افغانستانحقوق بشرزندگیعکس
موضوعات داغ

د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې لاهم ښځې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي ادعا کوي چې په ټول هېواد کې امنیت تامین او د خلک کولایشي د ۳۴ ولایتونو ټولو سیمو ته هر وخت په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي، لاهم د دغه هېواد په ګڼ شمېر لریو پرتو سیمو کې خلک په ځانګړې توګه میرمنې له روغتیایي خدماتو بې برخې دي.

راپور: سیدعمر سهار

مونږ په دې راپور کې هڅه کړې، د هغو سیمو له خلکو سره خبرې وکړو چې د ټولې ولسوالي په کچه یو مجهز روغتیايي مرکز نه لري.

د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې د دانګام ولسوالي اوسیدونکي وايي، په تېرو ۲۲ کالونو کې یې په سیمه کې یو روغتیایي مرکز نه دی جوړ شوی چې له امله یې د دغې سیمې خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د یادې ولسوالي د «چېنې» د کلې یو تن اوسیدونکی عبدالرقیب وايي، ډير کله یې ناروغان او تر ډيره میرمنې د ولادت پرمهال چې دوی غواړي روغتون ته یې ورسوي، د کونړ مرکز اسعداباد یا هم د ننګرهار جلال اباد ښار ته په لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د هغه په خبره، د طالبانو د حکومت له حاکمیت وروسته ورسره وعده شوي چې په دغه ولسوالي او یو شمېر کلیو کې به ورته روغتیایي مرکزونه جوړوي، خو زیاتوي چې لا یې درک نه ده شوی.

«دا شل ۲۵ کاله شول چې له دې مشکل سره مخ یو، لاره خرابه ده چې مریض مو ډير خطرناک نه وي، ډاکټر ته یې هم نه وړ، دلته نیږدې خو نه کلینک شته او نه بل شی، یا به یې جلال اباد ته وړو یا اسعداباد ته، خو هر وخت داسې کیږي چې مریض مو په لاره کې مړ شي.
جمهوریت کې خو دې ولسوالي کې هر وخت جنګ و، اوس جنګ هم نشته، نه کوم طالب دلته راغلی چې کومه شفاخانه یا یو شی راته جوړ کړي او نه کومې مؤوسسې والا.»

دا یوازې د کونړ ولایت د دانګام د خلکو کیسه نه ده، بلکې په سویل ختیځ پکتیکا ولایت کې هم د ډير شمېر لرې پرتو سیمو خلک، په خپلو کلیو یا ولسوالیو کې د روغتون یا کلینک په نوم څه نه لري.

د پکتیکا د وړممۍ ولسوالي یو تن قومي مشر عزیزالله وايي، په ټوله ولسوالي کې یو روغتیایي مرکز نه لري، ځکه خو یې له امله همدا دوه میاشتې وړاندې اینګور «د زوی مرمین» چې په اولاد ناروغه وه، په خپل کور کې د ولادت پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د هغه په خبره، که یې په ولسوالي یا هم لږ تر لږه په مرکز ښرنه کې یو مجهز روغتون او ښځينه ډاکټرانې لرلې، نن به د خپل لمسي او اینګور د مرګ د غم په ټغر نه کېناست.

«داسې یو کال به کیږي چې زوی ته مې واده وکړ، خدای ورته اولاد ورکړ، خو اینګور مې رانه خدای واخیسته، دلته کلي کې مو یوه ښځه ورته راوسته، خو تکلیف یې ډير و، انیګور مې مړه شوه، نه کلینک لرو، نه یوه شفاخانه نه لرو او ښځه ډاکټره خو په ټول ولایت کې لا نسته.»

افغانستان کې دا هر څه په داسې حال کې جریان لري چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنري «UNHCR» د ملګرو ملتونو د ماشومان د ملاتړ صندق «UNICEF» د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» د ماشومانو د خوندیتوب سازمان «Save the Children» د کډوالۍ نړیوال سازمان «IOM» او لسګونه نورې نړیوالې ادارې په دغه هېواد کې فعالیت ترسره کوي او هره میاشت میلیونونه ډالر په مصرف رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد تېره میاشت «د نومبر ۲۴مه» ارزګان ولایت کې په یوه خبرې غونډه کې وویل، د ټول هېواد په کچه د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي.

قلندر عباد دا اندېښنه په داسې حال کې له خلکو سره شریکوي چې د حکومت د مشرتابه په امر یې له تېرو څه باندې دوو کالو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او شاوخوا یونیم کال کیږي چې نجونې نشي کولای د لوړو زده‌کړو لپاره پوهنتونونو ته ولاړې شي.

په افغانستان کې د نسایي ولادي ډاکټرانو د ټولنې مشره نجم‌السماء شفاجو وايي، په مرکز او ولایتونو کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت په ټول هېواد کې د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه کړې ده.

 

شفاجو که څه هم دقیق ارقام په لاس کې نه لري خو وايي، تازه یې ددغو ارقامو د راټولو لپاره یوه سروې پیل کړې ده.

د نوموړې په خبره، په افغانستان کې د نجونو د پوهنتونونو له تړل کېدو سره، روغتونونه د مسلکي ښځینه ډاکټرانو، قابله‌ګانو او نرسانو له کمښت سره مخ دي.

شفاجو زیاتوي، افغانستان اوسمهال د نړۍ په کچه لومړنی هېواد دی چې د مور او ماشوم د مړینې ډيرې پېښې په‌کې رامنځته کیږي چې یو عمده لامل یې هم، په لرې پرتو سیمو کې د ښځينه ډاکټرانو، قابله‌ګانو او نرسانو کمښت دی.

«په افغانستان کې ښځینه ډاکټرانو ته د تخصص او ایګزیټ اګزیم ازموینو د اخیستو مخه نیول شوی چې له امله یې هغه نجونې چې د طب پوهنځي یې لوستي په کورونو ناستې دي، یا هم له هېواده وتلي دي چې دې چارې هېواد کې پر روغتیایي سکټور ډيره بده اغیزه کړې ده. مونږ کره شمېرې نه لرو چې څومره ښځنیه ډاکټرانې له هېواده وتلي یا هم په کور ناستې دي او څومره قابلې یا نرسانې یې په روغتونونو کې پر ځای کار کوي؟ خو تازه مو په دې برخه کې یوه سروې پیل کړې ده چې پایلې به یې ډير ژر خپرې کړو.»

د نسایي ولادي ډاکټرانو د ټولنې دغه مشره وايي، د افغانستان د ډير شمېر ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې لاهم میرمنې له روغتیایي خدماتو بې برخې دي او ډير کله خو له سنتي درملنې کار اخلي چې له ګټې یې زیان ډير دی.

د هغې په خبره، تر څو چې د هېواد ټولو برخو ته روغتیایي خدمات او ښځينه ډاکټرانې ونه رسیږي، د مور او ماشوم میړنه به په همدغه ډول روانه وي چې د یو ستر ناورین رامنځته کېدونکې ده.

بل لور ته بیا د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت مسؤولان وايي، د دوی له حاکمیت وړاندې په ټول افغانستان کې ۴۵ سلنه وګړې له روغتیایي خدمتونو بې برخو وو.

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان «مونږ ته» وویل، د دوی له حاکم کېدو را وروسته یې په ټول هېواد کې څه دپاسه ۳۰۰ بابه نوي روغتیا مرکزونه جوړ کړي دي، خو مني چې لاهم په لرې پرتو ولسوالیو کې سپينې سیمې (هغه سیمې چې روغتیایي مرکزونه او خدمات په‌کې نه وي) شتون لري.

نوموړی زیاتوي، دغه ۳۰۰ بابه نوي روغتیایي مرکزونه یې، د هېواد د ټولو ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې جوړ کړي دي.

د هغه په خبره، هغه سروې چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق له لوري شوې وه، ښودل شوي وو چې په افغانستان کې په هرو ۱۰۰ زره ولادتونو کې ۶۰۰ میرمنې د ولادت پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو زیاتوي د دوی د تېر کال د سروې له مخې اوس د مور او ماشوم د میړنې شمېر په هرو ۱۰۰ زرو کې ۲۵۰ ته راټيټ شوی دی.

«الحمدالله، د اسلامي امارت له حاکېدو وروسته، په ټول هېواد کې څه د پاسه ۳۰۰ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي، همدارنګه هغه سپینې سیمې چې پخوا پکې روغتیایي خدماتو شتون نه درلود، اوس یې سروې روانه ده په ډيرو کې یې خدمات پیل شوي او پاتې نورو کې به یې هم ډير ژر پیل شي. د مور او ماشوم د میړنې کچه هم راټيټه شوې ده چې تاسې سره مې وړاندې د تېرو سروې ګانو شمېرې شریکې کړې.»

ښاغلي شرافت زمان د ښځنیه ډاکټرانو د کمښت په اړه راته وویل، اوسمهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۶زره ښځنیه ډاکټرانې او قابله‌ګانې شتون لري چې په خصوصي او دولتي سکټور کې په دندو بوختې دي.

هغه زیاته کړه دا چې له سیاسي بدلون را وروسته په څومره شمېر ښځينه ډاکټرانې له هېواده وتلي دوی یې په اړه کره شمېرې نه لري.

د عامې روغتیا وزارت مسؤولان مني چې په هېواد کې د ښځينه ډاکټرانو کمښت یې د ښو خدماتو وړاندې کولو پر وړاندې یو لوی خنډ دی، خو دا چې د حکومت مشرتابه یې د نجونو پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې تړلي یې دوی په زغرده په اړه څه نشي ویلی.

د افغانستان د جمهوري دولت د اساسي قانون د ۵۲مې مادې پر اساس د افغانستان حکومت مکلف ګڼل شوی چې ټولو وګړو ته په مساوي توګه وقایوي او روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

06 – 12- 2023

سیدعمر سهار

دکمه بازگشت به بالا