افغانستانحقوق بشرعکسورزش

په افغانستان کې د باسکیټبال ښځینه معلولو لوبغاړو له ستوتزو ‌ډک ژوند

هغه ښځینه ورزشکارانې چې د خپلو لاسته راوړنو او اتلولیو د دوام او ساتلو لپاره یې هیلې درلودي سپورتي کلپونو ته لاړې، زده کړې یې وکړې، تحصیل یې وکړ او په پای کې یې سپورټ د خپل ژوند د پلانونو د یوې برخې په توګه غوره کړ، د ټولنې د فعالو، برابرو حقونو د لرونکو او روغو ښځو په توګه یې د خپل هیواد په بیارغونه او پرمختګ کې خپل رول ولوباوه او دې راتلونکو نسلونو ته یې لاره هواره کړه.

راپور: جهانزیب ویسا

د جمهوریت په پرزیدو سره د باسکیټبال ښځینه معلولو لوبغاړو په ګډون د ټولو افغان ښځینه ورزشکارانو غږونه غلي شول او نور د دوی له ستونې د « ژوندی دې وي افغانستان» جمله نه اورېدل کیږي.

هغه ښځینه ورزشکارانې چې د خپلو لاسته راوړنو او اتلولیو د دوام او ساتلو لپاره یې هیلې درلودي سپورتي کلپونو ته لاړې، زده کړې یې وکړې، تحصیل یې وکړ او په پای کې یې سپورټ د خپل ژوند د پلانونو د یوې برخې په توګه غوره کړ، د ټولنې د فعالو، برابرو حقونو د لرونکو او روغو ښځو په توګه یې د خپل هیواد په بیارغونه او پرمختګ کې خپل رول ولوباوه او دې راتلونکو نسلونو ته یې لاره هواره کړه.

خو له بده مرغه دا ټولې لاسته راوړنې د ۲۰۲۱ کال دې جمهوریت د نسکریدو سره په ناڅاپي توګه له منځه ولاړې. په ټول هېواد کې ښځې اوس خپلو ټولو مدني او بشري حقونو څخه بې برخې شوې دي. د طالبانو د حکومت په اولو اونیو کې د افغانستان د ښځو کرکټ د یو شمېر رسنیو سرټکي شول. د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو چارواکي احمدالله وثیق د استرالیا اس بي اس (SBS) شبکې ته ویلي وو، چې ښځو ته به د سپورټ اجازه نه وي:« دوی به په سپورټ کې له داسې یو حالت سره مخامخ شي چې مخ او وجود به یې ښکاره شي، اسلام ښځو ته اجازه نه ورکوي چې د دوي بدن ښکاره شي.»

یو شمېر له دغو د باسکیټبال ښځینه ورزشکارانې په افغانستان کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي دوي د جمهوریت پرمهال په خپلو تمرینونو او سیالیو کې بوختې وي، او خپل عادي ژوند سره ډیر خوشحاله وې او د یو روښانه راتلونکې ترڅنګ یې د افغانستان لپاره ویاړونه ترلاسه کولو ته هڅه کوله. دوی وايي د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ څخه وروسته یې پرمخ د سپورټ کولو او د تمرینونو عمومي ځایونو ته د تګ مخه ونیول شوه چې اوس له سختو ستونزو او جدي کواښونو سره مخ دي.

راحله نوري یوه له همدې لوبغاړو ده چې اوسمهال په هیواد کې له خپلي کورنۍ سره اوسیږي. هغه شاوخوا څلور کاله د ويلچر باسکټبال او ويلچر هنډبال د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړی پاتې شوي ده. هغې د بهرنیو هیوادنو ترڅنګ په افغانستان کې په ولایتي سياليو کې ګډون کړي دي په يوه سیالي کې چې د سولي په نوم ووه د څلويښتو ښځينه ورزشکارانو په مينځ کې يې لومړي مقام پخپل نوم کړي وو. د جمهوریت د پرزیدو سره د هغهې په ګډون ټولې معلولې ورزشکارانې له سپورټ کولو څخه منعه کړاي شوي دي. ښځينه معلولې ورزشکارانې له ډيرو سختو ستونزو سره مخ دي.

راحله نوری

نوموړې وايي:« هغه وايي مخکي له سپورټ څخه به ما له ژوند کولو څخه کرکه لرله او معلولیت راته ډير محدوديت ښکاريده خو کله چې ما له ځان سره فکر وکړ چې دې نورو انسانانو سره توپیر نلرم او زه هم کولاي شم ژوند وکړم. دې خپلي کورنۍ په ملاتړ سره مې سپورټ ته مخه وکړه لويې هیلې راته پيدا شوی معلولیت زما هير شوو، او پدې سره زما په ژوند کې هرڅه مثبت لور ته روان ووه او ډیر بدلونونه مې په ژوند کې رامینځ ته شول.

مېرمن نوري وویل: «چې د يوې ښځينه معلوليت لرونکې ورزشکارې په توګه دا زما لپاره ډيره دردونکي ده چې له سپورټ کولو څخه منعه کړاي شوي يم او ان دا چې له همدې لارې مې دې کورنۍ مالي ستونزې حل کولي زما پلار کلونه کيږی وفات شوی او د کور ټول مسووليتونه زما په غاړه دې خو دې جمهوريت دې پرزیدو سره په کور يم او پدې سره زه او زما کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ يوو. يو ورور مې هم رواني تکليف لري او هغه بايد د روغتيا پلانو د تداوی ته دوام ورکړي خو بدبختانه چې موږ یې هيچ ډول توان نلرو. زه هم اوس هغو ضرورتونه چې يوې معلولي ته اړتيا ده نشم پوره کولي او زما کورنۍ هم زما سره په سختو شرایطو کې قرار لري، او نه هم څوک د ملاتړ لرم. زه غواړم بيا سپورټ کولو ته مخه وکړم او هغه کا په افغانستان کې وي او يا هم بل بهرني هيواد کې چې پدې سره به زه پرمختګ وکړم او هم به زما کورنۍ لدې طريقه ملاتړ ولرم.»

هغه زیاتوي د جمهوريت پرمهال موږ ټولو ښځینه معلولو ورزشکارانو ته د (International Committee of the Red Cross) په نوم یو نړیوال سازمان زموږ سره دې ورزشي وسائلو مرسته کوله پدې سره به زموږ د ټولو معلولو ښځينه ورزشکارانو ستونزي حل وي خو اوسمهال موږ هیچ ډول ملاتړ نلرو او ان دا چې په افغانستان کې په ویره کې ژوند کوو، او له سختو روحي او روانی ستونزو سره مخ يوو.

د مېرمن راحله نوري ترڅنګ یو شمېر نورې د ویلچر باسکټبال معلولي ښځینه ورزشکارانې هم په افغانستان کې له ورته ستونزو سره مخ دي.

شکیلا ظفري چې اته کاله کيږي د افغانستان ویلچر باسکټبال لوبغاړۍ ووه پدې لړ کې يې له ملي لوبډلې سره په ګڼو سیالیو کې ګډون کړي او لاسته راوړنې یې درلودلی. په ولايتي کچه يې په ګڼو سياليو کې ګډون کړي او لاسته رواړني درلودي. له سختو ذهنیو ستړیاړوو سره مخ ده دلیل یی د جمهوریت پرمهال هغه حالت ځوروي چې دې لوبډلي له لوبغاړو سره به تمريناتو او هغه سیاليو کې بوخته ووه او اوس په کور د يوې بندي میرمن په شان ژوند کوي او ان دا چې د خپلو نږدي لوبغاړو سره نشي لیدلي.

شکیلا ظفري
شکیلا ظفري

مېرمن ظفري وايي: «د جمهوريت د پرزیدو وړاندي به زه هره ورځ پخپلو ورزشې تمرینونو کې بوخته وم او په کور کې به ډيره کمه وم دنده مي درلودله. دوه ورځې مې په اونۍ کې رسمي تمرينات ترسره کول، او ترڅنګ به مې په رسمي سياليو کې ګډون کوه يعني يو ډير ښه احساس مې درلوده او د يو ښه راتلونکي پرلور روانه وم داسې احساس مې نه کوو چې زه يوه ښځينه معلوله يم. د نورو وګړو په شان مې په ډيرو کارونو کې ونډه اخيسته او د کورنۍ ډيري ستونزې به ما حل کولي. خو اوسمهال زه له جدي ستونزو سره مخ يم او زما روغتيايي حالت هره ورځ په خرابېدو دې.»

دې فاضیله محمدي په نامه یوه بله ورزشکاره چې د افغانستان د ويلچر باسکټبال ښځینه ملي لوبډلې لوبغاړۍ ده چې پدې برخه کې یې پنځه کاله فعالیت درلود او پدې برخه کې یې ډیري لاسته رواړنې لرلي دې. اوسمهال هغه په افغانستان کې اوسیږي. هغه ډیره ناهیلې شوي ده او په یو ګونګ حالت کې شپې او ورځې تېروي. په افغانستان کې اوسني حالت ته په کتلو سره هغه دې ښځینه ورزشکارانو لپاره د منلو وړ نه بولي.

فاضیله محمدي
فاضیله محمدي

محمدي زیاتوي:« زه او زما په ګډون ټولې افغان ښځې او انجونې اوسمهال په ویره کې ژوند کوو دا ځکه موږ دې سپورټ، زده کړو، کار، پوهنتونونو او ښونځیوو ته د تګ څخه منعه یوو. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې په داسې یوه جنس بدلې شوې چې په ګودامونو کې ساتل کېږي، هیڅ خوځښت، فعالیت او ټولنیز کار نه لري، کله چې یو څوک له ټولنې جلا شي، د بې ارزښته توکو په توګه محاسبه کیږي اوس له بده مرغه په افغانستان کې ښځې له ورته برخلیک سره مخ دي.»

نوموړې اوسنی وضعیت د افغانستان د ښځینه برخي سپورټ لپاره زیات خطرناک بولي. که په افغانستان کې د ښځو سپورټ په همدې ډول درېدلی پاتې شي، په تېرو شلو کلونو کې به د هېواد ټولې هغه لاسته راوړنې چې د هېواد د ملي ګټو او د هېواد د ښځینه ورزشکارانو د وياړونو یوه برخه ده، له منځه ولاړې شي.

بل خوا د ښځو حقونو فعاله زرمینه پریاني وايي: « افغان ښځينه ورزشکارانې د جمهوریت د پرزیدو سره له جدي ننګونو سره مخ دي. حتا دوی د شخصي ژوند له مصونيت څخه محرومې شوي دي. په ټوله کې معلولې ښیځنه ورزشکارانې د افغانستان په شان يوه ټولنه کې ډیره سخته ده چې د سپورټ په ډګر کې تردې ځایه ځان ورسوي. اوسمهال افغان ښځینه ورزشکارانې، او په ګډون یې ټولې افغان ښځې له زده کړو، کار منعه کړاې شوي او طالبانو په کور کينولې.»

د جمهوریت پرمهال د المپيک د ملي کمېټې، او د باسکیټبال فدراسیون رئیس عبدالحسين حصاري وايي چې طالبان د ښځینه ورزشکارانو ته هېڅ ډول اجازه نه ورکوي. د هغه په وینا «څومره چې د ښځو ورزشي فعاليتونه نور هم وځنډېږي، په هماغه کچه به له تخنیکي او مسلکي پلوه به د ښځینه برخی سپورټ شاته ولاړ شي، له یوې خوا په تېرو دوو لسیزو کې په سیمه، اسیا او نړۍ کې د افغان ښځينه ورزشکارانو ترلاسه کړی مقام له خطر سره مخ کیږي، او له بلې خوا ښځینه ورزشکارانې به له جدي ننګونو سره په مخ کیدو دي او د ښځینه سپورټ له لارې د هېواد د پرمختګ او نوم ژوندي ساتلو په چاره کې د خپل رول له ورکېدو شکایت کوي.»

د جمهوریت پرمهال د المپيک د ملي کمېټې، او د باسکیټبال فدراسیون رئیس عبدالحسين حصاري
د جمهوریت پرمهال د المپيک د ملي کمېټې، او د باسکیټبال فدراسیون رئیس عبدالحسين حصاري

هغه زیاتوي: زه د ویلچر باسکټبال ښځینه له ګڼو ورزشکارانو سره په اړیکه کې یم، دوی ټول د خپل ژوند د ستونزو څخه شکایت کوي، د دوی لپاره سپورت د ویاړ او تفریح ​​سرچینه وه، خو د طالبانو په راتګ سره دوي له سپورټ څخه محرومه شوي دي، اوسمهال دوی دې کورونو په یوه کونج کې ژوند کوي. ډیرو ته یې رواني ستونزي پیدا شوي دي ځکه چې دوي هیچ ډول فزیکي تمرینونه نلري.

عبدالحسین همدارنګه زیاتوی: چې د جمهوریت پرمهال د باسکیټبال ښیځنه لوبډله ​​د سره صلیب د نړیوالې کمیټې لخوا د هرډول ملاتړ څخه برمخمنه ووه خو د جمهوریت په پرزیدو سره یادې کمیټې مرستې بندي کړي دي او له هغه وروسته بیا ورته نړیوالو سازمونونو د ویلچر باسکټبال ښځینه لوبغاړو سره هیچ ډول مرسته نده کړي. طالبان د ښځینه سپورټ ته هیچ ډول پاملرنه نه کوي. د سپورت فعالیتونه یوازې د هلکانو لپاره پاتې دي، هغه هم تر سختو محدودیتونو لاندې باید سپورټ وکړي.

د افغانستان دا ښځینه معلولیت ورزشکارانې له ګڼو ستونزو او ګواښونو سره مخ دي دوي د نړیوالی ټولني په ګډون د بشري حقونو او هغه سازمانونه چې د سپورټ اړوند فعالیت لري غوښتنه کوي چې زموږ غژ واورئ او زموږ د ملاتړ لپاره خپل غږ اوچت کړي. پدې سره به موږ بیاځلې سپورټ ته مخ وکړو او د خپل روښانه او خوندي ژوند لپاره مبارزه وکړو او پدې سره به موږ له شته سختو شرایطو څخه خلاصون پیدا کړو.

 

دکمه بازگشت به بالا