افغانستانپناهندگانحقوق بشرزندگیعکس
موضوعات داغ

هغه مېرمن چې په کډوالۍ کې لسګونه افغان نجونو ته د ورزش، خیاطۍ او زده‌کړو خدمات وړاندې کوي

د دوي غوښتنه له نړیوالې ټولنې د بشري حقونو اړوند سازمونو او هغه کډوال منونکیو هیوادونو څخه دا ده چې دوي د خوندي ژوند لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي او له پاکستان څخه يي نورو خوندي هیوادنو ته انتقال کړي ترڅو دوي خپلو زده کړو، سپورټ او کار کولو ته دوام ورکړي.

راپور: جهانزیب ویسا

پاکستان ته کډواله شوې افغانه نرګس اخلاقي چې د سپورټ په ډګر کې یې ۱۰ کاله په افغانستان کې فعالیت ترسره کړي، او له همدې لارې یې لسګونو ښځو ته د ځان جوړوني، او موای تای سپورټ برخه زمینه برابره کړې ووه، خو د طالبانو له بیا واکمن کېدو سره د سپورټ کولو څخه منعه کړاي شوي، او له خپلې کورنۍ سره د هېواد پرېښودو ته مجبوره شوه.

نرګس یوازنۍ افغان ښځینه ورزشکاره ده چې د ۲۰۱۳ کال د سویلي کوریا کې د موی ټای په سیالیو کې یې لومړی برونزو مډال وګاټه، په ۲۰۱۶ کال کې د ټایلنډ په سیالیو کې د افغان میرمنې په توګه لومړنۍ نړیواله لوبڅاره/ریفري پاتې شوې ده او د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې روزونکې هم پاتي شوې ده.ِ

نرګس اخلاقي

«ما په افغانستان کې هم یو ورزشي کلب درلود چې د نجونو او میرمنو ته مي د موای تای او فټنس برخه کې تمرینونه ورکول. د زده کړو په یو ښوونیز کورس کې مې د انجونو په ګډون ځوانانو ته د انګلیسي ژبې تدریس کووه، او له همدې لارې مي د کورنۍ اقتصادي ستونزې حل کولي. اوسمهال په پاکستان کې هم د افغان کډوالو انجونو او ښځو لپاره د موای تای، او فټنس برخه کې تمرینونه ورکوم.»

نرګس وايي:« پاکستان ته زما د راتګ له یوه کال څخه زیاته موده کيږي په اول ځل چې کله زه راغلم له ګڼو ستونزو سره مخ وم، او کله به چې له کور څخه هم بهر وتلم له کډوال شويو افغان میرمنو سره به مې لیدل او له سخت فشار سره به مخامخ وي. ما د ځان سره تصمیم ونیوه چې باید د دوي لپاره داسي یو کار وکړم چې دوي له شته ستونزو څخه د خلاصون لار ومومئ. ما اوس ګڼ شمېر افغان ښځینه کډوالو ته چې د دوي ژوند په افغانستان کې ګواښونو سره مخ وي د سپورټ، خیاطۍ، او زده کړو زمینه د خپل کور په انګړ کي برابره کړي. لس میاشتۍ کيږي چې په پاکستان کې په دی برخه کې (Afghanistan Relief Organization) په مالي مرستي سره د خیاطۍ، سپورټ، او د انګلیسي ژبۍ د زده کړي په برخه کې د ګڼ شمېر کډوال شویو افغان میرمنو او انجونو سره بوخته یم.

میرمن نرګس زیاتوی: ډیرغمجن احساس کوم، او ځان ډیر ضعیف محسوسوم. فکر کوم چې تراوسه په خوب کې یم چې اوس ویښه شوم او ګورم چې هر څه مې له لاسه ورکړي وي. په افغانستان کې ما د سپورټ برخه کې غوښتل د هیواد او خپلي کورنۍ لپاره ویاړونه راوړم، خو د طالبانو دواکمنېدو سره زما په ګډون افغان میرمنې او هغه انجونې چې د سپورټ په ډګر کې بوختي وي زده کړي یې کولې، او په دولتي ارګانونو کې په د يې دنده ترسره کولي هرڅه له منځه لاړل او ګڼ شمېر یې ګانډویو هیوادنو ته کډوالۍ ته اړ شوي. زه په افغانستان کې د ځینو ګواښونو سره مخ شوم. ما د خوندیتوب احساس نه کاوه، له همدې امله پاکستان ته کډواله شوم.

عارفه رضایي په یاد کورس د ښوونکې دنده لري وايې:

« د خياطۍ روزنيز برخې کې شاوخوا څلور میاشتې کيږي افغان میرمنو ته زده کړه ورکوم. وايي خوشحاله يم چې ګڼ شمېر هغه انجونې چې په افغانستان کې له زده کړو، کار، او سپورټ کولو څخه منعه کړاي شوي دي. خو دوي پاکستان ته په کډوالۍ سره هم خپل همت نده بايللې او دلته د خياطۍ په زده کړه کې بوختې دې. دا د دوي لپاره هم د بوختیدو يوه لاره ده او هم پدې سره دوي کولاي شې چې د خیاطۍ د زده کړې وروسته د ځان لپاره د اقتصادي ستونزو د حل او عايد يوه لاره ولري. افغان ميرمني چې د خياطۍ په برخه کې بوختې دي روانی ستونزي یې کمې شوي دې او په ډير کم وخت کې يي ډير څه د خياطۍ په برخه کې زده کړې دي. او د يو ښه راتلونکي لپاره ښه احساس لري‌.»

حسنيه شفيع د خياطۍ روزنيز پروګرام يوه زده کوونکې ده هغه وايې: له هغهې ورځې چې ما ته د خياطۍ د زده کړې زمينه برابره شوي ډيره خوشحاله يم. په افغانستان کې زه له زده کړو او کار کولو څخه منعه کړاي شوي وم او زما په ژوند يې ډير منفي اغيزې کړي وي له هغه وروسته ما تصميم ونيوه چې هيواد پريږدم او کډوالۍ ته اړ شم دلته په راتګ سره هم له ډيرو سختو شرايطو سره مخ وم خو له هغهې ورځې چې زه دلته راغلي يم روحي او رواني فشار مي کم شوی دي.

هغهې وویل:« غوښتنه مې له نړيوالی ټولني او ګډوال مننونکيو هيوادونه څخه ده دا چې د خوندي ژوند لپاره مې له پاکستان څخه بهر کړي ترڅو زه خپلو زده کړو ته دوام ورکړم او ترڅنګ يې د خپل روښانه راتلونکي لپاره لاډير زحمت وګالم د خپل هیواد، او کورنۍ لپاره لا ډیر لاسته رواړني ولرم.»

عارفه اخلاقي د خياطۍ زده کوونکې وايې: دلته زما په ګډون په ډير تعداد افغانې کډوالي ښځې او انجونې چې په افغانستان کې يې ژوند له ګواښ سره مخ ووه اوس د خياطۍ په زده کړه کې بوختې يوو او له يو بل سره په ګډه کار کوو. په پاکستان کې هم زه له ګڼو رواني ستونزو سره مخ وم، خو دا چې اوسمهال ماته د خیاطۍ د زده کړې زمينه مساعده شوي ده. پدې سره زما هغه رواني او روحي فشار يوڅه کم شوی دي. دلته زه له نورو میرمنو سره مصروف یم او ترڅنګ یې زه د یو هنر زده کولو په لټه کې هم یم.

میرمن اخلاقي وويل:« خوشحاله يم چې په کډوالۍ کې زما په ډير شمېر افغان کډوال شویو میرمنو څخه ملاتړ کيږي. د خیاطۍ په برخه کې ما اوس ډير څه زده کړي او زه کولاي شم د خياطۍ د زده کړي وروسته هرچیرته چي وم د ځان بسیانې او د ستونزو څخه د خلاصون لپاره لدې لارې اقدام وکړم.»

نور د انګلسي ژبۍ زده کوونکې وايي: ډيره موده کيږي دلته په زده کړو بوخته يم او زما په ژوند يې مثبتې اغېزې لرلې. دلته مې له نورو زده کوونکيو سره ډير پام په زده کړو وي او دا چې زه په افغانستان کې له زده کړو څخه محرومه شوم. دا چې د زده کړو زمینه راته برابره شوه اوس مي تشويش مخ په کمېدو دي. هيله لرم د جمهوريت د پرزیدو وروسته هغه افغان انجونې چې کډوالۍ ته اړ شوي دي دوي ټولو ته زما په شان د زده کړو، او سپورټ کولو لپاره زمينه برابره شي؛ ترڅو له شته ظرفيتونو سالمه ګټه واخلي. پدې سره به له رواني پلوه هم د دوي په ژوند باندې مثبت اغېز ولري.

نور وویل:« اوسمهال په پاکستان کې پاتې کيدل ډير سخت دي بيا په ټوله کې د افغان میرمنو او انجونو لپاره چې هيڅکله يي د کډوالۍ سخت ژوند نه وي تجربه کړي. خو د ورته موثره فعالیتونو ترسره کیدو سره د کډوال شویو میرمنو او انجونو ستونزو مخ نیولي شي. زما غوښتنه له نړيوالو هیوادنو څخه دا ده چې زما غږ واورئ او د پاکستان هيواد څخه مې بل یو خوندي هيواد ته بهر کړي ترڅو په ارام چاپيريال کې خپلو زده کړو او سپورټ ته دوام ورکړم.»

محدثه ناصري د موای تای ورزشکاره وویل:« ډیره خوشحاله يم چې دلته د نورو افغان کډوالو شويو انجونو ترڅنګ راته د سپورټ کولو حق راکړل شوېده. په افغانستان کې نور ماته ژوند کول ډیر ستونرمن شوي ووه. ان دا چې زما څخه د عادي ژوند ټول حقوق اخیستل شوي ووه. دا زما لپاره ډيره دردونکي ووه. په افغانستان کې ما په ويره کې ژوند کووه؛ ان دا چې د کور څخه به هم د وتلو په وخت کې به مي زړه په دړزيدو وو او روحي او رواني فشار لاندې وم بله څاره نه ووه د کورنۍ سره کډوالۍ ته اړ شوم.»

سمانه سلطاني د موای تای څانګې ورزشکاره وایي:« د طالبانو د راتګ سره زما پرمخ په افغانستان کې ښوونځي ته د تللو مخه ونیول شوه او زما څخه د سپورټ کولو حق واخیستل شوو. زه مجبوره شوم له خپلي کورنۍ سره پاکستان ته کډواله شم. دلته په راتګ سره له سختو ستونزو سره مخ یم، خو اوس دلته د سپورټ کولو زمينه راته برابره شوي ده. زه ډير ښه احساس کوم او غواړم خپلو هيلو ته لدې لاري ورسیيږم. زه ډيره خوشحاله يم چې په کډوالۍ کې راته د سپورټ کولو لپاره زمينه برابره شوي ده.»

هغه زیاتوي: اوسمهال هم دلته زه ډيرې افغان انجونې وينم چې دوي ته زما په شان د سپورټ، او زده کړو زمينه نده برابره؛ دوي په کډوالۍ کې ډيري سخته شپې او ورځې تيروي زه هيله لرم زما په شان دوي ته هم د سپورټ او زده کړو کولو زمینه برابره شي.

ارغوان عالی زاده د فيټنس څانګې زده کونکي وايي:« شاوخوا پينځه میاشتې کيږي دلته په سپورټ کې بوخته يم له هغهې ورځې چې ما دلته سپورټ شروع کړي زما رواني او روحي فشار ورسره کم شوي دي. ډيره خوشحاله يم چې دلته سپورټ کوم او هيله لرم ټولي هغه افغان ميرمني او انجونې چې له افغانستان څخه پاکستان ته راغلي زما په شان ورته زمينه برابره شي ترڅو دوي له رواني پلوه هم روغ پاتې شې او هم زده کړه وکړي.»

د بشري حقونو فعاله صنم کبيري وايي:« په افغانستان کې د هرې ورځې په تیریدو د بشري حقونو څخه سرغړونې مخ په زیاتیدو دي او په تیر دو کالو کې په افغانستان کې له افغان ښځو څخه د دوي حقونه اخیستل شوي دي. د بشري حقونو څخه شوې سرغړونې همداسې پټې پاتې شوي دي او هیڅوک د پوښتني نشته. د جهموریت د پرزیدو وروسته ګڼ شمېر ښځې او انجونې چی په افغان کې له زده کړو او کار کولو څخه منع کړای شوي کډ‌والي ته اړ شوي او هلته هم له شته ستونزو سره لاس او ګریوان دي یو له هغه هیوادنو څخه پاکستان دي چې افغان ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د بشري حقونو اړوند سازمونونه باید د کډوال شویو افغان میرمنو ستونزو ته په ګاونډیو هیوادنو کي په جدي ډول سره پاملرنه وکړي.»

یاده د وي چې د یاد رونیز مرکز ټولې ګډونوالې شاوخوا لس میاشتي کیږي بوختي دي او تراوسه له یاده رونیز مرکز څخه ندي زده کوونکي ندي فارغ شوې دوی ويره لري چې ښايي د فارغيدو وروسته د کار نشتوالي سره مخ شي. دوي په کډوالي کې له شته شتونزو او سختو شرایطو چې ورسره مخ دې کړیږې د دوي غوښتنه له نړیوالې ټولنې د بشري حقونو اړوند سازمونو او هغه کډوال منونکیو هیوادونو څخه دا ده چې دوي د خوندي ژوند لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي او له پاکستان څخه يي نورو خوندي هیوادنو ته انتقال کړي ترڅو دوي خپلو زده کړو، سپورټ او کار کولو ته دوام ورکړي.

دکمه بازگشت به بالا