افغانستانحقوق بشرزندگی
موضوعات داغ

افغانستان کې میرمنو ته د موټر چلونې لایسنس نه ورکول کیږي

‌وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې طالبانو د افغانستان جمهوري نظام نسکور او په ټول هېواد یې واک ترلاسه کړ، د طالبانو لخوا تر ټولو ډیر بندیزونه پر ښځينه قشر ولګېدل.

راپور: سیدعمر سهار

د زده‌کړو او کار حق ورڅخه واخیستل شو، له محرم پرته له سفر کولو څخه منع شوې، پارکونو، کلبونو او حمامونو ته یې هم په تګ بندیز ولګید او اوس تازه دا چې د موټر چلونې لایسنس هم نه ورکول کیږي.

د کابل ښار اوسېدونکې په مستعار نوم «منوره ستانکزۍ» چې کابل کې له یوې بهرنۍ ادارې سره کار کوي وايي، تېر یو کال کې یې پنځه ځله هڅه کړې چې د موټر چلوونې لایسنس ترلاسه کړي، خو په خبره یې چې د کابل په ټرافیکو ریاست کې ورته د طالبانو لخوا د رد ځواب ورکول شوی دی.

د هغې په خبره، هر کله چې د دفتر په موټر یا په ښاري ټیکسي موټر کې له کور څخه دفتر یا ښار ته د اړتیا وړ توکو اخیستو په موخه ځي، د طالبانو د سرک د سر وسله‌والو او یا هم د امربالمعروف وزارت د کسانو لخوا یې توهین شوی او یا هم ګواښل شوې ده.

«هر ځای چې به په ټیکسي کې تللم، نو زه خو محرم نه لرم دوی به ویل چېرته ځې، ولې محرم نه ولرې؟ دا ډریور دې څه کیږي، نو دغسې بې معنی بې معنی پوښتنې به یې کولې، بیا مې خپله موټر واخیست، موټر چلول مې هم په ډيره سختي یاد کړل، خو دا څلورم یا پنځم ځل دی چې ریاست ته ځم چې لایسنس واخلم، نه یې راکوي، وايي، د ښځې یې له موټر چلولو سره څه؟»

‌‌‌‌دا یوازې «منوره ستانکزۍ» نه ده چې د کابل ښار په لارو او سرکونو د طالبانو د توهین او تحقیر امله اړ شوې موټر واخلي خو اوس یې د قانوني چلوونې لپاره لایسنس نه ورکول کیږي، بلکې سلګونه نورې افغان میرمنې چې د خپلو اړتیاوو پر اساس غواړي د موټر چلوونې لایسنس واخلي نه دی ورکول شوی.

د بنفشې په نوم یوه بله میرمن چې وايي، د خیاطۍ دستګاه لري او لس نورو نجونو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې، اړ ده چې هره ورځ له خپل کور څخه تر کارځایه پورې اته کیلومټره په ټیکسي موټر کې مزل وکړې، ډیر کله د طالبانو له لوري له ناوړه چلند سره مخ کيږي.

بنفشه وايي، خپل همدې مجبوریت ته په کتو یې ښه وګڼله چې د موټر چلوونې لایسنس ترلاسه او خپل کار او کور ته په خپل شخصي موټر کې په خوندي توګه تګ راتګ وکړي، خو زیاتوي لایسنس ورنکړل شو.

«زه خو مجبوره یم، سهار وختي خپل دفتر ته لاړه شم، کله چې کار ډیر وي، بیا نو مجبوره تر ناوخته پاتې شم، خپل کار لرم، نورې نجونې راسره کار کوي، جواز یې هم لرم، حکومت ته مالیه هم ورکوم، خو کله به چې ماښام ناوخته یا سهار وختي دفتر یا کور ته تلم، راتلم، نو ډيره به په تکلیف وم، بیا لاړم چې لایسنس واخلم بیخي یې زما عریضه وانخیسته ویل یې، ښځو ته یې نه ورکوو.»

خو هغوی چې د موټر چلوونې لایسنس لري ایا کولایشي په ښار او لرې پرتو سیمو کې له خپل موټر څخه ګټه واخلي؟

د کابل ښار د دشت برچې سیمې یوه اوسیدونکې راحیله چې د تېر جمهوري نظام پرمهال یې د موټر چلوونې لایسنس اخیستی وایي، هیڅکله هم په ډاډه زړه نشي کولای له خپل موټر سره د ښار له یوې سیمې بلې ته ولاړه شي، ځکه د تلاشۍ پر چیک‌پاینټونو یې طالب وسله‌وال په تکلیف کوي او عجیبې – غریبې پوښتنې ورڅخه کوي.

«زه شکر خپل موټر لرم، جمهوریت کې مې د موټر چلوونې کورس هم ولوست او بیا مې لایسنس هم واخیست، هغه وخت ښه و، خو اوس چې هر چرته ځم او طالبانو سره مخ کیږم، راپورې خاندي یا خو راباندې د بهرنۍ میرمنې شک کوي.»

له دې سره د حقوقي مسایلو کارپوه او د باګرام زندان د زندانیانو د دوسیو د څیړولو کمېسیون پخوانی مشر عبدالشکور دادرس وايي، لکه څنګه چې اسلام په ټوله کې نارینه او ښځينه ته یو ډول حقوق ورکړي، نو د افغانستان اساسي قانون، مدني قوانینو او همدارنګه په ګڼ شمېر نړیوالو قوانینو کې دا راغلي چې ښځه باید د زده‌کړو، کار او هر هغه څه چې په ټولنه کې ورته اړتیا وي، حق یې لري او حکومت مکلف دی چې اسانتیاوې ورته رامنځته کړي.

«ممکن اسلامي امارت به یې د پیل کولو نیت لري چې دوی ته هم د لایسنس ویش پیل کړي، ځکه دغه له محرم پرته د سفر کولو او نه کولو موضوع چې دوی یادوي، نو دا یې ښه لاره ده چې ښځې خپله د خپل موټر ډریوري وکړي او په خوندي توګه سفر وکړي. تاسې به خبر شوي یاست چې ډيرو ځایونو کې د طالبانو ښځې له موټرو کوزې کړي دي، په دې دلیل چې محرم به ورسره نه و.»

د یادونې وړ ده چې د نړۍ په ګڼو اسلامي دولتونو لکه، سعودي عربستان، متحده‌ عربي امارات، ایران، پاکستان او ګڼور نورو کې ښځې کولایشي، په قانوني توګه موټر وچلوي، خو افغانستان کې د طالبانو د حکومت په راتګ سره اوس دغه چاره له ګڼو ستونزو سره مل ده.

وموغوښتل په دې اړه د طالبانو د ټرافیکو د عمومي ریاست د چارواکو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو زمونږ پرلپسې اړیکو او پوښتنو ته یې ځواب رانکړ.

خو په یاد ریاست کې یوې باوري سرچینې د نوم او غږ نه خپریدو په شرط راته وویل، مسئله هم د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده امرالثاني ته پاتې ده.

دکمه بازگشت به بالا