افغانستانپناهندگانحقوق بشر

افغانستان کې د انساني قاچاق له ډیریدو اندیښنې

د انسان قاچاق سره د مبارزې فعالان وایې، انساني قاچاق په نړۍ کې د وسلو او نشه یي توکو له قاچاق وروسته دریمه غیرې قانوني سوداګري ده، چې افغانستان کې یې عاملین او قربانیان زیات شوي.

هغوی چې د قاچاقبرانو له لوري زیانمن شوي وایي رسنۍ کولای شي، چې د انسانی قاچاق عاملینو او ناوړه پایلو په اړه لازم عامه پوهاوی وکړي.

افغانستان کې « له انساني قاچاق سره د مبارزې ملي شبکه» تیرو دوو کلونو کې د انساني قاچاق زیاتوالی د اندیښنې وړ ګڼي.

له انساني قاچاق سره د مبارزې ملي شبکې مشر شعیب ناصري وایې:

(د انساني قاچاق ګراف لوړوالی سیمه ییز او نړیوال اړخونه لري. اړتیا ده چې په نړیواله کچه ددې پدیدې د مخنیوي لپاره کار وشي او د انساني قاچاق بانډونه له منخه یوړل شي.)

ښاغلی ناصري زیاتوي: (په افغانسان کې د ځوانانو لپاره تعلیمي پروګرامونو برابرول، دیني عالمان، رسنۍ او مدني ټولنه د عامه پوهاوي ښې سرچینې دي او باید د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره مهم رول ولوبوي.)

نوموړی وايې، د انساني قاچاق پر ضد مبارزه کې د نړیوالومرستندویه سازمانونو مالي ملاتړ، د حکومتي ادارو همکاري او د انساني قاچاق مجرمینو محاکمه کول مهم ګامونه دي.

له انساني قاچاق سره د مبارزې شبکې مسوول په وینا: ”اجباري کار، اجباري ودونه، په بدو کې د ښځو ورکړه، روحي ګواښل، جنسي استفاده، د انسان بدن د غړو پرې کول، انسان تښتونه، بچه بازي، د یو شخص د اقتصادي مجبوریت لمخې د غیرې اخلاقي انځورونو او فلم نشرول اوغیرې قانوني فعالیتونو لپاره د یو کس مجبورول د انساني قاچاق له ډولونو ګڼل کیږي، چې تیرو دوو کلونو کې افغانستان کې بې کارۍ او د خلکو اقتصادي مشکلاتو له امله دا کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې ده، چې ډیری قربانیان يې ځوانان او ماشومان دي “.

ورته وخت کې اروپا ته په نا قانونه او قاچاقي لارو تللي‌ افغانان په دې اړه جلا جلا نظرونه لري: نوید دانش چې د قاچاقبرانو په فریب سره د اروپا غیرې قانونې تګ ته هڅول شوی و، د خپل ستړي او له خطر ډک سفر کیسه کوي:

”په قاچاقي لارو تګ ځان له مرګ سره مخامخ کول دي. مونږ ښه پوهېدو چې په یو متر واوره کې د څو شپو مزل زموږ د مرګ سبب کیدلای شي. خو د انسان مجبوري او ضرورتونه کله کله دومره زیات شي چې دا هر څه په ځان قبلوي. “

ښاغلی دانش د ګواښونو ډک دغه سفر ته زړه ښه کولو یو لامل د قاچاقبرانو لخوا خلکو ته خبرو کې زیاته مبالغه ګڼي:

(موږ د اروپايي هېوادونو د ژوند اسانتیاوو کیسې اورېدلي خو د لارې سختۍ مو نه دي ليدلي. ډېری وخت قاچاقبران خلکو ته دروغ وايي او دا لارې ورته ډېرې اسانه ښايي. مونږ ته به یې هم ویل چې لارې اسانه دي او ټوله دوه ساعته لاره ده؛ خو کله به مو چې حرکت وکړ یو شپه او ورځ مزل به وو.

په افغانستان کې د اروپايي هېوادونو په اړه خلکو ته غلط ذهنیت ورکړل شوی دی. دلته خلک فکر کوي چې هلته هر څه ګل او ګلزار دي او لارې ډېرې اسانې دي؛ خو په حقیقت کې داسې نه ده.)

نوموړی د انساني قاچاق په اړه د عامه پوهاوي او ذهنیت سازۍ برخه کې د رسنیو رول مهم ګڼي: (د انسان قاچاق کوونکو د ناقانونه کړنو او درغلۍ افشا کولو په تړاو رسنۍ اساسي نقش لري؛ چې خلکو ته د قاچاقبرانو واقعي تصویر او ناسم چلند واضح کړي، د لارې سختۍ ورته بیان کړي او له هر څه یې خبر کړي.)

د پروان ولایت اوسیدونکو چې په قاچاقي لارو اروپا ته تللی او نه غواړي نوم یې د ځینو ستونزو له امله خپور شي دویچه ویله ته داسې وايي: (په قاچاقي لارو تګ مرګ ته غاړه ورکول دي، دغه مسیر هيڅ د تګ لپاره مناسب نه دی، باید هیڅوک دغو لارو ته زړه ښه نکړي تر هغې چې له طالب څخه په امن وي، او په دغو لارو تګ ځانته پخپلو پېسو د مرګ اخېستل دي.)

دغه افغان انجنیر چې شاوخوا ۷ کاله یې افغانستان کی له بېلابېلو موسسو سره کار کړی له خپل ترسره شوي سفر او مسافرۍ کې له اوسني ژوند ډېر خوښ ندی: (اوس مهال سویس هیواد کې يم ښه ژوند لرم، دولت يې ماته هرڅه راکوي، خو هيڅکله د وطن سکون نشي راکوی، د سویس دولت او خلک موږ ته هرڅه راکوي خو د وطن په څير سکون نشته، دغو لارو کې تر ټولو وحشي چلند د ترکيې او ايران د پولیسو دی چې د طالبانو د شکنجنې او چلند سره توپير نلري.)

د یادونې وړ ده، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په تیرو څو لسیزو کې په افغانستان کې د مهاجرت او په ځانکړي ډول د غیرې قانوني مهاجرت برخه کې له بېلابېلو دولتي او نا دولتي ادارو سره د عامه پوهاوي او دغه راز د انساني قاچاق پر عاملینو د قانون تطبیق برخه کې د همغږۍ پروګرامونو ملاتړ کړی دی.

انساني قاچاق د بشر حقونو نړیوال کنوانسیون له لوري جرم ګڼل شوی. دغه راز د جولای July 30مه نېټه د انساني قاچاق سره د مبارزې نړیواله ورځ نومول شوې ده، چې هر کال دغه ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د غونډو او ورکشاپونو په جوړولو نمانځل کیږي.

بلخوا د طالبانو د عدلیې او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو رسنیو ته ویلي، له انساني قاچاق سره جدي مبارزې هوډ لري او ادعا کوي، چې وروستیو کې اختطاف کوونکي او قاچاقبران مجازات شوي دي.

دکمه بازگشت به بالا