آموزشافغانستانحقوق بشر
موضوعات داغ

داوود چې د افغانستان په پلازمېنه کې خصوصي ښوونځی لري، د نجونو لپاره یې شپني ټولګي جوړ کړي

داوود درې زامن او یوه لور لري، وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو یې بندیز ولګاوه؛ هغه د خپلې لور او نورو همزولو زده کړو یې اندېښمن کړی و.

راپور: ولوله کوچی

داوود وایي، تر څو ورځو یې له سترګو خوب تښتېدلی و او د خپلې لور ناروښانه راتلونکې ته فکر وړی و.
د طالبانو له دغې پرېکړې څه موده وروسته داوود د نجونو لپاره دغه شپني پټ ټولګي جوړ کړل.

داوود وایي:« موږ یوې لویې څلوېښت کسېزې کورنۍ کې ژوند کوو او په خپلې کورنۍ کې ډېرې نجونې هم لرو.»

هغه وایي:« زموږ په کورنۍ کې نجونې ډېرې دي او ځینو پکې د کانکور لپاره د چمتوالي کورس هم نیولی و او د کورنۍ غړې مو هم په یوه برید کې له لاسه ورکړې؛ نو ما لومړی د خپلې کورنۍ نجونو ته او بیا مې نورو نجونو ته یو څه کول غوښتل؛ تر څو دوی ناهیلې نشي.»

داوود د انلاین تدریس پر ځای دغه ګام نه یوازې د نجونو د زده‌کړو لپاره اخیستی؛ بلکې د هغه په اند نجونې په ټولنه کې د حضور حق لري:« انلاین زده کړې اوس یو ډول دود جوړ شوی او هر چا انلاین زده کړې پیل کړې دي. دلته بحث یوازې له زده کړو د نجونو محرومېدل نه دي؛ بلکې نجونې په ټولنه کې د حضور حق لري او دوی باید په خپلو کې سره وویني، خبرې وکړي ترڅو د دوی په منځ کې ټولنیز تعامل رامنځته شي.»

داوود لومړی دغه ټولګي په وړیا ډول د خپل ښوونځي دننه جوړ کړي وو؛ خو په وینا یې خلکو دغه مالومات طالبانو سره شریک کړي وو او دوی یې دې ته اړ اېستل چې نجونو ته ځواب ورکړي.

هغه وایي:« له هغې وروسته یې د دغې موضوع د حل لپاره یوه طرحه جوړه کړه، چې له مخې یې کورنیو سره خبرې وکړې او لس ټولګي یې جوړ کړل چې پکې به نجونې په یوه کور کې راټولېږي او یوځای به درس وایي.»

هغه وایي، چې د دغو ټولګیو په جوړولو کې د دغو نجونو کورنیو همکاري کړې ده او په خپلو کورونو کې یې دوی ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

دوی اته ښوونکي لري، چې شپږ تنه یې ښځینه او دوه نور یې نارینه دي.

داوود وایي، دغه ښوونکي یې د خپل ښوونځي ښوونکي دي چې له ښوونځي وروسته په دغو ټولګیو کې په وړیا ډول نجونو ته هم درس ورکوي.

دغه نجونې د اونۍ په پنځو ورځو کې د ورځې څلور ساعته په خپلو ټولګیو کې ساینسي او د ژبې اړوند زده‌کړې ترلاسه کوي.

داوود د نجونو د انګېزې د ژوندي ساتلو لپاره ځینې ورزشي ټورنمنټونه، د لیکوالۍ او ځینې نور پروګرامونه هم جوړ کړي دي.

د داوود یوازینۍ لور سارا وایي:« پلار مې د نجونو د زده کړو لپاره یو پروګرام جوړ کړی، دغه پروګرام اسانه ندی. د دغه پروګرام د جوړولو لپاره زړورتیا اړینه ده، کومه چې زما پلار یې لري او زه مې په خپل پلار ویاړمه او یوه ورځ به نړۍ هم زما په پلار وویاړي.»

سارا په دې پوهېږي کوم کار چې پلار یې کوي له ګواښه ډک دی:« کوم کار چې مې پلار کوي یو ګواښوونکی کار دی او که چېرې طالبان په دې وپوهېږي؛ نو د داسې پروګرام جوړوونکي وژني.»

هغه وایي:« موږ په ډېر پام سره یوازې یوازې زده کړو ته ځو، چې طالبان پر موږ شکمن نشي.»

سره له دې چې د داوود دغه کار له ګواښه ډک دی؛ خو بیا هم داوود ولې دغه کار ته دوام ورکوي؟

داوود د دغې پوښتنې په ځواب کې وایي:« هر څوک راته وایي، چې دغه کار له ګواښه ډک دی. زه خپله هم په دې پوهېږم چې دغه کار زما ژوند ګواښي؛ خو زه یوه لور لرم او ما لپاره زما د لور زده‌کړې خورا مهمې دي، زه د هغې لپاره دغه کار ته دوام ورکوم.»

د داوود دغه ګام نه یوازې د هغه لور بلکې د دغو ټولګیو نورو نجونو کې د زده‌کړې مړې هیلې بیا راژوندۍ کړې دي.

حمیده چې د دغو ټولګیو یوه زده‌کوونکې ده، وایي:« له کله چې ښوونځي وتړل شول، داسې ورځ نه وه چې ما به نه وي ژړلي؛ ځکه زموږ په کور کې ټول لوستي وو او یوازې زه له زده‌کړو محرومه شوې ومه.»

هغه وایي:« زما هیلې مړې شوې وې؛ خو دغه ټولګیو زما مړاوې هیلې بیا راژوندۍ کړې. کاش ټولو نجونو کولای شوای، چې په دغو ټولګیو کې ګډون وکړي.»

د حمیدې مور چې په یوه نړۍوال بشري سازمان کې کار کوي، وایي:« ما په خپلو ټولو ماشومانو زده‌کړې کړې؛ خو د حمیدې زده‌کړې ترسره نه شوې. دې کار د حمیدې سره موږ هم ډېر ځورولي یو او اوس زده‌کړې ته د هغې لېوالتیا او شوق ته په کتو د زړه له تله د ښاغلي داوود منندوی یوو.»

د داوود دغه ګام نه یوازې د هغه د زده کوونکو د ستایلو وړ دی؛ بلکې نورو پلرونو ته هم انګېزه ورکوي.

د کابل یو اوسېدونکی اجمل وایي:« د داوود دغه کار د ستایلو دی. په تېرو کې خلک راغلل او پېسې یې ووهلې او بیا له هېواده وتښتېدل؛ هر پلار ته لازمه وه چې د خپلو لوڼو زده کړو لپاره یوه مبارزه یا هم یو ګټور اقدام وکړي.»

هغه وایي:« د نړۍ پرمختللي هېوادونو د قربانۍ په بدل کې پرمخ تللي دي؛ که دغه ډول قرباني هر څوک ورکړي زموږ هېواد به هم یوه ځای ته ورسېږي.»

د ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو لپاره ښوونه او روزنه څومره اړینه ده؟

فرشته صالحي چې د ماشومانو د ښوونې او روزنې برخې فعاله ده، په دې اړه داسې وايي:« د نړۍوالې احصایې له مخې، د ماشوم د ودې اتیا سلنه متخصصینې ښځې دي او پاتې شل سلنه یې نارینه دي او د دې لامل دا دی، چې ماشوم له نارینه‌وو پرتله له ښځو سره ښه ارتباط ټینګولی شي؛ نو کله چې یوې نجلۍ خپله روزنه نه وي لېدلي په راتلونکې کې به نورو ته څنګه روزنه ورکړي او ټولنیز ژوند ور زده کړي؟»

هغه وايي:« یوه نجلۍ چې زده‌کړې وکړي، هغه په دې پوهېږي چې په راتلونکې کې خپل ماشومان څه ډول وروزي او هر ماشوم ۵۰ سلنه روزنه له خپلې کورنۍ او ۵۰ سلنه له زده‌کړو ځای، درسي نصاب، ښوونکي او ملګرو اخلي. که چېرې کوم ماشوم له زده‌کړو محروم شي؛ نو ۵۰ سلنه شخصیت یې نیمګړی پاتې کېږي او نشي کولای چې په راتلونکې کې بل ماشوم ته روزنه ورکړي.»

هغه زیاتوي:« نجونې له ښوونځیو منع کول کولای شي، د زده‌کړې حق چې یو بشري بنسټیز حق دی او له نړۍوالو بېلابېلو هوکړه لیکونو له‌خوا په رسمیت ېېژندل شوی په بشري سرغړوونه کې راشي. د بشري حقونو نړۍوالې اعلامیې (۲۶مه ماده) او د ماشوم د حقونو کنوانسیون (۲۸مه ماده) د جنسیت پر بنسټ له تبعیض پرته د زده کړې پر حق ټینګار کوي.»

تر دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې (سیګار) په یوه راپور کې هغه ادعاوې رابرسېره کړې، چې ګواکې طالبان یوازې له بهرنیو هېوادونو څخه د پیسو د ترلاسه کولو لپاره جعلي انجوګانې او د نجونو لپاره کور ښوونځي جوړوي.

یادونه: داوود خپله په یوه خصوصي دفتر کې دنده لري او یوازې په رخصتۍ ورځو کې خپل ښوونځي ته ورځي او هغه لاتراوسه له کوم بنسټه مرسته نه ده ترلاسه کړې، هغه په خپل شخصي لګښت دغه ټولګي جوړ کړي.

 

 

 

دکمه بازگشت به بالا