حقوق الانسانحياةصورة

الموت التدريجي للحضارة وإبادة الأقليات الدينية، حياة الهندوس في أفغانستان

چمتو کوونکی: وحیدالله توحیدی

“حتی خپلو ګودوارو ته ( عبادت خونې ) په ډير ترس دننه کیږو او هغومر ډیر کسان افغانستان کې پاتی نه یو چې د مذهبی مراسمو ډله ایزه لمانځنه وکړو، او که افغانستان کې پاتی هم یو ډير اندک یو صرف هماغه کسان چې د ګودوارو او مندرونو مسؤلیت لری د دیوالی او هولی جشن لمانځی او بس، د کومه وقته چې طالبان راغلی پدی جشنونونو کې می ونډه ندی.”
دا د یو افغان هندوباور خبره ده چې ونه غوښتل تیرینه نوم او عکس واخسیتل شی.

د ویساکې د مراسمو په لړ کې د ماشومانو د عبادت یو انڅور عکس - منجیت سینګ لمبا
د ویساکې د مراسمو په لړ کې د ماشومانو د عبادت یو انڅور عکس – منجیت سینګ لمبا

په ۱۷مه پېړۍ کې د هوتک د کورنۍ له خوا د افغانستان له جوړېدو راهیسې، په افغانستان کې ډېرو افغان هندوباوران له ازادۍ برخمنې وی، او په لوړو دولتي او سوداګریزو پوستونو کې یې کار کول. پنجابي او سندي قومونه چې ښايي په نولسمه پېړۍ کې د سيکانو تر څنګ د سوداګری په پار افغانستان ته راغلي وي.

د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت تر سقوطه پورې په افغانستان کې زرهاو کورنۍ سیکهان وسیدل، خو اوسمهال نفوس یی شاوخوا په افغانستان کې تر ۵۰ کسانو په کچه راټیټه شوی او ډیری یې نورو هیوادونو ته کډوال شوي.
د افغانستان په کلاسیک تاریخ کې هندویزم له ۲۵۰ ق م څخه تر ۵۶۵ میلادی کال پورې د ګڼو مذهبی بدلونونو او پراختیا شاهد و او له نورو ادیانو سره یې ښې اړیکې درلودې.

افغان هندوباوران د کابل شاهانو کورنۍ د کوشان امپراتورۍ له ړنګېدو وروسته له درېيمې پېړۍ څخه تر نهمې پېړۍ پورې د کابل په دره او ګندهارا باندې واکمني کوله. او د هندو شاهي کورنۍ پاچا جیپال د افغانستان وروستی هندو پاچا و، د سلطان محمود غزنوي پر وړاندې د هندوانو له ماتې وروسته په افغانستان کې هندوان کم شول او بالاخره په افغانستان کې د هندوانوواکمني پای ته ورسېده.

سیکانو په افغانستان کې له پیړیو راهیسې ژوند کاوه او تر ۱۹۷۰ کلونو پورې شاوخوا ۲۵۰ زره سک او هندو کورنۍ د افغانستان په څو ښارونو کې ژوند کاوه. کله چې کورنۍ جګړې زیاتې شوې او کابل د څو جنګی محاذونو پلازمینه شو، هندوباور او سیک کورنیو د مجبوریت له مخی کډوال شول، او دا مهاجرت تر اوسه دوام لری او نن ورځ په افغانستان کې د سکهانو او هندوانو د کورنيو د غړیو شمېر په سختۍ سره ۵۰ یا ۶۰ کسانو ته رسېږي.

د افغان سیکهانو د لنګر مراسم چې همیشه په ګوردواره کې ګرم وی او هر څوک کولای شی راشی او نظر واخلی او ډوډی وخوری . عکس منجیت سینک لمبا
د افغان سیکهانو د لنګر مراسم چې همیشه په ګوردواره کې ګرم وی او هر څوک کولای شی راشی او نظر واخلی او ډوډی وخوری . عکس منجیت سینک لمبا
د هندویزم د رسم په حساب د عبادت او د مشر ټاکلو مراسم
د هندویزم د رسم په حساب د عبادت او د مشر ټاکلو مراسم عکس منجیت سینګ لمبا

د ۲۰۱۸ کال د جولای له برید وروسته، د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې هم د افغانستان پر سیک اقلیت باندې برید وشو، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون یې ۲۵ تنه ووژل شول.چې دا د افغان هندوباروانو د کډوالۍ په چټک والې کې ډیر مثبت اثر پریښود.

د بشري حقونو د مدافعینو په وینا، (د قوي ملاتړ نشتوالي په افغانستان کې سیکان د یو مذهبي اقلیت په توګه تر بل هر وخت ډیر زیانمنونکي احساس کړي دي.)

د کارته پروان او د کابل شهر کهنه کې د هندوګوزر دوه مشهور ځایونه وو چې په کې سیکانو او هندوانو ژوند کول او په جلال اباد کې د سیکانو د عبادت ځای د شتون له امله دا ښار هم د دوی لپاره ځانګړی دیني ارزښت درلود، ځکه ویل کیږي چې د بابا نانک د سیک مذهب مشر په پنځلسمه پېړۍ کې دغه ښار ته تللی و. اوس هم په جلال اباد، کابل او د افغانستان په نورو ښارونو او ولایتونو کې د دغه مذهب یو شمېر معبدونه د دغه هېواد د کلتوري میراثونو برخه ده. دا ښارونه هغه ځایونه دي چې د سیک کلتور وده کړې دی.

خو نیابتی جنګونه د سیکهانو اقلیت په ژوند او تجارت باندی ډيره ناوړه اغیزه وکړه او ددوی د پيړیو پیړیو تمدن،اقتصاد،د ژوند کولو حقوق او آزادی ترینه سلب کړ.

د سیکانو او هندوانو استازي وايي: دوی د سیمه ییزو زورواکو، جنګسالارانو له یوې راپورته شوې ډلې سره قوي سیاسي، جهادي او مالي ملاتړ نه درلود. غاصبان او د حقوقو سرغړونکي له دوی څخه جایداونه به زوره واخیست.

د سیکانو د استازو په وینا، ” د زورواکانو یوه پښه یې په واک کې وه، بله پښه یې د ظالم په غېږ کې وه”.

دغو زورواکو هندوباوران دی ته اړ کړی وو چې یا کورنه او جایداونه پریږدی ګني وژنی یی او یا هم په ډیره ټیټه بیه یی جایداونه تیرینه ترلاسه کړ، چې د بده مرغه دوی لا تر اوسه خپل جایداونه یی لا ندی ترلاسه کړی.

د افغان سیکهانو کار و بار ډیری د خوراکو، یونانی دواخانو او یونانی طبابت پوری نغښتی وو . عکاس منجیت سینک لمبا
د افغان سیکهانو کار و بار ډیری د خوراکو، یونانی دواخانو او یونانی طبابت پوری نغښتی وو . عکاس منجیت سینک لمبا

سردار منجیت سنګ لمبا په افغانستان کې د هندو او سیکهانو د مجتمع مشر وایی : ” پخوا موږ تر ۷۰۰ زره کورنی په هلمند کندهار ننګرهار کابل او نورو ولایاتو کې وسیدلو. د ۲۰۱۸ کال په انفجار کې چې په ننګرهار کې وشول موږ خپل مشران له لاسه ورکړ او په ۲۰۲۰ کې هم چې په کابل کې انفجار وشو نو موږ بیا هم خپل درانه مشران له لاسه بیا ځلی ورکړ، نو پریکړه مو وکړه ترڅو افغانستان پریږدو او کډوال شو ګرڅه اوس زه یوازی په کابل کې یم .”

” اوس په ټول افغانستان کې زموږ تعداد شاید تر ۶۰ کسانو پوری ورسیږی او د سیک تمدنی حوزه مو مخ په ختمیدو دی.”
متاسفانه په افغانستان کې سیک او هندو باوران د مذهبي تبعیض، جبر او بې غوري او د یو بل عقایدو له امله ځورول، سپک کیږی او سپکاوی د دې لامل شوی چې په افغانستان کې د سیکانو د پاتې کیدو هیڅ هیله ونکړی.

د افغان سیکهانو د عبادت مراسم چې د ګرونانک ګوردواره کې په ننګرهار کي تر سره کوی . عکس منجیت سینک
د افغان سیکهانو د عبادت مراسم چې د ګرونانک ګوردواره کې په ننګرهار کي تر سره کوی . عکس منجیت سینک

“یو افغان سیک وایی: “زما زړه د افغانستان لپاره درزيږي، او افغانستان زما وطن دی، خو زه يو شکايت لرم چې په افغانستان کې زما مسلمان وروڼه راته وايي چې ته هندي يې، کله له هنده راغلی يې؟ موږ ته ووایه چې تاسو یو افغان یاست، ولې افغانستان ته نه ځئ؟” موږ افغانان یو او هنديان نه یو.”

(د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په اساس په ۲۰۲۲ میلادی کال کې د نړیوالو مذهبي ازادیو په اړه په خپل راپور کې د مدني ټولنې د ډلو له قوله ویلي چې اټکل کیږی د ۲۰۲۲ کال تر پایه به یوازې ۹ سیکهان او هندو اقلیتونه په افغانستان کې پاتې شي. )
سردار منجیت سنګ لمبا په افغانستان کې د هندو او سیک د مجتمع مشر د سیکهانو د مدنی حقوقو د تر لاسه کولو لپاره زیاتوی :

سردار منجیت سینک لبما د افغان دهندوباورانو او سیکهانو د ټولنی مشر
سردار منجیت سینک لبما د افغان دهندوباورانو او سیکهانو د ټولنی مشر

همدا راز د سیک د اقلیتونو مدنی فعال او لیکوال ښاغلی دیاسنګ انجان چې اوس کډوال شوی د سیکانو د حقوقو د ترلاسه کولو او ددی تمدن د نه مړه کیدو په هکله په افغانستان کې اندیښنه څرګندوی او وایی:
” موږ په افغانستان کې د خپلو مسلمانو ورونو سره اوږه په اوږه د افغانستان په پرمختګ او هر برخه کې ملاتړ کړی، دا احسان په چا نه کوو، افغانستان مو خپل وطن دی، خو د بده مرغه هغه حقوق چې باید اقلیتونو ته د یو دولت لخوا ورکړی شی او ورته ژمن هم وی په افغانستان کې موږ ته ندی راکړی شوی.
زموږ څخه د ژوند حق اخیستل شوی، زموږ مال او کار و بار له موږ څخه د جهادی ټوپکیانو لخوا په زوره واخیستل شو او دی ته مجبور کړای شو تر څو وطن پریږدو او مهاجرت ته مخه کړو. په مذهبی مراسمو کې انفجارات وشول او هیڅوک زموږ پوښتنه ونکړه، که نړۍ واله تولنه دغی موخې ته جدی توجه ونکړی نو فکر کوم چې د سیکهانو اقلیت په افغانستان کې مخ په ورکیدو شی او څو کاله ورسته به د سیک د اقلیت نوم به په افغانستان کې څوک وانخلی .

سردار دیاسینک انجان مدنی فعال
سردار دیاسینک انجان
مدنی فعال

* دا خبری راپور د بشری حقونو لپاره ژورنالیستان «JHR» په ملاتړ چمتو شوی.

 

زر الذهاب إلى الأعلى