افغانستانحقوق بشر
موضوعات داغ

یو شمېر خیریه بنسټونه په افغانستان کې د بشر حقونه نقضوي

راپور: مجیب الرحمن لحاظ

۲۰۲۳-۱۲-۱۲

افغانستان کې ۱۷۱ خیریه بنسټونه فعالیت کوي، چې یو شمېر یې د مرستو د جلب لپاره د خلکو د فقر او مرستو د ویش داسې انځورونه او ویډیوګانې خپروي، چې حقوق پوهان او د بشر د حقونو مدافعین یې د بشري حقونو نقض بولي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ( UNDP)د ۲۰۲۳ اپریل کې خپل ګزارش کې ویلي چې د طالبانو په حاکمیت کې د افغانستان د فقر کچه دوه برابره شوی او ۳۴ میلیونه وګړي په فقر کې ژوند کوي.

اقتصادي فقر هغه حالت دی چې یو انسان د مالي سرچینو د نشتوالي یا کمښت له کبله و نشي کړای چې د خپل ژوند اساسي اړتیاوې پوره کړي.

د اقتصادي چارو متخصصین په افغانستان کې، پر ښځو دکار بندیز، د قاونوني حکومت نشتون، سیمې او نړۍ سره انفصال او د حاکمې ډلې لخوا توپیري چلند د فقر د زیاتوالي لاملونه بولي.

د طالبانو د عدليې وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې اوس‌مهال (۱۷۱) داخلي خیریه بنسټونه فعالیت کوي.

د یاد وزارت ویاند الحافظ برکت الله رسولي وايي هڅه مو ډیره داده چې خیریه بنسټونه خلکو ته په هره برخه کې چی وسه ولري خدمت وکړي او په ځانګړي توګه د ماشومانو اساسي پالنه وکړي لکه: روغتیا، ښوونه او روزنه او د کورنیو اقتصادی ستونزې به په دوامداره توګه حل شي.

رسولي وویل د اسلامي امارت د اصولو او انساني کرامت له مخې د انسان عزت ډير مهم دی.

انجنیر راحت ګل زیارمل چې پخوا یې افغانستان کې د ژوند خیریه بنسټ سره کار کوو او اوس په فرانسه کې اوسیږي وویل: (( د خیریه ټولنو په نامه ځینې افراد د خلکو له مجبوریته استفاده کوي، د هغوی د عزت النفس په بربادولو پیسې ګټي)).

انجنیر زیارمل زیاته کړه: (( دغسې بنسټونه د ناچیزه مرستې په بدل کې د کورنیو، ماشومانو او لویانو ویډ ګانې کوي او عاموی یې، دوی پرې دوه ډوله ګټې کوي، لومړی دخلکو په نوم پیسې پیدا کوي او خپل ځانته یې اخلي، دویم اوس خو یوټیوب او ټکټاک دي دوی خپل لیدونکي زیاتوي او مادي ګټه کوي)).

د ژوند خیریه ټولنې پخواني غړي وویل: ((دا عمل زه جرم او شخصیتي ترور ګڼم)).

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د خیریه بنسټونو د اتحادیې ریس انجنیر مختار احمد سجاد واي: سره د دې چې انساني کرامت تر هرڅه مقدم دی، متاسفانه یو شمېر خلک او بنسټونه دا په نظر کې نه نیسی او د غریبو خلکو داسې انځورونه خپروي چې انسان وقار پکې پایمالیږي.))

د افغانستان په  ننګرهار ولایت کې د خیریه بنسټونو د اتحادیې ریس انجنیر مختار احمد سجاد
د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د خیریه بنسټونو د اتحادیې ریس انجنیر مختار احمد سجاد

نومړي زیاته کړه: ((ننګرهار کې ۱۷ رسمي خیریه بنسټونه فعالیت کوي، اوس له امارت سره په ګډه پر یو داسې میکانیزم کار روان دی چې دخیریه بنسټونو لپاره نشراتي اصول هم پکې په پام کې نیول شوي دي.))

خان اغا خیریه بنسټ چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې فعالیت کوي، یو له هغو بنسټونو څخه دی چې ټولنیزو شبکو کې پر خپلو اکونټونو د بېوزلو، ماشومانو، میرمنو او کورنیو وډیوګانې خپروي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق “یونیسف” د ۲۰۲۳ سپتمر کې خپل ګزارش کېویلي، په افغانستان کې ۱۵٫۸ میلیونه او ۸۰۰ زره ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري، او ۲۲ سلنه ماشومان پر خطرناکو کارونو بوخت دي.

د خان اغا خیریه بنسټ مشر خان اغا
د خان اغا خیریه بنسټ مشر خان اغا

راته وویل: موږ په دوه دلیلونو د خلکو دبد وضعیت ویډیو کوو، لومړی دمرستو د ترلاسه کولو لپاره او بل دشفافیت لپاره.))

نومړي زیاته کړه : که دا ویډو ګانې خپرې نکړو د خلکو زړه نه خوږیږي مرسته نه کوي، او په موږ باور نه کوي.

خان اغا وړاندې وايي: (( امارت چې راغلی موږ د ښځو او غټو نجونو لوڅ مخ نه ښیو، د ماشومانو ویډیوګانې خپروو.))

د افغانستان د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال ډاکټر ابراهیم شینواری وايي: (( د ماشومانو روان ډیر نازک او حساس دی. د مغز او دماغي سیستم لویه برخه له پیدایښت تر دوه کلنۍ او بیا تر پنځه کلنۍ پورې تکملیږي. دا مهال ځکه ډیر ارزښت لري، چې په دې وخت کې د ماشوم ذهن ته ټول تلونکي پیغامونه، تنبهات او سیالې په تحت الشعور کې ثبتیږي.))

ډاکټر شینواري زیاته کړه: ((د تحت اشعور همدغه حافظه د فرد د راتلونکي عمر لپاره د کمپوتر د پروګرام په شان کار کوي، او راتلونکي ارادي ټول تفکرات او عملونه یې د دغه غیرارادي کمپوتري پروګرام تر اغېزې لاتدې تر سره کیږي.))

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال وايي: ((په ماشومتوب کې باید ډيره توجه وشی او ماشوم د منفي پیغامونو، انځورونو او تنبیهاتو له رسولو څخه وژغورل شي، ځکه له دی وروسته د ژوند ترپایه دهمدغه پروګرام په اساس په غیر ارادي ډول منفي عملونه کوي او تصمیمونه نیسي.))

د بشر د حقونو نړیوالې اعلامیې د لومړۍ مادې له مخې ټول انسانان د برابر حیثیت او وجدان درلودونکي دی.

په ننګرهار کې ۷۳ کلن سپین ګیری محمد رسول چې د یوه ښوونځي مخې ته په خپل څادر د ماشومانو د خوراک توکي پلوري وویل: (( د کار څوک نلرم دغه څادر ته ناست یم خو لاس چاته نه نیسم یو متل دی وايي له لوږې مړ شه د منت دارو مخوره.))

د کابل احمدشه بابا مېنه کې ۴۹ کلنه مېرمن شکریه وايي کونډه ده، درې لور ګاني لري او د ګټې یې څوک نشته.

شکریې راته وویل: ((یوځل په تېره روژه کې چا راسره کمک وکه، عکسونه یې رانه اخیستي ول اوس د خپلو او پردي د پیغور یم، ټول راته وايي چې خیرات خورې دنیا ته دې ځان و شرموه)).

دې میرمنې زیاته کړه: (( ماته یې پنځه کیلو وریژې، بوره، غوړي، لوبیا، نخود او یوه بوجۍ اوړه راکړل، زه نه پوهېدم چې عکسونه به مې خلکو ته ښيي))

که څه هم شکریه نه پوهیږي چې کوم بنسټ یې عکسونه اخیستي خو وايي: ((کمک خلاص شو، بیا مو نه هغه خلک ولیدل او نه کمک، خو پیغور یې هره ورځ اورو)).

د قمر خیریه بنسټ غړی محمدالماس مهمند وايي: قمر خیریت بنسټ په ټول افغانستان کې فعالیت کوي په تېر لوی اختر کې یې د نیږدې ۳۰۰،۰۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت قرباني کړي غوښې یې پر مستحقو وېشلې او تېر کال یې ۲۱ ولایتونو ته ژمنۍ مرستې رسولې دي.))

د قمر خیریه بنسټ غړی محمدالماس مهمند
د قمر خیریه بنسټ غړی محمدالماس مهمند

مومند و ویل په خیریه فعالیتونو کې انساني کرامت باید په هرڅه مقدم وي او داسې ویډیو ګانې خپرې نشي چې د خلکو عزت او حیثت پکې پایمال شي، د ماشومانو اینده او د ښځو مقام دواړه باید په نظر کې ونیول شي.

د قمر خیریه بنسټ غړي زیاته کړه په ځینو حالاتو کې زموږ مجبوریت وي چې د مرسته تر لاسه کوونکو ویډیوګانې، د خلکو د هڅونې لپاره خپرې کړو.

خو مومند وویل: (( قمر خیریه بنسټ د ویډیو خپرولو په صورت کې د مرسته اخیستونکي موافقه لیک اخلي او په ځینو حالاتو کې څېرې بلر کوي. ))

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۹ کال د ثور په ۳۱ مه نېټه یوه اعلامیه کې ويلي دی، د مرسته تر لاسه کوونکو ماشومانو د ویډیوګانو خپرول په دې تو ګه چې څېرې او هویت یې څرګندې وي، د هغوی عواطفو او احساساتو ته صدمه رسوي او له رواني- ټولنیز ګواښ سره یې مخ کوي.

احمد زبیر چې خپل عمر دیارلسوکلونو ښيي، د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي: ((یوکال کیږي چې دلته مستري سره شاګرد شوی یم، دا کار ډیر سخت دی خو مجبور یم، پلار مې معتاد دی مور مې دلته شاګرد کړم.))

۱۷ کلن عمران چې پلار یې ۱۰ کلونه مخکې وفات شوی، ا په کابل کې په یوه رونتون کې ژوند کوي وايي: (( دلته روزنتون کې ژوند کوم د خپل ټولګي اولنمره یم، فیبسوک هم لرم د غریبانو ویډیوګانې چې وګورم ډير خفه شم، شکر زموږ تر اوسه دسې ویډیو نه ده شوې خدای به دا سختي تیره کړي.))

عمران زیاته کړه: (( غریبانو ته اوړه او غوړي ورکوي خوعزت يې اخلي.))

د کابل د یوه خصوصي روزنتون اوسېدونکې ۹ سونا وايي: ((نه غواړم څوک مې عکسونه واخلي او خلکو ته وواي چې دا غریبه ده او یتیمه ه.))

کابل کې د ماشومانو د حقونو مدافع امنه وايي: د ماشومانو د غربت او بې وزلۍ ویډو ګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرول د ماشومانو پر روان او راتلونکې تیری دی.))

امنه زیاتوي د نن کوچنیان د سبا ځوانان او رهبران دي، نو باید د شخصیت درناوی یې وشي او د کوچنیانو د حقونو د کنوانسیون د دریمې مادې مطابق ټول هغه بنسټونه چې د ماشومانو لپاره کار کوي، باید د دوی د ژوند مادي او معنوي مسايل په جدي توګه په پام کې ونیسي.

د ماشومانو د حقونو دملاتړ په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د دویمې مادې مطابق د هرې چارې په ترسره کېدو کې چې په ماشوم پورې تړاو ولري، د کوچني نفع او سلامتیا تر هرڅه لومړيتوب لري.

د پوهنتون استاد او اروا پوه شرف الدین عظیمي په ټولنیزو شبکو کې د ماشومانو د فقر او بې وزلۍ د خپرولو په اړه وویل: ((په قانوني لحاظ دا د ماشومانو پر شخصي حریم تیر دی، اروايي اغیزې یې دا دي چې دوی د فشار لاندې راځي، سپکیږي دغریب او ګدايي ګر په نوم مشهوریږي او دا یو بل زیان دی، دا ماشومان خو لویږي، ژوند همداسې نه پاتې کیږي سبا به دوی ښه ژوند ولري، لکن خیریه بنسټونو یې داسې ارشیف جوړ کړی چې هر وخت د دوی روان و ځپی)).

د پوهنتون استاد او اروا پوه شرف الدین عظیمي
د پوهنتون استاد او اروا پوه شرف الدین عظیميد پوهنتون استاد او اروا پوه شرف الدین عظیمي

عظیمي زیاته کړه: ((په کورنیو یې اغېز دا ده چې په ټولنه کې خپل حیثیت له لاسه ورکوي او له تبعیض سره مخ کیږي،او بله موضوع د دې امنتی اړخ دی چې د دوی اطلاعات خپریږي، نوم یې، پته یې د کورنۍ غړي یې او نور چې ښايي دوی و نه غواړي)).

استاد شرف الدین وايي : (( دغه راز ویډیو ګانې ډ یجټلي سوداګري بللی شو، موږ ورته ارواپوهنه کې بهره کشي واویو، چې په دې توګه خلک ګټې کوي)).

خو د خان اغا خیریه بنسټ مشر وايي: (( تاسو د اینده خبره کوئ خو موږ وايي چې به اوسني حالت کې دوی څه وکړئ، هغوی دخوړلو ډوډۍ نلري، که موږ د دوی ویډیو ونکړي د دوی درد خلکو ته ونښیو وخلک به څنګه باور وکړي او څنګه به کمک وکړي، د همدغو ویډیو ګانو برکت دی چ اړمنو خلکو ته کمک راځي)).

خان اغا وايي: (( موږ د ښځو مخونه پټوو په حجاب کې یې خپروو او پاتې شول ماشومان زه فکر نه کوم چې پر هغوی بد اغیز وکړي)).

د خان اغا خیریه بنسټ مشر: (( د هندوستان مشر هم په کوچنیوالي کې چای خرڅو هغه پرې فخر کوي، نو دا دومره بده خبره نه ده چې په اینده باندې منفی اغیز وکړي)).

د ۱۳۹۹ کال د ثور ۳۱مه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسییون په اعلامیه کې د کوچنینانو د انځورونو خپرولو په اړه راغلي دي: که څه هم د دې کړنې موخه له کوچنیانو سره مرسته او کمک ښودل کیږي، خود ماشومانو د داسې انځورونو خپرول چې د هغوی د جسمی، ذهنی، روانی او انساني کرامت د اسیب لامل شي دعدلي تعقیب وړي دي.

کابل ښار کې د پل خیشتي مسجد ته څیرمه یو هټیوال زاهد الله مسجدی راته وویل: (( اوس خلک عادي شوي دي ګداي ورته عیب نه ښکاري دلته هره وځ ښه په غوښو پټ ځوانان ګرځي، هرچاته وايي، کار کوم خو نه پیدا کیږي، پیسې مه راکوه ډوډ راته واخله.))

کابل ښار کې د پل خیشتي مسجد ته څیرمه یو هټیوال زاهد الله مسجدی
کابل ښار کې د پل خیشتي مسجد ته څیرمه یو هټیوال زاهد الله مسجدی

مسجدي وویل: ((کابل ښار کې په سلګونو داسې خلک شته، ځان نه ستړی کوي نورو ته لاس نیسي، بیغرته شوي دي، او دې.))

اروا پوه عظیمي وايي: ((دا فرهنګ پخوا په افغانستان کې نه و، یو شمېر خیریه بنسټونه متاسفانه له ښه نیته او یا له بد نیته دا کار کوي او خلک سستۍ، ګداي ګرۍ، تمې او توقع ته هڅوي.))

د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند وویل: (( د عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د چارو ریاست په کړنلاره کې داسې راغلي دي، – خیریه بنسټ نه شي کولای هغه انځورونه او ویډیوګاني، چې اړمنو ته یې د مرسته شوو توکو یا نغدي پیسو د ویشلو له بهیر څخه اخیستي او ضبط کړي د رسنیو، خپرونو او ټولنیزو شبکو له لارې خپرې کړي))

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیا سبحان الله مصباح چې اوس په امریکا کې اوسیږي وايي: ((د انسان د اساسي حقونو څخه یوهم د دوی دکرامت او حیثیت حق ده چې د افغانستان په موضوعه قوانینو او نړیوالو اسنادو کې ذکر شوی، خو متاسفانه په متواتره تګه نقض شوی دی.))

رواداري اداره چې په افغانستان کې بشري وضعیت څاري د نومبر پر ۱۸ مه د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د ماشومانو د ځانګړو قوانینو په ګډون اکثره پخواني قوانین لغوه کړي او اوس افغانستان کې هیڅ داسې قانون نشته چې په رسمي ډول د ماشومانو له اساسي حقونو څخه سرغړونه منع کړي او جرم یې وګڼي.

د طالبانو دعدلې وزارت ویاند وايي چې دوی تر دې مهاله ۹ خیریه بنسټونه د قانوني سرغړونو له امله تړلي دي.

د کابل د بت خاک ولسوالۍ اوسیدونکی ذبیح الله وايي دوه کلونه شول بیکاره یم، روزګار مو خراب دی، خو زه اوس هیچا ته اجازه نه ورکوم چې یا زما عکس واخلي یا مې د بچیانو واخلي، له موږ نه یې مخکې څو ځلې ان تذکرې وړي دي چې کمک درسره کوو، دجومات ملا راغی، تذکرې یې رانه ویوړې خو نه چا کمک وکه نه بل څه، عکسونه واخلي ټولې دنیا ته یې وښيي خو خوار هغسې خوار وي بس دوی پرې خپل تجارت کوي او دا ډیر بد کار دی، که څوک په رښتیا کمک کوي معلومات دې واخلي د هر چا کورته دې سم په ابرو او عزت کې مرسته ورسوي، کار روزګار دې ورته پیدا کړي، چې له سوال او ګدايي ګرۍ خلاص شي.

دکمه بازگشت به بالا