افغانستانحقوق بشرزندگیعکس
موضوعات داغ

د کونړ په وټه‌پور ولسوالي کې خلک روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري

راپور: همایون حبیبی

د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې خلک روغتیايي اسانتیاوو ته لاس رسی نلري، ددې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي په روغتیايي مرکزونو کې د لازمو اسانتیاوو د نه شتون له کبله په دغه مرکزونو کې د دوي درد نه دوا کیږي، دوي په روغتیايي مرکزونو کې زیاته ګڼه ګوڼه، په کافي اندازه د روغتیاپالانو نه شتون ، د درملو کمښت او خرابې لارې جدي ستونزې په ګوته کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا ولایتي چارواکي وايي په روغتیايي برخه کې د وټه پور ولسوالۍ د خلکو له ستونزو خبر دي او د حل لپاره یې هڅې دوام لري.

وټه پور د کونړ ولایت مرکز اسعد اباد شمال ته نږدې په اته کیلو میټرۍ کې پرته ګڼ نفوسه او غریزه ولسوالي ده ، ګڼ شمیر لوی او کوچني کلي لري او اکثره خلک یې د غرونو په لمنو کې ژوند کوي ، اوبه او هوا یې ښکلې ده او خلک یې خپل ورځنۍ ژوند د باغدارۍ او مالدارۍ په ذریعه مخ ته وړي خو د طبعیت په دې ښکلې سیمه کې خلک په ورځنیو چارو کې د ګڼ شمیرستونزو سره لاس او ګریوان دي ، ددې ولسوالۍ د خلکو په وینا آن د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو څخه بې برخې دي او هغه څه چې ددې ولسوالۍ خلک ډير زوروي د روغتیايي اسانیتاوو نشتوالی دی.

په دغه ولسوالۍ کې اوسمهال د مرکزي کلینک ترڅنګ په اوو روغتیايي مرکزونو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کیږي چې د خلکو په وینا د دوي روغتیايي ستونزې نه شي حل کولی.

دهوز او قرو دوه هغه سیمې دې چې خلک یې د وټه پور ولسوالۍ د نورو سیمو په پرتله له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

دهوز کلی بیا ددې ولسوالۍ یو له ګڼ میشته سیموڅخه ده چې د وټه پور ولسوالۍ څخه پنځه ویشت کیلو متره لرې پرته ده ، په دغه سیمه کې نهه لوی او تر شلو زیات کوچني کلي دي چې د سر شمیرنو له مخې پکې نږدې ۲۰ زره انسانان ژوند کوي ، ددغه سیمې اوسیدونکي وايي په دومره ګڼ میشته سیمه کې دوي یوازې یو کلینیک لري چې ناروغان د څو ورځو انتظار وروسته هم بې درملنې پاتې وي،دوي په دغه روغتیايي مرکز کې د ښځینه ډاکټرې نشتون او زیاته ګڼه ګوڼه د جدي ستونزې په توګه یادوي.

ددې سیمې د خلکو په وینا د ښځینه روغتیا پالانو د نشتون له کبله بارداره میرمنې د زیږون پرمهال له جدي ستونزو سره مخ دي او پروخت روغتیايي مرکزونو ته نه لاس رسی د مور او ماشوم ژوند ګواښي

د دهوز کلي اوسیدونکی خیرالرحمن وايي:(( د دوي کلی د نورو ستونزو ترڅنګ په روغتیايي برخه کې هم زیاتې ستونزې لري ، په ټول دهوز کې یوازې یو فرعي کلینیک شتون لري چې عاجلو ناروغانو ته په ځانګړي توګه بارداره میرمنو او نوي زیږیدلو ماشومانو ته پر وخت روغتیايي خدمتونه نه شي وړاندې کولی ، د کلینیک د لري والي او د ښځینه ډاکټرې د نشتون له کبله ښځې اړ کیږي چې په کور کې په ډير بد وضعیت زیږیون وکړي چې دا کار کله هم د مور او ماشوم دواړو د له منځه تللو سبب ګرځي.))

عبدالحق د دهوز کلي د ناوو د سیمې اوسیدونکی بیا د سړکونو نشتوالی د روغتیا په برخه کې د ستونزو زیږنده بولي او زیاتوي چې: (( د دوي د کلي سړک نیشته او ډيری وخت په ولادت ناروغه میرمنې د کټ په مرسته د جنازې په ډول یا د حیواناتو په مرسته د ساعتونو مزل وروسته روغتون ته رسوي چې په دې توګه د مور او ماشوم دواړو ژوند له ګواښ سره مخ کیږي او ځینې میرمنې داسې حالت ته هم رسیږي چې خپل ژوند د لاسه ورکوي.))

زرغونه چې دهوز کلي کلینک ته د درملنې لپاره راغلی وه وايي (( زمونږ کور د کلینیک څخه ډير لری دی ، ښځه ډاکټره نیشته او زمونږ د کلي ډيری ښځې په کورونو کې په سختو شرایطو زیږون کوي ، چی ډير کله یا مور ژوند د لاسه ورکړي او یا ماشوم ، همدا یوه میاشت مخکی زما خور د شپې ناروغه شوه کلینیک ته د ورتلو امکانات نه وو په کور کې یې ماشوم په ډير سخت حالت کې پیدا شو نږدې وه چې خور مې د ډيری وینې تویدنې له کبله خپل ژوند د لاسه ورکړي، همداسې ډيرې میرمنې له ورته مشکلاتو سره مخ کیږي ، اوسه پورې زمونږ په کلي څو ښځې د ماشوم د پیدا کیدو په وخت کې مړې شوي دي خو کلونه کلونه وشو زمونږ دا مشکل همداسی دوام لری او څوک ورته پاملرنه نه کوي.))

و مو غوښتل چې په وټه پور ولسوالۍ کې د امید وارۍ پر مهال د مور او ماشوم د خوندیتوب او په دې برخه کې د شته ستونزو او اسانتیاوو په اړه د یوې قابله او یا ډاکټرې څرګندونې هم ولرو خو د مسلسلو هڅو سره په دې ونه توانیدلو.

د دهوز کلي د اوسیدونکو په وینا د تیر جمهوری حکومت په وروستیو کلونو کې د دوي سیمه د جګړې په ډګر بدل شوی وو او د طالبانو اوسنی رژیم هم ورته سمه پاملرنه نه کوي، ددې سیمې د خلکو په وینا تیرو ناامنیو د ژوند له ټولو اسانتیاوو بې برخې کړي وو، د دوي کلینیک غیر فعاله وو خو او اوس چې په نسبي توګه لږې اسانتیاوې رامنځ ته شوي او جګړه نیشته باید د دوي سیمې ته ځانګړې پاملرنه وشي او دهوز کلي کلینیک په ښه امکاناتو سمبال شي.

بخشی از قریه کنر دهوز
د کنړ د دهوز کلي یوه برخه

د مور په غیږ کې وړوکی محمد ابراهیم چې سینه و بغل ناروغي لري په سیمه ییز کلینیک کې د دوه ځل مراجعې سره لا هم نه دی ښه شوی مور یې چې نه غواړي نوم یې دلته ذکر شي وايي:((دوه ځل یې د دهوز سیمه ییز کلینیک ته بوتلی خو د دریو اونیو په تیریدو سره لا هم په ناروغۍ کې یې کوم ښه والی نه دی راغلی او دا ځل یې د ولسوالۍ کلینیک ته راوستی ترڅو سمه درملنه یې وشي.))

په ورته مهال د وټه پور ولسوالۍ مرکزي کلینک کې پر دنده بوخت ډاکټرعبدالرازق وايي د هوا په سړیدو سره موسمي ناروغۍ زیاتې شوي ، چې کورنۍ په یو لړ بې غوریو تورنوي ، د ډاکټر عبدالرازق په وینا:((هره ورځ شاوخوا څلویښت مختلف ناروغان ورته راځي ، درملنه یې کیږي خو اکثره ناروغان تر ډیره درمل پر وخت نه کاروي او نیمايي کې یې پریږدي چې همدا د ناروغیو د دوام او په وار وار د تکراریدو لامل ګرځي، ناروغانونو ته زما سپارښتنه داده چې درمل پر وخت او مکمل وخوري او د ډاکټرانو لارښوونې په سمه توګه عملي کړي.))

د وټه پور ولسوالۍ خلک له طالبانو او نړۍ والو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي، چې د دغې ولسوالۍ په لېرې پرتو سیمو کې دې نوي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او هم دې په شته روغتیايي مرکزونو کې د درملو او نورو اړینو طبي توکو د کمښت ستونزې حل کړي.

د وټه پور ولسوالۍ د قرو د سیمې اوسیدونکی کلیم الله ساپی هم د دوي په سیمه کې د روغتیايي ستونزو په یادولو سره وايي:((د دوي سیمه په روغتیايي برخه کې له په پامه غورځول شوې ده او دوي آن د لومړنیو روغتیايي خدمتونو څخه هم بې برخې دي، هغه څه چې په روغتیايي مرکزونو کې یې د شتون ډاډ ورکول کیږي یوازې نمایشي دي ، د اته او لس کیلو متره مزل وروسته خلک روغتون ته ورشي خو هلته یا ډاکټر نه وي او که ډاکټر موجود هم وي بیا درمل نه وي ، ستونزه یوازې په ولایت د ناروغه میرمنو نه ده ، د ښځو نورې ډيرې داسې ناروغۍ دي چې باید د ښځینه ډاکټرې لخوا یې درملنه وشي او کوم کلینیک کې چې ښځه ډاکټره نه وي نو هلته به د ښځینه ناروغانو درملنه څنګه ترسره کیږي مجبورا یا به نارینه ډاکټر ته ښودل کیږي او یا به له زیات مزل وروسته د ولایت مرکزي روغتون ته ورځي چې دا د خلکو لپاره هم سخته ده او هم ورته په اقتصادي لحاظ ګران تمامیږي مونږهیله کوو چې ولایتي او مرسته کوونکې ادارې دې زمونږ ستونزې په جدي توګه په پام کې ونیسي.))

د کلیم الله په وینا :((په سیمه ییز کلینیک کې د ناروغانو لپاره لازمې اسانتیاوې نیشته او د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته هم د لارې د خرابوالي له امله پروخت لاس رسۍ نه لري چې له کبله یې خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.))

که له یوې خوا د وټه پور ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي او ناروغان په روغتیايي برخه کې له پرتو ستونزو سر ټکوي ، روغتیايي کارکوونکي هم له ځینو ننګونو سره مخ دي چې د دوي ډیری چارې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي ، د دوي په وینا باید د طالبانو اوسمهالې مشران ورته پاملرنه وکړي.

د وټه پور ولسوالۍ د مرکزي کلینیک کارکوونکې رضا خان ( مستعار نوم ) وايي: (( په ټول توان شپه او ورځ د ناروغانو په خدمت کې یو، خو هغه امکانات چې لازم دي زمونږ په واک کې نیشته ، کلینیک ته د تګ راتګ وسایط نه لرو ، بیړوبار او له ټاکلي حد د ناروغانو شمیرزیات وي ورته رسیدګي نه شو کولی که یو ناروغ ته رسیدګي وکړو بل پاتې وي، نوکریوالي راباندې زیات وي ، د خلکو رد بد اورو ځکه خلک دارو او درمل غواړي مګرمونږ سره نه وی چې ناروغانو ته یي ورکړو او بیا هغه څه چې مونږ ډير زوروي د معاشونو کموالی دی ، هغه معاش چې مونږ ته راکول کیږي زمونږ د کور او ورځنیو چارو د لګښتونو لپاره بسنه نه کوي.))

د طالبانو ځايي چارواکي ددې ولایت په بیلا بیلو برخو کې د خلکو په وړاندې روغتیايي ستونزې مني او وايي د حل لپاره یې هڅې دوام لري ، د کونړ د عامې روغتیا رئيس مظفر مخلص وايي:((په وټه پور ولسوالۍ کې دا مهال اوه روغتیايي مرکزونه شتون لري ، چې په ټولو دغو مرکزونو کې روغتیايي کارکوونکي او ډاکټران څلوریشت ساعته د خلکو په چوپړ کې دي ، په ولادت ناروغه میرمنو او نویو زیږیدلو ماشومانو ته د قابله ګانو په مرسته خدمتونه وړاندې کیږي او په دې برخه کې د ولسوالۍ په کچه کومه متخصصه ډاکټره شتون نه لري،هغه ناروغه میرمنې چې د قابله ګانو له توان پورته درملنې ته اړتیا ولري نو ولایتي روغتون ته استول کیږي.))

د کونړ د عامې روغتیا رئيس مظفر مخلص
د کونړ د عامې روغتیا رئيس مظفر مخلص

دغه راز مخلص زیاتوي:(( هغه سیمې چې له روغتیايي مرکزونو څخه لرې دي د ګرځنده روغتیایی ټیمونو او مرسته کوونکو ادارو پرمټ د خلکو ستونزو ته د رسیدو هڅه کیږي ، مونږ په لرې پرتو سیمو کې د خلکو مشکلات درک کوو خو کوم امکانات او دارو درمل چې په واک کې لرو خلکو ته یې په سمه توګه رسوو ، یوه اساسي ستونزه چې په وټه پور ولسوالۍ کې ده د قرو سیمې کلینیک لپاره د ودانۍ نشتوالی دی چې د ودانۍ جوړولو لپاره یې مرکزي حکومت ته وړاندیز شوی دی او منظور شوی هم دی ، انتظار اوس دی ته دی چې کوم ډونر ددغه ودانۍ جوړولو لپاره د دوي غوښتنه ومني.))

دغه راز مخلص ډاډ ورکوي چې ددې ولسوالۍ مرکزي کلینیک به په بستر داره روغتون بدل شي چې ورسره به په روغتیايي برخه کې د وټه پور ولسوالۍ د خلکو نږدې اتیا سلنه ستونزې هوارې شي.

په ورته وخت کې د طالبانو د والي ویاند او د اطلاعاتو او کلتور ریس مولوی نجیب الله حنیف وايي:((په دهوز کلي کې د خلکو روغتیايي ستونزې له نږدې څارو ، واقعا چې ددغه سیمې اوسیدونکي د روغتیا په برخه کې ډيرې ستونزې لري، د عامې روغتیا ریاست او مرستندویه ادارو سره یې په ګډه د حل تودې هڅې کیږي خوهغه څه چې په دهوز او قرو غرنیو سیمو کې د روغتیايي ستونزو د رامنځ ته کیدو لامل شوی د سړک نه شتون دی ، دی په مرکزي حکومت غږ کوي چې ددې سړک په رغونه کې د خلکو غوښتنو ته رسیدنه وکړي.))

د طالبانو د والي ویاند او د اطلاعاتو او کلتور ریس مولوی نجیب الله حنیف
د طالبانو د والي ویاند او د اطلاعاتو او کلتور ریس مولوی نجیب الله حنیف

د حنیف په وینا:(( د دهوز او قرو سیمو سړک جوړیدو سره به خلک به په اسانۍ سره وکولی شي چې خپل ناروغان د ولسوالۍ کلینیک او یا هم د اسعد اباد مرکزي روغتون ته بوځي چې په دغه مرکزونو کې د ناروغانو لپاره لازمې اسانتیاوې چمتو شوي دي او په دې توګه به د خلکو روغتیایي ستونزه تر ډيره هواره شي.))

په داسې حال کې چې د کونړ د طالبانو ولایتي چارواکي د دهوز او قرو سیمو د خلکو روغتیايي ستونزو حل ددغه کلیو د سړک جوړیدو سره تړي خو ددغه سړک د جوړیدو لپاره د کوم خاص وخت یادونه نه کوي.

نیوکې دادي چې د روغتیا په برخه کې فعالیتونه یوازې د ولایت په مرکز او نږدې ولسوالیو کې دي او لرې پرتو سیمو ته سمه رسیدنه نه کیږي ، د روغتیايي چارو کارپوهان وايي حکومت او مرستندویه ادارې د شته امکاناتو په کارولو سره دې لرې پرتو سیمو ته لومړیتوب ورکړي او ورته لازمې روغتیايي اسانتیاوې ورسوي.

د روغتیايي چارو کارپوه ډاکټرهدایت الله زرمت وايي:((د کونړ ډيری خلک په غریزو سیمو کې ژوند کوي چې اکثرآ د کلیوالي سیمو سړکونه هم خراب دي او تر ډیره نورې لازمې اسانتیاوې هم په یادو سیمو کې شتون نلري نو حکومت او مرسته کوونکو موسساتو ته په کار ده چې په لرې پرتو سیمو کې د خلکو نفوس او ستونزو ته په کتو ورته نږدې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي ، په کافي اندازه درمل ورته ورسوي او په کلیوالي سیمو کې روغتیايي کارکوونکي او ډاکټران په تشویقي امتیازاتو وګماري ، په ډاکټرانو هم غږ کوم چې د انساني همدردۍ له مخې دې کلیوالو سیمو ته د خلکو د خدمت لپاره وخت په وخت ورشي او د خلکو د درملنې ترڅنګ دې ورته لازمې روغتیايي مشورې ورکړي.))

د روغتیايي چارو کارپوه ډاکټرهدایت الله زرمت
د روغتیايي چارو کارپوه ډاکټرهدایت الله زرمت

دا یوازې د کونړ وټه پور ولسوالي نه ده چې خلک یې د لازمو روغتیايي اسانتیاوو څخه بې برخې دي ، د افغانستان د یو شمیر نورو ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې هم خلک له ورته روغتیايي ستونزو سر ټکوي، کلونه کیږي چې چارواکي او مرستندویه ډلې ورسره د ستونزو د حل او لازمو اسانتیاوو د رامنځ ته کولو ژمنې کوي خو تر اوسه دغه ژمنو لپاره عملي کار نه دی شوی.

دکمه بازگشت به بالا