د یوې کورنۍ کیسه چې د استوګنې کارت لرلو سره سره د پاکستان حکومت د دوی کور وران کړ او په زوره یې وشړل

راپور: جاوید شینواری

#پاکستان د ۲۰۲۳ اکتوبر راهیسې په ناڅاپي امر په سلګونه زره افغان #کډوال چې په دغه هېواد کې غېرې قانوني اوسېدل افغانستان ته وشړل.

په دې پريکړې سره نه ...
يواځې په پاکستان کې د افغان کډوالو کورونه ويجاړ شو بلکې شخصي کاروبارونه يې هم لمنځه لاړل او تش لاس خپل وطن ته وګرځېدل.

په سلګونه زره دې افغان کډوالو کې چې ښايي نورې کورنۍ هم وي؛ يوه داسي کورنۍ مو وموندله، چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو( پي او ار ) کارتونو لپاره یې نوملېکنه کړې وه او ټوکن هم ورکول شوی و خو بيا هم د پاکستان حکومت کډه ور په سر او کور يې ور ویجاړ کړ.

دغه کورنۍ د ننګرهار ولايت د پچير اګام ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده او يواځنی سرپرست يې خان وزير نوميږي چې اوه لورګانۍ او يو ديارلس کلن زوي لري.

نوموړی په خبرو کې خپلې تنګسې بيانوي او هغه ورځ د قيامت ورځ يادوي، چې په کومه ورځ ورته د پاکستان حکومت کور وران کړ او ده ته يې له پاکستانه د وتلو امر وکړ.

هغه وايې ((د پاکستان په ارېپور کې مې څو کاله مخکې د غريبې په پيسو ځانته يو وړوکی خټېن کور واخېست ژوند مو ښه روان و ما د بوټانو په يوې کارخانه کې کارکاوه او شپې مې بچيانو سره په ارامه تېريدې خو نه وم خبر چې يوه ورځ به داسپرلی ژوند خزان کيږي ظالمانو مې په کور لوډر راتېر کړ بچيانو مې ورته چيغۍ وهلې چې خير دی کور ته مو څه مه وايې خو دوي د هيچا غږ نه اورېده او زما غريبانه کور يې په کنډواله رابدل کړ او کله چې مې زوی د کور د ورانولو له صحنې ويډيو کوله پاکستانيو پوليسو ورڅخه موبايل واخېست او له ويډيو کولو يې منعه کړ ))

خان وزير خپل اوسني ژوند ته په کتو زياتوي يوه مياشت کيږي، چې د خپلې کورنۍ سره خپل وطن ته راغلی يم خو تر اوسه مې هيڅ کار روزګار ندی پيداکړی کوڅه په کوڅه دفتر په دفتر کار پسې وګرځېدم، خو د کار هيڅ درک و نه لګېده زياتوي د څو ورځو دپاره مې په لاسي کراچۍ مزودوري وکړه خو دومره پېسې مې وکړې چې د کور د سبزې بس شوې

لطفا در کانال خبرگزاری کوکچه عضو شوید


https://www.youtube.com/c/kokchapresscom
#افغانستان #اخبار #کوکچه
Please subscribe to our channel
#Afghanistan #News #kokchapress
[+] Show More
دکمه بازگشت به بالا