پناهندگانحقوق بشرعکس
موضوعات داغ

” کاشکې زه مو وژلی وای، نه داسې بې عزته کړی“

دا د شازالله په نوم د هغه افغان ځوان د خولې خبره ده، چې د طالبانو وسله والو افرادو ته يې په داسې مهال ويله چې هغوی يې په جبر سره د سر اوږده وېښته او نري برېټونه ورقيچي کول او د ده له سترګو مړې-مړې اوښکې روانې وې. نوموړي دا خبره په هغه وېډيو کې کړې چې طالب وسله والو ورڅخه د يوې نظامي پوستې دننه ثبت کړې او وروسته پر ټولنيزو رسنيو خپره شوه وه.

ګزارش: علي ګل “لمر نيازی” – په تبعيد کې افغان خبريال اسلام آباد – پاکستان

د دغې وېډيو له خپرېدو سره سم په افغانستان او بهر کې زرګونه افغانانو بېلابېل غبرګونه څرګند کړل. د منتقدينو د تبصرو مشترک ټکي دا و چې: په جبر، توهين او تحقير سره د يوه افغان ځوانان د سر وېښته او برېتونه ورلنډول د زغم وړ ندي. د دوی په خبره، دا نه يوازې د افغانستان د مدونو قوانينو او نړيوالو بشري اصولو خلاف يو ډول صحرايي عمل دی؛ بلکې دا کار د افغانانو د محلي بومي فرهنګ د ارزښتونو د نفي کولو په معنی هم دی.

د شاذ الله د سپکاوي ویډیو کلیپ څخه اخیستل شوی سکرین شاټ
د شاذ الله د سپکاوي ویډیو کلیپ څخه اخیستل شوی سکرین شاټ

 

اوږدې څڼې، او لوی او کاږه برېتونه درلودل د پښتنو يو لرغونی دود دی. دغه دود د افغانستان په جنوب ختيځ کې لا هم پالل کېږي، په ځانګړي ډول په خوست ولايت کې د “تڼي” په نوم د هغې قبيلې د خلکو ډېر عام فېشن دی، هغه قبيله چې شازالله نومی کس هم ورته منسوب دی.

—————————————————–

د روان ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۱۲ نېټه د افغانستان د ټولنيزو رسنيو د يو زيات شمېر کاروونکو پر اکاونټونو يوه وېډيو خپره شوه، چې پکې درې تنه طالب ټوپکوال د يوې نظامي پوستې دننه د يوه افغان ځوان اوږده وېښته/څڼې او برېتونه ورقيچي کوي او ورسره ناوړه چلند ترسره کوي. په دغه څه دپاسه دوه دقيقې وېډيو کې چې خپله د طالب ټوپکوالو لخوا ثبت شوې او ټولنيزو رسنيو ته يې لاره پيدا کړې؛ ښکاري چې له يوه شا او خوا دېرش کلن ځوان څخه قيچي په لاس طالب ټوپکوال راچاپېره دي او د ملنډو په ډول د هغه تور اوږده وېښتان او نري برېتونه ورلنډوي.

د عکاسۍ پر دغه ځورونکې صحنه سربېره له متضرر کس سره د دغو وسله والو افرادو تر سره کړې مکالمه هم د تشدد، توهين او د انساني کرامت ضد چلند ښکاره تصديق کوي.

په ياده قضيه کې ځورول شوی کس شازالله نومېږي، شا او خوا دېرش کلن دی او د افغانستان په جنوب ختيځ کې د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د “درګي” کلي اوسېدونکی دی.

که څه هم د يادې وېډيو د خپرولو لومړنۍ مرجع او نېټه معلومه نده، خو کله چې د نومبر په ۱۲ نېټه د زاويه نيوز په نوم د افغانستان د يوې رسنيزې ادارې پر فسبوک پاڼه خپره شوه، پرلپسې د څو ورځو دپاره د ټولنيزو رسنيو د افغان کاروونکو تر منځ د جدي موضوع په توګه د بحثونو وړ وګرځېده. ياده وېډېو د ټولنيزو رسنيو پر بېلابېلو پاڼو لسګونه زره خلکو وليدله، په ډېر لږ وخت کې د زرګونه فسبوک او اېکس(پخواني ټويټر) اکاونټونو لخوا بياځلې خپره(Share) شوه، او زرګونه افغانانو ورباندې له بېلابېلو زاويو څخه جدي انتقادي نظريات څرګند کړل.

پر همدې پوسټ د سلګونه تبصره کوونکو له ډلې د شمس بنوري په نوم يو کس ليکلي دي: ((د غرونو او غارونو ځناور مسلط شوي. ھیڅ د انسانیت، تہذیب او بشري حقونو نه خبر ندي. الله تعالی دې دا ځناور او د دوی پلویانو څخه مخ د ځمکې اوزگار کړي. امین ثم امین.))

يوه بل تبصره کوونکي مينوالدين باوري ورته ليکلي چې دا ډول کارونه د ټولو اصولو خلاف دي: ((نه محکمه شته، نه جيل شته، نه شکايت شته. بس چي خوند ورکړي هم دې بې عزته کوي، هم دې وهي، هم دې سوشل ميډيا کې خلکو ته ښکاره کوي چي مونږ داسي وکړل.))

د امان الله احساس په نامه د فسبوک يوه بل کاروونکي بيا د يوه شعر په استناد ورته تبصره کړې او ليکلي يې دي چې، د طالبانو(مذهبي ملايانو) د جبر(دار) وخت به تېر شي، بيا به دا ښامار د زهرو غاښ نلري: (( دې ځوان ته ووایاست چې اوښکې مه تویوه، سرلوړ ونیسه، تیاره په هرچا راځي، ورپسې رڼایي او سهار حتمي ده. وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نلري – منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نلري! ))

د شازالله د قبيلې”تڼيو” اړوند ځوانانو تر منځ د اوږدو نريو برېتونو درلودلو، اوږدو څڼو پرېښودلو او لپاسه پرې د “پکول” په نوم د يو ډول کلتوري خولۍ اېښودلو دغه دود او دستور له ۲۰۰۱ کال نه پس په وروستيو دوو لسيزو کې د زيات شهرت تر کچې عام شوی و. د دې فرهنګي دستور يو بل رنګين اړخ دا و چې ځوانانو به د غوږونو په پاسنۍ برخه يا د اوږدو وېښتو په تنابونو او د پکول خولۍ په ورټولو شويو څنډو کې بېلابېل موسمي ګلان هم ټومبل؛ خو طالب وسله والو په خپله واکمنۍ کې شازالله ته هغه اوږده وېښتان ورپرېنښودل چې وخت نا وخت به يې تازه طبيعي ګلان پکې ورټومبل.

دا چې په دې اړه خپله متضرر شوی کس شازالله څه وايي او ګنې دا چې څه ډول حالت کې خبر شو او د وېډيو له خپرېدو وروسته له څه ډول حالت سره مخ شو؟! له څو ورځو هڅو وروسته مې يې وټساپ شمېر وموندله او د ځان او خپل هدف له ورپېژندلو وروسته مې د يادې قضيې د پېښېدلو په اړه ترې وپوښتل. نوموړي په داسې حال کې چې شايد د طالبانو د ځايي چارواکو لخوا به پرې د خبرو يا زياتو تفصيلي مرکو د نه کولو وېره غالبه ښکارېدله، راته وويل:

(( بس څه به ووايو وروره، په ژوند کې دا ډول کيسې راځي. اصل کې له ما سره دا پېښه اووه – اته مياشتې مخکې شوې وه، خو په فسبوکونو کې يې وېډيو اوس خپره شوه. زه خپله د وېډېو له خپرېدو خبر نه وم، خو ملګري او خپلوان مې ترې خبر شوی ول. کله يې چې زه خبر کړم، نو زما ټول خپلوان، د کورنۍ غړي او دوستان ډېر خفه شول. ډېر ژر راته معلومه شوه چې د ټول خوست او افغانستان خلک خبر شوي دي. خو ما خپله تر اوسه پورې د خفګان له وجې هغه وېډيو نه ده ليدلې او نه مې خپلوانو ليدلو ته زړه ښه کړی. زه خپله څو ورځې په کور پاتې شوم، له خفګانه بهر ته نه راوتلم، د کورنۍ غړو مې هم له کوره بهر راوتلو ته زړه نه ښه کاوه. ورک يې کړه، ډېر سخت يې سپک کړی يم، ځان داسې راته ښکاري لکه وژلی يې چې يم.))

قرباني شازالله (ښي) د خپل دوديز ورځني ژوند زوړ عکس
قرباني شازالله (ښي) د خپل دوديز ورځني ژوند زوړ عکس

 

دا چې ياده پېښه رامنځته څه ډول شوه، په اړه يې راته شازالله وويل:

(( … هغه وخت زما پر يو کس باندې قرض و، له امنيه قوماندانۍ مې د پوروړي د حاضرېدو جلب واخيست، زه لاړ د خوست بازار په شمال کې د کوټکۍ شهيد په نوم امنيتي پوستې ته مې جلب وروړ. کله چې پوستې ته نږدې شوم، هغوی سره مې د خپلې موضوع په اړه خبرې وکړې، د خبرو په جريان کې يې راته ويې ويل چې “تڼی” يې؟ ما ورته وويل چې هو. له همدې خبرې سره سم يې له لاسه ونيولم او سيده يې پوستې ته دننه کړم. کله يې چې داخل ته کړم، نو زما د قوم او قبيلې، لباس او څېرې په اړه يې پوښتنې راڅخه شروع کړې. په دې منځ کې يې له بغير له حقيقته زما د قبيلې”تڼي” له وجې په ما تور پورې کړ چې ګنې د کمپاين *(KPF) په نوم د تېر حکومت د نظامي قطعې کارمند ياست. ما هغوی ته وويل چې زه عادی کس وم او يم، کله مې هم حکومت کې وظيفه نده تر سره کړې، خو هغوی ډېر نور تورونه هم راباندې ولګول، سپکې او سپورې يې راته وويلې او بلاخره په هغه ډول سپک چلند يې راسره وکړ، چې تاسې به خپله په هغه وېډيو کې ليدلی وي.))

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ نېټې راوروسته، له هغه مهاله چې طالبان( نامنهاد اسلامي امارت) په افغانستان مسلط شوي دي،څه باندې دوه کاله کېږي چې له دغه هېواد څخه په دوامدار شکل د خلکو د ناوړه اقتصادي وضعيت او اجتماعي پاشلتيا راپورونه ورکول کېږي. تر دې مهاله چې کومو نړيوالو نادولتي سازمانونو هم د افغانستان د روان وضعيت په مورد راپورو، ارزونې او سروې ګانې خپرې کړې دي، په هغو ټولو کې دوه مشترک موضوعات؛ بشري بحران او د بشري حقونو او آزاديو نقض بيا بيا ذکر کېږي.

د دغه ډول ارزونو له جملې د هغه ځانګړي راپور يادونه ضروري ده چې د ۲۰۲۳ کال د مې په ۳۱ نېټه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي او د ښځو او نجونو د تبعيض پر وړاندې د کاري ډلې لخوا په مشترک ډول خپور شوی.

په دې ۳۰ مخيزه تفصيلي راپور کې چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ مې نېټې څخه د ۲۰۲۳ کال تر مې مياشتې پورې زماني مقطع کې د طالبانو تر تسلط لاندې د افغان ښځو او نجونو وضعيت په بر کې نيسي؛ د افغان ښځو د وضعيت پر تاريخي شاليد، سياسي، اقتصادي او حقوقي وضعيت سربېره د هغه ناوړه حالت په اړه هم تفصيلي او حسابي معلومات ارايه کړل شوي دي.

د ياد راپور په پايله کې راغلي: ((…د نړۍ په بل هیڅ ځای کې د ښځو او نجونو پر حقونو دومره پراخه، سیستماتیک او هر اړخیز برید نه دی شوی لکه په افغانستان کې – د دوی د ژوند هر اړخ د اخلاقو په پلمه او د مذهب د وسیلې کولو له لارې محدودیږي. د تبعیض او محدودیت وضع کونکی چاپیریال، د ویرې فضا، او په دې راپور کې د مستند شویو پراخو سرغړونو په وړاندې د حساب ورکولو نشتوالي، د ښځو او نجونو لپاره د خپلو حقونو څخه ګټه اخیستل ناممکن کړي، هر شخص یا سازمان د دوی له دفاع څخه منع کوي او نورو سرغړونو ته هم زور ورکوی. په افغانستان کې د ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو څخه په پراخه پیمانه د سیستماتیک سرغړونو بیلګه، د طالبانو تبعیضي او زن ستیزه پالیسي، او له تاوتریخوالي ډک د پلي کولو میتودونه یې، د جنسیتي ځورونې او د جنسیتي اپارټاید نهادینه شوی چاپېریال رامنځته کوي.

په ورته وخت کې، افغان ښځې او نجونې د خپل انساني کرامت لپاره مقاومت او مبارزې ته، که هر څومره ستړې کوونکې هم وي، دوام ورکوي… نړیواله ټولنه باید د افغانستان په وضعیت کې ښکېل پاتې شي او د بشري حقونو د جدي سرغړونو لپاره د حساب ورکونې د ملاتړ لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.))

بلخوا که د ښځو تر څنګ د افغان نارينه‌ؤ د بشري حقونو وضعيت ته هم وکتل شي، نو د هغو عمومي او سستماتيکو شرايطو له امله ډېر متاثره شوی چې د طالبانو لخوا پرې وضع شوي دي.

له شازالله نومي کس سره د تر سره شوی چلند قضيه هم نه يوازې د خلکو د عامه باور له مخې، بلکې د افغانستان د تېر جمهوري دولت د قوانينو او منل شويو نړيوالو حقوقي ميکانيزمونو د محتوياتو په رڼا کې هم ياده چاره د بشري حقونو او انساني آزاديو د نقض په محدوده کې حسابېږي.

دا چې آيا له شازالله سره شوی چلند له بشري حقونو سره په ټکر کې راځي او که نه؟! که له بشري حقونو سرغړونه بلل کېږي، نو کوم کوم موارد پکې نقض شوي ښکاري او په دې اړه د افغانستان د وروستي جمهوريت د وخت قوانين او د بشر حقونو نړيوال ميکانيزمونه څه ډول تفصيلات لري؟! په دې اړه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون پخوانی کمشنر او وياند ډاکټر شکرالله مشکور وايي:

ډاکټر شکرالله مشکور، په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانی کمیشنر
ډاکټر شکرالله مشکور، په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانی کمیشنر

(( په ټولو نړيوالو قوانينو کې برائت الزمه چې اصلي حالت دی، هيڅوک د دې حق نه لري چې په خپل سر چا ته سزا وټاکي. دا موضوع له څو زاويو څخه سړی کتلی شي. اول دا چې په خپل سر د انسانانو دپاره د سزا ورکول، دا کاملا نه په اسلامي شريعت کې شته، نه د افغانستان په قوانينو کې شته او نه هم د بشري حقونو په قوانينو کې ځای لري. دا د شکنجې او خشونت تر عنوان لاندې هم راځي او همدرانګه حتک حرمت هم ګڼل کېدلی شي. که دې ټولو ته سړی وګوري نو، حتک حرمت په اسلامي شریعت، د بشر حقونو په نړيوالو کنوانسيونو او د افغانستان په ټولو نافذه قوانينو کې ځای نه لري، نو دا يو ډول د بشري حقونو نقض دی. که بل اړخ ته وګورو د فردي ازاديو د نقض اطلاق هم پرې کېدلی شي.))

نوموړی زياتوي چې:((سره له دې چې دا لومړنۍ او وروستنۍ پېښه نده، له دې مخکې هم جدي پېښې شوې دي او شايد له دې وروسته هم وشي، ځکه چې دلته د قوانينو خلا وجود لري. اګر چې طالبان د شريعت د نفاذ ادعا کوي، اما په شريعت کې هم د دغسې کړنو جواز نشته او شريعت هم خپل تعريف لري، هيڅوک نشي کولای چې د چا حتک حرمت وکړي، په چا باندې فشار راوړي او په خپل سر چا ته سزا ورکړي. سره له دې چې د ولسونو غبرګون په دې برخه کې کاملا د ستايلو دی، اما بدبختانه چې په افغانستان کې ولسونه اوس يو ډول ګروګان نيول شوي دي، که چېرې ولس خپل غږ جګ کړي، په يو ډول نه يو ډول شکنجه کېږي او هم ځپل کېږي. خو بيا هم د ولس غبرګون د داسې پېښو په مخنيوي کې اغېزناک تمامېږي. ولې متاسفانه د داسې مواردو د څار دپاره اوس افغانستان کې هيڅ نظارتي ميکانېزم نشته، او دا د دې سبب کېږي چې هر څوک په خپلسر په هر ځای کې هم پوليس واوسي، هم څارنوال واوسي او هم قاضي.))

خو دا چې آيا د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون د يو پخواني کمشنر په حيث – چې اوسمهال هغه کميسيون د طالبانو لخوا عملاً منحل ګرځول شوی – د دا وړ پېښو د رامنځته کېدو پر مهال څه اقدامات کوي او که نه؟ په اړه يې ښاغلي مشکور راته وويل: دوی اوس هم د خپل وس مطابق په بېلابېلو ډولونو د افغانستان دننه د بشري حقونو موضوعات په دوامداره توګه څاري او وخت نا وخت پرې ګزارشونه چمتو کوي.

هغه زياته کړه: (( سره له دې چې موږ ټول کمشنران له هېواد نه بهر په داوطلبانه ډول او ناچيزه امکاناتو کار ته حاضر شوو، يو – يو نيم کال مو د بشري حقونو له بېلابېلو نړيوالو مکانيزمونو سره خپل راپورونه او اعلاميې شريک کړل، او اوس هم ورسره تماس کې يو. خو باوجود د دې چې موږ خپله ژمنتيا وښوده، ولې متاسفانه بيا هم نړيوالو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون پوره او لازم ملاتړ ونکړ. بيا هم موږ مايوسه نه يو، په ډېرو کمو امکاناتو خپل اخلاقي مسووليت ته دوام ورکوو. اوس- اوس موږ هغه يوازينی کار چې کولای شو، د شکاياتو ثبتول او مستندسازي ده، لابي کولای شو، عدالت غوښتنه کوو او همدارنګه د بشري حقونو د نقض دغسې پېښې افشاء کوو او د بشري حقونو نړيوالو بنسټونو سره يې شريکوو.))

طالب واکمن – عام افغانان او فرهنګي ټکر

پر افغانستان د طالبانو له بياځلې تسلط راهيسې په ګڼ شمېر مواردو کې هغوی ته منسوب افراد او ډلګۍ د لويو او کوچنيو بشري سرغړونو مرتکبين بلل شوي دي. خو برعکس د طالبانو د حاکم رژيم منسوبينو دا ډول تورونه بيا بيا رد کړي او بې بنسټه بللي دي. دوی په اکثره مواردو کې د خپلو افرادو رفتار په يو نه يو ډول د “اسلامي شريعت” تر کليې لاندې تبريه کړی او يا يې هم د “سؤ تفاهم” تر اصطلاح لاندې عادي ورځني تصادفات يادوي.

په ورته توګه، د طالبانو د تسلط او چلند پر وړاندې وخت نا وخت مزاحمتونه تر سره کېږي، بېلابيل اقشار په مختلفو شکلونو احتجاجونه تنظيموي او په مقابل کې يې طالبان سخت اقدامات ترسره کوي او څرګنده ده چې دا ډول ولسي مزاحمتونه اکثره پر سياسي-اجتماعي انګېزه ولاړ دي.

خو د دې تر څنګ د هغو پېښو شمېر هم کم ندی چې د رامنځته کېدو انګېزه يې صرف او صرف فرهنګي ده او د بېلابېلو عواملو له وجې د نړيوالو رسنيو بشپړ پام ندی وراوښتی. له شازالله نومي کس سره شوی چلند هم له همدې زاويې د ځانګړي اهميت وړ دی او د بشري حقونو د نقض اطلاق ورباندې کېږي.

د طالبانو تر تسلط لاندې دا د خپل ډول يوه بله نوع قضیه ده. دلته طالبانو ته منسوب وسله وال افراد د يو عام افغان وګړي خصوصي حريم پايمالوي او د هغه فردي ازادي سلبوي، هغه څه چې د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې په ۲۷ ماده کې تضمين شوي دي.

د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې ۲۷ ماده کې راغلي: “هر څوک حق لري چې په ازاد ډول د خپلې ټولنې په کلتوري فعاليتونو کې برخه واخلي…”، خو دا د طالبانو د رژيم وسله وال افراد و، چې د يو افغان ځوان د وېښتو په لنډولو سره يې نه يوازې د هغه خصوصي حريم تر پښو لاندې کړ، بلکې د نوموړي څخه يې په فرهنګي ډول د ژوند کولو هغه نړيوال حق هم واخيسته.

بلخوا دا پېښه د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې د ۵ مې او ۱۸ مې مادې له محتوياتو سره د ټکر له وجې هم يو ډول د بشري حقونو سرغړونه بلل کېدلی شي: ((هيڅوک بايد شکنجه نشي، او نه په ظالمانه او نا انساني توګه سپک شي او يا سزا وويني- د بشر حقونو نړيواله اعلاميه/ ۵ مه ماده.))

همدارنګه د يادې اعلاميې په ۱۸ مه ماده کې هم د نړۍ هر انسان ته د فکر، وجدان او مذهب د آزادۍ حق نه يوازې ورکړل شوی؛ بلکې په دې کې په عامه او خصوصي شکل د يادو ورکړل شويو حقونو د فردي او ډله ييزې اجراء آزادي هم شامله ده.

د شازالله د قضيې په نظر کې نيولو سره مې وغوښتل چې د ټولنپوهنيز او ارواپوهنيز نقطه نظره د طالب وسله والو د دغه ډول چلندونو په اړه يو ځوان افغان څېړونکی راوغږاوم.

هارون سمون – چې دا مهال د روسيې هېواد د “د خلکو د دوستۍ پوهنتون” د ټولنپوهنې په څانګه کې د دوکتورا محصل دی- په ټوله کې د طالبانو ډله او په ځانګړي ډول د هغوی ټيټ پوړي وسله وال افراد د ټولنپوهنې او سايکالوژۍ له مخې نارمل انسانان نه ګڼي.

نوموړی استدلال کوي، طالبان له کلونو راهيسې په ويجاړونکو جګړو کې سرګرم پاتې شوي دی، هغوئ په کل کې له يوې داسې مذهبي ايډيالوژۍ څخه تغذيه شوي دي چې تشدد، کرکه، پر ټولنيزه تنوع نه باور او د خپل مخالف له منځه وړل يې د تعليماتو او اعتقاداتو اصلي برخه تشکيلوي.

هارون سمون له شازالله نومي کس سره د شوي چلند په تناظر کې زياتوي:

(( د طالبانو مفکوره او ايډيالوژي، چې له اسلامه د ځانګړي افراطي تعبير، شاتګپالنې او سنتي افکارو څخه تشکيل شوې ده، له عامو افغانانو سره ګډ ژوند نشي کولای. د دوو کلونو په جريان کې دوی د خشونت خورا زياتې پېښې ترسره کړې دي چې خورا کم شمېر يې رسنيو ته راوتلې دي او هغه هم په تصادفي ډول. طالبانو د زرګونه خلکو په خصوصي حريم تېري کړي دي، حتی د خلکو ناموسونه يې سپک کړي دي چې دا مسئله په افغانانو کې ډېره حساسه او د جمعې کرکې وړ ده، خو دا چې دوی خلک په مرګ ګواښي او سختې شکنجې ورکوي، ځکه خو خلک پر دوی او نورو خلکو شوي تېري نشي رسنيز کولای. خلص دا چې هر هغه افغان چې طالبي مفکور نلري، د دوی دوښمن دی او په يو نه يو نوع ضرر ور رسوي… دوی په افغانستان کې د روان وضعيت په اړه ټولنپوهنيز تحقيق او د هر رنګه جرمي او جنايي پېښو ثبتولو دپاره هيڅ ډول سازمان ته اجازه نه ورکوي، دومره متشدد دی چې نړيوال يې آن تصور هم نشي کولای.))

هارون سمون- افغان شنونکی او په PFUR پوهنتون کې د ټولنپوهنې د مدیریت د پی ایچ ډي سکالر
هارون سمون- افغان شنونکی او په PFUR پوهنتون کې د ټولنپوهنې د مدیریت د پی ایچ ډي سکالر

د نوموړي په وينا، د طالبانو هر فرد، هر وخت او هر چېرته، هم څارنوال دی هم قاضي؛ خلک توهين او تحقيروي، شکنجه او زنداني کوي يې او حتی په ډېره ساده‌ګۍ يې وژني.

اګر چې د طالبانو په لومړي ځل واکمنۍ کې د کلتوري تنوع، بېلابېلو فرهنګي باورونو او حتی د مذهبي اقليتونو د رسمونو پر وړاندې د هغوی د مستبدانه چلند داستانونه لا هېر شوي ندي او په دې لړ کې د نوروز د لرغوني جشن او نورو کلتوري مناسبتونو منع ګرځول او په ځانګړي ډول د باميانو د بودايي مجسمو له منځه وړل يې ژوندي مثالونه دي.

خو هغسې چې فکر کېده په دويم ځل واکمنۍ کې به يې له فرهنګي امورو سره چلند نرم شوی واوسي؛ برعکس دا ځل له خلکو سره د دوی چلند له دې وجې لا ډېر خشن بلل کېږي. د هغوی په باور، د ډيموکراسۍ په وروستيو دوو لسيزو کې د افغانستان اکثريت خلکو او په ځانګړي ډول ښاريانو د محلي ارزښتونو په ځای د نورې نړۍ فرهنګي ارزښتونو او سيکولر باورونو ته مخه کړې وه، د فردي ازاديو د تمرين او ودې لپاره پراخه فضاء او متنوع امکانات رامنځته شوي و، ځکه خو دوی دغه وضعيت له بومي ټولنيزو ارزښتونو سره په ټکر کې محسوبوي.

پر دې سربېره له نورې نړۍ سره د رامنځته شويو اړيکو له وجې د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې ګڼو نويو پديدو او نړۍ شموله فرهنګي دودونو هم رواج موندلی و، چې له هغې ډلې څخه د لباس د مختلفو کوډونو او طرزونو عامېدل يادولی شو.

له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان په لويو ښارونو کې د دوديزو جامو تر څنګ د رسمي او نارسمي لباس په توګه په خلکو کې د درېشۍ اغوستلو دود هم ډېر عام شوی و، خو د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته اوسمهال په دولتي ادارو کې د رسمي لباس په توګه د درېشۍ او نکټايي کارول په مطلق دول منع کړل شوي دي او په عامه ژوند کې يې هم کارول تقريبا په بشپړ ډول پرېښودل شوي دي.

پر دې سربېره په تېرو دوو کلونو کې دې ته ورته ګڼ نور فرهنګي موارد هم وخت نا وخت پر ټولنيزو رسنيو خبرساز کېږي، په کومو کې چې د طالبانو رژيم ته منسوب افراد د خلکو په لباس، د ژوند په طرز او رفتار کې څرګنده مداخله کوي.

د دې ډول محدوديتونو له ډلې يو بل مورد دا هم دی چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر په نوم د طالبانو د رژيم په رسمي ساختار کې د اضافه شوي وزارت چارواکي په دوامدار ډول د وېښتو د اصلاح د صالونونو، د سينګارتونو او خياطۍ پر کارکوونکو په مکرر ډول نوي نوي محدوديتونه وضع کوي، چې په هغو کې دوي ته د خلکو د ږيرو د نه لنډولو، د وېښتانو د جوړولو د څرنګوالي، د لباس د ډيزاينونو او له مراجعينو سره د چلند په اړه ګڼې سپارښتنې شوې دي. همدلته ده چې د افغانستان په اکثره ولايتونو کې ډېر کله د هغو کاروباريانو د انفرادي او ډله ييزو مجازاتو خبرونه هم مخې ته راځي، چې د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت او د طالبانو د رژيم د امنيتي ادارو سپارښتنې يې نه وي عملي کړې.

د بېلګې په ډول؛ د طالبانو سرپرستې ادارې څو مياشتې وړاندې د يو ځانګړي حکم له مخې په ټول هېواد کې د ښځينه ؤ د سينګار صالونونه په يو مخيز ډول وتړل او په دې برخه کې زرګونه فعالې مېرمنې يې بې روزګاره کړلې. د همدې پرېکړې په اړه هغه مهال د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا هم غبرګون ښودلی و چې ګنې دا اقدام به په ښځينه کاريګرو باندې منفي اغېز وکړي او د ښځو د بې وزلۍ د لا زياتېدو سبب به وګرځي.

بلخوا د افغانستان په اکثره ولايتونو کې د وېښتو جوړولو صالونونه او سلمانيان په دوامدار شکل تر څار لاندې دي او داسې شرايط ورته وضع شوي چې نه به د چا ږيره ورخرېيي، نه به يې ورکموي او نه به يې هم په سټايل جوړوي. خو يادو قيوداتو ته د يو عکس العمل په توګه، وخت نا وخت د ځينو سرچينو لخوا د سلمانيانو د ډله ييز کاربنديز او حبس خبرونه هم په ټولنيزو رسنيو خپرېږي، چې دغه ډول پېښې اکثره د افغانستان په جنوبي ولايتونو کندهار، ارزګان، هېلمند، زابل او حتی په ورڅېرمه لوېديځو ولايتونو فراه، بادغيس او هرات کې رامنځته شوې دي.

د پکتيا ولايت په ګردېز ښار کې د يوې سلمانۍ کاريګر چې ځان محمد رحيم راپېژني راته وويل: (( زموږ کاروبار خو ټول په هغو خلکو روان دی چې ږيري جوړوي او ډيزاينداره وېښتان جوړوي. خو اوس چې طالبانو په موږ سختي راوستې ده، نو خلک هم ډېر نه راځي او کاروبار مو سخت تاوان کې روان دی. اوس کله – کله ځينو مشتريانو ته د هغوی کورونو ته ورځو، چې ږيرې او سرونه همالته ورته جوړ کړو.))

د طالبانو لخوا په بېلابېلو برخو کې د سختو اقداماتو او چلندونو پېښې اوسمهال يو ډول ورځنی معمول ګرځېدلی دی، خو د ډېرو پېښو د رامنځته کېدو باوجود، لا هم دا ډول موارد له دې امله د رسنيو سرټکي ندي ګرځېدلي، چې نه خو د شازالله د پېښې په څېر مستندې شوې دي او نه يې هم په يو مهال د لسګونه زره خلکو پام ځان ته رااړولی دی.

د دې دپاره چې د شازالله د قضيې په مورد د يو اړخ په توګه د خوست ولايت دپاره د طالبانو د نام نهاد اسلامي امارت د مسوولينو نظر هم راواخلو، هڅه مو وکړه چې د دغه ولايت د مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د سرپرست مولوي شبير احمد عثماني نظر هم ځای پر ځای کړو، خو د بيا – بيا هڅو باوجود هم پر دې و نه توانيدو چې هغوی دې ته قانع کړو چې د دغې قضيې په مورد ځينو نويو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

خو موږ يوازې دومره وکولای شول چې د يوه سيمه ييز خبريال له لارې د اطلاعات او فرهنګ رياست د مسوول مولوي شبيراحمد عثماني هغه لنډ نظر تر لاسه کړو چې په ياده قضيه کې د تورنو کسانو په اړه د بشپړ وضاحت پرته يې وويل:

(( هغه موضوع نوره حل ده، موږ شازالله نامی کس او د هغه د کورنۍ غړي د پېښې په اړه د وضاحت دپاره راغوښتي و، او بيا مو د اسلامي امارت د امنيتي منسوبينو په مرسته هغه درې تنه متهمين هم ونيول چې له شازالله سره يې برخورد کړی و. هغوی مو رسما عدلي ارګانونو ته معرفي کړي دي. په دې قضيه کې نور څه ندي پاتې.))

دکمه بازگشت به بالا