځینو شیانو تاثیر درلود، مثلا حکومتي محاکمو ته ښځو عریضې کولی شوای. د کونډو لپاره ځینې اقصتادي فرصتونه و. او بل هم ممکن ارتباطات او رسنۍ وې چې ممکن د خلکو سترګو تر سوځېده، خو دا په دې معنا نه ده چې د دوی ژوند ښه و. دوی تر بل هر چا سپېره ژوند لري او تر ټولو بده یې لا دا ده چې د دوی بشري حق ترې اخیستل کيږي.»

شفیقه خپلواک وايي د تېرو کلونو د بشري حقونو او مدني مبارزو او د ښځو حقونو لپاره نسبي مبارزو هم په دې برخه کې تر یوه بریده خپل رول لوبولی خو اوس په ټپه ولاړ حالت ښايي دا ستونزې بیرته تازه او ډیرې کړي.

که څه هم په افغان ټولنه کې ژوند د کلتورونو تر څنګ د شریعت مطابق روان دی او خلک يې په دې باور دي چې خپل ټول ژوند د اسلام د دين په رڼا کې وکړي، خو ديني عالمان وايي اول په اسلام ځان پوهول په کار دي.

دیني عالم مفتي عبدالولي وايي په افغان ټولنه کې ډیری هغه څه یوازې په لفظونو شرعي دي چې ملایانو هلته ورته د شریعت نوم ورکړی او نورې ټولې چارې په دودیز ډول روانې دي، هغه وايي هیڅوک دا حق نه لري چې کونډه پرته د هغې له خوښې به زور نکاح یا واده کړي. هغه وړاندې وايي:

«د نبي کريم صلی الله عليه وسلم ارشاد دی: ((لاَ تُنْكَحُ الأَيِّمُ حَتَّى تُسْتَأْمَرَ وَلاَ تُنْكَحُ الْبِكْرُ حَتَّى تُسْتَأْذَنَ)). ثيب، يعنې يو ځل واده شوې ښځه به په نکاح نه ورکول کېږي تر دې چې د هغې امر او مشوره حاصل کړل شي او پېغله به هم چا ته په نکاح نه ورکول کېږي تر دې چې له هغې څخه اجازه واخيستل شي.

په بل حديث کې راځي چې خنساء بنت خِذام انصاريه نومې يوه کونډه ښځه وه، د هغې پلار هغه چا ته په نکاح ورکړې وه، د دې خوښه نه وه، نو هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغله (خپله خبره يې وکړه) نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې پلار تړلې نکاح رد کړه.

عَنْ خَنْسَاءَ بِنْتِ خِذَامٍ الأَنْصَارِيَّةِ أَنَّ أَبَاهَا زَوَّجَهَا وَهْيَ ثَيِّبٌ، فَكَرِهَتْ ذَلِكَ فَأَتَتْ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَرَدَّ نِكَاحَهُ. (صحيح البخاري: «5136»5137»«5138»)،»

مفتي عبدالولي وايي په افغان ټولنه کې د انسانانو حقونه په هره برخه کې تروړل کیږي او په ځانګړي ډول هغه ښځې چې دوی د کلتورونو او دودونو تر اغیز لاندې راغلې وي او په خپلو حقونو نه پوهيږي.

هغه وايي په زور نکاح ته د اسلام دين اجازه نه ورکوي: «دا ډیر لوی ظلم دی، دا بې عدالتي ده، له کونډې یا پیغلې سره په زور نکاح نه کیږي او هر څوک يې چې کوي هغه په حرامو کې لګیا دی او هغه څه چې د خپلو ګټو لپاره يې کوي هغه ته دې د شریعت نوم نه ورکوي، په دغه کار کې ډیر لاس په افغان ټولنه کې د ناپوهه ملايانو دی چې دوی علم نه لري او خپله دوی هم په ټولنه د بدو دودونو تر اغېز لاندې دي، نو حکومتونه مسووليت لري چې د داسې کارونو مخنیوی وکړي»

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت نظر هم له ځان سره ولرو، خو هغوی په دې برخه کې له خبرو کولو او معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

د افغانستان اساسي قانون څلور پنځوسمه ماده په صراحت سره وايي چې هیڅوک په فزیکي ډول یوه کورنۍ یو له بله نه شي بیلولی، «کورنۍ د ټولنې بنسټیز واحد دی او د دولت لخوا یې ملاتړ کیږي. حکومت د فزیکي او رواني روغتیا چمتو کولو لپاره کورنۍ په ځانګړې توګه ماشوم او مور د ماشومانو پالنه او د هغو دودونو د له منځه وړلو لپاره چې د اسلام د سپېڅلي دین له احکامو سره په ټکر کې دي، لازم تدبیرونه نیول.»

د روان کال نومبر په 15مه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ دریمې کمیټې د ماشوم، کم عمره او جبري ودونو (CEFM) د پای ته رسولو پریکړه لیک تصویب کړ. دغه پریکړه لیک له پراخ سیمه ییز ملاتړ سره د هوکړې له مخې تصویب شو. خو طالبانو لا په دغه برخه کې هم خپل نظر نه څرګند کړی او لا هم په ملګرو ملتونو کې طالبانو ته څوکۍ نه ده ورکړل شوي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي او د ښځو او نجونو د تبعیض پر وړاندې د کاري ډلې راپور د بشري حقونو شورا ۵۳ مه غونډه کې چې د جون له ۱۹مې د جولای تر ۱۴مې خپور شوی ويل شوي دي:

5) کورنۍ او کلتوري ژوند:

  1. په افغانستان کې ښځې او نجونې په کورنۍ کې له مساوي حقونو څخه برخمنې نه دي. ناوړه دودونه او د دوامداره نا برابرۍ بېلابېلو ډولونو کې، په اجباري او/یا د ماشوم ودونه، څو ودونه، د جهېز مسؤولیت، د ماشومانو د سرپرستۍ او ساتنې لپاره تبعیضي شرایط، د طلاق او د واده د شتمنیو تقسیم کې قانوني او عملي نا برابرۍ، د واده له منحل کیدو یا د مېړه د مړینې وروسته د بیا واده کولو حق ته د لاسرسي نشتوالی، او د میراث په اړه د کونډو، ښځو او نجونو غیر برابره ونډه، ګډون لري. په کورنیو کې، د حقوقو او مسؤولیتونو د وېش په اړه، له ښځو او نجونو سره په عمومي ډول برابر چلند نه کیږي. د واده په ګډون، په کورنیو کې د ښځو او نجونو په وړاندې تبعیض، د هغوی د ژوند په ټولو اړخونو اغېز کوي.
  2. کارپوهان، په داسې حال کې چې د مذهب او عقیدې د آزادۍ د درناوي اصل ته چې د بشري حقونو په توګه باید حمایت شي، د تاکید تر څنګ، یو ځل بیا ټینګار کوي چې د مذهب یا عقیدې آزادۍ څخه باید هیڅکله د ښځو او نجونو په وړاندې د تبعیض لپاره ناوړه ګټه پورته نه شي. پداسې حال کې چې د ملي، او سیمه ییزو ځانګړتیاوو او ګڼو تاریخي، کلتوري او مذهبي شالیدونو اهمیت باید په پام کې ونیول شي، دولتونو دنده لري، چې د دوی له سیاسي، اقتصادي او کلتوري سیسټمونو ته له پام پرته، ټولو بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو ته وده ورکړي او ساتنه یې وکړي.
  3. د ټولو هغو حقونو محدودول، چې نجونو او ښځو ورڅخه لا د مخه ګټه اخیسته، د څرګند تبعیضي ماهیت څخه هاخوا، په قصدي ډول د شاتګ اقدامات ګڼل کیږي، چې د ICESCR د ۲.۱ مادې لخوا منع شوي.

د تېر حکومت پر مهال د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي څخه د مخنیوي لپاره د حکومت په چوکات کې د ښځو چارو وزارت په ټولو ولایتونو کې ریاستونه لرل او په غیر دولتي برخه کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون کار کاوه خو د طالبانو له راتګ څخه وروسته دغه ادارې له منځه ولاړې او د ښځو چارو د وزارت مرکزي او ولایتي تعمیرونو پر ځای د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او ولایتي ادارې کار کوي خو د ښځو د حقونو د دفاع لپاره هیڅ کوم دولتي یا غیر دولتي اداره کار نه کوي. او حتا نړیوال سازمانونه هم د ښځو د حقونوپه برخه کې کوم ځانګړې برخه او فعالیت نه لري، يوازې له بهره وضعیت څاري او په اړه د رسنیو له لارې غبرګون ښيي.

د جبري نکاح او ودونو په اړه په رسمي ډول کومې خپلواکې ادارې کره ارقام نه دي وړاندې کړي او نه هم کوم نړیوال سازمان په دې برخه کې څېړنې کړې، واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په دغه چاره کې ډیروالی راغلی خو رسنۍ په داسې برخو راپور نه شي جوړولی نو ځکه یې دا مهال کره شمېر یا ارقام په لاس کې نشته.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د تولو راغلو حکومتونو پر مهال قانون، اصول او قواعد یوازې په پلازمينه کابل او بیا د ولايتونو تر مرکزونو محدود پاتې شوي خو په لرې پرتو کلیو لا هم د پخوا په څیر دودیز ژوند دی او تر اوسه پورې پکې په پراخ ډول بشري حقونه تر پښو لاندې کیږي.

دکمه بازگشت به بالا