آموزشافغانستانپناهندگانحقوق بشر
موضوعات داغ

پاکستان ته کډواله شوې افغانه درخانۍ نيازۍ: غواړم د افغاني جامو ګنډلو د هنر په وسيله د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړم

پاکستان ته کډواله شوې افغانه درخانۍ نيازۍ: ”غواړم د افغاني جامو ګنډلو د هنر په وسيله د خپلې کورنۍ ملاتړ هم وکړم او په خپلو لورګانو مې زده‌کړې هم وکړم”

علي ګل “لمر نيازی” – په تبعيد کې افغان خبريال اسلام آباد – پاکستان

د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو د بياځلې حاکميت وروسته، پاکستان ته کډواله شوې افغانه مېرمن درخانۍ نيازۍ(مستعار نوم) هغه څوک ده چې، د افغاني جامو ګنډلو دوديز هنر او د افغاني غذا رنګ او خوند يې نه يوازې په خپل ګاونډ کې ميشته پاکستاني کورنيو باندې اغېز کړی؛ بلکې د خپلې تازه کډوالې شوې کورنۍ د ګټې-وټې ذريعه هم ګرځېدلی ده.

۳۱ کلنه درخانۍ نيازۍ – چې پلارګنۍ يې په اتيايمه ميلادي لسيزه کې پر افغانستان د شوروي اتحاد له يرغل وروسته پاکستان ته کډه شوې وه – په ۱۹۹۲ ميلادی کال کې دغلته د شمال لوېديځ ايالت صوبه سرحد(اوسنۍ خيبر پښتونخوا) اړوند د افغان کډوالو په يوه کمپ کې زېږېدلې ده.

نوموړې هغه وخت يوولس کلنه ماشومه وه چې کورنۍ يې په ۲۰۰۳ کال کې بيرته خپل اصلي وطن افغانستان ته ور ستنه شوه… خو هغه نه پوهېده چې وطن ته له ستنېدو اتلس کاله وروسته به يې لالهانده تقدير يو ځل بيا کډوالۍ ته اړ باسي. هو! دا ځل له پلارګنۍ پرته، د يوې واده شوې مېرمنې په حيث، د ژوند له ملګري او شپږو اولادونو سره مل کډوالي.

دا چې پاکستان ته د بياځلې کډوالۍ او د وطن پرېښودلو پر مهال يې په ذهن کې څه تېرېدل او څه احساس يې کاوه؟ په اړه يې درخانۍ راته وويل:

((چې کله مو پاکستان ته د راتللو خبره معلومه شوه، نو ماته د هغه مخکېني مهاجرتوب سختې ورځې را په ياد شوې. وطن کې خو ښه و ښکلی ژوند مو شروع کړی و. خو کله چې بيا د مهاجرتوب مجبوري راغله، نو زه په سوچ کې شوم چې ښه اوس به څه کېږي؟ اوس خو د مخکې وار غوندې هم نده چې زه بې غمه وم، دا وارې خو غم زما په غاړه دی – د خپلو شپږو ماشومانو بوج – هغه هم په تش لاس.))

هغې د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: (( له وطنه د راوتلو ډېر سخت وخت و. چې له کور نه را روانېدلو، موږ ټولو ژړل. د خپلوانو ښځو مو هم راپسې ژړل، زما د پلارګنۍ او خسرګنۍ واړو او زړو ټولو سلګۍ کولې. خپله ما ته هغه لحظه بيخي ډېره سخته وه چې زه او ماشومان مې له خپلې شخصي کوټې راووتو او د زړه په زور مې يې دروازه رابنده کړله … بس نو له موږه هر څه پاتې شول؛ خپلوان، کور، کلی، وطن او هغه د خپل وطن بې غمه ژوند. اوس هم چې وطن راياد شي، غوټ – غوټ زړه مو پسې وخوږېږي. ماشومان مې هر وخت د وطن د کور او کلي د همزولو د ليدلو ارمان کوي… له وطنه په تياره سهار کې راوتلي يو، خدای خبر چې مخکې ژوند به مو څرنګه کېږي، تر اوسه خو کومه رڼايي نه ښکاري.))

درخانۍ وايي کورنۍ يې پاکستان ته له راتګ سره سم له بد اقتصادي وضعيت سره مخ شوه؛ هغه ځکه چې خاوند يې څه اندازه خپلې سپما کړې افغانۍ او څو زره قرض کړي ډالر، ټول د دوی د پاسپورټونو په جوړولو او د پاکستان د يو کلنو ويزو په تر لاسه کولو، لا له وړاندې مصرف کړي ول.

درخانی نیازی، د پاکستان په پیښور کې افغان خیاطۍ ښځینه کډواله
درخانی نیازی، د پاکستان په پیښور کې افغان خیاطۍ ښځینه کډواله

خو هغه لږ تر لږه خپله کورنۍ په دې خوشبخته ګڼي، چې له څو مياشتو پرلپسې هڅو وروسته يې د سفر ټول لازمي اسناد برابر کړای شول او د ۲۰۲۲ کال د مارچ مياشتې په يوه تياره ماښام کې يې له سختې وېرې او ډار سره مل، ځانونه د تورخم بندر له لارې د طالبانو له تسلط رابهر او پېښور ته راورسول.

پاکستان ته د راتګ له هماغه مهاله راهيسې د درخانۍ کورنۍ په يوه کرايي کور کې اوسېږي، چېرې چې هغوی د خپل ورځني ژوند د امکاناتو د موندلو او د خپلو لوڼو او زامنو د زده کړو دپاره په دوامداره توګه مبارزه کوي. خو دا ځل په دومره توپير چې د استوګنې نوی ماحول يې د کډوالۍ د هغه پخواني کمپ له شرايطو بهتر دي، چېرته چې درخانۍ د زده کړو په شمول د ژوند له ډېرو اساسي حقونو محرومه رالويه شوې وه.

د پاکستان په دغه شمال لوېديځ ښار پېښور کې – چېرې چې د درخانۍ کورنۍ مېشته شوې ده – د اوړي د دوبجنې ګرمۍ سختې ورځې لا د وخته تېرې شوې او د ډسمبر مياشتې ساړه رالګېدلي دي. په همداسې يوه سړه ورځ درخانۍ په داسې حال کې د خپل ژوند په اړه له ما سره د خبرو دپاره مرکې ته حاضره شوه، چې د کور د پاسني پوړ پر بام يې د غرمې د لمر تاوده پيتاوي ته نری سولېدلی ټوکر هوار کړی و. هغې پر دغه ټوکر دپاسه د جامو ګنډلو ماشين، څو ډوله رختونه، قيچي، برقي اوتو او د جامو ګنډلو اړوند نور ضروري شيان رايوځای کړي ول.

د ورځې په دې وخت کې د درخانۍ دوه لوڼې او درې زامن ځايي دولتي ښوونځيو کې په درس ويلو بوخت و، او دا مهال يې يوازې خاوند او کوچنی دوه کلن زوی ورسره په کور کې و.

له درخانۍ مې د مرکې په پيل کې وپوښتل چې خپله کيسه راته د خياطۍ د هنر له زده‌کړې را پيل کړي، چې ګنې څه وخت او څنګه يې لاسونه له ګنډلو، تار او ستن سره اشنا شوي دي؟! هغې په داسې حال کې چې د يوه افغاني کميس د لمنې او لستوڼو په پيوندولو بوخته وه؛ په نسبتاً ټيټ غږ راته وويل:

(( موږ مخکې هم دلته پاکستان کې و، د مهاجرو کمپ کې. داسې له شلو نه خو به ډېر کالونه کېږي، هغه وخت زه وړه وم. زما چې يادېږي، داسې د اتو او لسو کالو خو به وم چې ټک(ګنډل) مې شروع کړ.))

هغې زياته کړه: (( هغه وخت زموږ د مهاجرو په کمپ کې مکتب نه و؛ د اوړکيو(هلکانو) و، خو زموږ د جينکيو بيخي نه و. موږ به خاص کله – کله جومات ته تللو. ځکه به نو زه هم لکه زموږ د کور او کلي نورې ښځې او جينکۍ ټول وخت په کور کې وم. مکتب نه و نو، جينکيو او ښځو به خاص د کور کارونه کول. په سرو به مو له خوړ نه اوبه راوړلې، د کور کوټې او انګړ به مو جارو کاوه، کالي او لوښي به مو مينځل، پخلي کې به هم لګيا و… او چې د کور له کارو به وزګارې شوو، نو بيا به ښځو چا مرۍ کولې(د مريو اوبدل) چا به کالي ګنډل، چا به نور د سينګار توکي جوړول. مشرو ښځو به اکثره وخت بړستنې او ځلان جوړول – څوک به په يوه شي څوک په بل شي لګيا وې. بس نو ما به دې هر څه ته کتل، رنګ په رنګ شيان به مې ليدل او ترې زده کول به مې. نو دغسې مې کرار – کرار هر څه پسې زده کړل، هغه که جامې وې او که پخلی.))

هغې زياته کړه، د مهاجرت د مهال د ماشومتوب ژوند ډېر سخت و، کله چې يې کورنۍ له کډوالۍ څخه وطن ته ستنه شوه، نو هلته يې هم ټول وخت د کور په کارونو کې تېرېده. درخانۍ وړاندې وايي:

(( وروسته مو بيا د وطن ژوند د مهاجرت له ژونده ډېر ښه شو، په اخرو کلونو کې زموږ د خلکو په ژوند کې ډېر فرق راغلی ؤ.))

خو نوموړې له دې امله ناخوښه وه چې هغه مهال افغانستان ته له ستنېدو وروسته هم ورته د ښوونځي د تګ فرصت برابر نشو، دوی ته په نږدې سيمه کې د نجونو ښوونځي نه و، ځکه خو د هغه وخت اکثره نجونې په کور نالوستې پاتې شوې.

درخانۍ زياتوي؛ وروسته يې چې عمر لږ څه زيات شو، نو کوژده يې وشوه او بيا د واده کېدو تر وخته پورې يې په درې – څلورو کالو موده کې د کورنۍ توقعات هم ورڅخه دا و چې، د خسرګنۍ کور ته له ورتګ مخکې يې بايد د کور د سمبالښت، اخلي – پخلي، او هر رنګه جامو ګنډلو چارې په ښه ډول زده کړی واوسي.

هغې وويل: (( … بخت مې په دې ښه و چې خپله مې خياطي زده وه او خاوند مې تعليم کړی و. خو د خسر په کور کې مې هم ځکه ليکل زده نکړل، چې زه به هم د کور کارونو کې ډېره مصروفه وم او خاوند به مې هم ډېر وخت په نورو ولايتونو کې په وظيفو پسې مسافر ؤ. اوس يو څه ته خوشاله يم چې دلته له راتګ وروسته مې څه نا څه حساب او ليکل – لوستل هم زده کړل او خپل د جامو ګنډلو کمال مې هم راته په ګټه کې شو.))

درخانۍ د افغانستان په جنوب ختيځ کې د خوست په نوم د پښتنو د هغې دودپالې سيمې د ښځو له جملې يوه هغه ده، چېرې چې د اټکل له مخې لسګونه زره کليوالې مېرمنې او نجونه له زده کړو محرومې پاتې شوې دي.

نوموړې چې د يو خبريال پوښتنې ځوابول يې په خپل ټول ژوند کې لومړنۍ تجربه وه؛ د مرکې تر پايه يې خپل ځان په تت رنګ لاجوردي جامو او زېړبخن ټيکري کې کلک ورپېچلی ؤ. هغه هم مهاله د کومې ماشومې دپاره د افغاني کميس په ګنډلو هم بوخته وه، په ډېر محتاطانه ډول به يې ځای، ځای د خبرو د اورېدو دپاره د ماشين شور غلی کاوه، او زما پوښتنې به يې د عامو کليوالو افغان مېرمنو په څېر، په لنډو او ساده جملو کې را ځوابولې.

درخانی نیازی، د پاکستان په پیښور کې افغان خیاطۍ ښځینه کډواله
درخانی نیازی، د پاکستان په پیښور کې افغان خیاطۍ ښځینه کډواله

دا چې له افغانستان د راوتلو او دلته پاکستان ته د راکډه کېدو حالت يې څه ډول ؤ؟ او بيا دلته د مېشته کېدو کيسه يې څنګه وه؛ په اړه يې راته وويل: (( د طالبانو له راتلو مخکې اخري دوه کاله موږ په کابل کې اوسېدو. هلته مې د خاوند ښه وظيفه وه، ډېره تنخوا يې اخيستله. زه هم ورسره اسوده وم، ما به ډېر وخت خپلو او د نورو خپلوانو ماشومانو ته د جامو په نويو ډيزاينونو تېراوه، او هر وخت به مو رقم په رقم نوي خوراکونه هم راته پخول. هغه وخت په دې ښه ؤ چې لوڼه او زامن مو هم ټول شخصي مکتبو ته تلل.))

درخانۍ د خپلو خبرو په دوام زياتوي: ((… خو کله چې طالبان راغلل، په وطن کې هر څه سرچپه شول. خلک ټول خپل ژوند ته په اندېښنه کې شول چې ښه له دې وروسته به څه کېږي؟ په دې کې زموږ د کورنۍ حال هم خراب شو؛ د خاوند وظيفه مې هم ختمه شوې وه، بله ګټه – وټه مو هم نه وه، لنډه دا چې ښکلی ژوند مو يو دم برباد شو، آن تر دې پورې چې په اخره کې مې له خاوند سره د کور د کرايې او د ماشومانو د مکتب د فيسونو پيسې هم نه وې… خو زموږ ژوند بيا هغه وخت پسې سخت شو چې د طالبانو کسانو مې خاوند څو څو وارې په تکليف کړ. هغه ته به يې ټليفونونه کول، د ورتګ احوالونه به يې پسې رالېږل، او په دې به يې ځوراوه چې په مؤسسو کې يې کار کړی او څو ځايه يې خبريالي هم کړې ده.))

زما دې پوښتنې ته په ځواب کې چې، دلته له راتګ وروسته يې د افغاني جامو د ګنډلو او روزګار کيسه له کوم ځايه راپيل شوه؟ نوموړې راته وويل:

((موږ چې له افغانستانه راتلو، نو له ځانه سره مې د کور ځينې ضروري شيان هم راوړل؛ يو مې د جامو ګنډلو ماشين راسره راووړ، بل د ډوډۍ پخولو داش. دلته مې دا کيسه د روژې مياشت کې د صدقې له ډوډۍ څخه راشروع شوه. موږ افغانانو کې دا رواج دی چې روژه ماتي دپاره تيار کړي خواړه او يوه ټوټه وچه ډوډۍ خپلو نږدې ګاونډيانو ته ورلېږو، نو همدا رواج مو دلته هم وکړ. زموږ له دې کاره لا دوه – درې ورځې نه وې تېرې شوې چې د ګاونډ له کورونو هم د شربتونو او بېلابېلو خوراکونو رالېږل شروع شول. ورپسې مو کور ته د ګاونډ د ماشومانو او ښځو راتګ هم شروع شو. آن د روژې تر اخره پورې مو ګاونډيان زموږ د پخلي او افغاني ډوډۍ په صفت نه مړېدل… او د جامو ګنډلو کيسه مې بيا ګاونډيانو ته د واړه اختر په ورځو کې ورمعلومه شوه.))

خو مخکې له دې چې د خپلې خياطۍ د شهرت کيسه راته وکړي، آغلې نيازۍ راته وويل، خپل د جامو ګنډلو ماشين او د ډوډۍ داش يې له ځانه سره په دې نيت راوړي ول، چې له يوې خوا دوی د بازار د نسبتاً قېمتي او ټيټ کيفيته ډوډۍ له مصرفه راوګرځوي او له بلې خوا د خپلو ماشومانو د ضرورت وړ جامې هم په خپل کور کې وګنډي – په داسې ډول چې هم جامې د ماشوومانو په ذوق برابرې وي او هم يې له بهر څخه د جامو ګنډلو پيسې را بچت کړی واوسي.

آغلې درخانۍ نيازۍ د خپلې خبرې په دوام وويل: (( د روژې په اخره کې مې چې خپلو لوڼو او زامنو ته نوې جامې وګنډلې، او بيا د اختر په ورځ د ګاونډ ماشومانو او ښځو وليدلې، نو د ډېرو کسانو خوښې شوې وې. په دې کې اکثره کسانو په افغاني طرز د جوړو شويو غاړو ډېر صفتونه ورته کړي ؤ. زما زامنو د داسې ډېرو ماشومانو د زاريو او غوښتنو کيسې هم راته وکړې، چې که ګوندې د راتلونکي لوی اختر دپاره، د هغوی جامې هم زه ورته جوړې کړم.))

د خپل داستان د اورولو په دې وخت کې درخانۍ د هغه افغاني کميس د بشپړېدو اخري مرحلې ته هم نږدې شوې وه، چې زموږ د مرکې په جريان کې يې په ګنډلو بوخته وه او په وقفه يي ډول يې کار ورباندې کاوه.

هغې زياته کړه: (( بس، نو زما د نوي کار د ګټې – وټې کيسه په دې رقم را شروع شوه. اوس نو که هره ورځ نه وي، يوه نه بله ورځ خو ضرور د ګاونډيانو ښځې يا د خپلو جامو په خاطر يا د خپلو ماشومانو د جامو دپاره زموږ کور ته راځي. اګر چې د دې ځای ښځې د پيسو په ورکولو کې ډېرې ټينګې دي، خو زما د ښه کار له وجې هغوی اکثره وخت د جامو پيسې مخکې له مخکې راکوي. په دې کې افغاني جامې د دوی ډېرې خوښې دي. تر اوسه مې بيخي ډېرو ښځو او ماشومانو ته په څو – څو رقمه ډېزنونو کې جامې ګنډلې دي. دوی چې راځي، له ځانونو سره د جامو رختونه او د ناب کولو په خاطر خپل نور کميسونه هم راوړي. ځکه نو دا زما دپاره اسانه وي چې د جامو ناب او اندازه د هغوی له خپلو نورو جامو څخه معلومه کړم.))

دا چې درخانۍ د خپل هنر په وسيله ګټلې پيسې څه ډول او په کومو څېزونو مصرفوي؟! زما د پوښتنې ځواب يې په داسې انداز راکړ، چې په خبرو کې يې پر خپل ځان د رامنځته شوي باور اثرات په واضح ډول محسوسېدل:

(( زموږ د کورنۍ ضرورتونه خو ډېره برخه زما خاوند پوره کوي. په دې کې تر دېرش – پينځه دېرش زره روپيو پورې د کور کرايه، د برق او ګاز بيلونه راپسې راځي. موږ چې کله دلته راغلو، په اولو وختو کې ډېره تنګلاسي وه. خاوند مې هر وخت کوشش کړی چې د کور ډېره برخه خرچه پخپله را پيدا کړي. هغه وخت نا وخت د خبريالانو له دفترو سره هم لږ لږ کار کوي، ځينې وخت د مهاجرينو موسسې هم ورسره د څه نا څه مرسته کوي. خو له کله چې زما د خياطۍ کار ښه شوی، د کور ځينې مصرفونه ما په غاړه اخيستي. اوس د خپلو پينځو تنو ماشومانو د مکتب ضرورتونه اکثره زه ور پوره کوم – جامې، بوټان، کتابچې او قلمونه زه ورته اخلم، هره ورځ د مکتب خرچه هم زه ورکوم. په دې کې کله – کله د کور د وړو ضرورتونو پيسې هم زما له جيبه مصرف کېږي. شکر دی اوس له هغه اولو سختو شپو-ورځو لږ څه راوتلي يو.))

له درخانۍ سره د مرکې په جريان کې، په داسې حال کې چې د خپل مشتري د ماشومې لور د تور چرمه دار بخمل – افغاني کميس، ژېر ګونځه‌ور ګېبي پرتوګ او ټيکري ګنډل يې بشپړ کړي ؤ؛ تصادفاً د هغې کشره لور حياء هم د نجونو له ځايي مکتب څخه راغله او د خپلې مور په لټه د کور پاسنې منزل ته راوختله.

له څه ځنډ وروسته چې لور يې خپله ستړې ساه برابره کړه او زموږ له وضعيت يې ځان خبر کړ؛ درخانۍ ورته د ارزونې په هدف د اغوستلو دپاره هغه نوې جوړې کړې جامې ورکړې، تر څو عملاً وګوري چې آيا کومه برخه کې به يې نيمګړتيا نه وي موجوده.

درخانۍ د خپلو جوړو کړو جامو له مثبتې ارزونې وروسته خپل د نن ورځې کار تمام وباله او داسې يې ښودله چې له ښوونځي څخه د نورو اولادونو د راتګ وخت يې هم رانږدې شوی؛ ځکه نو هغه بايد له دې وروسته د هغوی دپاره د خوراک تيارولو بندوبست هم وکړي.

مخکې له دې چې هغې ته د تګ اجازه ورکړو، د مرکې په وروستۍ برخه کې مې له درخانۍ نيازۍ وپوښتل چې پاکستان ته له راکډه کېدو وروسته يې خپلې راتلونکې هيلې او د کورنۍ لويې غوښتنې څه دي؟!

نوموړې وويل، کورنۍ يې له افغانستان څخه په دې تکل رابهر شوې، تر څو د طالبانو د حاکم رژيم له سختو قيوداتو ليرې، کوم درېيمګړي هېواد ته پناه يوسي:

(( زه خو چې ورته ګورم، د پاکستان حالات هم د افغانستان په څېر دي. دلته سخته ګراني ده، ژوند پکې ډېر سخت دی او سرنوشت مو هم ندی معلوم. هيله لرم چې يو څوک يا کوم هېواد زموږ مرسته وکړي او دا زمينه راته برابره کړي چې کوم بهرني هېواد ته لاړ شو، تر څو هلته د يوې مېرمنې په توګه زه د خپلو د دوديزو افغاني جامو کاروبار پيل کړم او لورګانې مې هم لکه زما غوندې له زده کړو محرومې پاتې نشي. لويه هيله مې همدا چې ده چې هغوی هم د نورې دنيا د جينيکو غوندې ښوونځيو او پوهنتونونو ته لاړې شي، او د خپلې خوښې سره سم درسونه ووايي او نوی ژوند پيل کړي.))

دکمه بازگشت به بالا